د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

یک طفلک دونیم ساله را چهار مرمی زدند!

صبور
24.03.2014

هموطنان گرامی درین ایام خوش سال که آمد آمد فصل بهار و خوشبختی ها در کشور ما شروع میشود، با تأسف زیاد خبر شدیم که گروه جنایتکار و مزدور (طالبان) بازهم یک گل دیگر را به آب دادند، این بار آنها حتی به اطفال معصوم و بیچارهء بیدفاع نیز رحم نکردند، چه مسلمانهای هستند که بعد ازینکه پدر و مادر را در پیش چشمان اطفال شان بقتل رسانیدند، بعداً با همان تفنگچه های کثیف شان اطفال آن بیچاره هارا تیرباران کردند. این در کجای اسلام است؟ اسلام که چه، این عمل بیرحمانه در کجای شأن انسان بودن است؟
راپور های خبری می افزایند که آدمکشان طالب، عمر خورد سال را بر سر و خواهرک بیگناهش (نیلوفر) را بر قلبش با مرمی زدند، همچنان در طرف دیگر برادرک دونیم ساله آنها (ابوذر) را چهار مرمی زده اند.
هموطنان مسلمان، من از این گروه منافق (طالبان) میپرسم که به کدام علت بالای این اطفال معصوم و بیدفاع از آنقدر نزدیکی فیر کردید؟
این طفلکان بیچاره چه گناهی کرده بودند؟

یک موضوع دیگر را به این گروه جنایتکار باید خاطرنشان سازم که آنها نمیتوانند با اینگونه اعمال ناجوانمردانه و ابلیسانهء شان ملت غیور و مجاهد پرور ما را بترسانند. مردم دلیر ما میدانند که طالبان و طرفداران آنها از کجا و چه منبعی آب میخورند.

به امید جواب از طرف طالبان ترور و وحشت ویاهم طرفداران منافق آنها.


pattang
24.03.2014

لیکوال: زلمی هېوادوال
دتېرې جمعې په شپه په سرینا هوټل برید وشو، چې په کابل کې له
امنیتي پلوه تر ټولو خوندي ځای ګڼل کېږي، برید له درې څلور
ساعته جګړې وروسته پای ته ورسېد، کله چې برید پیل شو، ما د
طلوع تلویزیون د انتخاباتو په اړه د خبرو اترو پروګرام کتلو، په
داسې حال کې چې بحث ګرم روان و، پروګرام قطع شو، او
دتلویزیون له خوا د برید خبر خپور شو، ور پسې خبرې اترې ورو
ورو په خپله مخه لاړې، اصلي موضوع د برید شوه.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي چې په
سیمه کې و، خبریالانو ته وویل: برید کنترول شوی، برید کوونکي
ټول له منځه وړل شوي، او کوم ځاني تلفات نشته، یوازې دوه کسان
روغتون ته یوړل شول، هیله ده چې ټپیان وي!

خو سبا ته د ۹ مړو او ۶ ټپیانو خبر خپور شو، چې تر ټولو د پام وړ
او دردوونکی خبر پکې د دوو وړو ماشومانو او د هغوی د مور د
مرګ خبر و، ځکه د ماشومانو او ښځو وژل نه یوازې دا چې د اسلام
مبارک دین منع کړي، بلکې عقل، منطق او انسانیت هم د ماشومانو
او ښځو وژل نه مني.

اوس خبره دا ده چې نو دا کار چا وکړ؟ په دې اړه لاندې څو ټکي
د پام وړ دي:

۱ – حکومت د تېر په څېر د ماشومانو او ښځو وژل د وسلوالو کسانو
کار وګڼلو، خو تر دې دمه یې په دې اړه کوم کره شواهد او اسناد
نه دي وړاندې کړي، چې وسلوالو څه ډول؟ ولې او د څه لپاره دا
کار وکړ؟ که څه هم چې ځینې ویډیو ګانې او آیډیوګانې خپرې شوې
دي، خو په هغو کې داسې کوم مستند شواهد نشته چې وښيي، دا کار
چا کړی؟ بلکې ځینې صحنې داسې دي، برید کوونکي له یوې خوا د
ځان ژغورلو هڅې کوي، او له بلې خوا په ځینو کسانو چې په ویډيو
کې نه ښکاري ډزې کوي! حکومت ادعا کوي او ځينو رسنیو خپاره
کړي، چې د سردار احمد مېرمن د برید کوونکو پښو ته ښکته شوې
وه چې ماشومان یې ونه وژني! مګر هغوی نه یوازې دا چې
ماشومان یې ووژل بلکې دا یې هم ووژله! خو په خپره شوې ویډیو
کې داسې څه نه تر سترګو کېږي! که په رښتیا داسې څه پېښ شوي
وي، د هوټل کمرو به خامخا عکاسي کړي وي!

