د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

امانت ته خیانت!

صبور
25.04.2014

ګرانو هیوادوالو السلام علیکم،

ځان وژل پدې خاطر په اسلام کې حرام دي چې انسان د خپل جسم اصلي خاوندان نه دي، الله تعالی د امانت په ډول مونږ ته دا جسم را کړي دي او ځکه چې دا یو امانت دي په دې خاطر د اصلي مالک د امر پر خلاف دا استعمالول یا جسم ته کوم تاوان رسول یا د مینځ څخه وړل (انتحار کول) بالکل ناروأ او حرام کار دي. که مونږ د خپل جسم او ځان خاوندان وای، نو د هر ډول رد و بدل اویا تغیراتو حق به مو درلودای ځکه چې مالک ته په خپل ملک کې د هر کار اختیار وي، دا چې دا جسم زمونږ سره د الله سبحان تعالی امانت دي او د مالک په امانت کې خیانت کول لوی ګناه اویا جرم دي. او (الحمدُ لله) مونږ ټول په دې پوهېږو چې په اسلام کې خیانت کوونکی د الله تعالی دوست نشي ګرځېدای، الله اکبر.

والسلام،


حمید هڅــاند
26.04.2014

نظر دې د تائید وړ دی ښاغلی صبور!



ع کريم حليمي
26.04.2014

ډېر محترم او مکرم ، صبور صاحب لمړي تاسو ته او ټولو درنو لوستونکو ته وایم چه : السلام علیکم و رحمة الله

ستاسي راتګ دي خدای نیک مرغه کړي ، او دا چه !!! د نیهایت علمي او ښایسته باب او موضوع سره راغلي یاست ، ښه راغلاست

محترم صبور صاحب ، که ریشتیا درته ووایم ، ما تر دا نن ورځی داسي متن او نص نه دي لوستلی چه ویلي ئې وي چه : جسم وبقية الاعضاء امانة من الله
البته تأویلونه مي لوستلي چه وايي دانسان جسم امانت راکړه سوی دی .

بلې ! دا منم چه په هر ژوندي جسم کي یو دروني احساس سته چه د ځان حفاظت وکړي ، دا نص د کتاب الله دی نو قوي او ثقه خبره ده چه زمونږ لاسونه او پښې په دار الأخرة شاهدي ورکوي ، او دا هم منم چه زمونږ د بدن بعضي اغضاء له سترګي ،غوږونو او زړونو نه پوښتنه هم کیږي ، یعني مسؤلیت لري

او دا هم څرګنده خبره ده چه ټول اعضاء د عبادت له پاره داکړه سوي دي چه عبادت په وکړو

ګران صبور صاحب ، تاسو د عنوان له پاره داسي نوم انتخاب کړي (امانت ته خیانت!)

هو ! دا ډېر ښه او غوره عنوان دي ، ریشتیا په امانت کښي خیانت کول لوی جرم او لو ګناه ده !!!
رب العزت فرمايي چه : يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَخُونُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ

نو بدترین خیانت دا دی چه یو بنده د الله او د هغه له رسول سره خیانت وکړي ، دا به څرنګه خیانت وي ؟ دا خیایت داسي دي چه
دا د ذو الجلال والأكرام دین او شریعت و موږ ته یو امانت راکړه سوی دی !!!
پس په دین کي خیانت کول حرام دي او انسان د کفر په درشل کي دروي

ولا تقتلوا النفس التي حرم الله إلا بالحق

کران وروره ! په دغه نن ورځ کښي هری جنګي ټولګۍ ته دوې لاري او اصول وجود لري چه په کومه یوه عمل کوي اختیار لري
یوه اخلاقي لاره ده او بله د Machiavellism

زه دا ګمان کوم چه د کابل د حکومت مسلح مخالفین د Machiavellism له اصولو کار اخلي !!!
ماکیاول داسي وايي چه :
[color=red:7e6dc66032](هدف د هري وسیلې و استعمال ته مشروعیت ورکوي ) [/color:7e6dc66032]

ماکیاول د ټولني له پاره اخلاق لازم ګڼي ، اما د حکومت کولو او جنګ کوونکو له پاره اخلاق بد شي ګني

که یو افغان جهد کوونکی د ماکیاول له اصول نه کار واخلي پس دغه ته وايي د امانت دین سره خیانت ( یعني د الله ج او د هغه له رسول محمد بن عبدالله علیه السلام سره خیانت )
درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more