د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

عبدالباري جهاني / خارجي قواوي تر کله؟

pattang
22.01.2014

[img:b1f6beb3ab]http://www.taand.com/wp-content/uploads/2013/06/44.jpg[/img:b1f6beb3ab]

د نیویارک ټایمز ورځپاني د چارشنبې په ورځ په افغانستان کي د متحده ایالاتو د پوځي قواوو د راتلونکي په باب یو لنډ ربوټ خپور کړی او ویلي یې دي چي د دفاع د وزارت مقاماتو جمهوریس بارک اوباما ته پیشنهاد کړی دی چي کله د روان کال له ختمیدلو سره په افغانستان کي د بین المللي قواوو جنګي ماموریت پای ته رسیږي نو په هغه هیواد کي به یا د امریکا لس زره پوځیان پاتیږي او یا به ټولي قواوي را وزي. ورځپاڼه وروسته لیکي چي حکومتي مقاماتو د وال سټریټ ژور نال ورځپاڼي پر دې رپوت باندي له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه چي ویل یې پوځ په نظر کي لري چي خپلي قواوي ژر له افغانستان څخه را وباسي تر څو چي د ۲۰۱۷ کال د جنوري تر میاشتي پوري چي د جمهوریس اوبا دوره ختمیږي، په هغه هیواد کي د امریکا یو عسکر هم پاته نه وي. د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وروسته د خارجه وزارت د یوې نطاقي له قوله لیکي چي جمهوریس تر اوسه پوري د پوځیانو د وروستي شمیر په باب فیصله نه ده کړې؛ مګر دې وویل چي که، له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د امریکا د پوځیانو د دریځ په باب، د دواړو خواوو ترمنځ موافقتنامه لاسلیک نه سي نو د ناټو او امریکا ټول پوځیان به له افغانستان څخه وزي. دا هغه حالت دی چي موږ یې نه غواړو او موږ په دې عقیده یو چي دا حالت د افغانستان په خیر هم نه دی.

په همدغه ورځ مي د افغانستان د ملي ژورنالیسټانو په نمایندګي د محترم عبدالحمید مبارز په قلم یو لنډ او له مفهومه ډک مضمون ولووست چي پر جمهوریس کرزي باندي ږغ کوي چي یا دي له امریکا سره موافقتنامه لاسلیک کړي او یا به خلک د اطاعت نه کولو نهضت پیل کړي. ښاغلی مبارز د افغانستان څخه د امریکا د قواوو د وتلو په صورت کي خپله ژوره اندیښنه ښکاره کوي او وایی چي که امریکایی قواوي له افغانستان څخه ووزي نو طالبان او آی ایس آی به لاس سره یو کړي او د افغانستان جنوبي سیمي به اشغال کړي او زموږ پوځي قواوي به، چي نه تنخوا لري او نه مهمات ورته رسیږي، د پاکستان د عصري پوځي وسایلو سره مقاومت ونه کړای سي. ښاغلی مبارز جمهوریس کرزي ته وایی چي ستا سیاست افغانسنتان د بربادی لوري ته بیایی او افغانستان د تجزیې لوري ته کشوي.

زه د خپل محترم ورور مبارز صاحب، چي یو عمر یې د یوه سپیڅلي او ووطن پالونکي انسان په حیث قلم چلولی دی، د نظر سره بشپړ توافق لرم او انديښنې يې پر ځای بولم؛ خو له خپلو ټولو وطنوالو څخه دا یوه پوښتنه کوم چي خارجي قواوي تر کله؟ دغه ګړی په افغانستان کي د امریکا ۳۷ زره عسکر پراته دي او د دغه شمیر نیمایی د ناټو عسکر فعالیت کوي، چي په دې حساب د ټولو خارجي قواوو شمیر زیات وکم ۵۶ زرو ته رسیږي. که جمهوریس کرزی له متحده ایالاتو سره موافقتنامه لاسلیک کړي نو په هغه صورت کي به امریکا په افغانستان کي، د لسو کلونو لپاره، له لسو څخه تر پنځه لسو زرو پوري پوځیان پریږدي.درې څلور کاله مخکي په افغانستان کي د خارجي قواوو شمیر تقریبا ۱۵۰ زرو ته رسیدی. څوک ویلای سي چي په هغه وخت کي امنیتی وضع تر اوسني حالت بهتره وه؟ او یا د امریکا او ناټو د قواوو د کمیدلو سره امنیت هم خراب سوی دی. زه دا خبره منم چي که د امریکا قواوي په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووزي، افغانستان د یوه داسي داخلي خونړي جنګ خطر تهدیدوي چي په خپل تاریخ کي به یې لیدلی نه وي. داسي تباهی به راسي چي له خلکو څخه به د ۱۹۹۰ د لسیزي جنایتونه او تباهۍ هیري کړي؛ ځکه چي اوس هماغه کسان، چي د ۱۹۹۰ د لسیزي په لومړیو کلونو کي یې افغانستان تباه کړ، د قدرت پر ګدی ناست دي، او لایې جنایی او تخریبي قدرت تر سل چنده زیات سوی دی.

