د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د قبایلو د تسخیردپاره لویه ستراتیژي

میرویس
12.05.2014

د فورم ډیرو ګرانو شریکباڼو، السلام علیکم
افغان طالبانو او القاعدې په سیمه کې د اوږدې مودې د بقا او بالاخره د طالبانو د اسلامي امارت د تاسیس دپاره د خپلې لویې سیمه ایزې ستراتیژۍ د عملي کولو په مقصد دیوې تشدد آمیزه قوې په توګه دپاکستان طالبانو خلق کړل. ددوی اصلي هدف داؤ چې د پاکستان طالبان په قبایلو قبضه ولګوي او د القاعدې او افغان طالبانو دپاره سیمه ایزه اډه شي.

القاعدې ددې هدف د پوره کولو دپاره خالد عمرخراساني د یوه مساعد شخص په توګه غو کړاوو یې ورزه. القاعدې په مدار مدار د پاکستاني طالبانو په لیکو کې د خراساني قدر او عزت زیات کړ او د وخت په تیریدو د خراساني اثر او رسوخ په پاکستاني طالبانو کې اوج ته ورسید.

د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله د تیرې جمعې په ورځ د شهریار او سجنا تر منځ دجګړو د ختمولو دپاره د القاعدې دغه لاس کوڅئ د سجنا په عوض دشمالي او جنوړبی وزیرستان د طالبانو قوماندان مقرر کړ. د سجنا په ماقوفۍ کې القاعدې رسا لاس لاره. دهغه تقرر نه یوازې دا چې دغه شخړه ختمولئ نشي، بلکه د پاکستان د طالبانو په تحریک کې داختلافونو په اورد تیلو اچول دي.

اصلاً ملا فضل الله دعمرخالد خراساني په نوې مقررۍ د القاعدې دا آرزو پوره کړه چې په پاکستاني طالبانو کې اختلافات زیات کړي ترڅو القاعده يی ولوبولئ شي او خپل هدف ته درسیدو په لار کې د یوې وسیلې په توګه کار ترې واخلي.
www.taand.com


Re: د قبایلو د تسخیردپاره لویه ستراتیژي

pattang
13.05.2014

دالقاعدې او دهغوی مشر انوپه پاکستان کې ژوند کاوو اوددوی له پلان
څخه زمونژ طالبان هېڅ خبر نه وو؛که رښتيا هم دا کار cia نه بلکې
القاعدې کړی وي ، نو په حقيت کې خو يو حمله کونکۍ له هامبورګ
جرمني څخه او دوه نور یې له امريکې څخه راځي !
په افغانستان حمله غيرې حقوقي يوه امپريالستي تېری د اسلام مخنيوی
او اقتصادي ستراتېژيک پلان دی چې اوس پټ دناتو ټول هېوادونه په
داسې عملئاتو کې شامل دي اوداسې پلانون نور هم مخته بيایې چې
اوکرائن ې يو ښه مسال دی خوهلته روسانو دوی ناکام کړل او په
کوناټي یې کلک وار ورکه خدای دوکړي چې روسان طالبانو ته موډرنه
اصلحه ورکړي!

[quote:24f2a8ea74="میرویس"]د فورم ډیرو ګرانو شریکباڼو، السلام علیکم
افغان طالبانو او القاعدې په سیمه کې د اوږدې مودې د بقا او بالاخره د طالبانو د اسلامي امارت د تاسیس دپاره د خپلې لویې سیمه ایزې ستراتیژۍ د عملي کولو په مقصد دیوې تشدد آمیزه قوې په توګه دپاکستان طالبانو خلق کړل. ددوی اصلي هدف داؤ چې د پاکستان طالبان په قبایلو قبضه ولګوي او د القاعدې او افغان طالبانو دپاره سیمه ایزه اډه شي.

القاعدې ددې هدف د پوره کولو دپاره خالد عمرخراساني د یوه مساعد شخص په توګه غو کړاوو یې ورزه. القاعدې په مدار مدار د پاکستاني طالبانو په لیکو کې د خراساني قدر او عزت زیات کړ او د وخت په تیریدو د خراساني اثر او رسوخ په پاکستاني طالبانو کې اوج ته ورسید.

