د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دمهر پر ډیروالی دلائل اودهغوی ځوابونه


Mazharee
02.04.2014

بسم الله الرحمن الرحیم
[b:fa8d6cf37d][u:fa8d6cf37d]دمهر پرډیروالی اومغالات باندی دلائل:[/u:fa8d6cf37d][/b:fa8d6cf37d]
ځنی خلګ چی دمهر په ډیر والی باندی قائل دی، په لاندی ډول دلیل وایی:
1. پدی آیت باندی دلیل نیسی، چی خدای پاک فرمایی: وَإِنْ أَرَدْتُّمُ اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَّكَانَ زَوْجٍ وَآتَيْتُمْ إِحْدَاهُنَّ قِنْطَاراً فَلاَ تَأْخُذُواْ مِنْهُ شَيْئاً أَتَأْخُذُونَهُ بُهْتَاناً وَإِثْماً مُّبِيناً {سورة النساء 20}
ژباړه: کچیری تاسو قصد وکئ دبدلولو د ښځی پر ځای دبلی ښځی، ( یعنی یوه موطلاقه کړه اوبله موکول) اوتاسو ورکړئ وو یوی ته ددوی ډیر مال (مهر) نوتاسو هیڅ شئ مه ځنی اخلئ، آیا تاسو یی اخلئ په ظلم او ښکاره ګناه سره؟.
پدی آیت کی خدای پاک فرمایی: چی کله تاسو یوی ښځی ته مهر ورکړئ وی کله چی هغه طلاقه کړئ نو هغه مهر مه ځنی اخلئ، کڅه مو هم ډیر مال ورکړئ وی. ځکه لفظ د "قنطار" په معنی سره دمال کثیر راځی لکه چی په تفسیر سعدی، تفسیر جلالین، تفسیر طبری، تفسیرمجاهد، تفسیر قرطبی، تفسیر بغوی، الکشف والبیان، تفسیر روح المعانی کی همدغسی راځی نو مال کثیر خو اندازه او مقدار نلری چی هرڅونه واخلی صحیح کیږی.
2.همدا راز دعلماؤ پدی اقوالو او تصریحاتو باندی دلیل نیسی کوم چی دوی دپورتنی آیت په تفسیر کی کړیدی لکه چی په تفسیرقرطبی کی راځی: دليل على جواز المغالاة في المهور { قرطبی سورة النساء20}
ژباړه: دغه دلیل دئ پر جواز د ډیر والی په مهرونو کی.
اوپه تفسیر ابن کثیر کی راځی: وفي هذه الآية دلالة على جواز الإصداق بالمال الجزيل { ابن کثیر سورة النساء 20}
ژباړه: او پدی آیت کی دلالت دئ پر جواز دمهر ایښودلو په ډیر مال باندی.
همدا راز په نورو تفاسیر کی هم ورته تصریحات راغلی دی.