۲ – که په عام ډول فکر وشي، هېڅوک د ماشومانو او ښځو وژل نه
خوښوي، طالبان چې حکومت یې تل په دې ډول کړنو تورنوي، بار
بار په خپلو اعلامیو، څرګندونو او پیغامونو کې ویلي چې دوی نه
یوازې د ماشومانو او ښځو وژل سم کار نه بولي، بلکې په عام ډول
د عامو خلکو وژل د خپلې عقېدې او پالیسۍ خلاف عمل ګڼي.

۳ – دولس کلنو تجربو ښودلې ده چې د عامو خلکو په ځانګړي ډول د
ښځو او ماشومانو وژل د هېڅ لوري په ګټه نه دي، نه د حکومت او
بهرنیو ځواکونو او نه د طالبانو، بلکې په تاوان یې دي، ځکه خو
دواړه لوري تل هڅه کوي چې یو او بل د ملکي خلکو په وژلو تورن
کړي، دا په دې دلالت کوي چې دواړه لوري پوهېږي چې د ملکي
خلکو وژل یې په ګټه نه دي. ځکه چې د ملکي خلکو په وژلو هم
نړیواله خواخوږي ور سره کمېږي او هم ولسي، هم یې دښمنان بد
ګڼي او هم دوستان.

۴ – که د حکومت دا خبره ومنل شي چې دا کار وسلوالو کړی،
پوښتنه دا را مخ ته کېږي چې د څه لپاره یې کولو؟ دا چې دوی
سرینا هوټل ته په دومره تکتیک او مهارت ننوتل، یقیني خبره ده چې
د یو لوی هدف لپاره به ننوتل، ددې لپاره به یې له ډېر پخوا څخه
کار کړی وي، ځکه دا هېڅ امکان نه لري چې په یوه ورځ کې یې دې
دا پلان طرح کړی اوعملي کړی وي، د وزارت داخلې له خولې دا
کار له هېواد نه بهر پلان شوی و، په دې معنی چې دا برید د میاشتو
میاشتو تیاریو او ترتیباتو زېږنده و!

او دا ثابته خبره ده چې هېڅوک په میاشتو میاشتو د یو واړه هدف
لپاره تیاری نه نیسي، او هغه هم داسې هدف چې خپله دوی ته یې
تاوان تر ګټې زیات وي. د عقل غوښتنه دا ده چې یو څوک هغه که
هر څوک وي، که طالبان وي او که بل څوک، داسې نه کوي چې
دومره مهم ځای ته ننوزي او هلته بیا داسې څه وکړي چې خپله د
دوی لپاره د شرم او خجالت سبب شي.

۵ – په داسې حال کې چې هلته په هوټل کې پرته له ماشومانو او
ښځو نور لوړ پوړي بهرني او داخلي کسانو شتون درلود، او
وسلوال برید کوونکي چې هلته په دومره تکتیک اومهارت ننوتلي وو،
داسې څوک نه وو چې واړه ماشومان ښځې او لوی لوی دولتي
چارواکي یې نه پېژندل! یقیني ده چې هغوی به لوی لوی حکومتي او
بهرني کسان ویشتل، او داسې څه هم نه و چې د حکومتي او بهرنیو
کسانو ویشتل یې سخت کړي وای، ځکه ټولو په یو ځای کې ډوډۍ
خوړله.