د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله د تیرې جمعې په ورځ د شهریار او سجنا تر منځ دجګړو د ختمولو دپاره د القاعدې دغه لاس کوڅئ د سجنا په عوض دشمالي او جنوړبی وزیرستان د طالبانو قوماندان مقرر کړ. د سجنا په ماقوفۍ کې القاعدې رسا لاس لاره. دهغه تقرر نه یوازې دا چې دغه شخړه ختمولئ نشي، بلکه د پاکستان د طالبانو په تحریک کې داختلافونو په اورد تیلو اچول دي.

اصلاً ملا فضل الله دعمرخالد خراساني په نوې مقررۍ د القاعدې دا آرزو پوره کړه چې په پاکستاني طالبانو کې اختلافات زیات کړي ترڅو القاعده يی ولوبولئ شي او خپل هدف ته درسیدو په لار کې د یوې وسیلې په توګه کار ترې واخلي.
www.taand.com[/quote:24f2a8ea74]


میرویس
14.05.2014

السلام علیکم
پتنګ صاحب، یا خو هسې عبث لګیا یې د طالبانو د داعیې ټټر ډبوې او یاخو ټګي کوي. داسې نده لکه ته چې وايي [دالقاعدې او دهغوی مشر انوپه پاکستان کې ژوند کاوو اوددوی له پلان څخه زمونژ طالبان هېڅ خبر نه وو]. القاعدې او مشرانو یې په افغانستان کې ژوند کاوه نه په پاکستان کې. اُسامه بن لادن د ملا محمد عمر سره په کندهار کې ؤ او په افغانستان کې د القاعدې د پوځي عملیاتو مسؤل مصطفی ابو الیزید ؤ.

دا مهمه نده چې حمله کونکي چیرې اوسیدل، بلکه کلیدي مسئله داده چې د طالبانو د حکومت تر سرپرستۍ لاندې زموږ د ملک د داخل نه د غه خلک جلب شول وروزل شول او رهبري شول او هدایت ورکړ شو چې د ۹/۱۱ حملې وکړي. په عام ډول ددې عمل مسؤل طالبان او په خاص ډول القاعده ده.

پتنګ صاحب، ته د حقوقو خبره کوي. په حقوقي لحاظ افغانستان چې واکمن یې طالبان وو د ۹/۱۱ د حملې مسؤل دئ، ځکه چې د افغانستان د قلمرو نه رهبري شوې او امر یې صادر شوئ ؤ. د یوه ملک نه بل ملک ته چې هر ضرر رسیږي مسؤل یې دهغه ملک حکومت دئ.


pattang
14.05.2014

هلکه دا خو داسې خبرې کوې لکه جورج بوش چې قانون نه پکشې ليدل
کېږي او يوواځې دتکساس خر ګيري او زور واکي مخته اچوي!
خو نه cia نه isi او نه وړو دالري مخبرانو داسابته کړې چې طالبان
دالقاعدې په پلان خبر وو ! محکمه او محاکمه کول شاهدان او سبوت
غواړي ، په ګمان باندې څوک نه محاکمه کېږي !
داهم درواغ دی چې بن لادن ټول وخت له ملا عمر سره وو !
دهغه ځای سابت نه وو کله هلته او کله دلته به ګرزېده !
ستا ابایې صليبي ملګرو دافغان اولس ته جزا ورکړه او اوس خپلو لښکرو
ته په ډېره بې حيایې او زور سره فوزي اډې غواړي او قاطلان یې هم
ددولت په سر کې کښېنولي دي !نو زمونږ دنده داده چې دې جنايتکارو
ته خپله سزا ورکړو !
زمونږ بری اسلام ، عقيده او هېواد دوستي دي چې په سلګونو کالونو
نور هم جنګ ته تيار يو خو ستاسو بری ددالرو تر بازاره پورې تړلی نو
که جيبونه خالي شو او دالرو خپل اهميت په بازار کې وبايله بيابه ککړه
کونه منډې وهۍ څپلۍ به مو پاتې او پرتوګ به مو ډک کړی وي !

خدای دوکړي چې روسان د اوکرائن د مسئلې د غچ لپاره طالبانو ته
موډرنه اصلحه ورکړي !