محترم ولي احمد نوري په څومره ښه وخت کي د حافظ شیرازي غزل خپره کړې ده.

ابلهان را همه شربت ز ګلاب و قند است«««« قوت دانا همه از خون جګر میبینم

اسب تازي شده مجروح به زیر پالان«««««« طوق زرین همه بر ګردن خر میبینم

زما د خبري مطلب دا دی چي خبره نه په خارجي قواوو کي ده او نه خارجي قواوي تر قیامته زموږ د ستونزو د حلولو او حلیدلو ضمانت کولای سي. زه په یقین سره ویلای سم چي د حافظ شیرازي غزل د افغانستان پر اوسني حالت باندي په سلو کي سل تطبیقیږي. زموږ کور له داخل څخه خراب دی او چي تر څو پوري د داخل چاره ونه سي تر قیامته به ګدایی کوو او تر قیامته به له پاکستان او ایران څخه په ویره کي یو، او ځوانان او شاعران به مو د پاني پټ، اصفهان او میوند په حماسو شپې سبا کوي.

همدغه کسان چي د افغانستان د ټولو تباهیو مسولیت یې په غاړه دی دغه ګړی ټول قدرت په لاس کي لري او د امریکا د متحده ایالات او ناټو، چي موږ د خپل ناجي په سترګه ورته ګورو، پوځي او استخباراتي قوتونه د هغوی شاته ولاړ دي. ایا موږ له دغو قاتلانو او مسلکي داړه مارانو څخه د افغانستان د وضع د بهترولو، امنیت ټینګولو او ثبات راوستلو انتظار درلودلای سو. او ایا امریکایانو او د ناټو نورو غړو ته په خصوصي، عمومي، رسمي او غیر رسمي لیدنو کتنو کي سل ځله دغه حقیقت برالا سوی نه دی. امریکا په دې نه پوهیده چي وطن په غلو او فاسدو قاتلانو نه جوړیږي؟ امریکا په دې څه باندي دوولسو کالو کي، چي ټول قدرت ورسره وو، د یوې سالمي او قانوني ادارې د جوړولو په لاره کي یو ګام پورته کړی دی؟ او که یې په ۱۵۰ زرو عسکرو نه امنیت ټینګ کړ او نه یې د پاکستان د دسیسو او مداخلو مخه ونیوله نو په لسو زرو عسکرو به څه وکړای سي او تر کله؟ زموږ له لیکوالو، پوهانو او سیاستمدارانو سره دا انديښنه ده چي که امریکایان ووزي نو بیا به زموږ د پوځیانو تنخوا څوک ورکوي. دا خبره بالکل پر ځای ده؛ مګردې خبري ته خو یو څه توجه په کار ده چي هغه څه باندي زر میلیارډه ډالره چي تر اوسه پوري راغلي دي هغه څه سول. موږ به تر کومه پوري ګدایی کوو. که لس کاله نور هم د ډالرو باران وي بیا به هم په دوبۍ، امریکا، اروپا او چین کي قصرونه او ویلاګاني ورباندي اخیستل کیږي. اقتصادي حالت به مو همدغه وي او په نړۍ کي به په اداري فساد او د مخدره موادو په تولید کي لومړی مقام لرو. د زرو ډالرو رشوت او اختلاس په ګناه به څوک پلچرخي ته ځي او د پنځو سوو میلیونو ډالرو غله به سرې سترګي ګرځي.

