د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

په اساسي قانون تبصره

Kamil
11.05.2014

محترم لرغونی لاروی صاحب....
موږ ته کفري هېواد مهم نه دی، په دې مانا چې کفري هېواد ته د اسلامي هېواد استازی او نماینده لیږل کیږي نو باید کافر ولیږل شي... نه هيڅکله هم نه. زموږ په تاریخ کې او په ځانګړي توګه په سیرت النبي صلی الله علیه وسلم کې ددې هر څه یادونه شوې... کسری او قیصر ته رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅکله کافر استازی نه دی لیږلی، قریشو ته یې هیڅکله کافر استازی نه دی لیږلی نور چې هر چیرې يې نماینده لیږلی مسلمان او په اسلامي عقیده سنبال مسلمان یې لیږلی.
دوهمه خبره په پاکستان کې د اوسېدلو...

دا درسره زه منم چې ددې خلکو اساسي قانون له اسلام سره په ټکر کې دی، یوه دوه مادې نه په لسګونو مادې په کې شته چې هماغه د برتانيې د قانون څخه راخیستل شوي او دلته په کې ځای شوي.
موږ دلته اوسیږو، قانون یې نه منو او نه ورته اسلامي وايو. که داسې شي په نړۍ کې هیڅ یو هېواد نشته چې قانون يې اسلامي وي، د افغانستان او سعودي په شمول د ټولو اساسي قوانین د اسلام د احکاماتو سره په ټکر کې دي.

پاتې شوه، دا چې اساسي قانون اسلامي نه دی نو، د هغې لپاره زه دلایل لرم، چې وروسته به یې دلته بیان کړم...
الله فرمايي: فلاوربک لا یؤمنون حتی یحکموک فیما شجر بینهم... بل ځای فرمايي: ومن لم یحکم بما أنزل الله فأولئک هم الکافرون... الفاسقون.... الظالمون...
اساسي قانون خو د خلکو په لاس جوړ شوی وضعي قانون دی او الله وايي چې هیڅوک تر هغې نشي مسلمان کیدلای چې د الله په قانون يې پریکړه نه وي کړي.
نور بیا


pattang
11.05.2014

کامل خانه اسلام عليکم په قلم دبرکت شه !
د افغانستان دا د چټلي قانون به تل مونږ ته دصليبي اشغالګرو استعمار،
وژنې او په ناموس دتعرض ورځې را په يادوي !
دابه قانون نامه نوي بلکې يوه غمنامه به وي !او دافغانستان مسلمان ملت
نه غواړي چې له دغې غم نامې سره ژوند وکړي او له منځه وړل یې په
هر مسلمان فرض دی !
دغه قانون دصليبيانو دخوشالي لپاره جوړ شوی ! که دغه اساسي قانون
نوي نو ددالرو خوله تړل کېږي نو بيا به دغه بېکاره لودګان غله څه
کوي ؟ دوی خو دمادي خلاقيت استعداد نلري مازغه یې پوده دي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more