د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

طالبانو-ټاکنو-سره-د-افغانانو-پراخ-پرېکون-وستایه

pattang
06.04.2014

طالبانو-ټاکنو-سره-د-افغانانو-پراخ-پرېکون-وستایه

[img:cf211b9d48]http://nunn.s3.amazonaws.com/taliban/taliban-logo.jpg[/img:cf211b9d48]

نن ټکی آسیا: طالبانو د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو پرونۍ ټاکنې یوه جعلې، له درغلۍ ډکه،نمایشي او غولونکې او پر ولس تپل شوې پروسه بللې او ورسره د خلکو پراخ پرېکون یې ستایلی دی.

د طالبانو اعلامیه وايي، چې په ګران هېواد کې د سلګونو امریکايي دسيسو ترڅنګ د پرون ورځې د جعلي انتخاباتوپروسه هم يوه پردۍ، تپل شوې او تیرایستونکي پروسه وه چې یوازینی هدف یي ترامریکایي اشغال لاندې نامشروع نظام ته د دروغجن مشروعیت موندل وو .
د اعلامیې متن:

د انتخاباتو په نامه د تير ايستونکي اوجعلي پروسې د ترسره کيدو په اړه د اسلامي امارت غبرګون

په ګران هېواد کې د سلهاوو امریکايي دسيسو ترڅنګ د پرون ورځې د جعلي انتخاباتوپروسه هم يوه پردۍ، تپل شوې او تیرایستونکي پروسه وه چې یوازینی هدف یي ترامریکایي اشغال لاندې نامشروع نظام ته د دروغجن مشروعیت موندل وو .
په افغانستان کې دلسګونوزرو امریکايي او نورو اشغالګرو عسکرو په شتون کې، په داسې حال کې انتخابات کول چې د هېواد ځمکه او فضا مخامخ د بهرنيو نیواک ګرو تر واک او کنترول لاندې ده، د ملت آزادي او خپلواکي سلب شوې، کلي او کورونه مو تر وحشي بمبارونو او بریدونو لاندې دي، په لکهاوو هېوادوال مو د ناخوالو او ربړونو له امله مهاجرت ته اړ شوي، په زرهاوو افغانان مو د اشغالګرو او د هغو پورې تړلو مفسدینولخوا په زندانونو کې پراته دي، د هېواد ټولنيز او انفرادي ارزښتونه مو تر پښو لاندې شوي، اسلامي قوانین او مقررات، له پامه غورځول شوي، خلک مو په لوی لاس د ګمراهي او بې ديني لور ته دعوت او تشويق کیږي، په هېوادکې امنیت وجود نه لري، دخلکو مال، عزت او ناموس تر تجاوز او تهدید لاندې ده، له بهرنيو سره د هېواد پلورنې تړون مو په ملت په وچ زور منل کيږي، په دغسې ناوړه او په تاریخې لحاظ تر ټولو بد حالت کې د انتخاباتو په نامه بهرني فارمولې کارول او بیا داسې پروسې د څو تنو غلامانو په تشویق او هڅونه بريالي بلل د هيڅ مسلمان او ويښ افغان لپاره دمنلو وړ نه دي.
په همدې اساس دتیرې ورځې د جعلي انتخاباتو سره زموږ دهېواد مطلق اکثریت وګړو پريکون وکړ او د اسلامي امارت هغې غوښتنې ته يې لبیک ووايه چې له خلکو یي غوښتي وو ترڅو په دغه دسیسه کې ونډه وانخلي او د هېواد او اسلام له دښمنانو سره په اشر کې شریک نه شي.
اګرکه د هېواد په ډيرو سیمو کې د دښمن ټوپکوالو هڅه وکړه چې خلک په زوره له کورونو راوباسي او په انتخاباتوکې يې په ګډون کولو مجبور کړي خو ملت مقاومت وکړ او ځانونه يې له دغې ناکامې پروسې لرې وساتل.
د رسنيو لخوا دغه نمايشي پروسه بریالي بلل او ورته تبلیغات کول هم د امریکایي پراخ پروپاګند او دملتونو د زبيښلو برخه ده چې غواړې حقايق پټ شي او څه چې يرغلګر تمه لري هغه په خلکو په زور او تزوير وتپل شي.
د تیرې ورځې انتخابات چې دعام افغان اولس له پراخ پریکون سره مخامخ شول ، په بشپړه توګه یوه نمایشي او تیرایستونکي پروسه وه ، سره له دې چې غربي رسنیو ، غرب پلوه مبصرینو او مزدور رژیم لخوادا انتخابات بریالي ، افغانستان شموله او بي ساري وبلل شول ، مګر په حقیقت کې انتخابات یوازې په ډیرو محدودو ساحو کې ترسره شول ، چې هلته هم له پراخو درغلیو ، ګډوډیو او ولسي پریکون او غبرګون سره مخامخ وو .
دتش په نامه انتخاباتو په ورځ په اکثرو اطرافي سیمو ، ولسواليو او کليو کې ټولې مواصلاتي لارې تړل شوې وې، يا په يادو سیموکې اصلا انتخابات ترسره نه شول او يا هم که څه په پلان کې وو له لږ څنډ وروسته له برید اوګواښ سره مخامخ او شنډ کړی شول.
په دې ورځ مجاهدینو دعام ولس په ملاتړ په دښمن باندې ۱۰۸۸ جهادي بریدونه ترسره کړل چې دښمن ته په کې درانه دسراومال زیانونه ورسیدل،خوداشغالګروترتاثیرلاندي رسنیوخوله پري پټه کړه .
زموږ په باور د تیرې ورځې تش په نامه ټاکنې دعامه تبلیغاتو برعکس یوه جعلي ، بې بنیاده او نمایشي پروسه وه چې په هیڅ وجه ورته ټول ټاکنې نه شي ویل کیدای، د دغسې جعلي اوناکامو ډرامو پايلې په هيڅ ډول زموږ اولس ته دمنلو وړ نه دي او نه هم افغانان د اشغالګرو د دسیسو او توطئوښکار کيږي.
افغان میړنې ولس له خپل برحق دین نه په الهام اخيستلو سره د خپل هيواد د نجات يواځنۍ لار دروان مقدس جهاد په دوام او قوت کې ګورې او په هيڅ ډول به يي هم دغه نوعه جعلي پروګرامونه د جهاد جوش او خروش کم نه کړای شي. ان شاءالله

دافغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۵/۶/۶هـ ق
۱۳۹۳/۱/۱۷هـ ش ــ 2014/4/6م


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more