د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

صلصلة الجرس : یعني د کوډ ژبه ؟؟؟؟


ع کريم حليمي
24.05.2014

السلام علیکم و رحمة الله
درنو او محترمو د دین او د عربي ژبي پوهانو ، خدای دي وکي چه تاسو ټول جوړ او صحت او سلامت ولرئ

د "الوحي " حدیث شریف مي په فکر کي تیر سو ، حدیث چه تېر سو ، اما د صلصلة الجرس جمله په سرکي پاته سوه ، او له ځانه مي وپوښتل چه صلصلة الجرس یعني‌ څه شي ؟ تر یوعالم مطالعې ورسته دانتیجه په لاس راغله چه : ټول سماوي کتابونه د کد په ژبه رانازل سوي دي

او دغه سماوي کدونه (codes)د رسول صل الله علیه وسلم پر زړه راتللی او سردار عالم دغه کودونه اړول و عربي ژبي ته ??

تاسو څه فکر کوئ‌ ؟؟؟؟


وزیري
25.05.2014

السلام علیکم

محترم حلیمي صاحب کاشکی مو دا مطالعه ټوله له مونږه سره شریکه کړی وایی. پوه نه شوم چی له کد نه مو مطلب کوډ ده او که بل څه؟ ځکه چی د انګلیسی کلیمه مو هم cods ده چی له Code سره فرق لري.
که چیرته دا خبره صحیح وغیژی چی وحی د کوډ په شکل راتله نو دا به بیا ټولو پیغمبرانو ته وي ځکه چی الله جل جلاله فرمائی: انا اوحینا الیک کما اوحینا الی نوح و النبیین من بعده ...

والسلام



ع کريم حليمي
26.05.2014

وعلیکم السلام و رحمة الله
ګران محترم او ککرم وزیري صاحب ، جوړ خوشحاله او آرام اوسې
بخښنه غواړم ټایپی اشتباه مي کړېوه ، مطلب مي هم دا codes وه (کوډونه او یا په فارسي ژبه کد )
[quote:e24dfda3a6]الله جل جلاله فرمائی: انا اوحینا الیک کما اوحینا الی نوح و النبیین من بعده … [/quote:e24dfda3a6]

بلې ! رب العزت پر هر نبي بلاکیفه کوډونو نازل کړي ، او پر موسی ئې ږغ کړی او خبري ور سره کړي (وَنَادَيْنَاهُ مِنْ جَانِبِ الطُّورِ الْأَيْمَنِ وَقَرَّبْنَاهُ نَجِيّاً)
اما دا داسي خبري نه دي لکه زه او یا تاسو چه خبري کوو ، بلي موسي ږغ اورېدلی ، اما داسي ږغ نه لکه د انسان ولي چه كلام الله سبحانه وتعالى لا يشبه كلام الآدميين ، او بل مهمه دا ده چه : لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ ، پس خبری ئې هم په مثل د انسان نه دي

کوډونه عموما برقي وي ، او د ټول بشر په ذات کښي برق سته ، که د بشر له جسم نه قرق ورک سي نو مړ کیږي ، یعني بېله برق نه ژوند نسته ،

او هغه وخت چه د موسی قوم وویل چه نه ، اې موسی موږ تا نه شو منلی تر څومو پخپله لیدلي نه ئې د خدای سره د خبرو په حال کي

نوکله چه برقي کوډونه پر موسي راغله ، نودغه برقي کوډونه و موسی ته خبري وې ، او د موسي و ملګرو ته دغه سماوي کوډونه یاخبري
ورته صاعقه وه ، مړه ئې کړه ، یعني زړونو ئې د اللهي کوډونو د برق طاقت نه درلود

وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَى لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّى نَرَى اللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْكُمُ الصَّاعِقَةُ وَأَنتُم ْتَنظُرُونَ

او پر نبي علیه السلام چه به وحی را تله قلبي ضربان او د قلب حرکت ئې تغیر کاوه ( په یخه ورځ به خولې پر راماتي سوې ) یعني و قلب ته سماوي برقي کوډونه راتله ، دا چه قلب خپل لو ولټېج برق لري ، نوکله چه له خارج نه و قلب ته برق داخلیږي ، نو د قلب عادي حرکت تغیر کیږي ، یخ سي او درونــــــد سي ، صحابی فرمایې چه : د مبارک علیه السلام مبارک زنګون زما پر پښه تکیه وو ، کله چه وحی پر نازلېدل ، نو زنګون ئې دروند سو

