د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ مبارك سورت ترجمه درنہ غواڑم

عبدالحميد/افغ
13.05.2014

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته محترموهيله كووچی جوڑاوروغ بہ یاست . ستاسی جوڑتیااوروغتیالہ رب ذوالجلال سخہ غواڑو .لہ محترموعلماوومی پوشتنھ دادہ چی د (لایلف قریش ، ایلفھم رحلت الشتاء والصیف ، فالیعبدوارب ھذالبیت ، الذی اطعمھم من جوع وآمنھم من خوف )
. لنڈہ مبارکہ ترجمہ اومبارکہ خلاصہ ولیکی . داخط دبل چاداکاونٹ پہ استفادی دتلفون پہ واسطہ درتہ وڑاندی کوم ، ھیلہ دہ پہ خپل قدرمن جواب مومشرف کڑی پہ ڈیراحترام .والسلام ومن التوفیق.



ع کريم حليمي
13.05.2014

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
ګران او محترم عبدالحميد خانه هر کله راسئ ، خدای دي راوله ، ستاسو نه مننه چه سر مو راښکاره کړ ، او ډېره درنه او عظمه پوښتنه مو مطرح کړه ، ستاسو پوښتنه اصلا د قراني معجزې په باب پوښتنه ده ، ډیر مناسب ځای ته مو پوښتنه راوړېده ، خدای او ریشتیا
په ټول افغان کښي ان شاء الله دېر دانه او جید علماء سته ، او ان شاء الله چه ډېر ښکلي جوابونه به تر لاسه کړي

مکه تر ظهر نه مخکي هم معجزه وه ، او نن هم یو د مــــــــــعجزې کـــــــور او خونه ، جهير کور دی ، په ۲۱ قرن کي په جهر د discriminant اعلان کوي ، هر هغه څوک چه الله اکـــــــــبر ته سر نه کښته کوي او د الله اکبــــــــــر رسول نه مني ، دغه کور ته داخلېدو حق نه نلري ،

په هغه عصر کي ئې اصحاب فیل ته مجازات ور کړل ، او نن ټول هغو خلکو ته مجازات تعزیري ور کوي کوم چه ځانو نو ته ئې کوچني کوچني اللهګان جوړ کړي او الله اکبر نه مني

نور نو زه هم خپله هیله ستاسو د هیلي سره یوځای کوم او د درنو مکرمو معزز علماء کرام د جواب په هيله یم

درنښت


وزیري
14.05.2014

السلام علیکم:
محترما! علماء کرام به په دی اړه توضیحات وړاندي کړي. چون زه عالم نه یم خو یو څو خبري راسره شته. هیله ده چی مفیدي به تمامي شی.

تفسیر: په مکه کی غله او نور خواړه نه پیدا کیده نو ځکه د قریشو داسی عادت وه چی په هرکال کی به دوی دوه ځلی سفر کاؤ. د ژمی په وخت کی د یمن په لوری چی تود دی او په اوړی کی د شام په لوری چی یخ او زرغون دی. د هرځای خلکو به دوی د اهل حرم او د بیت الله د خادمانو په نامه سره پیژندل او د دوی به یی ډیر عزت او احترام او خدمت کاوه، او د هغوي ځان او مال ته به یی لاس نه غځوه. نو ځکه دوی به له دی تګ او راتګ څخه په زړه پوری ګټی اخیستلي او بیا په امن او اطمینان سره پخپلو کورونو کی کیناستل او خوړل به یی. د حرم په شاوخوا کی به د غلا، داړی، لوټ او تالا شورماشور وه خو پخپله په حرم شریف کی به د هغه د احترام په سبب قلاره قلاری وه او د قریشو خلکو په ډیره هوسائیو سره خپل ژوندون تیروه نو د همدی انعام تذکره دلته شویده چی ددی کور په طفیل می تاسو ته طعام او ډوډی درکړه، او امنیت، طمانیت، سکون او هوسائی مو دروبښله او د اصحاب الفیل له یرغل او تعرض څخه مو وساتلی نو تاسی ولی ددی کور د څښتن الله تعالی بندګی نه کوی؟ او د هغه استاځی رسول الله ته ولی تکلیفونه پیښوی؟ آیا دا ډیره بی انتهاء ناشکري او احسان هیرول نه دی؟ که په نورو خبرو نه پوهیږی نو د دی ښکاره حقیقت په منلو کی چی پوهیدل یی ډیر آسان دی ولی خپل ځانونه وړاندي وروسته کوی؟

خلاصه: الله جل جلاله په دی مبارک سورت کی قریشو ته د خپل انعاماتو یادونه کوي چی مونږه تاسو ته په ژمی کی ګرمه هوا درکوله او په اوړی کی مو یخه هوا درکوله، د غله جاتو د کمبود په صورت کی مو درته غله درکوله او د نا امنی په صورت کی مو امن درکاوه. له سفرونو نه مو خوند اخیسته او په خلکو می ستاسو احترام کاوه. د اصحاب الفیل له شر نه می وساتلي. نو ما چی ستاسو دومره حاجات برآورده کړیدي نو بیا تاسو ولي زما عبادت نه کوی؟

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more