د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

څه چې په رضا کیږي، د ټوبک په زور ناممکن دي.

اتل
01.05.2014

السلام علیکم، محترمو لوستونکو
د طلبانو د تحریک دیوه پخواني مقام اکبر آغا په مشرۍ د طالبانو پخوانیو مشرانو په کابل کې اعلان وکړچې د [افغانستان دژغورنې لار] تر نامه لاندې یې یو نوې ګوند جوړ کړیدئ. دوی وویل چې په افغانستان کې د یوه خپلواک اسلامي دولت د جوړولو لپاره هلې ځلې کوي. اکبراغا وویل چې د [افغانستان د ژغورنې لار] سیاسي تحریک کې دیني عالمان، هغه پخواني مجاهدین چې په په کورنیو جګړو کې یې برخه نه ده اخیستې، زده کوونکي، محصلان، او د مدني ټولنې غړي غړیتوب ترلاسه کولی شي.

په زړه پورې خبره خو داده چې اکبر آغا او د طالبانو نور پخواني مشران چې ددې ګوند مؤسسان دي، قدرت ته د طلبانو د تحریک درسید په جریان کې په جنګونو کې برخه لرله، اوس داسې څوک په ګوند کې نه شاملوي چې په پخوانیوکورنیو جنګونو کې یې برخه لرلې وي.

ددوی ددریځ نه داسې ښکاری چې دغه ډله طالبان دې نتیجې ته رسیدلي چې، هغه مسائل چې په رضا حل کیدای شي د جنګ له لارې یې حل ناممکن دي. دملا محمد عمر آخند جنګي تحریک به هم خامخا دې نتیجې ته رسیږي، ځکه چې په جنګ یې سرته نشی رسولئ، خدای د وکړي چې دوی دا فیصله زر وکړي او اوبه له ورخه تیرې نشي.
http://taand.com


Re: څه چې په رضا کیږي، د ټوبک په زور ناممکن دي.

pattang
01.05.2014

داخو يوه لودګي په توان دڅلورو ده :
- ايا دکابل دا رژيم يو اسلامي جمهوريت ندی ؟
ـ که احمد او محمود بل اسلامي دولت او اساسي قانون غواړي
نو ايا صليبي اشغالګربه یې ورسره ومني ؟ نه ! ددالرود ګوډي خوله
به وتړي او دمافيا فاسد رژیم به سقوط وکړي !
ـ په دې خبرو مونږ څوک نشي تېر اېستی اول خو دملا اغاجان
سيناريو وه او هغې چې کومه ګټه ونکړه نو اوس دا بابولالې !
- دا ګوند مندکومه ګټه نلري يواځې اربکيان به تقويه کړي !
هې : ولا حول ...

[quote:3b0f9c7341="اتل"]السلام علیکم، محترمو لوستونکو
د طلبانو د تحریک دیوه پخواني مقام اکبر آغا په مشرۍ د طالبانو پخوانیو مشرانو په کابل کې اعلان وکړچې د [افغانستان دژغورنژ لار] تر نامه لاندې یې یو نوې ګوند جوړ کړیدئ. دوی وویل چې په افغانستان کې د یوه خپلواک اسلامي دولت د جوړولو لپاره هلې ځلې کوي. اکبراغا وویل چې د [افغانستان د ژغورنې لار] سیاسي تحریک کې دیني عالمان، هغه پخواني مجاهدین چې په په کورنیو جګړو کې یې برخه نه ده اخیستې، زده کوونکي، محصلان، او د مدني ټولنې غړي غړیتوب ترلاسه کولی شي.

په زړه پورې خبره خو داده چې اکبر آغا او د طالبانو نور پخواني مشران چې ددې ګوند مؤسسان دي، قدرت ته د طلبانو د تحریک درسید په جریان کې په جنګونو کې برخه لرله، اوس داسې څوک په ګوند کې نه شاملوي چې په پخوانیوکورنیو جنګونو کې یې برخه لرلې وي.

ددوی ددریځ نه داسې ښکاری چې دغه ډله طالبان دې نتیجې ته رسیدلي چې، هغه مسائل چې په رضا حل کیدای شي د جنګ له لارې یې حل ناممکن دي. دملا محمد عمر آخند جنګي تحریک به هم خامخا دې نتیجې ته رسیږي، ځکه چې په جنګ یې سرته نشی رسولئ، خدای د وکړي چې دوی دا فیصله زر وکړي او اوبه له ورخه تیرې نشي.
http://taand.com[/quote:3b0f9c7341]


pattang
01.05.2014

د اكبرآغا د نوي ګوند اعلان او تر شا یې پراته عوامل :

[img:1b69447950]http://nunn.s3.amazonaws.com/editorial/Akbar.Agha.jpg[/img:1b69447950]

بي بي سي راډیو تیره ورځ په کابل کې د خلاصون لار په نوم دیوه نوي غورځنګ تاسیسولو خبر ورکړ.