درنښت


وزیري
26.05.2014

فقه اکبر وایی:

والفرقان کلام الله تعالی فی المصاحف مکتوب و فی قلوب محفوظ و علی الاسنة مقرو.و علی النبی علیه الصلوة و السلام منزلة بواسطه الملک. واللفظنا بالقران مخلوقة و کتابتنا له مخلوق و قرائتنا له مخلوق. و ما ذکره الله تعالی فی القران عن موسی و غیره من الانبیاء علیهم السلام و عن فرعون و عن ابلیس فان ذالک کله کلام الله تعالی اخبارا عنهم. و کلام الله تعالی غیر مخلوق و کلام موسی علیه السلام و غیره من المخلوقین مخلوق. والفرقان کلام الله تعالی، لا کلامهم. و سمع موسی کلام الله کما فی قوله تعالی و کلم الله موسی تکلیما. و قد کان الله تعالی متکلما. و لم یکن کلمه موسی. و قد کان الله تعالی خالقا فی الازل و لم یخلق الله خلق. فلما کلم الله تعالی موسی کلمه بکلامه الذی هو له صفة قدیمة فی الازل. و صفات الله تعالی کلها قدیمة بخلاف صفات المخلوقین. یعلم لا کعلمنا و یقدر لا کقدرتنا و یری لا کر‌‌ؤیتنا و یتکلم لا کلمنا و یسمع لاکسمعنا: نحن نتکلم بالالات و الحروف و الله سبحانه یتکلم بلا الة و حروف. والحروف مخلوقة و کلام الله تعالی غیر مخلوق. و هو شئ لا کالاشیاء. و معنی الشئ الثباته بلا جسم و جوهر و عرض.

والسلام



ع کريم حليمي
26.05.2014

بلې ! وزیري صاحب ، زما او د امام ابوحنبفه رحمة الله علیه اختلاف نه وینم

درنښت


daud
27.05.2014

مولوي صاحب !
احتياط كوه ،دديني مسايلو ثبوت او تشريح دعلمي (ساينسي)او عقلي دلايلو له وسه پورته دي .
دبرښنا (برق) اصلي منبع دمادى د وړې برخى (اتوم) د جو ړ ښت ( الكترون) دجريان نتيجه ده ، مانا دا چى مادي اساس لري ، نو ستا توضيحات هم دمادى په فوقيت او اولويت دلالت كوي .
بل دا چى ته وايى بى له برقه ژوند نشته . دا څه وايې ؟
نو مانا دا چى چيرته او څه شى چى برق ولري هغه ژوندي دي او دروح نه منكر شوى ؟
نو سنا دفرمودى مطابق ټول وسايل او ابزار چى برقي دي ژوندي دي ؟ او مرګ يعنى بى برقيتوب . نو دبرق توليد ،اداره ، كموالى ،زياتوالى ،چارجول او رهنمايي خو انسان كولاى شي ،بيا د يوه بى روحه او مړه انسان ته بيرته برق ور كړي او په چارج كولو سره يى د را ژوندى كړي ؟
بشر سره ددى چى ځنى علمي كشفيات او ابتكارات كړي دي او دمادي تعاملاتو يوه برخه رازونه يى معلوم كړي دي ، خو دخلقت او روح راز يى نه كشف كړئ او نه به يى كشف كړي او نه دا توان لري چى را ويى سپړي . نو بهتره ده چى د سفسطو په ځاى دامر بالمعروف او نهى عن المنكر الهي ارشاداتو ته پناه يوسي.

مننه

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله



ع کريم حليمي
27.05.2014

daud صیب !!
دېر ریشتیا دي ویلي چه : " احتیات کوه "
او طبعا به احتیات کوم په دې جهان کي دېر د لوړ استعداد سړي سته ، او زه باید د دوی د استعدا په اندازه بحث وکړم ، نُكَلِّمَ النَّاسَ عَلَى قَدْرِ عُقُولِهِمْ ، که ضعیفه دلایل را وړم او خبري مي مُدّللي او ثابته نه وي ، دا ددې معنا نه ورکوي یعني چه په دین کښي خلل سنه ، اصلا دا ثابته وي چه : څړونکی احمق دی

