د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا به خامخا لولې!

طالب ISI
26.05.2014

مجید قرار

ستاسې زرګونه مشران چا ترور کړل؟ ستاسې زرګونه ښوونځي چا وسوځول؟ ستاسې سیمه دیارلس کاله له پراختیایي کارونو چا محرومه کړه؟ ستاسې محصلین چا حلال کړل؟ ستاسې لوستي ځوانان چا په کور کښېنول؟ ستاسې ښځې چا وتښتولې؟ ستاسې پر وریندارګانو باندې چا پنجابیانو ته ډوډۍ پخې کړې؟ ستاسې د ښځو چادرۍ، د نارینه وو واسکټونه، د مشرانو بګړۍ چا بې عزته کړې؟ ستاسې موسیقي، ستاسې هنرونه چا نابود کړل؟ ستاسې په ککریو چا فوټبال وکړ؟ ستاسې وړو ماشومانو لوڼو او زامنو ته چا د انتحار واسکټ ور په تن کړ؟
ستاسې د کورونو حریم چا پر امریکایانو، پنجابیانو، عربو، اوزبکیستانیانو او نورو پایمال کړ؟
ستاسې تورسرې چا په نیمه شپه را کښېنولې او نابللیو مېلمنو ته یې چایونه پرې دم کړل؟
ستاسې جوماتونه، ستاسې پلونه، ستاسې څړکونه، ستاسې بېټکونه، ستاسې د ناویانو موټر، ستاسې د مسافرو بسونه، ستاسې د ښوونځيو ماشومان چا په بمونو والوزول؟
ستاسې والیان، ستاسې انجنیران، ستاسې ډاکټران، ستاسې دیني علماء، ستاسې مخور چا په بمونو والوزول، حلال کړل، او په مرمیو غلبېل کړل؟
ستاسې دعوې چا کویټې، پېښور او کراچۍ ته یووړې؟ ستاسې په منځ کې مېلمه وژنه، ښځه وژنه، ماشوم وژنه، سپین ږیری وژنه چا رواج کړه؟
ستاسې قرآنونه، ستاسې سیپارې، ستاسې جوماتونه چا وسوځول؟
ستاسې جنازې چا حرامې کړې؟ ستاسې په فاتحو کې چا بمونه والوزول؟
ستاسې پر وړو هلکانو چا په جوماتونو کې جنسي تېري وکړل؟ ستاسې د کفر فتواوې چا ورکړې؟
ستاسې ټاکنې چا ناکامې، ستاسې رأیه چا کمه او تاسې له سیاسي سیالۍ او ګډون څخه چا محروم کړئ؟
تاسې له اکثریته په اقلیت چا بدل کړئ؟ تاسې په پوهنتونونو، په بازارونو او د ژوند په ځایونو کې چا اقلیت او په زیارتونو، لېونتونونو، روغتونونو او زندانونو کې چا اکثریت کړئ؟
ستاسې نجونې چا در نالوستې کړې؟ چا د لیکلو او لوستلو پر ځای د سپږو د وژلو، څپیاکو د تپلو په هنر سمبالې کړې؟
ستاسې لوڼي او خویندې چا لد ښوونځیو د ګډونوالو پر ځای د غوجلو پیره دارانې او صفاکارانې کړې؟
ستاسې خویندې د پوهنتونونو د کفترو پر ځای د تورو او تیاره دالانونو کاغۍ کړې؟
ستاسې مدرسې چا په لواطتخانو او انتحارخانو بدلې کړې؟
ستاسې نوم چا د تروریست کړ؟
شرم وکړئ یاره!
موږ د عبدالله عبدالله پر خلاف ټاکنیز کمپاین کوو، خو د پښتانه په نامه نه، او د ټالیب په ننګه نه.
هغه خلک چې د ټالیب ملاتړي دي، او بیا د پښتو او پښتانه په نامه عبدالله عبدالله مخالفت کوي یا احمق دي، یا احمق دي، او یا بیا هم احمق دی.
څومره چې تاوان چې ټالیب پښتانه او افغان ته رسولی، نه بل هیچا تر دې دمه رسولی، او نه به یې ورسوي.
د پښتانه د نالوستۍ، خرافاتيتوب، بې مشرۍ، بې عزتۍ، بې کلتورۍ، بې تربیه والي، غلامۍ، ذلالت او سیاسي او اقتصادي محرومیت تر ټولو ستر لامل ټالیب او د وهمي امارت په نامه د پنجاب او امریکایانو ناولې دسیسه ده.


Re: دا به خامخا لولې!

pattang
26.05.2014

اودا لاسپوڅۍ زه پېژنم ټول شعر او نثر یې د امريکایې دالرو لپاره وقف
کړی !
نالت په داسې سياسي فاسدو بېکارو چې ټول درواغ او وجدان خرڅونه
یې د څو دالرو لپاره وي!
دا لاسپوڅی مردارخورخو ټول هغه جنايتونه ، وژنې ، تجاوزونه او
ورانول هېر کړي چې فاسدو کمونستانو دده سره يو ځای په چوکۍ کې
ناستو زورواکانو او چټلو مجاهدينو کړي دي ،خو يواځې دا د ۱۳ کالو
يادونه یې په خمارو مغزو دشرابو دبوتل ترسيورې لاندې ديوې شانامې
په ډول ليکلې ده !