۶ – هر کله چې خبره داسې ده، نو یقیني ده چې دوی به خپل لوی
دښمن په نښه کولو، ددې لپاه د کورنیو چارو وزارت د ویاند خبره
چې د پېښې په لومړیو شېبو کې د پېښې ځای ته څېرمه خبریالانو ته
کوله، یو ښه دلیل کېدای شي، نوموړي وویل چې وسلوال برید
کوونکي ماښام شپږ بجې هوټل ته ننوتلي وو، او د شپې په نهو بجو
یې برید پیل کړی و! په دې معنی چې دوی درې ساعته په هوټل کې
ګرځېدلي وو! مهم کسان او ځایونه یې مخکې له مخکې نښاني کړي
وو! که دوی ښځې او ماشومان وژلی، نوښځې او ماشومان خو بهر
په سرکونو او لارو کې په زرهاوو شته دي، دوی کولی شوای ددې
پر ځای چې دوه ماشومان او دوه ښځې ووژني، په سلهاوو په لارو
او سرکونو کې ووژني!

۷ – دا احتمال شته چې دوی دې دا کار په خلکو کې د ډار او ترهې
خپرولو په موخه کړی وي، خو خبره دا ده چې ډار او ترهه خپرول
د لارو او سرکونو په سر د خلکو په وژلو تر هغه زیاته خپرېږي
چې په هوټل کې څوک ووژل شي، ځکه ټول خلک هوټلونو ته نه ځي،
مطلق اکثریت د خلکو په لارو او سرکونو کې وي، که د ډار او
ترهې خپرولو خبره وي نو دوی باید دلارو او سرکونو ماشومان او
ښځې وژلې وای!

۸ – زما په نظر که دا کار وسلوالو برید کوونکو کړی وي نو په
قصدي ډول او لکه څنګه چې حکومت وايي په دې ډول به یې نه وي
کړی، چې مخامخ یې واړه ماشومان او ښځې په نښه کړې وي، که
یې کوم کس په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي چولي وي، او
دهغې په نتیجه کې ماشومان او ښځې وژل شوي وي، احتمال شته،
خو په دې صورت کې به نور حکومتي او بهرني کسان په ډېره لوړه
کچه وژل شوي وي. خو خبرونه د چاودنې په اړه څه نه وايي!
بلکې حکومت وايي چې له بریدکوونکو سره یوازې تمانچې وې، نه
ورسره لویه وسله وه، او نه یې چوونکي واسکټونه لرل، نو ددې
خبر پر بنسټ دا خبره هم منتفي کېږي چې ماشومان او ښځې دې
دچاودنې له وجې وژل شوي وي!

۹ – آخر چا به وژلي وي؟ کېدای شي، او دا تر ډېره امکان لري چې
دغه نازولي واړه ماشومان او مور یې د متقابلو ډزو په نتیجه کې
وژل شوي وي! ځکه کله چې په بهرنیانو او حکومتي کسانو برید تر
سره شي، دوی سمدستي یوې او بلې خوا ته د وضعیت د کنترول او
د خپل دښمن د ډارولو په موخه ډزې کوي، او دا نه ګوري چې څوک
او په کوم ځای ولګېدل! ددې لپاره ډېر شواهد شته. د بېلګې په توګه
څو کاله وړاندې د جلال آباد او تورخم پر لاره د بهرنیانو هغه کړنه
د یادولو ده چې په ترڅ کې یې ډېر عام خلک په پټیو کې ووژل
شول، هغه داسې چې دبهرنیانو په کاروان برید وشو، هغوی ددې پر
ځای چې خپل دښمن په نښه کړي، سمدستي یې د ټوپکو شپيلۍ په
سیمه کې په شته کسانو ور واړولې! او دا تربیه یې خپلو ملګرو ته
هم ور کړې ده.

۱۰ – دا هم تر یو ځایه د وژونکو د تشخیص په اړه مرسته کولی
شي، چې حکومتي او د سرینا هوټل ساتونکي په دې پوهېدل چې د
برید پایله تر برید کوونکو پورې تړاو لري، په دې معنی که هر څوک
او هر څومره ووژل شي، څوک نه وايي چې دا کسان حکومت او
ساتونکو ووژل، بلکې ټول به وايي چې وسلوالو برید کوونکو ووژل!
ځکه خو د کوم مسولیت احساس نه کوي، هر لوري ته یې چې زړه
شي ډزې کوي!

