د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

یوه پوښتنه د طالبانو په هکله

پښتون:
13.05.2014

طالبان ولې د ښځو په جامو کې افغانستان ته داخلیږي؟ او بیا ځانونه وژني.
د طالبانو د ننګرهار د مظلوم اولس سره ولې دښمني ده؟
د کنړ او لغمان په هکله هم پورته پوښتنې اړه لري.


Re: یوه پوښتنه د طالبانو په هکله

pattang
13.05.2014

پښتون صيب په خير راغلې !
پښتون صيب هر جنګي حرکت او مرام خپله ستراتېږي‌‌‌او لاره لري او
دغه لاره طالبانو هم ديوو ډېر متکبر دوښمن او دهغوی له لاسپوڅي
کښېنول شوي فاسد افغاني دولت سره شروع کړې ده .
په پښتو کې دښځو جامي اغوستل بې ننګي او پېغور دی هيڅ پښتون
به دښځې ټيکری په سر نکړي !
خو ؟ په منطقه کې مختلف باندېني استخبارات لګيادي او دافغان
لاسپوڅی مذدور دولت دهغوی په برخه کې کومه پاليسي نلري او حتا
د فاسد دولت ځينې مامورين هم له دې فاسدينو سره ګډ کارونه کوي !
طالبان هم ډلې ډلې دي خو زه وعده درکوم چې د ملا عمر ډله داسې
کارونه نکوي !ما په هغه منطقه کې وخت تېر کړی او درس مې لوستلی
هلته دشپې هم عمليات کېدی شي حاجت یې نشته چې دښځو په جامو
کې سړی کار وکړي ، پاکستان ته لاره له هرې خوا څخه په غرو
اودرو کې خوشې او بې تکليفه انسان تلی او راتلی شي .
خبره يواځې په ننګرهار او لغمان کې نده په لوی قندهار ، لوګر، وردګو
ميدان ، هرات او او۰۰۰کې له ټولو بد حال دی !
دغزني په ښار کې ښونځي بند او جګړه روانه ده خو دفاسد دولت مېديا
او دصليبي اشغالګرو تلوېزوني پرو پاګنده بل رنګ او تل د فتحې شعار
ورکوي خو په حقيقت کې یې لکه د څپره دغوايې له ستوماني ژبه ختلي
او له ستوماني ډوبۍ وهي !

[quote:1507f61a35="پښتون:"]طالبان ولې د ښځو په جامو کې افغانستان ته داخلیږي؟ او بیا ځانونه وژني.
د طالبانو د ننګرهار د مظلوم اولس سره ولې دښمني ده؟
د کنړ او لغمان په هکله هم پورته پوښتنې اړه لري.[/quote:1507f61a35]


Hashmat Kahn
23.05.2014

طالبان ټکری په سر کوی او بیا راځې افغان ماشومان ، ښځی او سپینږیری په ځانمرګی بریدونو شهیدان کوي. آیا انسانیت او اسلامیت دا منی؟

حشمت


pattang
23.05.2014

داخو ستا دفاسدې سي ای اې پرو پاګنده ده ! طالبان داسې کارته
ضرورت نلري اوهغوی هر چېرته تلی او راتلی شي اوهرچېرته خپل
پلويان لري!

[quote:d56bc7e0db="Hashmat Kahn"]طالبان ټکری په سر کوی او بیا راځې افغان ماشومان ، ښځی او سپینږیری په ځانمرګی بریدونو شهیدان کوي. آیا انسانیت او اسلامیت دا منی؟

حشمت[/quote:d56bc7e0db]


Hashmat Kahn
27.05.2014

[quote:546e95043f="pattang"]داخو ستا دفاسدې سي ای اې پرو پاګنده ده ! طالبان داسې کارته
ضرورت نلري اوهغوی هر چېرته تلی او راتلی شي اوهرچېرته خپل
پلويان لري!

پتنګه!
ځانته که بازی ورکړي خو خلکو ته یې نشي ورکولي او لمر په دوو ګوتو نه پیټیږي. دا خو یو حقیقت دي چې طالبان لکه ښځي په ټکریو او چادریو کې خپل بریدونه تر سره کوي له دي نه خو انکار نشې کړاي.

حشمت

[quote:546e95043f="Hashmat Kahn"]طالبان ټکری په سر کوی او بیا راځې افغان ماشومان ، ښځی او سپینږیری په ځانمرګی بریدونو شهیدان کوي. آیا انسانیت او اسلامیت دا منی؟

حشمت[/quote:546e95043f][/quote:546e95043f]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more