د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

حالات پر کومه درومي؟

حمید هڅــاند
18.05.2014

که د ټاکنو په پایله کې عبدالله عبدالله بریالی شي، څه فکر کوئ چې پایلې به یې څه وي؟
شمالي ټلواله داسې خلک دي چې اوبه پر کومه درومي، د دوئ د بېړۍ لور هم همغې خواته وي؛ پرون که دا خلک د پاکستان مخالفین ول، نن یې ورسره کلکه دوستي ده. شمالیان غواړي چې نور نو واک د پښتنو له لاسو بهر وي او پښتانه دلته د تل لپاره محروم او د واک له ګدې پرڅنګ وساتل شي. عین مثال عملاً پاکستان کې لرو؛ هلته هم پښتانه ګوښي ساتل شوي دي او باداري د پنجابي په لاس کې ده. دا ځل پلان دا دی چې پښتون په پاکستان کې د پنجابي تر سلطې لاندې او دلته د شمالي تر سلطې لاندې ژوند وکړي او نور نو د واک خوب ونه ویني.
موږ تعصب نه کړو خو د سیاسي شعور د پيدا کېدو ناره اوچتوو. اوس له دې بل لاره نه شته چې په ټآکنو کې د پراخې ونډې تر څنګ د غني ملاتړ وشي. طالبان هم، د یو دخیل ځواک په توګه، باید دا ټکی درک کړي چې د غني په ناکامۍ کې به افغانستان او پښتانه هغه ضربه وخوري چې بیا به یې لسیزې و نه شو رغولی.

درنښت


daud
18.05.2014

سلامونه او احترامونه

هميشه د پښتنو داتحاد نارى  وهل كيږي ، خو دا هيڅوك نه وايي چى اتحاد په څه او دكوم هدف دپاره ؟؟
په نن زمانه كى اتحاد په فكرونو ، عقايدو او شريكو منافعو منځته را ځي ، نه په خيالونو او خوبونو . 
اول به زه دا سوال وكړم چى پښتانه دنورو اقوامو او پر ګنو سره بى له ژبى كوم تفاوت لري ؟ 
هغوى هم انسانان دي او پښتانه هم ، هغوى مسلمانان دي او پښتانه هم ، 
كوم  پښتانه  ؟؟ 
دشمال پښتانه او كه دشرق  غرب او دجنوب پښتانه ؟؟
خلقي ،پرچمي ، افغان ملتي ، دحزب اسلامي ، جمعيتي ، سيافي ، دموكرات ،
سيكولر ي  پښتانه او كه دطالبانو په صفونو او سنګرونو كى ولاړ پښتانه ؟؟؟
 پښتنو څه وخت واك درلود ؟؟
او
كه تاسى دكرزي او ديحيى دكورنۍ واك ته د پښتنو واك وايئ ؟؟
دا اوس چى په اشغال شوي افغانستان كى د انتخاباتو تر نامه لاندى انډوخر روان دئ ،په كى داسى كوم شخص شته چى د پښتنو د انساني حقوقو نه دفاع وكړي او دا خبره ميداني كړي چى نور د پښتو ژبى ته دمنسوبيت په خاطر دپښتنو قتل عام بند كړئ ؟
ايا همدغه اشرف غني د پښتنو دلوى قاتل او قصاب ګيلمجم سره په امريكايي دسترخوان ناست نه دئ ؟
نو بهتره ده چى ديوه شخص په هكله دهغى دنسب او توكم په بنياد قضاوت ونه شي ،بلكى ديني ،ملي او انساني ارز ښتونو ته يى دوفادارۍ او تعهد په اساس ارزيابي شي ، چى متاء سفانه دا صفتونه او كيفيتونه په كابل كى ناستو سياسي مداريانواو تاجرانو كى وجود نه لري .

مننه

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله

١


حمید هڅــاند
19.05.2014

ته دې ماته دویم اپشن وښایه. که رښتیا جرمني کې اوسې، بیا نو خامخا د افغانستان له حالاتو سم درک نه لرئ. له ټاکنو پرته بله لار نشته او که دلته مو کره انتخاب ونه کړ، هغه حالات به راشي چې اټکل یې لا حواس پارونکی دی.