۱۱ – نه په حکومت او نه هم په بهرنیانو کې داسې کوم عملي قانون
شته چې ددې ډول پېښو په اړه پلټنې وکړي او مسولینو ته سزا ور
کړي، که دا ډول کوم عملي قانون شتون درلودی، تر ډېره به ددې
ډول پېښو پر مهال د بې هدفو ډزو مخینوی کېدای. کومې چې د عامو
خلکو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي.

۱۲ - دولس کلنو پېښو او تجربو ښودلې ده چې عام خلک باید له هغو
ځایونو څخه ځانونه وساتي په کومو کې چې د دې ډول پېښو شونتیا
ډېره ده، په سرینا هوټل څو کاله وړاندې هم برید شوی و، او ډېری
خلک په دې پوهېږي چې دې هوټل ته څه ډول او کوم کسان ورځي!
له دې کبله ښه دا ده چې عام خلک له دې ډول ځایونو څخه ځانونه
وساتي، تر څو له دې ډول غمیزو نه هم دوی او هم یې کورنۍ
وژغورل شي.

د یادونې ده چې دا رنګه ځایونو ته د عامو خلکو په ځانګړي ډول د
ماشومانو او ښځو ورتګ د هغوی د مرګ جواز نه شي جوړېدی،
بلکې یوازې ددې لپاره چې هم خپل سر ساتل شوی وي، او هم خپله
کورنۍ له غم او درد نه ژغورل شوې وي، لازمي ده چې له دې
ډول ځایونو څخه ځان وژغورل شي. یوه مړۍ بدمرغه ډوډۍ په
نورو عامو هوټلونو کې هم پیدا کېږي!

۱۳ – په ځینو خبرونو کې راغلل چې د هوټل ساتونکو د ماشومانو نیا
ته کیسه کړې، چې کله برید کوونکو ددې زوم ووژلو، نو لور یې د
هغوی په پښو کې ځان واچولو او هغوی ته یې زارۍ کولې چې
ماشومان یې ونه وژني، مګر هغوی ونه منله، لومړی یې ماشومان او
بیا یې دا ووژله! ډېر د حیرانتیا او د تصور او خیال له کچې لوړ
خبر دی!

که حقیقت دا ډول وي، نو ساتونکو چې دا هر څه په خپلو سترګو
لیدل! د څه لپاره ورته ولاړ وو؟ ولې یې د ماشومانو او د هغوی د
مور د ژغورلو لپاره چې د دوی مسولیت و ګام نه اچتولو؟ که نه
دوی فلمبرداري کوله!!؟ دا خو هېڅ امکان نه لري چې وسله به نه
وه ور سره، ځکه دوی د هوټل ساتونکي وو، او څو کاله وړاندې په
دې هوټل برید هم شوی و، یقیني ده چې وسله به خامخا ور سره
وه، نو چې وسله هم ور سره او داسې یو حالت یې په خپلو سترګو
لیدلو چې مور د خپلو ماشومانو د ژغورلو لپاره د بریدکوونکو په
پښو کې ځان اچوي! او دوی یې سیل کوي! که داسې وي، تر هر څه
لومړی باید له همدې ساتونکو سره حساب او کتاب وشي!

۱۴ – له معمول سره سم، هر لوری د خپلو تلفاتو کچه تر هغو واقعي
تلفاتو کم ښيي، خو په داسې حساسو ځایونو کې چې بریدونه تر سره
کېږي، طبیعي ده چې د تلفاتو شمېره به کمه ښودل شوې وي، په
ځانګړي ډول د بهرنیانو، او نظامي کسانو، څو کاله وړاندې د
خوست په صحرا باغ سیمه کې د امریکایانو په بیس برید تر سره
شو، په لومړي سر کې دوی خپل تلفات کم وښودل، خو څو میاشتې
وروسته اصلي خبره را برسېره شوه، اوهغه هم د غربي رسنیو له
خوا، چې تلفات دهغه څو چنده زیات وو کوم چې په لومړي سر کې
خپاره شوي وو!
دلته هم تر اوسه خبره د ۹ او غیر نظامي کسانو ده، الله خبر چې
اصلي حال به څه وي؟ همداسې لکه چې ویل کېږي؟ او که به
دصحرا باغ د پېښې په څېر حقیقت څو میاشتې وروسته را برسېره
شي!