[quote:28fd44bdbd="shaheer"]مجید قرار

ستاسې زرګونه مشران چا ترور کړل؟ ستاسې زرګونه ښوونځي چا وسوځول؟ ستاسې سیمه دیارلس کاله له پراختیایي کارونو چا محرومه کړه؟ ستاسې محصلین چا حلال کړل؟ ستاسې لوستي ځوانان چا په کور کښېنول؟ ستاسې ښځې چا وتښتولې؟ ستاسې پر وریندارګانو باندې چا پنجابیانو ته ډوډۍ پخې کړې؟ ستاسې د ښځو چادرۍ، د نارینه وو واسکټونه، د مشرانو بګړۍ چا بې عزته کړې؟ ستاسې موسیقي، ستاسې هنرونه چا نابود کړل؟ ستاسې په ککریو چا فوټبال وکړ؟ ستاسې وړو ماشومانو لوڼو او زامنو ته چا د انتحار واسکټ ور په تن کړ؟
ستاسې د کورونو حریم چا پر امریکایانو، پنجابیانو، عربو، اوزبکیستانیانو او نورو پایمال کړ؟
ستاسې تورسرې چا په نیمه شپه را کښېنولې او نابللیو مېلمنو ته یې چایونه پرې دم کړل؟
ستاسې جوماتونه، ستاسې پلونه، ستاسې څړکونه، ستاسې بېټکونه، ستاسې د ناویانو موټر، ستاسې د مسافرو بسونه، ستاسې د ښوونځيو ماشومان چا په بمونو والوزول؟
ستاسې والیان، ستاسې انجنیران، ستاسې ډاکټران، ستاسې دیني علماء، ستاسې مخور چا په بمونو والوزول، حلال کړل، او په مرمیو غلبېل کړل؟
ستاسې دعوې چا کویټې، پېښور او کراچۍ ته یووړې؟ ستاسې په منځ کې مېلمه وژنه، ښځه وژنه، ماشوم وژنه، سپین ږیری وژنه چا رواج کړه؟
ستاسې قرآنونه، ستاسې سیپارې، ستاسې جوماتونه چا وسوځول؟
ستاسې جنازې چا حرامې کړې؟ ستاسې په فاتحو کې چا بمونه والوزول؟
ستاسې پر وړو هلکانو چا په جوماتونو کې جنسي تېري وکړل؟ ستاسې د کفر فتواوې چا ورکړې؟
ستاسې ټاکنې چا ناکامې، ستاسې رأیه چا کمه او تاسې له سیاسي سیالۍ او ګډون څخه چا محروم کړئ؟
تاسې له اکثریته په اقلیت چا بدل کړئ؟ تاسې په پوهنتونونو، په بازارونو او د ژوند په ځایونو کې چا اقلیت او په زیارتونو، لېونتونونو، روغتونونو او زندانونو کې چا اکثریت کړئ؟
ستاسې نجونې چا در نالوستې کړې؟ چا د لیکلو او لوستلو پر ځای د سپږو د وژلو، څپیاکو د تپلو په هنر سمبالې کړې؟
ستاسې لوڼي او خویندې چا لد ښوونځیو د ګډونوالو پر ځای د غوجلو پیره دارانې او صفاکارانې کړې؟
ستاسې خویندې د پوهنتونونو د کفترو پر ځای د تورو او تیاره دالانونو کاغۍ کړې؟
ستاسې مدرسې چا په لواطتخانو او انتحارخانو بدلې کړې؟
ستاسې نوم چا د تروریست کړ؟
شرم وکړئ یاره!
موږ د عبدالله عبدالله پر خلاف ټاکنیز کمپاین کوو، خو د پښتانه په نامه نه، او د ټالیب په ننګه نه.
هغه خلک چې د ټالیب ملاتړي دي، او بیا د پښتو او پښتانه په نامه عبدالله عبدالله مخالفت کوي یا احمق دي، یا احمق دي، او یا بیا هم احمق دی.
څومره چې تاوان چې ټالیب پښتانه او افغان ته رسولی، نه بل هیچا تر دې دمه رسولی، او نه به یې ورسوي.
د پښتانه د نالوستۍ، خرافاتيتوب، بې مشرۍ، بې عزتۍ، بې کلتورۍ، بې تربیه والي، غلامۍ، ذلالت او سیاسي او اقتصادي محرومیت تر ټولو ستر لامل ټالیب او د وهمي امارت په نامه د پنجاب او امریکایانو ناولې دسیسه ده.[/quote:28fd44bdbd]


ابومحمدحنفي
01.06.2014

چا وکړل او چا وکړل
دا غربي صرف د اشرف غني د کمپاين لپاره اسلام او کفر سره ګډ وډ کړل
ده ته زه وايم چې د ځان نه جوړ شوي خبرې موږ ته هم راځې خو ته که افغاني وي اول به دې دا ويلي وو چې زنګاوات کې جنايت چا وکړ او د څه لپاره له دوو لکهو نه زيات افغان چا د تيغه تېر کړل،په لغمان کې په ښځو بمباريانې چا وکړي
په بګرام کې د ملي اردو د سربازانو سره لواطتونه چا وکړل
د وطن په هر کونج کې د وطن د ساتنې په پلمه کورونو ته اوړېدل او د پردو ښځو سره جينسې تيرې چا وکړل
؟؟؟؟؟؟
لنډه دا چې ديموکراتان زه ښه پېژنم چې مسير يي څه دي او څه غواړي
او دا هم ياد ساتي ې هيرګيز به دا ديموکراتان په خپل مقاصدو کې کامياب نه شي
دا مو مجيد قرار وو دولس کاله يي د کرزي او ابامه کاسې وڅټلې اوس چې پوه شو چې نوره ګټه مې نشته نو د اشرف غني لمنه يي را وو نېوله
که ان شاء الله صبا پرې طالبان راشي نو بيا به امريکا کې ناست وي او د عيسيت لپاره به د اشرف غني د ښځې سره يو ځاي تبليغ کوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more