3. همدا راز پدی خبر دحضرت عمرفاروق رضی الله تعالی عنه دلیل نیسی: خَطَبَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ النَّاسَ فَحَمِدَ اللَّهَ تَعَالَى وَأَثْنَى عَلَيْهِ وَقَالَ : أَلاَ لاَ تُغَالُوا فِى صَدَاقِ النِّسَاءِ فَإِنَّهُ لاَ يَبْلُغُنِى عَنْ أَحَدٍ سَاقَ أَكْثَرَ مِنْ شَىْءٍ سَاقَهُ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- أَوْ سِيقَ إِلَيْهِ إِلاَّ جَعَلْتُ فَضْلَ ذَلِكَ فِى بَيْتِ الْمَالِ. ثُمَّ نَزَلَ فَعَرَضَتْ لَهُ امْرَأَةٌ مِنْ قُرَيْشٍ فَقَالَتْ : يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ أَكِتَابُ اللَّهِ تَعَالَى أَحَقُّ أَنْ يُتَّبَعَ أَوْ قَوْلُكَ قَالَ : بَلْ كِتَابُ اللَّهِ تَعَالَى فَمَا ذَاكَ؟ فَقَالَتْ : نَهَيْتَ النَّاسَ آنِفًا أَنْ يُغَالُوا فِى صَدَاقِ النِّسَاءِ وَاللَّهُ تَعَالَى يَقُولُ فِى كِتَابِهِ ( وَآتَيْتُمْ إِحْدَاهُنَّ قِنْطَارًا فَلاَ تَأْخُذُوا مِنْهُ شَيْئًا) فَقَالَ عُمَرُ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ : كُلُّ أَحَدٍ أَفْقَهُ مِنْ عُمَرَ مَرَّتَيْنِ أَوْ ثَلاَثًا ثُمَّ رَجَعَ إِلَى الْمِنْبَرِ فَقَالَ لِلنَّاسِ : إِنِّى كُنْتُ نَهَيْتُكُمْ أَنْ تُغَالُوا فِى صَدَاقِ النِّسَاءِ أَلاَ فَلْيَفْعَلْ رَجُلٌ فِى مَالِهِ مَا بَدَا لَهُ. {السنن الکبری للبیهقی 14725}.
ژباړه: خطبه وویل عمربن خطاب رضی الله تعالی عنه، نودالله ستاینه یی وکړل او پرهغه یی ثناء وویل، بیایی وویل: خبر وسئ! دښځو په مهرونوکی ډیر والئ مکوئ، یقینا ماته خبرنه رسیږی دهیچا څخه چی ترهغه یی دډیر مهرلاره شړلی وی کومه چی رسول اکرم (ص) شړلی ده او یا ده ته ورکول سوئ وی، مګرداچی زه به یی اضافه بیت المال ګرځوم، وروسته له محراب څخه کښته شو، نویوه ښځه دقریشو څخه ولاړه شوه ، او ویی ویل: ای امیر المؤمین! ایا دالله کتاب ددی مستحق دئ چی متابعت دی وشی، اوکه ستاقول؟ نو ده ورته وویل: دالله کتاب ددی مستحق دئ، ولی څه خبره ده؟ دی ورته وویل، تامخکی خلګ دډیر والی څخه دمهر منع کړه، سره ددی چی خدای پاک په خپل کتاب فرمایی: او تاسو ورکړئ وی یوی ته ددوی ډیر مال نو هیڅ شئ مه ځنی اخلی. نوحضرت عمر دوه دری واره وویل: هرڅوک ترعمر فقیه دئ، وروسته منبر ته پورته سو، خلګو ته یی وویل: ماتاسو منعه کولاست ددی څخه چی دښځو لپاره ډیر مهر کښیږدئ، خبر اوسئ! هرڅوک کولای شی، په خپل مال کی دخپلی خوښی تصرف وکړی.
4. کوم خلګ چی ډیر مهر ایږدی عموما داسی وایی: چی اوس دواده مصارف ډیر دی، کچیری مونږ لږ مهر کښیږدو نو بیا سم اوپه زړه پوری واده نشوکولای، او همدا راز چی کله خپلی لور ته کور ورکوو، نوسم ډیر کور نشو ورکولای نوبله چاره نشته غیر لدی څخه چی مهر به ډیر ایږدو.

[b:fa8d6cf37d][u:fa8d6cf37d]دمهر دډیر والی ددلائلو ځوابونه:[/u:fa8d6cf37d][/b:fa8d6cf37d]
کوم خلګ چی دمهر دډیروالی مخالف دی هغوی دپورتنی دلائلو څخه داسی ځواب وایی:
1. دلته دآیت څخه جواز نه معلومیږی، ځکه دلته په آیت کی چی الله پاک کومه خبره کړیده، هغه یی پرطریقه د تمثیل کړیده، یعنی کله چی څوک یوی ښځی ته طلاق ورکوی، نو هغی ته چی یی هراندازه مهر ورکړئ وی ندی ځنی اخلی، یعنی دلته تأکید پردی خبره باندی دئ، چی مهر دښځی حق دئ، نوچی کله څوک یوه ښځه طلاقه کړی، باید مهر یی ورته ورکړی اوځنی وایی نخلی، ددی مثال یی داسی ښودلئ لکه په حدیث کی چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایی: من بنى لله مسجدا ولو كمفحص قطاة بنى الله له بيتا في الجنة {صحیح ابن حبان 1611}
ژباړه: څوک چی دالله لپاره مسجد جوړ کړی کڅه هم داسی وی لکه دچوغکی ځاله، الله به ورته په جنت کی کور جوړکړی.