۱۵ - په دې کې شک نشته چې حکومت له نوموړې پېښې نه د
طالبانو پر خلاف ډېره لویه تبلیغاتي ګټه پورته کړه، داسې چې دې
پېښې ته یې یو ډول نړیوال حیثیت ور کړ، نړیوال، سیمه ایز او
کورني ګڼ غبرګونونه یې را وپارول! دوی په حقیقت کې د نوموړې
پېښې نظامي، سیاسي او امنیتي پیغامونه چې درلودل یې په تبلیغاتي
جګړه تر یو ځایه پیکه غوندې کړل! یا په بله معنی طالبانو ته یې
تبلیغاتي ګوزار ور کړ! چې تر ټول څرګند او عملي يې د خبریالانو
لهخوا د دوه اونیو لپاره د طالبانو د خبرونو نه خپرول ګڼل کېدای
شي!

۱۶ – که طالبان اوس هم په دې اړه وضاحت ور نه کړي، د پېښې په
اړه خپل دريځ څرګند نه کړي، نه یوازې دا چې سملاسي به تاوان
ورته وکړي، بلکې حکومت به تر ډېره پورې له دې پېښې نه د دوی
پر خلاف تبلیغاتي استفاده کوي، او په راتلونکي کې هم د طالبانو
لپاره په نړیواله او کورنۍ کچه منفي اغېزې درلودی شي.

زلمی هېوادوال


pattang
24.03.2014

د زبيح الله مجاهد د مركې څخه:

