د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

افسوس افسوس افسوس


Mazharee
30.05.2014

افسوس افسوس افسوس:
...........................
په 1435/5/27 ورځ دیومقتدی سره دده دځوی لپاره یوځای مرکه ولاړم ، ددوی دخیښ کورته د ناستی اوروغبړه وروسته ، ددوستۍ اوخیښۍ خبری پورته سوی، ما خطاب وټولو ته وویل: دا ولورونه او مهرونه داسی ډیر مه ایږدئ، مصارف دټولو مراسمو کم کړئ، ځکه الله پاک په قرآن عظیم الشأن کی فرمایی: ولاتنسوالفضل بینکم.]سورة البقرة 237[ یعنی په خپل مینځ کی دیوبل سره احسان مه هیروئ او دامعلومه خبره ده چی دډیر مهر په ایښودلو کی احسان نه بلکه ظلم دئ همدا راز الله پاک فرمایی: وَأَنْكِحُواْ الأَيَامَى مِنْكُمْ.]سورة النور 32[ یعنی خپلو مجردو ځوانانوته ښځی وکړئ اوخپلی مجردی ښځی مړو ته ورکړئ. او دامعلومه خبره ده چی مجردو ځوانانوته ښځی کول او مجردی ښځی مړو ته ورکول هغه وخت په آسانه د هرچا په توان کی راتلائ شی ، چی ولورونه لږ او نکاح آسانه وی، همدغه یی لامل دئ چی اوس په ټولنه کی ډیرئ ځوانان ډیر لوړ سن اوعمر ته رسیدلی دی خو دنکاح کولو توان نلری همدا راز ډیری ځوانانی ښځی چی دډیره وخته څخه بلوغ ته رسیدلی دی خوڅوک ورته مرکه نه راځی ، ځکه پلارونه یی په ډیر مهر باندی قیمتوی، پداسی حالکی چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم حضرت علی ته پر دریو شیانو باندی دتلوار کولو توصیه کوی ، چی یو دهغوی څخه دپیغلی ژر په نکاح ورکول دی چی فرمایی: والأيم إذا وجدت لها كفؤا.]سنن ترمذی 171[ اوپیغله چی کله دی سیال ورته وموندئ. یعنی چی کله دی دپیغلی لپاره سیال چی دهغی خاوند کیدلائ شو وموندئ نو بس په نکاح یی ورکړه، مه یی ځنډه وه. په همدی خاطر مونږ وینو چی په ټولنه کی ډیر اخلاقی فساد اوفحشاء مخ په خوریدو ده. همدا راز رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایی: أعظم النساء بركة أيسرهن مؤنة.]مسند امام احمد 25162[ یعنی ترټولو دلوی برکت خاونده هغه ښځه ده چی مصارف یی لږوی.
همدا راز فرمایی: "خيرهن أيسرهن صداقا" ]صحیح ابن حبان 4034[ یعنی ترټولو بهترینه ښځه هغه ده چی مهر یی آسانه وی)لږ وی(.
همدا راز می ځینی نوری لازمی شرعی توصیی هم ورته بیان کړی.
خو افسوس چی ددی پرځای چی خلګ ځما خبروته غوږ کښیږدی او پر هغه باندی غور وکړی، وایی: مولوی صاحب! ته خوښه خبری کوی ، خومونږ داکار نشو کولائ ځکه اوس مصارف ډیردی، ماورته ویل: دمصارفو کول خو ستاسو په خپل اختیار کیدی بیامصارف لږ وکړئ، دوی ویل:مصارف لږ ځکه نشو کولائ چی زمونږ ښځی مو نه پسی پریږدی ، اودلږ مصارف اجازه نه راکوی، پدی ځای کی می هغه حدیث درسول اکرم صلی الله علیه وسلم را یاد شو چی وړاند وینه یی کړیده اوفرمایی: کله چی داسی زمانه راغله چی مړونه دخپلو ښځو تابع شوه، نوتاسو ددی انتظار وکاږئ چی الله پاک به پرتاسو باندی سور طوفان، زلزلی ، اودډبرو غورځول او ډیر نور مختلف اومسلسل آفتونه راوړی.]سنن ترمذی[
په رښیتاچی همدغه زمانه ده چی زمونږ ګران او رښتیا ویونکی پیغمبرصلی الله علیه وسلم یی وړاند وینه کړیده ، همدغه زمانه ده.
الله پاک دی مو ددغسی خلګو څخه نه ګرځوی او الله پاک دی راته دخپلو آفتونو څخه نجات راکړی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more