[quote:3697841adf="میرویس"]السلام علیکم
پتنګ صاحب، یا خو هسې عبث لګیا یې د طالبانو د داعیې ټټر ډبوې او یاخو ټګي کوي. داسې نده لکه ته چې وايي [دالقاعدې او دهغوی مشر انوپه پاکستان کې ژوند کاوو اوددوی له پلان څخه زمونژ طالبان هېڅ خبر نه وو]. القاعدې او مشرانو یې په افغانستان کې ژوند کاوه نه په پاکستان کې. اُسامه بن لادن د ملا محمد عمر سره په کندهار کې ؤ او په افغانستان کې د القاعدې د پوځي عملیاتو مسؤل مصطفی ابو الیزید ؤ.

دا مهمه نده چې حمله کونکي چیرې اوسیدل، بلکه کلیدي مسئله داده چې د طالبانو د حکومت تر سرپرستۍ لاندې زموږ د ملک د داخل نه د غه خلک جلب شول وروزل شول او رهبري شول او هدایت ورکړ شو چې د ۹/۱۱ حملې وکړي. په عام ډول ددې عمل مسؤل طالبان او په خاص ډول القاعده ده.

پتنګ صاحب، ته د حقوقو خبره کوي. په حقوقي لحاظ افغانستان چې واکمن یې طالبان وو د ۹/۱۱ د حملې مسؤل دئ، ځکه چې د افغانستان د قلمرو نه رهبري شوې او امر یې صادر شوئ ؤ. د یوه ملک نه بل ملک ته چې هر ضرر رسیږي مسؤل یې دهغه ملک حکومت دئ.[/quote:3697841adf]



ع کريم حليمي
17.05.2014

لمړئ تاسو ټولو ته درناوئ

[quote:c3b116ed15]خدای دوکړي چې روسان د اوکرائن د مسئلې د غچ لپاره طالبانو ته
موډرنه اصلحه ورکړي ! [/quote:c3b116ed15]

محترم پتنګ صاحب ، تاسي د تالب کامیابي غواړي ، د ماکیاول په اصولو ؟؟؟؟ تاسو Machiavellianism ـ منئ او که اخلاق اسلامي ؟؟؟

محترم پتنګ صاحب ، نه غواړم چه استعارې راته ولیکې ، په ساده او روانه پښتو جواب را کړئ ، له استعارې نه هغه وخت څوک استفاده کوي چه نوم ئې نه وي مستعار ، ته استعارې مه لیکه ، که زه له استعارو نه استفاده وکړم حق لرم

یواري دي نوم استعاره شي ، او بیا مطلب په استعارو لیکې ، نو وموږ ته بیا ستاسي خبري کل په طاقت د لسو سي

درنښت


pattang
17.05.2014

محترم حليمي صيب زه هروخت سپينې خبرې ليکم چې تاسو متحترم
یې بل ډول تحليله وۍ هغه ستا سو کار دی !
که صليبيان اشغالګر ژر ورک شي نو سوله به راشي او دسولې پلويان
به ډېر شي !
دصليبيانو اشغالګرو وتنه تر قوي ضربي پورې اړه لري چې ډېر تلفات
وويني اوهغه وخت به دوی وزي ! اوس خوطالبان وروڼه قوي اصلحه
نلري چې اشغالګرو ته کلکې ضربې ورکړي!

د افغانستان حکومت يو ناقانونه حکومت دی په صليبي زور او فرعوني
جبر منځ ته راغلی او اولس یې اقتصادي مجبور کړی چې انتخبات
وکړي انتخبات یې داولس په اراده ندي منځ ته راغلي ! فلهذا هره
پرېکړه ددې فاسد مذدور دولت له صليبي اشغالګرو سره قانوني شکل
نلري !

/ زه ډېر افسوس کوم چې تاسو د طالبان پر ځای دځينو خلکو په دود تالبان ليکۍ !

/ زه هغه په ايطالوي رينيسانس کې پېژندل شوی دولتي سلوک
Machiavellianism چې د ليکوال Niccolò Machiavell څېړلی دی نه غواړم !
هغه اوس په ننې عصر کې يوازې دهغو صليبيانو عمل دی چې
د نړۍ سياسي ،کلتوري او اقتصادي چارې په زور او پلمه په لاس کې
نيسي که یې هغوی غواړي او که یې نه غواړي مهمه ورته نده !

په طالبانو او يا دهغوی په پلويانو پسې دداسې دولتي وېروس سلوک تړل
غلط کاردی، مونږ پيروان او عاملين ددې مکتب روحي مريضان بولو !
او دروحي مريضانو ځای ته یې ور پېژنو !

