د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دوه مسلمانان چې پخپلو کې عادلانه صلح کوي، د الله جل جلاله رحمت پرې اوریږي.

اتل
26.03.2014

محترمو پښتنو ورونو، ااسلام علیکم
چې غوټې پسې وهې پلاس په درشي - چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته؟
د پاکستان طالبانو د خپل حکومت سره په اخلاص خبرې پیل کړیدي. دوی د خبرو په نني پړاو کې د حکومت سره د اوربند په غځولو او غیرنظامي بندیانو په تبادله موافقه کړیده. په نورو مسائلو به د خبرو اترو په نورو پړاوونو کې بحثونه وشي.

خو یوه خبره چې د خبرو اترو او مجموعي او نهایي موافقو پهچاپیز چل کې باید تضمین شي داده، چې یوازې دحکومت سره د طالبانودصلحې په موافقه اکتفا ونشي، بلکه طالبان باید په مجموعي ډول د تشدد نه لاس واخلي، او په پاکستان او افغانستان دواړو کې دتشددپرځای د صلحې او پخولاینې داعیه پر مخ بوزي.
که داسې ونشي، نو دا موافقه درمسال ته خټې دي.
کله چې دوه مسلمانان د صلحې په عادلانه موافقه خبرې کوي، د الله رحمت پرې وریږي او په هلو ځلو کې یې برکت اچوي.
په احترام.
دا لاندې رپوټ ډېوې خپور کړیدئ:
====
دپاکستان حکومت اؤ طالبان ډزبندۍ کې په پراختيا صلاح شوي :
سرچينې وائي دنننۍ غونډې په مهال طالبانو دغيرجنگي بنديانو دخوشې کولو اؤ تر نامعلومې مودې داوربند اعلانولو په معاملو دحکومتي کميټۍ غوښتنو ته مثبت
TEXT SIZE
26.03.2014
پيښور — راپورونه وائي دحکومتي مذاکراتي کميټۍ اؤ طالبانو دشورا ترمينځ په لمړي ځل دنيغ په نيغه مذاکراتو لمړى پړاؤ پايې ته رسيدلى چې پکې اوربند کې دپراختيا پشمول دواړو خواؤ په بيلا بيلو معاملو اتفاق کړى دى.
دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد وينا ده چې دطالبانو شورا سره دنيغ په نيغه دخبرو په مهال دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن مذاکراتو په دوامداره ساتلو اؤ دمذاکراتو دکاميابۍ يا ناکامۍ پورې اوربند کې په پراختيا کولو اتفاق شوى دى اؤ دغوره رابطو لپاره به په راتلونکي کې هم دکميټو ترمينځ خبرې روانې وي.
دسرچينو وينا ده چې په شمالي وزيرستان کې ترسره شوؤ دغو مذاکراتو کې حکومتي کميټۍ اؤ دطالبانو شورا ديو بل څخه ضمانتونه وغوښتل اؤ امکان دى چې طالبانو سره دمذاکراتو لپاره وزيرستان ته تللې حکومتي ډله نن بيرته راستنه شي.
سرچينې وائي دنننۍ غونډې په مهال طالبانو دغيرجنگي بنديانو دخوشې کولو اؤ تر نامعلومې مودې داوربند اعلانولو په معاملو دحکومتي کميټۍ غوښتنو ته مثبت ځواب ووئيلو.
سرچينې دا هم وائي چې دمذاکراتو په مهال طالبانو دحکومتي کميټۍ دغړو څخه پوښتنه وکړه چې ايا حکومت ورته په فيصلې کولو کې واک ورکړى؟ اؤ ددې په ځواب کې ورته کميټۍ وويل چې هغوي دبشپړه واک سره دخبرو لپاره دغلته رسيدلي دي.
له دې وړاندې حکومتي کميټي دپيښور څخه ديو هيلي کاپټر په ذريعه دحبيب الله خټک په مشرۍ دطالبانو دکميټۍ دمشر سميع الحق سره شمالي وزيرستان ته رسيدلې وه اؤ بيا ددغه ځايې څخه دکوم نامعلوم مقام په لوري دطالبانو شورا سره خبرو لپاره بوتلل شوي وؤاؤ ددغه ځايې څخه دحکومتي کميټۍ غړو دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان ته دفون په ذريعه دنيغ په نيغه خبرو دپيل کيدو خبر ورکړو.
دمذاکراتو لپاره دروانيدو څخه دمخه دطالبانو دکميټۍ غړي پروفيسر ابراهيم وئيلي وؤ ددواړو خواؤ ترمينځ اوربند لمړۍ ترجيح ده اؤ دواړه کميټۍ به پخپلو خپلو نکتو خبرې کوي.
هغه وئيلي وؤ دطالبانو دشورا استازيتوب به قاري شکيل، اعظم طارق، مولوي ذاکر اؤ مولوي بشير کوي.
اخوا داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد وئيلي دي چې طالبانو سره دمذاکراتو عمل په غوره طريقې سره مخ په وړاندې روان دى اؤ په دغه اړه حکومتي کميټۍ ته بشپړ واک ورکړل شوى دى.
اسلام اباد کې دشورو په ورځ ميډيا سره خبرو کې پرويز رشيد وويل هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره دتيرو پينځوؤ کلونو په مهال ديادونې وړ هڅې نۀ دي شوي.
بل لوري ته دپاکستان صدر ممنون حسين په فيصل اباد کې تاجرانو ته پخپله وينا کې وئيلي دي دمذاکراتو دناکامۍ په صورت کې دبل اپشن(جنگ) لپاره چمتو اوسيدل پکار دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more