اوس داخو معلومه خبره ده چی دچوغکی دځالی غوندی مسجد هیڅوک نه جوړوی خو دایی یو مثال ویلئ دئ،. او همداراز په قرآن کی یو آیت راځی: إِنَّ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُواْ عَنْهَا لاَ تُفَتَّحُ لَهُمْ أَبْوَابُ السَّمَآءِ وَلاَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى يَلِجَ الْجَمَلُ فِي سَمِّ الْخِيَاطِ وَكَذلِكَ نَجْزِي الْمُجْرِمِينَ {سورة الاعراف40}.
ژباړه: یقینا هغه خلګ چی زمونږ آیتونه یی درواغ ګڼلی، اودهغو څخه یی سرغړونه کړیده، دهغوی لپاره به دروازی دآسمان نه خلاصیږی(کله چی ددوی روحان پورته کیږی) او نه به هم دوی جنت ته داخلیږی، ترڅوچی اوښ دستنی تر سوری نوی تیر سوئ، او ظالمانو ته مونږ همدغسی جزا ورکوو.
اوس دلته داوښ تیریدل دستنی ترسوری غیر ممکن دئ، نو ځکه الله هم دکفارو خروج دجهنم څخه ورسره تمثیل کړئ دئ.
لکه چی امام رازی رحمه الله په خپل تفسیر کی هم وروسته ترنقل ددی آیت او دقول دهغه خلګو چی ددی آیت څخه جواز دډیر والی دمهر ثابتوی داسی ویلی دی: «وعندي أن الآية لا دلالة فيها على جواز المغالاة لأن قوله: وَإِنْ أَرَدْتُّمُ اسْتِبْدَالَ لا يدل على جواز إيتاء القنطار كما أن قوله لَوْ كَانَ فِيهِمَا الِهَة ٌ إِلاَّ اللَّهُ لَفَسَدَتَا ( الأنبياء 22 ) لا يدل على حصول الآلهة والحاصل أنه لا يلزم من جعل الشيء شرطا لشيء آخر كون ذلك الشرط في نفسه جائز الوقوع وقال عليه الصلاة والسلام ( من قتل له قتيل فأهله بين خيرتين ) ولم يلزم منه جواز القتل وقد يقول الرجل لو كان الاله جسما لكان محدثا وهذا حق ولا يلزم منه ان قولنا الاله جسم حق» {تفسیر رازی سوره النساء}.
ژباړه: ځماپه آند پدغه آِیت کی پرجواز دډیر والی دمهر دلالت نشته، ځکه دغه قول دالله:وَإِنْ أَرَدْتُّمُ اسْتِبْدَالَ. دلالت پر جواز دورکولو دډیر مال نکوی، لکه دغه قول دالله:لَوْ كَانَ فِيهِمَا الِهَة ٌ إِلاَّ اللَّهُ لَفَسَدَتَا. چی دلالت پرحصول دډیرو خدایانو نکوی، خلاصه داده چی دګرځولو څخه دیو شی شرط لپار دبل شی داسی نه معلومیږی چی شرط په خپل نفس کی جائز الوقوع وی، او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایی:{که دچا یوڅوک مړشو نودهغه اهل دوه اختیاره لری(که دیت غواړی اوکه قصاص)} اوس ددی څخه جواز دقتل نه معلومیږی، اویا څوک وایی: که الله جسم وی نو حادث به هم وی. اوس داخبره حق ده، خو ددی څخه داسی نه لازمیږی چی زمونږ داقول " چی که الله جسم وی" حق دئ؟
دامام رازی دغه خبره صاحب ده تفسیر روح البیان هم تأیید کړیده .