[quote:9ebace3664="ع کريم حليمي"]لمړئ تاسو ټولو ته درناوئ

[quote:9ebace3664]خدای دوکړي چې روسان د اوکرائن د مسئلې د غچ لپاره طالبانو ته
موډرنه اصلحه ورکړي ! [/quote:9ebace3664]

محترم پتنګ صاحب ، تاسي د تالب کامیابي غواړي ، د ماکیاول په اصولو ؟؟؟؟ تاسو Machiavellianism ـ منئ او که اخلاق اسلامي ؟؟؟

محترم پتنګ صاحب ، نه غواړم چه استعارې راته ولیکې ، په ساده او روانه پښتو جواب را کړئ ، له استعارې نه هغه وخت څوک استفاده کوي چه نوم ئې نه وي مستعار ، ته استعارې مه لیکه ، که زه له استعارو نه استفاده وکړم حق لرم

یواري دي نوم استعاره شي ، او بیا مطلب په استعارو لیکې ، نو وموږ ته بیا ستاسي خبري کل په طاقت د لسو سي

درنښت[/quote:9ebace3664]



ع کريم حليمي
17.05.2014

محترم پتنګ صاحب ، الله دي جوړ لره ، زه نه غواړم چه خبري وپېچم
اما کړونو ، او ستاسو لیکني چه ګورم و اسلام ته تمایل او میلان نه لري ، طرز د لیکني او مفهوم دي د Machiavellianism خواته کوږ دی ، د لیکنو سبک دي سموه ، زه قضاوة ستا پر لیکنو کوم پس Machiavellianism وایرس په ټېکونو نیولئ ،رامعلومېږې

نــــو زه تاسو و ټولو مسلمانانو ته ور پېژنم چه پتنګ د Machiavell په مذهب پوري تړاو لري ، د افغان په جامه کي

زه هر وسله مشروع نه ګڼم ، زه د ملحدینو نه اسلحه نه غواړم !!!!، دا خو همدا Machiavell دي ، چه هره وسیله مشروع کڼي ، د روس نه اسلحــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې غواړي

روس پخپله ماکیاول مذهبه نظام لرونکی دي ، په روس باور مه کوه ، او شرعاّ هم ښه کار نه دی ، روس زما په دین وړونه را وژلی دي

درنښت


pattang
18.05.2014

محترم حليمي صيب سلامونه !
وروره داسې لوبې کوې لکه د هندي فلم هلک چې ټول book script
(دفلم جوړولو دپلان کتاب) یې له واقعته لرې او يوه واقعې بڼه نلري !

/ خبرې د پېچلې دي اوس تېښته مکوه !

ـ وروره هغه کلمات او لغاتونه په سياسي او ټولنيزه ترمينالوګي کې
راوړه چې په مانا او داستعمالولو په ځای یې ښه پوهېږې !

/په ما باندې دميخاوليانيزم تور لګول خوشې نا پوهي ده داځکه چې زه
نه ددولت په سرکې يم او نه په راتلونکې کې د کومې چوکۍ اميد لرم
او يایې غواړم !

/ زما يواځېنۍ ارزو داده چې زمونږ اولس له صليبي اشغالګرو او
دهغوی له افغاني بېکارو جنايتکارو ملګرو خلاص شي ، خپل ملي
اقتصاد ته رشد ورکړي او په خپله ټولنه کې په ابرو او عزت خپل
ژوند وکړي !

/ داچې ددې کاراودوطن دازادولو لپاره ماته بېله خرڅونکي هدفه
څخه څوک ( روس،جاپان ، ... ) اسلحه راکوي ؟
دازما لپاره بې تفاوته ده !

نو ته ماته دا ځواب راکړه چې ددې کار یې له ميخاوليانيزم سره څه ؟
ايا دا ستايو لېونتوب په طاقت د څلورو ندی ؟

/ زه چې ستا دصليبي بادارانو او دکابل دفاسدينو داشغال سخت مخالف
يم نو داخو ستا لوی تهمت دی چې په ما باندې تو رلګوې او له اسلامي
عقيدې مې لرې بولې !