دغه نوی غورځنګ د اکبرآغا په نوم د مجاهدینو د یوه پخواني قومندان لخوا اعلان شوی کوم چې مخكي یې خپل ځان د جیش المسلمین ډلې مشر معرفي كاوه.

اکبر آغا دشوروي اشغال پرمهال د هیواد په جنوب لویدیځ کندهارولایت کې د مجاهدینو د یوې جبهې مشري کوله ،خو د طالبانو د غورځنګ په رامنځته کیدوسره یې د دې ولایت د نورو جهادي قومندانانو برعکس له هغوی سره یوځای کیدوته زړه ښه نه کړ او هغه مهال یې دوباره د جیش المسلمین ګوند له لارې خپل سیاسي فعالیت پیل کړ چې کله د طالبانو واکمني د امریکایانو د تیري په ترڅ کې سقوط وکړ.

جیش المسلمین ګوند هغه وخت مطبوعاتي شهرت ترلاسه کړ چې کله یې په کال ۲۰۰۳کې له یوې یرغمل کوونکې ډلې څخه دوه تنه بهرني یرغمل شوی اتباع د پیسو په مقابل کې واخیستل او بیايي د هغو د نیولو مسؤلیت په خپل نوم اعلان کړ.

جیش المسلمین چې مشري او عضویت یې ټول یواځې داکبر آغاپه وجودکې حصردی که څه هم چې د رسنیو لخوا طالبانو ته منسوبه ډله اعلانیږي خو خپله اکبر آغا اوطالبانو کله هم دا ډله په طالبانو پوري مربوط نه ده بللې.

اوس چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د پرشاتګ نیټه رانیږدې شوې د امریکایانو او د هغوی په دستور د کابل چارواکو له لوري د دې کوښښ کیږي چې د طالبانو یو موټي قوت په متعددو برخو وویشي ، هغه تضعیف اوبیا ورباندې خپلې غوښتنې ومني.

د امریکایانو لخوا د افغانستان له ۱۳ کلن اشغال او په دغه اشغال کې د هغوی له پوځي ناکامي وروسته د دوي پالیسي په دې ټکې متمرکزه ده چې څرنګه وکولای شي د افغان متحد ولس ترمنځ انشعابونو او ویشلو ته لاره هواره کړي او له دې لارې هغه هدف ته ځان ورسوي کوم ته چې له پوځي لارې رسیدل ورته ناشوني شول.

مونږ وینو چې د امریکایانو د دغې تفرقه اچوونکي پالیسې ترمخه اوس افغانستان د سیاسي ګوندونو تورم په سر اخیستی او د هغو ګوندونو شمیر چې په وزارت عدلیه کې رسمیت لري سلګونوته رسیږي.

یواځې یوحزب اسلامي یې په ۵برخو وویشو همداراز نورهم كوښښ کوي چې د احزابو د تکثر له لارې د افغانانو ویشلوته زمینه سازي وکړي او له دې لارې خپلو تخریبي عزائموته ځان ورسوي.

د اکبر اغا له خوا د خلاصون لارې په نوم د نوي غورځنګ تأسیسول هم په افغانستان کې د احزابو او سیاسي سازمانونو د تکثر له هڅو یو داسې اقدام دی چې ګټې یې د افغان ولس پرځای د نورو ځولۍ ته توییږي ؛ ځکه چې افغانان اوس مهال د انشعاباتو او تفرق پرځای اتحاد او یوالي ته ضرورت لري نه د دبهرنیو مصلحتونو په اساس د سیاسي تنظیمونو تكثرته.