درنښت


daud
20.05.2014

سلامونه او احترامونه 
محترم هڅاند صاحب !
اول خو د پورته سوالونو منطقي او معقول ځواب غوا ړم . 
دوهم دا چى زما افشن دا دئ ، چى دجنګي مجرمينو او ملي خايينانو سره  كه په هر قوم ، ژبه ، مذهب او سمت پورى تعلق لري   بايد كلكه مبارزه  وشي او دا د شګو  په بندونو د دوى دجنايت او خيانت د سيلاب مخ نه نيول كيږي .
دريم دا چى ماته خو ډير هو ښيار او تعليميافته شخص ښكاريږ ى ، نو ته دخپل ګريوان ته سر ټيټ  كړه او صادقانه سوچ و كړه ، چى يو ملك اشغال وي واك يى د پرديو په لاس كى وي او جنګ جريان لري    ،ايا دازادو ،شفافو ،عادلانه  او سراسري انتخاباتو دايرول امكان لري ؟؟ او په د پروسه كى اشتراك دموجوده مصيبت د دوام تاييد نه دئ ؟ 
اشغال ګرانو او اجيرانو يى داسى افشن درته دانتخاب دپاره راو ستلى چى يوى خواته پړا نګ او بلى خواته پا ڼ  دئ او په هر يوه كى د نابودي او بربادي ده 
زما برداشت  او درك خو دافغانستان دحالاتو نه دا دئ ، چى وطن اشغال دئ ، قتل عام جريان لري ، شر او فساد حاكم دئ ،غربي دولتي -تنظيم شوى ترور مسلط دئ او ددى وحشيانه وضعيت په مقابل كى دافغان اولس مبارزه او مقابله روانه ده ،كه دا درك سم نه وي نو بيا ته مهرباني وكړه په كره معلوماتو زما او نورو لو ستونكو سر را خلاص كړه .
وروره جنګي جنايتكارانو او ملي خايينانو تر اوسه هم صرفه نه ده كړى او څه يى چى په وس كى وو هغه يى وكړل او دوحشت او بربريت ريكارد يى قايم كړ ، خو دافغان اولس د ازادۍ  غوښتنى  او دشر او فسادسره  دمبارزى او جهاد سنګر يى فتح نه شو كړلائ ، اخرنۍ ظالمانه او خايينانه قوت يى داشغالګرانو د وافرو مالي ، تخنيكي ،تسليحاتي ،پرسونل او ميډيايى امكانات وو چى دافغانستان د اولس او دهغوى داصيلو زامنو دقربانيو او فداكاريو په مقابل كى دا قوت هم مات شو او داولس دمقاومت تاب يى را نه ووړ . نو دا په د پو شالي انتخاباتو كى د جبري اشتراك او يا ديوه غلام په ځاى دبل د حتمي ټاكلو اخطار دافغان اولس په سرنوشت كى هيڅ اثر نه لري .

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله 


حمید هڅــاند
21.05.2014

ښاغلی داود!
زما سلامونه هم قبول کړه.
د هر کار عملي اړخ به سنجوو او عمل به کوو. هیواد پرته له شکه چې اشغال دی، خو له اشغال سره باید څه ډول چلند وشي، دا پخپله د ډیبیټ خبره ده. ایا د طالبانو چلند د قبول وړ دی؟ او ایا د امریکایانو وتل د غلامۍ د نفې په مانا دي؟
د جنګي جنایتکارانو په اړه دومره وایم چې په لسیزې جګړو کې اوس هیڅ مشر، د مشر ملاصیب په ګډون، له جنایت نه خالي نه دی. څوک او څوک به محاکمه کوې او دا محاکمه به کوم کس کوي؟ عیني واقعیت دا دی چې د همدې ځینې مشرانو پسې د اولس لویه کتله درومي. دوستم به زما و ستا په سترګو کې جنایت کوونکی وي، خو د ازبکو په سترګو کې د احترام او قدر وړ شخصیت دی. حکمتیار به د کوم بل پښتون په سترګو کې مجاهد وي خو د کابلیانو په وړاندې خاین او جنایت کوونکی دی. مشر ملا صیب به زه و ته ومنو، خو بامیان میشت او کاپیسا میشت یې محاکمه غواړي. وسل وال مقاومت هم د اوس لپاره کامیابېدای نه شي. نو که معقول چلند کوو، حتا طالبان هم باید په ټاکنو کې د بدتر پر ځای (بد) انتخاب او د زهرو دا ګړوپ دې په اصطلاح وکړي؛ کنه ناوړه پایلې به یې د ټولو په غاړه وي.