حليمي اغا ځان د په خپله رسواکه :

ته له ملحدينو اصلحه نغواړې خو دتور اوباما پښې څټې! له پاسه نيولې
ترلاندې پورې ټولوته دالرهغه امريکایې ملحدين درکوي ! ايا دا شرم
ځای ندی چې يو ملحد رټې او دبل ملحد کوم چې دالر درکوي پښې
څټې ؟؟

څوک چې يوو مسلمان ته وایې چې اسلام ته تمايل نلرې د هغه پخپله
په مسلماني کې شک شته !

ته دروسې ميخاوليانيزم غندې خو دسپيني ماڼۍ او cia په
فاشستي او ترورستي پلا نو ته پټ هرکلی وایې !

تا هيڅ وخت دصليبي اشغالګرو اشغال ،و ژنې او تروريستي عمل ونه
غانده !
اوس ته زما په اصلحه غوښتلو ولې دومره په قهرشوې یې ؟؟
داځکه چې دملګرو په نس کې دې له ډاره باد نه تکيا کېږي !

زما نصيحت دادی له فلسفي او سياسي علومو لرې ګرزه ځکه چې
په مانا او استعمال یې نه پوهېږې !

Machiavellianism دايطاليا په دولتي سلوک کې يو رينېسانس وو
چې څو قرنه پخوا تېرشوی دی!
اوس په پارلماني جمهوري نظامو کې دغه ابيکت اتريبوت ځای نلري !


[quote:f684f11957="ع کريم حليمي"]محترم پتنګ صاحب ، الله دي جوړ لره ، زه نه غواړم چه خبري وپېچم
اما کړونو ، او ستاسو لیکني چه ګورم و اسلام ته تمایل او میلان نه لري ، طرز د لیکني او مفهوم دي د Machiavellianism خواته کوږ دی ، د لیکنو سبک دي سموه ، زه قضاوة ستا پر لیکنو کوم پس Machiavellianism وایرس په ټېکونو نیولئ ،رامعلومېږې

نــــو زه تاسو و ټولو مسلمانانو ته ور پېژنم چه پتنګ د Machiavell په مذهب پوري تړاو لري ، د افغان په جامه کي

زه هر وسله مشروع نه ګڼم ، زه د ملحدینو نه اسلحه نه غواړم !!!!، دا خو همدا Machiavell دي ، چه هره وسیله مشروع کڼي ، د روس نه اسلحــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې غواړي

روس پخپله ماکیاول مذهبه نظام لرونکی دي ، په روس باور مه کوه ، او شرعاّ هم ښه کار نه دی ، روس زما په دین وړونه را وژلی دي

درنښت[/quote:f684f11957]



ع کريم حليمي
18.05.2014

[quote:cda238d597] خبرې د پېچلې دي اوس تېښته مکوه ! [/quote:cda238d597]

محترم پتنګ صاحب !!، ان شاء الله زما په فطرت کي د ناکامي ،تېښته نسته او دتېښتي عنصر نه پېزنم مسلمان مرګ لري اما ناکامي نه لري ،زما په فطرت کي یوازي او یوازي خوف او رجا ځای لري ، پر خبیثو لارو هم نه ځم .
[quote:cda238d597] زه چې ستا دصليبي بادارانو[/quote:cda238d597]
زما بادار هغه دي چه : له مړ نه ژوندئ پیدا کوي ، ژوندي وژني ، او بیا يې راژوندي کوي ، او که بل هر مجازي بادار(من دون الله أندادا) ولرم ، هلاکت ورته غواړم ، او که بل بادار په اینده کي اختیاره وم ، نو نن دي هلاک سم ، آمین

بسم تعالی : تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَأَبْنَاءَكُمْ وَنِسَاءَنَا وَنِسَاءَكُمْ وَأَنفُسَنَا وَأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَتَ اللَّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ
ژباړه : راځې !چې راوبولو زامن زموږ او زامن ستاسي اوښځي زموږ اوښځي ستاسي اوځانونه خپل او ځانونه ستاسي بيابه التجا عاجزى وکړ (په دعاکي ) نو وبه ګرځوو موږ(وبه وايو) لعنت دالله په دروغجنانو باندي

