د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

خالق او خلاقیت


ع کريم حليمي
05.05.2014

د ټول افغان درنو او مکرمو علماء کرام او درنولوستونکو
السلام علیکم و رحمة الله

نن پوښتنه راته پیدا سوه چه : موږ اږ تاسو په خبرو او بحثونو کي وایو چه زما ورور یو خلاق ځوان دي ، ایا کېدای سي چه انسان خلاق وي ؟؟؟
د خلاق او خالق تر منځ فرق څشي دی ؟؟‌

درنښت


tandar
06.05.2014

سلامونه
خلاق--- صفت کي رازي يعني پيداکونکي
خالق---- نوم يااسم دي يعني دالله يو له نومونو څخه دي
دډيرو انسانو نومونه چه عبد الخالق وي لنډ ورته خالق غږکوي
خوخالق دهغه ذات نوم دي چه ټول کاينات يې خلق کړيدي
دهرچاخپل نظردي
په ډيرعذت


حمید هڅــاند
06.05.2014

نو دا موضوع ممکن د عربي ژبي ادبیاتو سره بلد کسان هم ښه ترا روښانه کړای شي؛ خو خلاق ممکن د نوښتګر په مانا وي.


م . ق
06.05.2014

السلام علیکم ورحمة الله،

ورونو خلاق او خالق دواړه د الله رب العالمین صفات دي:

۱. وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْ‌ضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ ۗ وَإِنَّ السَّاعَةَ لَآتِيَةٌ ۖ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِيلَ ﴿٨٥﴾ إِنَّ رَ‌بَّكَ هُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيمُ ﴿٨٦﴾ سورة الحجر

۲. أَوَلَيْسَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْ‌ضَ بِقَادِرٍ‌ عَلَىٰ أَن يَخْلُقَ مِثْلَهُم ۚ بَلَىٰ وَهُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيمُ ﴿٨١﴾ سورة یس

په قرآن مجید کې دواړه ځایه د خلاق سره علیم ذکر شوی، انسان خالق یا خلاق کیدلی نشي ځکه چې علیم نه دی، علیم یوازې الله رب العالمین دی (وفوق کل ذي علم علیم) انسان عالم، صانع، مبتکر، متفکر او مدبر کیدلی شي.
په قرآن مجید کې انسان ته د صنع او صنعت حکم شوی!

مننه



ع کريم حليمي
06.05.2014

وعلیکم السلام و رحمة الله --- و برکاته

مکرم او محترم مبارز صاحب ، ستاسو له راکړو معلوماتو نه مننه

مبارز صاحب ، زه فکر کوم چه هر انسان کولای سي چه له خپل ځانه یو خلاق انسان جور کړي دغه جهان د خلاقیت له پاره یو تنها مساعد ځای دی

که تاسو دخلاق او خالِق تعریف ولیکئ ، نو ممکن زه د خلاقیت نه لاس په سر سم ، تر دغه لحظې زه فکر کوم چه : په دغه فاني جهان کي
د خلاقینو له جملې یو زه هم یم

درنښت



ع کريم حليمي
08.05.2014

ډېر ګران ورور مبارز صاحب تاسي ته مسنونه سلام وایم ، ښه صحت ،سلامت عافیت ولرئ
تاسو و مونږ فقیر ته لیکلي دي چه :[quote:735376a8a3] په قرآن مجید کې دواړه ځایه د خلاق سره علیم ذکر شوی، انسان خالق یا خلاق کیدلی نشي ځکه چې علیم نه دی، علیم یوازې الله رب العالمین دی[/quote:735376a8a3]

ګران ورور مبارز صاحب ، رب العزت په یو بل ایت شریف کي فرمايي چه : لَا خَلَاقَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ
له دغه ایة شریف نه داسي څرګندېږي چه په اخرت کي بیا انسان ته د خلاقیت قوه نسته ، ، یعني دغه د خلاقیت فکري قوه چه دوئ او هغوی چه ئې نن لري ، په اخرت کي به له دغي فکري قوې نه بهره مند نه وي

خلاقیت هغه فکري قوه ده هر کله چه موږ له کړونو نه یو مشکل ایجاد سي ، دغسي مشکلاتو ته د حل لاره پېدا کول ،فکري توانايي غواړي
د دغي توانايي او قوې نوم په اصطلاح کي خلاقیت دي
درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more