د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

چې ډب نه وی، ادب نه وي.

اتل
24.04.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
پاکستاني طالبانو چې د خپل حکومت سره د صلحې خبرې اترې پیل کې، ورسره جوخت یې په پیښور او نورو علاقو کې ترورستي حملې وکړي. د پاکستان هوايې قوې چې په بدله کې طالبان بمباري کړل او په لسګونو یې ترې ووژل، نو طالبانو دعذر اوزاریو لاره ونیوله او بیله قید او شرطه یې اور بند اعلان کړ. چون طالبانو نه د صلحې نیت درلود او نه هم د ولس د خیر ښیګنې، قریب څلو ېښت ورځې وروسته یې اور بند ملغی اعلان کړ او بیا یې په چار صده اوپیښور په علاقو کې ترورستي حملې وکړې او بې ګناه انسانان یې قتل کړل.

د پاکستان حکومت د طالبانو په قابو کولو ښه پوهیږي. تیرو تجربو ورښودلې ده چې طالبان نه د اسلامي ارشاداتو تابع دې او نه هم د ولس دارادي، بلکه دوی یوازې زور پیږني. چې ډب نه وی، ادب نه وي. طالبان چې وټکول شي بیا لارې ته راځي.
دپاکستان هوایي قوې د تیر ځل په شان بیا په باړه او تیرا کې د طالبانو مرکزونه ویشلي او په لسګونو طالبان یې وژلي او زخمی کړیدي. اوس به لیدل کیږي چې دا خل طالبان څه عکس العمل ښیي؟
http://www.mashaalradio.org/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more