پوښتنه ــ ويل کيږي چې په مشخص ډول د سرينا هوټل برید په
ملکیانو ترسره شو او په کې يو خبريال هم له خپلې ښځې او
ماشومانو سره وژل شوی په دې اړه که مشخص راته خپل نظر
ووایي ؟
ځواب : دسريناهوټل په اړه بايدلږ مخکني معلومات ورکړو، دغه
هوټل دمهموامریکايي ، کانادايي او ځينو نورو غربي يرغلګرو
هېوادونو د مشاورينو، روزونکو، او هغو افرادو د اوسيدو ځای وو
چې دکابل ادارې کلک حمايت کوي، داشغال د دوام په لټه کې دې او
دا دیارلس کاله دافغانانو د بیلابیلو ارزښتونو په مقابل کې په دسیسه
سازي بوخت دي، په عموم کې د سرينا هوټل ته هغه خلک راتلل او
دلته په اطاقونو کې د اوږدې زمانې لپاره اوسیدل، ډوډۍ يې خوړله
او راحت يې کاوه چې هغه مخامخ د اشغالګرو سره په کار بوخت
وو او دي.
سرینا هوټل مخکې هم دمجاهدینو د ورته بریدونو لاندې راغلي وو او
دا ښکاره وه چې دلته زموږ د ښمنان ناسته پاسته لري، د دې لپاره
چې په دې هوټل کې بهرني مهم خلک اوسیدل د خارجيانو او دکابل
ادارې لخوا د دې هوټل لپاره فوق العاده امنيتي تدابیر هم نيول شوي
وو او د کلک کمربند په دننه کې يې فعالیت کاوه چې يو ملکي ځای
دغه ډول احضاراتوته اړتيا نه لري.
په دغه خارجي ميلمستون باندي برید کله هم په ملکي ځای نه بلکي د
دسيسو په مرکز او د دښمن په مهم هسته برید وو، موږ د دغه ځای
د فعالیت او دلته د اوسیدونکو اکثره خلکو په اړه دقيق استخباراتي
راپورونه لرل، له هوټل نه مو ښه معلومات ترلاسه کړي وو، باربار
مو مجاهدين دې ځای ته د څار لپاره استولي وو او مياشتې وړاندې
مو په دغه هوټل د برید لپاره په پلان کار پيل کړي وو چې طبعا
دقیقه څارنه او پيژنده ورسره وه.
داچې په دې هوټل کې کوم خبريال، دهغه ښځه او ماشومان وژل
شوي دا خبره په هرصورت د تأسف وړ ده، خو ما مخکې اشاره
وکړه چې دغسې خطرناکو ځایونوته دافغانانو ورتګ او بیا هلته کې
زیانمن کیدل دهغو خپل مسئوليت ده، بايد خبریال یا بل هرافغان چې
وي د دښمن دتجمع او عياشيو محفلونوته ورنشي، او له حالاتو نه
زده کړه وکړي، که بیا هم په دې اړه څوک زموږ خبرداریو ته اعتتنا
نه کوي او زيانمن کيږي، دا دهيڅ قانون او اصل له مخې هم زموږ
ملامتي نه بلکي د زیانمن شوي خپله اشتباه ده چې دخپلې تيروتنې
قرباني ورته ويلی شو.
موږ معلومات وکړل ، هغه افغان خبریال چې په دغه ځای کې له خپل
فاميل سره ووژل شو، هغه د مجاهدينو او د کابل ادارې د عسکرو
ترمنځ په نښته کې ګيرشوي وو، د مرميو په تبادله او باران کې
طبعي خبره ده چې څوک بچ نه پاتې کيږي او که هرڅوک وي زیان
ويني، د دغه خبریال او کورنۍ وژنه يې په غالب ګمان د کابل اداې
د وارخطا عسکرو په ځوابيه ډزو کې ترسره شوي، ځکه له هغه
ځایه چې موږ خپل مجاهدين روزلي، هغوی پيژنو، دهغو نيت او
سپيڅلتوب ته ګورو او داسنجوو چې لږ وروسته پخپله هم شهيد
کيږي او دالله تعالی محاسبې ته ورځي نو هيڅکله هم دانشو ویلای
چې زموږ مجاهدینو دې ماشومان په نښه کړي او شهيدان کړي وي
او يادې يې افغانه ښځه له پيژندنې نه وروسته هم شهيده کړې وي.
په هر صورت دا يوه حادثه وه زموږ هدف او قصد په هيڅ ډول هم
دا نه وو چې موږ په سرينا هوټل کې خبريال ووژنو يا يې خدای
مکړه ماشومان او ښځه ووژنو.
پوښتنه ــ ځينو رسنیو او د ژورنالستانو د حقوقو ټولنو په دغه پيښه
د غم جن کيدو ترڅنګ د مجاهدينو په خبرونو باندي د بندیز خبره هم
وکړه ، دې ته تاسو څه ځواب لري؟
لومړی خو باید درسنیو او ژورنالستانو د ټولنو تصاميم په آګاهۍ
بناوي، دوی زموږ دهېواد هغه قشر بلل کیږي چې له نورو خلکونه
ډير د حالاتو درک کولای شي ، موږ د خبريالانو ژوند ته دا ديارلس
کاله پام کړی او لابه يې ورته کوو، خو حادثه او غير قصدي عمل
باید له قصدي عمل سره جلا شي او بیا قضاوت وشي.
که د خبريالانو وژنه زموږ د جنګي بهیر برخه وايي نو په يوه ورځ
کې افغانستان له رسنیو او خبریالانونه خالی کولای شو، دا خبره له
هيچا هم پټه نه ده چې اکثره خبریالانو او رسنیو زموږ په ضد په
پراخ پروپاګند لاس پورې کړی، دا اوس د امریکا يي سفارت خانې
نه ورته پنډونه هغوته د خدمت په بدل کې منظور دي، د مجاهدينو په
ضد مخامخ د دښمنۍ اعلانونه د تجارتي اعلان په نامه او شکل
نشروي، خو بیا هم دا زموږ د تحمل او برداشت ښونه کوي چې
زموږ له توان او وس سره سره لاهم د دوي مراکز په امن کې دي،
ګشت اوګوزار يې په امن کې ده، او د خبريال په نامه ورته احترام
او درناوی کيږي، ولی که چيرته په کوم ځای کې زموږ بريد د دښمن
په وړاندې وي ، هلته د خبریال دفعالیت او ورتګ ځای نه وي، د نه
ورتللو خبرداری هم په کراتو ورکړل شوي وي، بيا زیان وويني او
بیا زموږ پسې تبليغات پيل کړي چې مجاهدينو خبريال قصدا وژلي يا
نور عکس العملونه ، زه فکر کوم دا کار له هرچا زیات خبري ټولنو
او رسنیو ته ډير زيان اړولی شي، زه ویره لرم چې خدای مکړه دغه
راز بې محاسبې او پروپاګند آمیزه دریځونه مجاهدین دې ته اړ نه
کړي چې د دوي په اړه هم ريښتونی تصميم ونيسي، موږ د رسنیو له
مراکزو نه غواړو چې واقعتونو په نظر کې ونيسي، د خبریالانو په
اړه زموږ عام دريځ خوراله حوصلې او برداشته ډک ده، دوی هم
باید داسې څه راپورې ونه تړي چې هغه د مجاهدینو دجنګي بهیر
برخه نه وي، مثلا که یو خبریال چيرته په ترافیکي حادثه کې ووژل
شي دابه انصاف نه وي چې ادعا وشي چې ترافیک دخبریالانو ژوند
ته پام نه کوي او یا ترافیکو خبریال وواژه ، ځکه هلته بې له
پيژندنې او اګاهي نه یوه پيښه او غیر ارادي عمل ترسره شوي وي
چې له شايي قصد نه وي، همدا راز که يوڅوک پخوا خبریال وي او
اوس د دښمن په لیکوکې فعالیت کوي دکابل په اداره کې دولایتونو
ادارې غړي وي، بیا ووژل شي، لا هم ادعا کول چې مجاهدینو
خبریال وواژه، دا بیا هم هغه د بې انصافي او له حقیقته لرې خبره
ده چې ممکن دځينو رسنیو په اړه دمجاهدینو دريځ بدل کړي.