2. دویم دلیل ددوی دادئ: چی دځنی هغه علماؤ په قول چی دوَإِنْ أَرَدْتُّمُ اسْتِبْدَالَ آیت په تفسیر کی یی کړئ دئ، جواز نه معلومیږی، ځکه دا ددوی خپل استنباط او استخراج دئ، دټولو علماؤ پردی باندی اتفاق اواجماع نده سوی، لکه څرنګه چی امام رازی رحمه الله یی هم دمخالفینو په ډله کی دئ،.
3. اودقیصی څخه دحضرت عمر رضی الله تعالی عنه یی داسی ځواب ویلئ دئ: چی دغه خبر تر هغه ځای پوری داعتراض دښځی پرحضرت عمر رضی الله عنه ثابت، صحیح او منل شوئ دئ، پاتی شوه دقیصی پاتی برخه کومه چی ښځه پرحضرت عمر رضی الله تعالی عنه اعتراض کوی: لومړئ خو داخبره پوره په اثبات نده رسیدلی ځکه داخبر چی په کومو طریقو باندی رانقل شوئ په ټولو کی ضعف اوخبری دی لکه چی په « عشرة النساء للنسائی » کی یی په هکله داسی لیکلی دی: فالجواب عنها أن زيادة اعتراض المرأة عليه لها طرق لا تخلو من مقال : منها طريق أبي يعلى المتقدمة فيها مجالد بن سعيد وقد قال الإمام أحمد فيه : يرفع كثيراً مما لا يرفعه الناس ليس بشيء . وقال ابن معين وغيره لا يحتج به . وقال البخاري فيه : ضعيف . وتكلم فيه جملة من أئمة الجرح والتعديل بغير ذلك .
ومن طرق القضية طريق أخرى عند ابن المنذر من رواية قيس ابن الربيع ، وقد تكلم فيه غير واحد كالبخاري وابن مهدي ويحي بن معين وغيرهم ، وذكره البخاري في الضعفاء وقال النسائي في (كتاب الضعفاء والمتروكين) : قيس بن الربيع متروك الحديث.{ عشرة النساء للنسائی صفحه197}.
ژباړه: دپورتنی اثر جواب دادئ: چی ډیر والئ داعتراض دښځی پرحضرت عمر رضی الله تعالی عنه، نو دهغه لپاره ډیری طریقی دی، چی ټولی دخبرو څخه ندی خالی، یوه طریقه دهغوی څخه طریقه د أبی یعلی ده کوم چی مخکی تیره شوه پدی طریقی کی مجالد بن سعید دئ، چی په باره کی یی امام احمد رحمه الله ویلی دی: ډیر داسی شیان دئ مرفوع کوی کوم چی نورو خلګو ندی مرفوع کړی، او دئ هیڅ داعتبار وړندی. او أبن معین رحمه الله اونورو یی په هکله ویلی دی: پده باندی حجة نشی نیول کیدلای. او امام بخاری رحمه الله یی په هکله ویلی دی: دئ ضعیف دئ. او نورو ډیر علماؤ دجرح اوتعدیل په نوموړی کی خبری کړیدی.