لمړئ شیء به مباهلة کوو!!! ، پر دغه خبرو او ایت شریف آمین راسره ووایه !! تنها زما او ستا په جانب داسي وایو چـــــــه : هغه فرد او سړئ چه ځان ( پتنګ ) نوموي او عبدالکریم حلیمي ، دوی دواړه دي مادي او معنوي هــــــــلاک سي !!!! که ئې په عمر کي یوه ورځ د حکومتي دستګانه نه معاش اخستئ وي ، او یا يې په غټو جهاني شرکتونو ، یا په پبلیک شرکت franchised businesses , کار کړئ وي او یا ئې د معاش په پیسو اولاد لوی کړئ وي ، او یا ئې په عمر کي یو ډالر له social services نه اخستئ وي
زه پورته خبرو ته آمین او ثم آمین وایم

هر کله چه تاسو هم آمین ووایاست یا وویلی نو بیا دي ټولو پوښتونو ، تهمتونو ، او بد اخلاقه خبرو ته به ، ان شاء الله چه په دېر ادب جوابونه وایم

درنښت


میرویس
20.05.2014

محترم ع کریم حلیمي او پتنګه، السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
پتنګ صاحب، لکه څنګه چې ستاسې ځوابونه نادرست، بې بنیاده، او ستاسې د خپلې ګیډې محصول دي، همداسې هم ستاسې املا، جمله بندې او ګرامري جوړښت غلط دئ. نه ستاسې پښتو معیاري ده او نه هم افکار اوخیالات.

تاسې هغه دیني عالمان چې ستا د طالب لغړیانو ملاتړ نه کوي مرتد بولې، او د افغانستان ټول هغه خلک چې په حکومت کې کار کوي واجب القتل مباح دم ګڼې. ستا دپاره دا مهمه نده چې د چا د بحث او سوال په مقابل کې منطقي، عنعنوي او دیني برهان او حجت وړاندې کړې، بلکه دا درته مهمه ده چې څنګه یو بحث جوټه کړې، او خپلو بدعتي القاعدې افغان او پنجابي طالب بادرانو ته وښياست چې د څومره مسلمانانو سترګو ته دې خاورې ور شیندلې دي او پدې ترتیب خپل دمعاش درتګ یقیني کړې.

د محترم حلیمي دا خبره بالکل د کاڼی کرښه ده:
[محترم پتنګ صاحب ، تاسي د تالب کامیابي غواړي ، د ماکیاول په اصولو ؟؟؟؟ تاسو Machiavellianism ـ منئ او که اخلاق اسلامي ؟؟؟]

حلیمي ورور ته وایم چې ستاسې د حلم حلیمي دداسې چا سره په تله کې اچول ستاسې په پوهه او اخلاقي تقوی باندې ستم دئ چې نه ددین پیروي کوي او نه ددنیاپه دود او دستور خبروي. پتنګ یې هم خوري او هم مښوکه څنډي. پتنګ یې هم د غرب د آخور نه خوري او هم یې غندي او د روس نه وسله غواړي او په عین حال کې چې څوک د طالب ناروا ته ګوته نیسي د کمونست خطاب ورته کوي.

پتنګ یوه ورځ هم نه د القاعدې کفر ته ګوته نیولې، نه د افغان خوارجو طالبانو بدعت ته، او نه هم د پاکستان د طالبانو منافقت ته. که پتنګ دا کار وکړي، بیا به معاش ورباندې قطع کړي.

پتنګ په پاکستاني طالبانو کې د القاعدې د نفوذ او په هغوی کې د نفاق اچولو له لارې د خپلو دراز مدت اهدافو دپوره کولو د پلانونو او هڅو نه انکار کوي. پتنګ لا هم وايي چې القاعده په افغانستان کې نه وه او بن لادن د ملا عمر سره نه ؤ. خو دایې هیره کړیده چې بن لادن ملا عمر ته بیعت ورکړاو ورته ویې ویل چې ستاسې د اجازې پرته به کار نه کوم، زما وینه ستا وینه ده او ګور ته به هم په ګډه ځو. بین لادن د ۹/۱۱ په اقدام د حدیبې مثاق مات کړ، د طالبانو او افغان ولس سره یې خیانت وکړ، ځکه چې القاعده د افغانستان په غم کې نده، هغه بین المللی اهداف لري.
حلیمي وروره، د پتنګ سره یې چې وایي، لکه میخ چې په تیږه بیایې.
تاسې دواړه په رب سپارم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more