درنښت


pattang
21.05.2014

حميد جانه په ځينو خبرو اوکلمو دپوه نشوم !
په اشغال کې د سولې کوشش او جنګ دواړه بايد موازي لاړ شي چې
هر يو مخته شي بل ذاتي بندېږي !
مشر ملا صيب خو بد کار ندی کړی دهغه برابرول له نورو جنګي
جنايتکارانوسره يو لوی خيانت دی !

خپل ځان به هيڅ کله دنورو په خوله ملامت نه بولي ځکه دوښمن
همدغه غواړي او خپل جنايت پرې پټوي!

دوښمن دپښتون هويت نه مني او هغه له منځه وړي خو دا زمونږ او
تاسو دنده دی چې مقاومت وکړو او بدې سترګې یې په ګوته را وباسو!
دا ډېريوه بې نا موسه مرداره طائفه ده په هر لوښي کې یې چې واچوې
دهغه حجم نيسي ځکه اشغالګر په دوی باور لري !

- دوی خو وایې چې احمد خان ابدالي دنادر افشار هلک وو ! په نورو
ملتونو کې داسې خبرې جزا لري !

- دوی خو وایې چې دافغانستان نوم خراسان وو او دامير عبدالرحمان
خان په وخت کې انګرېزانو دافغانستان نوم ورکه !

- دوی خو وايې چې پښتانه قبيلوي ژوند لري د دولتي سياست استعداد
نلري !

- دوی خو وايې چې پښتو ددوزخ مړه ژبه ده بايد له منځه لري شي !

- دوی خو وایې طالبانو دوی قتل کړي ، داځکه وایې چې دوی ځپلې
دپښتنو وژنې پرې پټه کړي !

نو دا ټول مونږ ور سره ومنو ؟؟نه ګرانه هر شی سند او شاهد او تاريخ
لري مونږ دټولو جنايتونو شاهدان او اسناد لرو او دومره بېغيرته بايد په
هيڅ توګه نشو چې ددوی ډول ته به اتڼ کوو او دا به د پښتنو تباهي او
تار يخي خيانت وي!

زه، ته او ټول نړۍ وال پوهيږي چې دافغانستان دولت فاسد ترين دولت
دی او که هر څوک انتخاب شي يواځې څېره به یې بدله شي خو چټلي به
هغه وي نو ته هغه پاک طالبان لکه ملا ئکې ولې له دې چټلو سره ګډوې
دابه يوه لويه تېر وتنه وي !
نورو ليکنو ته د هم ځوابونه ليکم خو ډېر مصروف يم !

[quote:8c6af3f649="حمید هڅــاند"]ښاغلی داود!
زما سلامونه هم قبول کړه.
د هر کار عملي اړخ به سنجوو او عمل به کوو. هیواد پرته له شکه چې اشغال دی، خو له اشغال سره باید څه ډول چلند وشي، دا پخپله د ډیبیټ خبره ده. ایا د طالبانو چلند د قبول وړ دی؟ او ایا د امریکایانو وتل د غلامۍ د نفې په مانا دي؟
د جنګي جنایتکارانو په اړه دومره وایم چې په لسیزې جګړو کې اوس هیڅ مشر، د مشر ملاصیب په ګډون، له جنایت نه خالي نه دی. څوک او څوک به محاکمه کوې او دا محاکمه به کوم کس کوي؟ عیني واقعیت دا دی چې د همدې ځینې مشرانو پسې د اولس لویه کتله درومي. دوستم به زما و ستا په سترګو کې جنایت کوونکی وي، خو د ازبکو په سترګو کې د احترام او قدر وړ شخصیت دی. حکمتیار به د کوم بل پښتون په سترګو کې مجاهد وي خو د کابلیانو په وړاندې خاین او جنایت کوونکی دی. مشر ملا صیب به زه و ته ومنو، خو بامیان میشت او کاپیسا میشت یې محاکمه غواړي. وسل وال مقاومت هم د اوس لپاره کامیابېدای نه شي. نو که معقول چلند کوو، حتا طالبان هم باید په ټاکنو کې د بدتر پر ځای (بد) انتخاب او د زهرو دا ګړوپ دې په اصطلاح وکړي؛ کنه ناوړه پایلې به یې د ټولو په غاړه وي.

درنښت[/quote:8c6af3f649]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more