Re: یک طفلک دونیم ساله را چهار مرمی زدند!

pattang
24.03.2014

منافقه وژنې خپله کوۍ او پر طالب یې تپۍ !
دچا مرمۍ وې دکوچنيانو په بدن کې ؟ دلاسپوڅيواجنټو او که دطالبانو ؟، طالبان ښځې او کوچنيان نه وژني داسې خواص صليبي
اشغالګر او دنظار شورا قاطلين لري !

[quote:d2e056763c="صبور"]هموطنان گرامی درین ایام خوش سال که آمد آمد فصل بهار و خوشبختی ها در کشور ما شروع میشود، با تأسف زیاد خبر شدیم که گروه جنایتکار و مزدور (طالبان) بازهم یک گل دیگر را به آب دادند، این بار آنها حتی به اطفال معصوم و بیچارهء بیدفاع نیز رحم نکردند، چه مسلمانهای هستند که بعد ازینکه پدر و مادر را در پیش چشمان اطفال شان بقتل رسانیدند، بعداً با همان تفنگچه های کثیف شان اطفال آن بیچاره هارا تیرباران کردند. این در کجای اسلام است؟ اسلام که چه، این عمل بیرحمانه در کجای شأن انسان بودن است؟
راپور های خبری می افزایند که آدمکشان طالب، عمر خورد سال را بر سر و خواهرک بیگناهش (نیلوفر) را بر قلبش با مرمی زدند، همچنان در طرف دیگر برادرک دونیم ساله آنها (ابوذر) را چهار مرمی زده اند.
هموطنان مسلمان، من از این گروه منافق (طالبان) میپرسم که به کدام علت بالای این اطفال معصوم و بیدفاع از آنقدر نزدیکی فیر کردید؟
این طفلکان بیچاره چه گناهی کرده بودند؟

یک موضوع دیگر را به این گروه جنایتکار باید خاطرنشان سازم که آنها نمیتوانند با اینگونه اعمال ناجوانمردانه و ابلیسانهء شان ملت غیور و مجاهد پرور ما را بترسانند. مردم دلیر ما میدانند که طالبان و طرفداران آنها از کجا و چه منبعی آب میخورند.

