د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د طالبانو د جنګ د میدان د ماتو علل او عواقب

میرویس
05.06.2014

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
طالبانو د ننګرهار په خوګیاڼیو کې به امنیتې پوسته باندې حمله کړې، خو په نتیجه کې یې دوولس طالبان وژل شوي او ينځه تنه زخمي شویدي.

دا ځکه چې نړیولو قواوو افغان قواوو ته داسې پوځي روزنه ورکړې چې طالبان نور د مخامخ جګړې توان نلري. د انتخاباتو په تیر پړاو کې افغان قواوو ثابته کړه چې د خپل ملک امنیت ساتلئ شي او طالبان مهار کولای شي.

که طالبان تشدد ته دوام ورکړې، په مدار مدار به نور هم کمزوري شي او د ترورستي چاودنو او ځان مرګي حملو سحر به یې هم مات شي. کله چې د طالبانو جنګي مؤثریت ختم شي، د هغوی حمایه کونکي هم لاس ترې اخلي او طالبان بې اسرې پاتې کیږي.

ددې دپاره چې طالبان بیرته په افغاني ټولنه کې ومنل شي ورله پکار دي چې وخت د لاسه ورنکړي او تشدد په امنیت او ولس ته په خدمت بدل کړي. دوی باید د سالمو او مثبتو خبرو اتر او پخولاینې له لارې په ولس او حکومت کې مدغم شي. البته دا کار د نورو معاملاتو غوندې مقید وخت لري.
اوبه چې د ورخه تیرې شي، بیرته نه راګرزي.
تیرساعت په مثال مړئ د لحد دئ - مړئ چا دئ ژوند کړئ په ژړا.
www.khabarial.com


Re: د طالبانو د جنګ د میدان د ماتو علل او عواقب

lawangin
05.06.2014

ددرواغجن مختور تلې یې شنې وي !

دامو دی ځواب !

[img:3bb632d40a]http://nunn.s3.amazonaws.com/Emarat122.jpg[/img:3bb632d40a]

طالبان: د ننګرهار خبر حقیقت نه لري

د کورنیو چارو وزرات مسوولینو پخپله خبرپاڼه کې ویلي، چې د
ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالي کې يې اوولس طالبان له منځه وړي او د
ټول هېواد په سطحه يې په څلورویشت ساعتو کې څلوردېرش طالبان له
منځه وړي او پنځه نور يې ژوندي نیولي.

طالبانو د دولت یادې دعوې رد کړې دي او په خبره يې هیڅ حقیقت نه
لري، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه
کې ويلي چې د دوی ملګرو د خوږياڼو په نکړخېلو او ډنډ سیمو کې د
دولتي امنیتي مسوولینو په موټریز کاروان درانه انفجارونه کړي، چې په
خبره يې درانه تلفات يې ور اړولې. یاده خبرپاڼه کاږي: «بل خوا د کابل
ادارې دکورنیو چارو وزارت دتل په شان بل غلط خبر هم رسنیوته
استولی چې وايي په ټول هيواد کې يې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۴
تنه مجاهدین شهیدان کړي او ۵ تنه يې هم ژوندي نیولي، موږ دغه خبر
هم ردوو برعکس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دښمن د هېواد په مختلفو
سیمو کې سخت درانه ګوزارونه خوړلي او په لسهاوو تنه ېي مړه او
ژوبل دي.
له رسنیو څخه غواړو چې د دښمن د دغه ډول غلطو خبرونو دنشر په
مهال زموږ غبرګون ته هم توجه وکړي او په یولوريز ډول د دښمن
افواهات د خبر په نامه نشر نه کړي.»
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار په حصارک ولسوالي کې اته تنه اربکیان
او یو د ملي اردو عسکر له طالبانو سره یوځای شوي دي، دا په داسې
حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې هم د ننګرهار په نازیانو کې نولس
تنه افغان امنیتي مسوولین طالبانو ته ور اوښتي دي. پر دې سربېره د
طالبانو د جلب، جذب، دعوت او ارشاد کمیسیون له لوري په تېره
میلادي میاشت کې یوسل نهه نوي تنه افغان امنیتي مسوولین له خپلو
دندو بېزاره کړي دي، چې د طالبانو دغه پروسه عام ولس هم خوښوي
او له سیمه ایزو طالبانو يې غوښتي چې د خبرو له لارې مجبور شوي
یا هم غولول شوي ځوانان خپلو غلطیو ته متوجه کړي.
یاده دې وي، پورته امنیتي پېښې په داسې وخت کې رامنځ ته کېږي چې
راتلونکو دویم پړاو ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.
لوړ پوړي افغان امنیتي مسوولین د عام ولس په ګډون په اندېښنه کې
دي، چې ښايي راتلونکې ټاکنې به خوندي نه وي.

[quote:3bb632d40a="میرویس"]ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
طالبانو د ننګرهار په خوګیاڼیو کې به امنیتې پوسته باندې حمله کړې، خو په نتیجه کې یې دوولس طالبان وژل شوي او ينځه تنه زخمي شویدي.

دا ځکه چې نړیولو قواوو افغان قواوو ته داسې پوځي روزنه ورکړې چې طالبان نور د مخامخ جګړې توان نلري. د انتخاباتو په تیر پړاو کې افغان قواوو ثابته کړه چې د خپل ملک امنیت ساتلئ شي او طالبان مهار کولای شي.

که طالبان تشدد ته دوام ورکړې، په مدار مدار به نور هم کمزوري شي او د ترورستي چاودنو او ځان مرګي حملو سحر به یې هم مات شي. کله چې د طالبانو جنګي مؤثریت ختم شي، د هغوی حمایه کونکي هم لاس ترې اخلي او طالبان بې اسرې پاتې کیږي.

ددې دپاره چې طالبان بیرته په افغاني ټولنه کې ومنل شي ورله پکار دي چې وخت د لاسه ورنکړي او تشدد په امنیت او ولس ته په خدمت بدل کړي. دوی باید د سالمو او مثبتو خبرو اتر او پخولاینې له لارې په ولس او حکومت کې مدغم شي. البته دا کار د نورو معاملاتو غوندې مقید وخت لري.
اوبه چې د ورخه تیرې شي، بیرته نه راګرزي.
تیرساعت په مثال مړئ د لحد دئ - مړئ چا دئ ژوند کړئ په ژړا.
www.khabarial.com[/quote:3bb632d40a]


میرویس
12.06.2014

لروغنیه لارویه، سلامونه او نیکې هیلې.
بیا د پتنګ په لاره رهي شوي یاست.
طالبان خو خود هره خبره ردوي. دوی خو دا هم ردوي چې اختلافات نشته پکښې. له یوې خوا وایي چې د بې ګناه خلکو وزل نارو دي، له بلې خوا هره ورځ بې ګناه خلک ملخانو غوندې وزني.
د هلمند دپاره د طالبانو په اصطلاح والي مولوی عبدالرحیم اسحق زئ د خپلو شپږ دیرش طالب ملګرو سره د سنګین په ولسوالۍ کې وزل شویدئ.
شپږ تنه طالبان په لوګر کې پخپل خښ شوي بم کې وژل شوی او بل طالب چې بم یې خښاوه وزل شویدئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more