رابسم ستاسو د پوښتنو ته !
[quote:7e6ab3ef77]وايى بى له برقه ژوند نشته . دا څه وايې ؟
نو مانا دا چى چيرته او څه شى چى برق ولري هغه ژوندي دي او دروح نه منكر شوى ؟ [/quote:7e6ab3ef77]
نه زه د روح نه ، نیم منکر !!
روح یګانه شیء نه دی ، چه ژوندي ئې ساتلی یو ، ټول ذی روح ، د وینو درلو دونکي دي ، که په بدن کښي وینه نه وي ژوند نسته ، نو دا معنا نه چه روح نسته ،‌ د انسان په بدن کښي برق دومره ضرور دی لکه روح ، یعني که برق له بدن نه ولاړ سي ، نو یو څو لحظې وروسته روح هم له بدن نه وځي او خدای په امانئ به کوي

درنشت



ع کريم حليمي
27.05.2014

ښاغلې پتنګ صاحب ،
زه له تاسو سره بحث ته امادګي نه لرم ، او بیا هم دغه څو جملې تاسو ته په عرض رسوم

Without electricity, you wouldn't be reading this article right now. And it's not because your computer wouldn't work. It's because your brain wouldn't work.
تمت بالخیر



ع کريم حليمي
28.05.2014

السلام علیکم و رحمة الله
درنو او قدرمنو علماء کرامو او محترمو لوستونکو ، لمړئ به مننه وکړم له تاسو نه ، چه راغلاست او زما یوه علمي څېړنه لولی ، دا څېړنه د "الوحي " په باب کښي ده

زه ستاسو علماء کرامو و علمي منطقي ، مدلل ، مستند او ثقه نقد ته ضرورت لرم ، ستاسو د همکارۍ په هیله

د بشر له خلقت نه او بیا د آدم له خلقت نه تر دېدمه له اسمانه وحي را لېږل کیږي و جمع مخلوق ته ، دلته پر أنواع د الوحي ( وراء الشجر ، وراء حجاب ، يرسلَ رَسُولا) خبري نه کوم ، زه دلته تنها وحي او د انسان زړه تر څېړني لاندي نیسم ( زړه او صلصلة الجرس)

نور بیا


وزیري
29.05.2014

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

محترم حلیمي صاحب ښه موضوع ده، مهرباني وکړی ورځی پري. زمونږ په علم کی به هم اضافه شی. مننه



ع کريم حليمي
29.05.2014

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته ومغفرته ،
محترم او مکرم وزیري صاحب ، ستاسو له تشویق نه مننه او کور ودان

الوحي : په لغت کي‌ یو سریع او مخفي پیغام ته ویل کیږي ، او د شریعت او د فقهي په اصطلاح کي د جبرائيل تبليغ ته وحي ویل کیږي ، البته دغه د وحي ، یګانه او تنها شرحه او ترجمه نده ، ممکن علماء کرام ئې په بل انداز ترجمه کړي ( مطلب به یو وي خو انداز به فرق لري )

وحي خورا زیات اقسام او انواع لري ، او دغه نن نن هم خالق و خپل مخلوق ته وحي کوي ، البته چه د مسلمان لپاره "مؤمن به" خبره ده چه : صلصلة الجرس وحي د سردار عالم له رحلت سره سم ، په مطلق ډول قطع سوې .

د زنګولې وحی : هغه درنې تریني وحي دي چه د سردار عالم پر مبارک زړه باندي راتلې ، او په هغه اندازه سریع به وې چه سردار عالم به د نازلېدلو سره سم تکرار ولې يعني عجله اوخوف ئې درلود چه ور نه هېري نه سي‌ ، پس رب العزت ورته و فرمایل چه : لا تحرك به لسانك لتعجل به (اي پېغمبره ! په بيړه د دغې وحي يادولو لپاره خپله ژبه مه خوځوه)

نو همدارنګه بیا ئې و فرمایل و سردار عالم ته چه : إِنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَ قُرْءَانَهُ (دا درباندې زده كول او درباندې لوستل زمونږ په ذمه دى)
یعني د دغه وحي جمعه کېدل پر مونږ دي چه ستا پر زړه ئې در محفوظ کړو .