به امید جواب از طرف طالبان ترور و وحشت ویاهم طرفداران منافق آنها.[/quote:d2e056763c]


صبور
24.03.2014

اگر به حرفهای من فهمیده باشی، من از قتل دو طفل معصوم که شاید منحیث نواسه های خودت باشند، یاد کرده بودم، نه از مهمانهای خارجی و کفار در آن هوتل.
بهر صورت خودت به همهء افغانهای درد دیده خود را و اصلیت خود را معرفی کردی که اصلاً در وجود تو حس همدردی و انسانیت مرده است، اگر همین چهار طالب واقعاً مسلمان میبودند، هیچگاهی طفلکان معصوم و بیچاره را با چنان وضع شهید نمیکردند.
مگر بازهم جالب است که حتی خود طالبان ازین عمل ننگین و غیر انسانی شان دفاع نکردند، مگر تو (رو سیایی پنجابی) با بسیار بی شرمی و منافقت آمدی و چند کلمهء پوچ و بی معنی نوشته کردی، تو چگونه یک زنده جانی باشی؟
اگر کسی نواسه های تورا با مرمی در سر و سینهء شان بزند، تو باز چه خواهی گفت؟
افسوس، که اگر یک ذره هم وجدان میداشتی، هیچگاهی ازین عمل وحشیانه و غیر انسانی دفاع نمیکردی.
در خاتمه باید گفت: و قولوا للجاهلین سلاما.


pattang
24.03.2014

وروره ما څه درته ليکلي ؟ خو ته یې په مانا نه پوهيږې !
داکوچنيان طالبانوندي وژلي ! دڅه لپاره ولې !اونه یې لاسپوڅی
مذدوردولت کوم سبوت لري !

[quote:ce88656270="صبور"]اگر به حرفهای من فهمیده باشی، من از قتل دو طفل معصوم که شاید منحیث نواسه های خودت باشند، یاد کرده بودم، نه از مهمانهای خارجی و کفار در آن هوتل.
بهر صورت خودت به همهء افغانهای درد دیده خود را و اصلیت خود را معرفی کردی که اصلاً در وجود تو حس همدردی و انسانیت مرده است، اگر همین چهار طالب واقعاً مسلمان میبودند، هیچگاهی طفلکان معصوم و بیچاره را با چنان وضع شهید نمیکردند.
مگر بازهم جالب است که حتی خود طالبان ازین عمل ننگین و غیر انسانی شان دفاع نکردند، مگر تو (رو سیایی پنجابی) با بسیار بی شرمی و منافقت آمدی و چند کلمهء پوچ و بی معنی نوشته کردی، تو چگونه یک زنده جانی باشی؟
اگر کسی نواسه های تورا با مرمی در سر و سینهء شان بزند، تو باز چه خواهی گفت؟
افسوس، که اگر یک ذره هم وجدان میداشتی، هیچگاهی ازین عمل وحشیانه و غیر انسانی دفاع نمیکردی.
در خاتمه باید گفت: و قولوا للجاهلین سلاما.[/quote:ce88656270]


صبور
12.05.2014

پتنګ خانه، دا چې ته وایي، دا کار طالبانو ندي کړي، دا پخپله لودګي په طاقت د څلورلسو ده! ټول جهان یو طرف او ګران پروفیسر صیب (پټنګ) بل طرف ولاړ دئ.


pattang
12.05.2014

ښه ښه ځوانه پښتو هم ليکلی شې ، په رښتيا چې ملي افغان يې !
وروره د سې ای اې او فاسد رژيم په پټو دسيسو ته خبرنه یې !
طالبان دخپلو کارونو مسئوليت تل په غاړه اخلي خو دجنګ فسيخولوګي
هم کله کله کاروي ! طالبانو سبوت کړې چې هغوی خپل ملت په
هره مانا ساتي او زمونږ دکلي خلک دي !
دغه بد حالت جنګ او وژنه ددو چټلو بې ځايه ويکتورو( صليبي اشغالګر
او مذدور لاسپوڅي ) هغه محصله قوه ده چې هر څه له محوره باسي
خو طالب یې بيا هغه centripetal force څنتري پيتله قوه ده چې
دافغان ملت اخلاقي او اسلامي کتله نه بې ځاي کوي او په مرکز کې
یې ساتي !

صبور جانه ! هغه څه ليکه چې په مانا یې هم بيا پوه شې !
لودګي په طاقت د څلورلسو ! ==‍> ??

[quote:02ba3d8e5e="صبور"]پتنګ خانه، دا چې ته وایي، دا کار طالبانو ندي کړي، دا پخپله لودګي په طاقت د څلورلسو ده! ټول جهان یو طرف او ګران پروفیسر صیب (پټنګ) بل طرف ولاړ دئ.[/quote:02ba3d8e5e]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more