دا خبره باید په یاد ولرو چي هم د یوه هیواد د تباهۍ او هم د پر مختګ لومړني علتونه د هغه په داخل کي وي. خارجي عوامل هر وخت دوهمه او دریمه درجه اهمیت لري. که د تیرو دوولسو کالو امکانات د اهلو کسانو په لاس کي وای، افغانستان به په تجارتي او صنعتي لحاظ پر پښو ولاړ وای، د امنیت او ثبات مسلې به دوهمه او دریمه درجه اهمیت درلودلای، د غیرقانوني مخدره موادو تولید به زموږ د ملي حیثیت سوال نه وای او نن به افغانستان له پاکستان سره سیال نه بلکه د پاکستان د سترګو اغزی وای. جمهوریس کرزي به پاکستان ته شل بې نتیجې سفرونه نه کولای بلکه د پاکستان مشران به په زاریو راتللاي. دا خبره مبالغه نه ده. موږ ضرورت نه لرو چي لیري تاریخي پیښو ته ولاړ سو. د اعلیحضرت ظاهرشاه او شهید داوود خان په زمانو کي، چي په افغانستان کي نسبي ثبات موجود وو، موږ له پاکستان څخه ویره نه درلوده بلکه پاکستان زموږ څخه په عذاب وو. زموږ دولت د پاکستان په لس هاوو او په سل هاوو پښتانه او بلوڅ سیاستمداران او قومي مشران ورته ساتلي وه. له سهاره تر ماښامه، په افغانستان کي د پاکستان پر ضد تبلیغات او سیاسي قعالیتونه کیدل. څوک موږ ته ویلای سي چي په هغو کلونو کي د افغانستان کومو سیاسي مشرانو د پاکستان په خاوره کي د افغانستان پر ضد فعالیتونه او یا ښکاره تبلیغات کول. البته یوازي هغه وخت چي په افغانستان کي داخي شرایط خراب سول نو ګلبدین او احمد شاه مسعود لومړني کسان وه چي د وطن له دښمنانو سره یې لاسونه یو کړل او د ذوالفقار علي بهوټو دسترخوان ته کښینستل.

زه خپلي خبري خلاصه کوم او وایم چي په داسي حال کي چي له افغانستان څخه د امریکا د قواوو سمدستي وتل د افغانستان لپاره تباهي بولم دا خبره ورسره زیاتوم چي، تیرو دوولسو کلونو وښودله چي، د خارجي قواوو موجودیت د نجات یوازینی لاره نه ده. تر څو چي په هیواد کي دننه بشپړي خانه تکانۍ ته ملا ونه تړو په ګدایی چاره نه کیږي. او که چیري خپل انګړ پاکولای نه سو او همدغه موږ او دغه د حافظ شیرازي غزل وي نوهمدغه خارجي قواوي به وي او تر قیامته به دغه آش دغه کاسه وي. که امریکایان او د ناټو مشران زموږ سره ریښتونې دوستي او خواخوږي لري نو د هیواد د ادارې څخه دي د نا اهلو کسانو، غلو او داړه مارانو په لیري کولو کي، چي د دوی په مستقیم ملاتړ قدرت ته رسیدلي دي، مرسته وکړي. دا هغه کار دی چي دوی یې کولای سي. او که دوی په افغانستان کي د مداخلې کولو لپاره یوازي پلان اې درلودلی او د پلان بي درک یې معلوم نه وو، نو راهې را که ګرفته به ترکستان میرود. موږ له امریکا او غربي نړۍ څخه نور انتظار نه سو درلودلای او زه دا خبره هم په یقین سره کوم چي یوه ورځ به مو دغه د نیمي لاري یاران پر نیمه لاره پریږدي. هیله ده چي عراق او لیبیا له نظره ونه غورځوی او سور یه مو هیره نه سي.