د دغه ډول ګوندونو ښاغلي مؤسسین باید په دې خبره ځان پوه کړي چې تر مختلفونومونو لاندې د احزابو او ګوندونو تأسیسول د افغان لانجې حل لاره نه بلکې لا دهغې د اوږدولو عامل ګرځي له‍ذا هغوی باید د خپل ملي او اخلاقي مسؤلیت له مخې له داسې هڅو ځان وساتي چې هغه د دښمن شومو پلانونو ته دبریالیتوب چانس برابروي او د یوموټي ولس ملي وحدت ورباندې متضرر کیږي


اتل
02.05.2014

السلام علیکم، قدرمنو لوستونکو
پتنګه، ستا چې د هنګیدو وخت راشي، چې هنګ ونه وهې لکه شغلل پوم درباندې لګیږي. ستا د خولې ویستیړ شکیدلې ده، اودهرې خبرې نه دې د خرشین بوی خیژي . که دې بل ځل کنځلې وکړې، د لودګې او نور ستا د کورني اخلاق خوی او خاصیت دې په فورم کې یاد کړل، داسې څه به واورې چې خپلې کنځلې به دې هیرې شي. د یوه مسلمان، اصیل پښتون، باعزته، با پته او مهذب انسان په چوکاټ کې وغیږه، لوچکي او کوڅه ډبې پریږده او د منطق، ادب او متقابل احترام په تله یې را وتله.
کله چې په فورم کې د افغان ولس سره غږیږي د هغوی په احترام ځان د جرمني په مشهورو بیرو مه نیشه کوه، چې د خبرو کولو او منطق لاره درنه ورکه نه شي.
تاسې ویلي چې:
- ايا دکابل دا رژيم يو اسلامي جمهوريت ندی ؟
يتنګ صاحب، ته یې څنګه بولې؟


اتل
02.05.2014

پتنګ وروره، السلام علیکم
پتنګ ورور مې ددې دپاره درته وویل چې د مسئلې په څرنګوالي به بحث کوو، او له داسې الفاظو به پرهیزکوو چې لمسونکي وي تر ځو خپل ځانونه مهذب سړي راته ښکاره شي.

راغلو د بحث مسئلې ته. تاسې دبي بي سي د رپوټ یادونه کړې، چې تاسې یې تل د غرب دسیسې یو جزګڼئ، نو اوس یې ولې خبر یادوئ. ولې یې هغه نور خبرونه چې دطالبانو صاحبانو د اعمالو په باب نشر کوي نه منئ؟ په هر حال.

دا چې اکبر آغا او دهغه د نوي تشکیل شوي ګوند نور مؤسسان څه کاره وو او دي، دا د مضمون زړئ ندئ، بلکه د مضمون روح داده چې دغو خلکو کلونه کلونه په جګړو کې خپل عمر ضایع کړ، او بالاخره دې نتیجې ته ورسیدل چې په جنګ نه شل کیږي، او دجنګ عواقب تاسې هم پخپلو سترګو ولیدل.

د مضمون پیغام دادئ چې او طالبانو وروڼو، په تیرو څه باندې لسو کلو کې زموږ په ملک جنګ او تشدد چاته ګټه ورسوله؟
ځواب: د افغانستان او اسلام دد ښمنانو نه پرته بل هیچا ته نه.
په مولا دې سپارم.


pattang
02.05.2014

ستا لودګي او ناپوهي پردې کې ده چې تحليل نشې کولی او لکه
لېونۍ چېټي ګډ يې !
- ماکله اوڅه وخت ستا او د بل چا کورنۍ ته سپکې سپورې وېيلي دي ؟
- د کابل دمافيا غړي او دفاسد دولت لاسپوڅي خو دکابل دولت
(دافغانستان اسلامي جمهوريت ) بولي ! نو هغه ملا ، فقير ،امي او
x , y چې يو نوی اسلامي دولت جوړوي هغه به څرنګه وي ؟ داسې
به وي لکه دا ګوډاګی اسلامي دولت او که کوم بل ډول ؟
دحيرانتيا وړ داده چې اکبر اغا د اشغالګرو او فاسدينو په منځ
کې اوسي او بل اسلامي دولت جوړوي ! خر به دا خبره مني ؟
اتل جانه چې څه ليکې منطقي یې ليکه ! که څه هم دالرپرې درکوي
خو شخصيت ته دې لوی نقص کوي !


pattang
02.05.2014

ځواب یې په خپله ورکړه چې زمونږ هدف څه شی دی او راديو څه
وېیلي دي !هو فاسده ده خو مونږ يې په هر حال دريځ لرو !

[quote:ed947d8148="اتل"]پتنګ وروره، السلام علیکم
پتنګ ورور مې ددې دپاره درته وویل چې د مسئلې په څرنګوالي به بحث کوو، او له داسې الفاظو به پرهیزکوو چې لمسونکي وي تر ځو خپل ځانونه مهذب سړي راته ښکاره شي.

