د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاکستاني طالبان: جنګ، که صلح؟

اتل
09.06.2014

محترمو وروڼو، السلام علیکم
پاکستاني طالبانو بیا بې ګناه مسلمانان وژلي او دقتلونو مرتکب شویدي.
پاکستانې طالبانو یا ټي ټي پي د کراچۍ په بین المللي هوایي ډګرحمله کړې او د امنیتي قواوو سره په پنځه ساعته اوږه جګړه کې یې اتلس بې ګناه انسنان وژلي او پخپله لس واړه طالب حمله کونکي هم وژل شویدي.

دا خبره لمر غوندې روښانه ده چې طالبان نه صلح غواړي او نه هم ددې جوګه دي چې د خپل حکومت او ولس سره صلحه وکړي. که طالبان صلح وکړي له یوې خوا به د وزیرستان ملوک الطوایفي د لاسه ورکړې او له بلې خوا به هغه عاید چې د غلا، چور چپاو، قطاع طرقۍ، قاچاق او په زور د خلکو نه د پیسو اخیستو له لارې یې لاس ته ور وړي له لاسه ورکړي او دغه راز به ددغو غیر قانوني او حرامو امتیازونو توان او فرصت هم له لاسه ورکړي.

د طالبانو د ټي ټي پي چتر چې د ګڼ شمیر بدعتي، خوارجو دډلو نه جوړ شوي هیڅ وخت نشي کولئ چې په کومه مسئله باندې د یوې واحدې اډانې په توګه امنا وکړي او معقولې فیصلې صادرې کړي. ټي تي پي پخوا هم د حکومت سره د صلحې خبرې کړې خو بیا یې د شا نه ګذار پرې کړئ او خبرې اترې یې ناکامې کړیدي او ډصلحې ډیر مساعد فرستونه یې د لاسه ورکړیدي.

ترهغې چې دا بدعتي ډله موجوده وي، صلحه به ونکړي. طالبان تشدد ته دوام ورکوي، بې ګناه خلک وزني، او د ملک پوده تنسته وارنوي او د پښتنو ټولنیزه بقا په خطر کې اچوي.
ددې تشد خاتمه او د بحران حل هغه وخت ممکن کیداي شي چې د پاکستان طالبان دوسلې نه مطلق لاس واخلي او په خپله ټولنه کې مدغم شي.
http://www.bbc.co.uk/pashto


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more