اوس دلته سوال پیدا کیږي ، چه دا څرنګه امکان لري چه د یــــــو انـــــــــــــسان دي دغه ایة شریف په یوه ځل تکرار او یا په یوه ځل اورېدلو سره حفظ کړي ؟؟؟

((یُوصِیکُمُ اللّهُ فِی أَوْلاَدِکُمْ لِلذَّکَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَیَیْنِ فَإِن کُنَّ نِسَاء فَوْقَ اثْنَتَیْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَکَ وَإِن کَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ وَلأَبَوَیْهِ لِکُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَکَ إِن کَانَ لَهُ وَلَدٌ فَإِن لَّمْ یَکُن لَّهُ وَلَدٌ وَوَرِثَهُ أَبَوَاهُ فَلأُمِّهِ الثُّلُثُ فَإِن کَانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلأُمِّهِ السُّدُسُ مِن بَعْدِ وَصِیَّةٍ یُوصِی بِهَا أَوْ دَیْنٍ آبَآؤُکُمْ وَأَبناؤُکُمْ لاَ تَدْرُونَ أَیُّهُمْ أَقْرَبُ لَکُمْ نَفْعاً فَرِیضَةً مِّنَ اللّهِ إِنَّ اللّهَ کَانَ عَلِیما حَکِیمًا))

دا یو ناممکنه خبره ده چه پورته آیةشریف دي په یوځل اورېدلو سره پیاد او حفظ سي !!!

موږ او تاسو ئې وینو د حفظ په مدرسو کښي ، سته داسي ذکي ځوانان چه ټول قران د یوه کال په جریان کي حفظ وي ، دا معنا دا چه دغه ذکي ځوان بیا هم دغه هره آیة شریفه حد الاقل ۱۰۰۰ واره تکرار وي

چه بیرته راسو و خپل اصلي موضوع ته ، او دا پوښتنه وکړو ، چه دا څرنګه ممکن ده چه سردار عالم دي په یوه وار اورېدلو سره ،دا ایه حفظ کړه ، په داسي حال کښي چه سردار عالم انسان او بن آدم دي ، هېره او خطأ لري (كــــــــل بنــــــي آدم خطـــــــاء وخير الخطائين التوابون‏)

نوبیا



ع کريم حليمي
31.05.2014

درنو او محترمو لوستونکو ،
د انسان جسم یو جهان دی ، د انسان پېژندنه د جهان پېژندنه ده ، او دجهان پېژندنه د انسان پېژندنه ده
لکه څنګه چه دا ټول جهان دوه مخه لري یو مادي او بل معنوي ، چون انسان د دغه مځکي محصول دي پس انسان هم یو مادي او بل معنوي اړخ لري ، هره ماده یا عنصر خپل فطرت لري ، انسان د عالي ترین او ممتاز او منتخب او جګ ترین فطرت خاوند دئ ، نو دغه صفتونه د دې سبب کیږي چه د کائناتو د رب نائب او خلیفه او ترجمان دي ، لمړئ شیء چه رب العزت و انسان ورکړ هغه فطري علم او پوهه وه ، د علم : اسانه او ساده تعریف یعني معلومات او معلومات درې ډوله دي يو پخپله تجربه راټولول ، د بل نه زده کول ، اوبل رأسا هدایت ! دی ، د خالق له طرفه په مختلفو اشکالو………
اوس به راسو دې خبري ته چه : انسان ته چه په هر شکل علم راځی او یائې حاصلوي ،ضرور دی چه په ځان کښي ئې و ساتي ، که ئې په ځان کښي و نه ساتلۍ ، پس د کرامت مقام له لاسه ورکوي (مرفوع القلم )الصبي
کله چه خواص انسانان منتخب کیږي د رأساً هدایت له پاره ، د دغه ښووني نوم وحی ده ، نو دا رأساً ښوونه و رسول ته وحی ده او هم دا وحی و عوامو ته هدایت او ارشاد دئ د رسول په خوله
اوس دا سوال پیدا کیږي ، چه څنګه یو رسول کولای سي چه دا وحی بیله کوم خلل او نقصانه تر خپل امت پوري رسوي‌

که د انسان جسم تر مطلعی لاندي ونیسو ، نو لیدل ،اورېدل او حفظ ټول د برق په درلودلو ممکن دي ، کچیري د انسان په بدن کښي برق موجود نه وي ، نو نه اوریدل نه لیدل او نه به د پوهي ساتل ممکن وي

او د معلوماتو ساتل بیله transistor نه ، نه کیږي ، نو پس بېلشکه د انسان په جسم کي برق سته او protein transistor وجود لري

نور بیا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more