میرویس
14.03.2014

پتنګ صاحب، السلام علکم
زه د باري جهاني ددې لاندې خبرې سره موافق یم چې موږ اول باید خانه تکاني وکړ و، خو عبدالباري جهاني د مسئلې یوه مهمه برخه هیره کړیده. هغه له یوې خوا په افغانستان کې د امریکایي قواوو پاتې کیدل ضروري بولي، خو له بلې خوا عراق مثال ورکوي چې امریکا په نیمه لار کې خوشئ کړ، حال داچې د عراق صدر اعظم المالکي ونه غوښتل چې امریکایي قواوې هلته پاتې شي. حال یې داشو چې د القاعدې تشدد دوام لري او عام ولس تباه کیږي.
دجهاني ددې خبرې تعبیر چې وایي که ټولې خارجي قواوې وزی نو د پخوانیو مجاهدینو د خپل منځي جګړونه به هم وضع خرابه شي، دادئ چې که ټولې خارجي قواوې ووتلې، القاعده، طالبان او د هغوی نور همسنګره ترورستان به له عراق نه په افغانستان کې بد تره انډوخر جوړ کړي.

پتنګه وروره
تاسې خو د جهاني دا مطلب چې ضد او نقیض اړخونه لري په پوره آب و تاب دلته اچولئ دئ، ولې دې د هغه دا لاندې شعر هم دلته ندئ اچولئ؟
=====
د عبدالباري جهاني يو ښايسته شعر
زوى :
دا کنډواله نړۍ پریږدم درڅخه
موري رخصت راکوه ځم درڅخه
شپه مي تر حورو رسوم درڅخه
مورې رخصت راکوه ځم درڅخه
ځان تر قیامته بېلوم درڅخه
مورې رخصت راکوه ځم درڅخه
پرون ملا صاحب کیسې کولې
پرله پسې یې مسلې کولې
څه یې د حورو افسانې ویلې
څه یی د میو د پیالې کولې
ویل پلټني دي د ښکلو حورو
تر شیدو سپینو نازولو حورو
تر بلوړ سپیني وي تر ګل نازکي
مثال یی نسته د ښاغلو حورو
هر جنتي ته ور رسیږي حوري
په شهیدانو به نازیږي حوري
له میو مستي به زنګیږي حوري
لکه کوتري به نڅیږی حوري
هغه نړۍ له نعمتو ډکه ده
هم له عسلو هم شیدو ډکه ده
ما په سینه پوري مرګی تړلی
په قواله مي دی جنت ګټلی
مور :
زویه دا کونډه مور دي چاته پریږدې
هغه رنځوره خور دي چاته پریږدې
هغه ماشوم ورور به دي مري له لوږي
دا نړېدلی کور دي چاته پریږدې
ستا مولوي ساده زلمیان غولوي
څوک په جنت څوک په ایمان غولوي
چی تا جنت ته وړي پخپله نه ځي
موږ غولوي او که خپل ځان غولوي
ستا امیران دي خپل عیشونه کوي
د کافرانو عادتونه کوي
که یی زامن دي او که ځواني لوڼي
ټول په بهر کی تعلیمونه کوي
زویه د بل د پاره ځان مه وژنه
په خپل جومات کی مسلمان مه وژنه
زړه مورکۍ دي په هجران مه وژنه
راته له لوږي ماشومان مه وژنه
ستا امیران زموږ کورونه سوځي
کلي، بانډې سوځي ښارونه سوځي
بزګران وژني شنه فصلونه سوځي
مسلمان وژني جوماتونه سوځي
وایی پیسې له پاکستانه راوړي
پخه ډوډۍ له بل دیګدانه راوړي
که یی راکټ دی که توپک ورسره
څه له اورس څه له ایرانه راوړي
که ته د بل په توره جنګ کړې زویه
که خپل تربور مړ په خدنګ کړې زویه
ما مي شیدې درته بخښلي نه دي
که لاس د چا په وینو رنګ کړې زویه
ما مي شیدې درته بخښلي نه دي
په شوګیرو مي یې لوی کړی مه ځه
زویه د خدای روی مي دروړی مه ځه
ما په پلو قسم درکړی مه ځه
زویه د خدای روی مي دروړی مه ځه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more