د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

کوم قدرت روح ورکړه، او چا ترې وا خیسته؟

اتل
10.03.2014

السلام علیکم
څوک چې د مسلمان د مرګ خبر واوري وایي:
انا لله و انا علیه راجعون.
یعنې هرڅه چې د الله جل جلاله لخوا راځي، بیرته وهغه ذات ته رجعت کوي.

مولوی بلخي رومی همدغه خبره په مثنوي معنوی کې وايي:
بشنو این نی چون شکایت می کند - از جدایي ها حکایت مې کند
کز نیستان تا مرا ببریده اند -در نفیرم مردو زن نالیده اند
سینه خواهم شرحه شرحه از فراق - تا بګویم شرح درد اشتیاق
هرکسې کو دور ماند از اصل خویش - باز جوید روزګار وصل خویش.

خبره به را لنډه کړم، د هلمند په ولایت کې دطالبانود ماین د چاودنو په بیلو بیلو پیښو کې اووه تنه ولسي وګړي وژل سوي او ۸ نورټپيان سوي چې په وژل سويو او ټپيانو كې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

سوال دادئ چې د الله جل جلاله په قدرت د انسان په کالبوت کې روح پو کیږي، او یوازې الله تعلی د روح د بیرته اخیستو حق لري. طالبان څوک دی چې په عامو سرکونو کې بمونه خښ کړي او ولسي مسلمانان پکې ووژنی، او د انسان د روح د اخیستلو حق د الله جل جلاله نه واخلي؟
دالاندې خبر خبریال خپور کړیدئ:
======
هلمند:په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي
۱۸ حوت - کب ۱۳۹۲, ۱:۰۶
دشنبې په ورځ غرمه مهال د نوزاد او موسى كلا ولسواليو ترمنځ په ۲ سراچه موټرانو د ماين چاودنه رامنځ ته سوې چې په پايله كې يې اووه تنه ولسي وګړي وژل سوي او ۸ نورټپيان سوي چې په وژل سويو او ټپيانو كې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
بل لور ته په همدي خبرپاڼه کې ليکل سوي دي چې په همدې ورځ د ګرشك ولسوالۍ په مير منداب سيمه كې څلور ورځني چاڼيز عمليات پاى ته رسيدلي چې ددې عملياتو په ترڅ كې ۱۳ تنه وسله وال طالبان وژل سوي او۳۵۰ كړۍ ماينونه امنيتي ځواكونو كشف او شنډ كړي دي.
بل پلو خبرپاڼه کاږي چې په همدې ورځ په كجكي ولسوالۍ د يو بريښنايي شركت دوه تنه كار كوونكي چې جومات ته د لمانځه د اداينې په موخه روان وو د ځمكني ماين په چاودنه كې وژل سوي دي او په همدې مهال د سيمه ايزو پوليسو پرامنيتي پوسته د وسله والو طالبانو په بريد كې يو سيمه ايز پوليس او دوه وسله وال وژل سوي دي.
د هلمند په موسى کلا کې پنځلس تنه ولسي وګړي هله پر ماين ور برابر سوي کله چې د زيارت په موخه د کندهار له خاکريز ولسوالۍ څخه روان وه.
دغه ولسي وګړي په دوو موټرونو کې سپاره وه او تر دي بريده پوري نه دي ويل سوي چې ماين د چا لپاره ځاى پر ځاى سوى خو د هلمند چارواکي وايې چې دغه ماين وسله والو طالبانو افغان ځواکونو ته ښخ کړى و.
د ميرمنداب د عملياتو په اړه د وسله والو طالبانو له لوري څه نه دي ويل سوي خو په سيمه کې عيني کتونکي وايې چې دا جګړه د څو ورځو را په دي خوا روانه ده او د دواړو لورو څخه درني او سپکي وسلي کارول کيږي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more