اوبله طریقه ددی قضیی دإبن منذر په نزد روایت دقیس بن الربیع دئ، چی په هغه کی ډیر محدثینو خبری کړیدی، لکه امام بخاری ، ابن مهدی، یحیی بن معین اوداسی نورو رحمهم الله، او امام بخاری رحمه الله هم په ضعفاؤ کی ذکر کړئ دئ، او امام نسائی په " کتاب الضعفاء والمتروکین " کی ویلی دی: قیس بن ربیع متروک الحدیث دئ،
او دبلی خو ددی اثر ددغی مجموعی په متن کی هم اضطراب دئ چی هغه مفضی وضعف ته دحدیث دئ ځکه دأثر کومه برخه چی هغه کی ښځه پر حضرت عمررضی الله تعالی عنه باندی اعتراض کوی په مختلفو عباراتو باندی راغلیده، په بعضو کی پدی الفاظو راغلیده: فقال : اللهم غفرانك ، كل الناس أفقه من عمر[ در المنثور4 / 294 ]
په بعضو کی : فقال عمر : امرأة أصابت ورجل أخطأ[ در المنثور4 / 294 ]
او په بعضوکی : فقال عمر: إن امرأة خاصمت عمر فخصمته [ ابن کثیر2/244] او په ځینو ځایونوکی ددی آیت دویلو قائل ندئ معلوم لکه داسی اثر راځی: قال عمر : خرجت وأنا أريد أن أنهاكم عن كثرة الصداق فعرضت لي آية من كتاب الله {وآتيتم إحداهن قنطارا}.[ در المنثور4 / 294 ]
ژباړه: حضرت عمر رضی الله تعالی عنه وویل زه را ووتلم اراده می کړی وه چی تاسو دډیر مهر څخه منعه کړم چی ماته دا آیت دکتاب الله وړاندی شو{وآتيتم إحداهن قنطارا} اوس دلته نده معلومه چی دغه آیت خپله دحضرت عمر فکر ته راغلئ دئ او که بل چا ورته پیاد کړئ دئ.
او په ځینو کتابونوکی خو دښځی داعتراض خبره ګرسره نده راغلی لکه چی قرطبی لیکلی دی: أخرجه أبو حاتم البستي في صحيح مسنده عن أبي العجفاء السلمي قال: خطب عمر الناس، فذكره إلى قوله: اثنتي عشرة أوقية، ولم يذكر: فقامت إليه امرأة. إلى آخره [ القرطبی 5 / 99 ]
ژباړه: دا اثر ابوحاتم البستی په صحیح کی دخپل مسند د ابی الجعفاء السلمی څخه روایت کړئ دئ چی : عمر رضی الله تعالی عنه خلګوته خطبه وویل، نودغه خبره تردی قول پوری ذکر کړیده چی " اثنتي عشرة أوقية" او دغه خبره یی نده ذکر کړی چی : "فقامت إليه امرأة. إلى آخره". نوددی اثر هم په سندکی اوهم په متن ضعف دئ ، او داسی اثر قابل د استناد نشی کیدلای، او نه هم داسی اثر مقابل دهغه صحیحو احادیثو راتلای شی کوم چی د مهر دلږوالی او آسانوالی تصریح پکی راغلیده.
او ځنی خلګ په نکاح کولو درسول اکرم صلی الله علیه وسلم دام المؤمنین أم حبیبه (رض) سره دلیل نیسی چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په مقابل کی دڅلورزره درهمه ورسره نکاح وکړه.
نوددی ځواب دادئ چی دانکاح رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پخپله نده کړی، او نه یی هم ام حبیبه رضی الله تعالی عنها ته مهر ورکړئ دئ، بلکه دا نکاح نجاشی ورته کړئ او هغه یی مهر ورکړئ لکه چی په لاندی اثر کی راځی:
وإن رسول الله صلى الله عليه وسلم تزوج أم حبيبة وإنها لبأرض الحبشة زوجها إياه النجاشي وأمهرها أربعة آلاف من عنده وبعث بها إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم مع شرحبيل بن حسنة وجهازها كله من عند النجاشي ولم يرسل إليها النبي صلى الله عليه وسلم بشيء وكان مهور أزواج النبي صلى الله عليه وسلم أربع مئة درهم[ مشکل الآثار للطحاوی 5061 ].
ژباړه: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د ام حبیبه رضی الله تعالی عنها سره پداسی حال کی نکاح وکړه چی هغه په حبشه کی وه ، او نجاشی ورته په نکاح ورکړه ، او دځانه څخه یی څلورزره مهر ورکړئ، بیایی د شرحبیل بن حسنه سره ورسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته واستول، همدا راز ټوله کور اوجهیز یی نجاشی ورته جوړکړئ وو، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته هیڅ شئ ندی استولی، پداسی حال کی چی درسول اکرم صلی الله علیه وسلم دښځومهر څلورسوه درهمه وو.