راغلو د بحث مسئلې ته. تاسې دبي بي سي د رپوټ یادونه کړې، چې تاسې یې تل د غرب دسیسې یو جزګڼئ، نو اوس یې ولې خبر یادوئ. ولې یې هغه نور خبرونه چې دطالبانو صاحبانو د اعمالو په باب نشر کوي نه منئ؟ په هر حال.

دا چې اکبر آغا او دهغه د نوي تشکیل شوي ګوند نور مؤسسان څه کاره وو او دي، دا د مضمون زړئ ندئ، بلکه د مضمون روح داده چې دغو خلکو کلونه کلونه په جګړو کې خپل عمر ضایع کړ، او بالاخره دې نتیجې ته ورسیدل چې په جنګ نه شل کیږي، او دجنګ عواقب تاسې هم پخپلو سترګو ولیدل.

د مضمون پیغام دادئ چې او طالبانو وروڼو، په تیرو څه باندې لسو کلو کې زموږ په ملک جنګ او تشدد چاته ګټه ورسوله؟
ځواب: د افغانستان او اسلام دد ښمنانو نه پرته بل هیچا ته نه.
په مولا دې سپارم.[/quote:ed947d8148]


اتل
09.05.2014

السلام علیکم، قدرمنو لوستونکو
لیوه ته یې نصیحت کاوه، ویل یې پرې مې ږده رمه رانه لاړه.
زه محترم پتنګ ته وایم چې ناروا بحثونه او عبث الفاظ ګټه نلري، خو دئ بیا خپله کوی، د بل نه اوري.

پتنګ صاحب، د بحث مسئله زما لودګي، یا تعقل او د اکبر آغا د اسلامي حکموت جوړول ندي، بلکه د مسئلئ زړئ دادئ [د طلبانو د تحریک دیوه پخواني مقام اکبر آغا په مشرۍ د طالبانو پخوانیو مشرانو په کابل کې اعلان وکړچې د [افغانستان دژغورنې لار] تر نامه لاندې یې یو نوې ګوند جوړ کړیدئ. دغه ډله طالبان دې نتیجې ته رسیدلي چې، هغه مسائل چې په رضا حل کیدای شي د جنګ له لارې یې حل ناممکن دي].

ملا محمد عمر آخند جنګي تحریک به هم خامخا دې نتیجې ته رسیږي، ځکه چې په جنګ یې سرته نشی رسولئ، خدای د وکړي چې دوی دا فیصله زر وکړي او اوبه له ورخه تیرې نشي.


pattang
09.05.2014

ګران اتل جانه ! هغه غلطوه چې له تا ځخه پيدا وي!
هغوی چې له cia اوصليبي اشغالګرو څخه پيسې اخلي او هم پخوانی
طالب وي دا عقل نه مني ! څوک چې په اشغال کې بيله قلمي او يا
جنګي پاڅونه څخه غلی پروت وي هغه ته مونږ‌داشغالګرو په شرابو
مست خمار وايو ! نه یې خبره منو او نه یې په خبره اعتبار کوو !

[quote:00c8c78c26="اتل"]السلام علیکم، قدرمنو لوستونکو
لیوه ته یې نصیحت کاوه، ویل یې پرې مې ږده رمه رانه لاړه.
زه محترم پتنګ ته وایم چې ناروا بحثونه او عبث الفاظ ګټه نلري، خو دئ بیا خپله کوی، د بل نه اوري.

پتنګ صاحب، د بحث مسئله زما لودګي، یا تعقل او د اکبر آغا د اسلامي حکموت جوړول ندي، بلکه د مسئلئ زړئ دادئ [د طلبانو د تحریک دیوه پخواني مقام اکبر آغا په مشرۍ د طالبانو پخوانیو مشرانو په کابل کې اعلان وکړچې د [افغانستان دژغورنې لار] تر نامه لاندې یې یو نوې ګوند جوړ کړیدئ. دغه ډله طالبان دې نتیجې ته رسیدلي چې، هغه مسائل چې په رضا حل کیدای شي د جنګ له لارې یې حل ناممکن دي].

ملا محمد عمر آخند جنګي تحریک به هم خامخا دې نتیجې ته رسیږي، ځکه چې په جنګ یې سرته نشی رسولئ، خدای د وکړي چې دوی دا فیصله زر وکړي او اوبه له ورخه تیرې نشي.[/quote:00c8c78c26]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more