د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د پاکستاني طالبانو رسوايي

میرویس
10.04.2014

السلام علیکم
رپوټونه وایي چې پاکستاني طالبانو چې د خپل ملک د حکومت سره د صلحې خبرې جاري کړې او اوربندیې کړیدئ، د افغان طالبانو سره یې همکاري زیاته شوې، هغوی ته چاودونکي مواد او تجربه کارجګړه ماران ورکي.

که داخبره حقیقت ولري، نو پاکستاني طالبان ځا ن شرموي او دا کارپه ټوله دنیا کې ددوی دپاره یوه لویه رسوایي ده. پداسې حال کې چې د پاکستان دطالبانو نطاق شاهدالله شاهد په بلوچستان او اسلام آباد کې په عام ولس حملې وغندئ او د بې ګناه خلکو قتل یې د شریعت مخالف عمل وباله، دوی ځنګه کولای شي چې د افغان طالبانو سره لاس یو کړي.

افغان طالبانو په عام محضر کې په سلګونو حملې کړې او بې ګناه مسلمنان یې وژلي دي. که پاکستاني طالبان د افغان طالبانو سره لاس یو کوي، نو د شاهد صاحب اعلانیه پر منافقت ولاړه ده او دوی هم د مسلمانانو د قتال نه لاس ندئ اخیستئ.
====
په افغانستان کې د جګړې لپاره د افغان او پاکستاني طالبانو همکاري زیاته شوې
• Thursday, 10 April 2014 6:53
• لیکنه: تاند http://www.taand.com/archives/23171
په افغانستان کې د جګړې لپاره د افغان او پاکستاني طالبانو همکاري زیاته شوې
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د افغانستان د ملي اردو یو جګپوړی قومندان وايي، پاکستاني طالبانو د ډیورنډ کرښې دې خوا ته له افغان طالبانو سره اړیکې لا نژدې کړي او هغوی ته چاودېدونکي مواد او تجربه کاره جنګیالي ورکوي.
پاکستاني طالبانو د جګړې ډېر تمرکز په خپله خاوره کې کوکاوه خو د پاکستان له حکومت سره له اوربنده وروسته یې پام افغانستان ته اړولی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان د ملي اردو یوه جګپوړي قومندان تورنجنرال محمد شریف یفتلي وویل چې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ اړیکې مخ په زیاتېدو دي.
یفتلي، چې د تندر قول اردو قومندان دی او پاکستان ته نژدې د افغانستان په ختیځو ولایتونو مسوولیت په غاړه لري، همداراز وايي:«دوی اوس په ګډه کار کوي. غواړي په خپل منځ کې اړیکې زیاتې کړي.»
په پکتیا کې د تندر قول اردو د قومندان تورنجنرال یفتلي په وینا د افغان او پاکستاني طالبانو نظرونه سره ورته دي. دوی له یو بل سره توپیر نه لري، په مدرسو کې سره یوځای وي.
که څه هم له افغان طالبانو سره په جګړه کې د پاکستاني طالبانو د همکارۍ زیاتېدا ممکن د افغانستان امنیتي ځواکونو ته په سرحدي سیمو کې ستونزې زیاتې کړي خو په مجموع کې طالبان کمزوري شوي او نور د پخوا په شان لویې حملې نه شي کولی.
افغانستان تل پاکستان، په تېره بیا د دغه هیواد استخباراتي اداره آی ایس آی د هغو طالبانو په ملاتړ تورنه کړې چې په افغانستان کې جنګېږي خو پاکستان بیا وايي چې له طالبانو سره په مبارزه کې یې په زرګونو پوځیان وژل شوي دي.
د افغانستان د ملي اردو قومندان جنرال یفتلي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د پاکستان له حکومت سره طالبانو د حقاني شبکحې د فشار په وجه اوربند کړی دی ځکه چې حقاني شبکې وېره درلوده چې که د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیات وکړي په افغانستان کې به د دوی عملیاتو ته ستونزې پېښې شي.
د افغان او ناټو د پوځي چارواکو په باور د حقاني شبکه په شمالي وزیرستان کې مېشته ده او د افغانستان حملې په شمالي وزیرستان کې تنظیموي.
د تندر قول اردو قومندان وايي چې د پاکستان له مدرسو ګڼ شمېر طالبان، چې مغزه یې مینځل شوي، افغانستان ته راوستل کېږي چې له افغان طالبانو سره په جګړه کې مرسته وکړي.
د ده په وینا په پاکستان کې تېر کال شاوخوا ۳۰ زره مدرسې، چې افراطي جګړه مار یې روزل، بندې کړای شوې.
تورنجنرال یفتلي، چې په ۸۳ زره کیلومتر مربع ساحه کې د ملي اردو د ځواکونو قومندان دی، وویل:«که یوه ډله یې وځپل شي دوی بله جنګي ډله راوړي او دا د دوی لپاره اسان کار دی.»
په دې ساحه کې تر پنځه ملیونه زیات خلک اوسي.
دی وايي:«اکثره چاودېدونکي مواد له پاکستانه راځي. په افغانستان کې د چاودېدونکو موادو د جوړولو هیڅ فابریکه نشته. ټول چاودېدونکي مواد افغانستان ته له پاکستانه راوړل کېږي. موږ شمالي وزیرستان ته نژدې یوو او هلته طالبانو ته جنګي زده کړې ورکول کېږي او تمویلېږي.»


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more