که څوک وایی چی ولی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دنجاشی پردی کار باندی اعتراض ندئ کړئ ، نوځواب یی دادئ چی پدی کی شرعا کومه خبره نشته چی یو بډا اوسرمایه داره سړئ دچاسره بلا تکلفه احسان کوی اوهغه ته مال ورکوی لکه چی نجاشی و أم حبیبه رضی الله تعالی عنهاته ورکړئ وو. داسی کار که اوس هم څوک وکی پدی کی کومه خبره نشته.
دا پردی دلالت نکوی چی دښځی اولیاء به پر نارینه باندی دونه مهر ایږدی چی هغه یی په آسانۍ باندی آداء کولای نشی ، اویاهم دنورو غریبوخلګو لپاره یو تحملی او سخت رواج او اصطلاح جوړیږی.
همدا راز ځینی خلګ پدی اثر باندی دلیل نیسی :
حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ زَيْدِ بْنِ أَسْلَمَ مَوْلَى عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ عَنْ أَبِيهِ زَيْدِ بْنِ أَسْلَمَ عَنْ أَبِيهِ : أَنَّ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ أَصَدَقَ أُمَّ كُلْثُومٍ بِنْتَ عَلِىٍّ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ أَرْبَعِينَ أَلْفَ دِرْهَمٍ.[السنن الکبری للبیقهی 14730 ]
ژباړه: حضرت عمر(رض) ام کلثوم لور دحضرت علی رضی الله تعالی عنهما ته څلویښت زره درهمه مهر ورکړئ.
نوددی ځواب دا دئ چی دا اثر دسند په لحاظ ضعیف دئ ځکه ددی أثر په سند کی " عبدالله بن زید بن اسلم " راغلئ دئ چی ډیرئ محدثین یی ضعیف بولی .[ تهذیب التهذیب حرف العین جزء 5 صفحه 196] [الكاشف في معرفة من له رواية في الكتب الستة حرف العین 2731 جزء 1 صفحه 554 ].
اوداسی ضعیف اثر هیڅ کله په مقابل کی دهغه صحیح احادیثو چی درسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه دمهر دتخفیف اولږوالی په هکله ثابت دی، نشی واقع کیدلای.
اوبیا بالفرض کچیری ضعیف هم نشی ددی څخه داسی برداشت نشی کیدلای چی دسړی هرڅومره زره غواړی دخپل لور مهردی کښیږدی، ځکه دلته دمهر دایښودلو نسبت خپله حضرت عمر(رض) ته شوئ دئ، حضرت علی (رض) او یا ام کلثوم (رض) ددومره مهرغوښتنه نده کړی، نوحضرت عمر(رض) به شاید دومره مال درلودئ، چی ام کلثوم (رض) ته یی ورکړئ دئ، او پدی کارکی هیڅ مشکل نشته چی بډا اوسرمایه داره سړئ دئ بیله کوم تکلفه خپلی ښځی ته ډیر مهرورکړی، که اوس هم څوک پدغه شرائطو باندی دغسی وکړی چی خپلی ښځی ته بغیر له تکلفه ډیر مهر ورکوی، شرعا پکی هیڅ مشکل نشته.
4. پاتی شو څلورم دلیل چی ډیر مهر دوی پدی خاطر ایږدی چی د واده مصارف ډیردی. نو دا دلیل ځکه دقبول وړندئ ، چی په واده کی ډیر مصرفه ته احتیاجی نشته او نه هم پکی کوم ثواب او ګټه شته او نه هم پکی کومه نیکمرغۍ اوتفاول شته، خوددی پرعکس په واده کی لږمصرف عدم ضیاع دمال، عامه سهولت، او آسانی ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more