د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په يو ملک کښي چه سهمي شرکتونه نه وي د هغه ملک غريبان امنيت نه غواړي ٠


ع کريم حليمي
10.06.2005

درنو افغانانو !
په ملک کښي چې ستا مارکېټ نه وي ٠ هغه ملک د يو څو نفرو د پاره ډېر د قدر ړو وي او غيريب سړي ته ډير قدرمن نه وي ٠ ولي ؟
په دې سبب چه د غريب له سرمايداره ښه نه راځي ٠ که په ملک کښي چور او چپاول شروع سي ٠ طبيعتأ غريب يو څه خوشحاله سي چه سرمايدار تاواني سي ٠
او که په وطن کښي سهمي شرکتونه وي ٠ نو هر مسکين يا غريب سهمونه لري ٠ کله چې په وطن کښي د چور او چپاو حال ته څوک وهڅوي ٠ نو ټول د وطن خلک نه غواړي چې چور چپاول جوړ کړي ٠ ولي چه تقريبأ هر سړی په يوه شرکت کښي سهم لري ، نو نه غواړي چه امنيت دي خراب سي ٠
خان او غريب ټول تاوان کوي ٠ داسي معلوميږي چه د ولسواکۍ سره سهمي شرکتونه لازم دي ٠ ولسواکي بيله سهمي شرکتونو ناکاميږي ٠
په پاکستان کښي چه اله ګوله جوړه سي خلګ يوازي ښاري سروېسونه سوځوي ، ولي چه شخصي سرمايه ده او مظاهره چيان تاوان نه کوي ، ځکه هغه څوک چې مظاهره اورګنايزرکړې او مظاهره چيان يې اکثره سهمونه ولري ، نو لوی شرکتونو ته تاوان نه رسوي .


Anonymous
10.06.2005

د افغانستان سرمايه داران څوک دي ؟
ځواب يې دادې :

غله ، قاتلان ، قاچاقبران ، شوکماران ، د اړه ماران ، رشوت خوران ، سړيخواره، انسان فروشان اوهغه څوک چه اسلحې لري ٠

مونږ يې په سيوري .............................................تاسوراته پرې شرکتونه جوړوۍ ٠


نقاد
11.06.2005

سلام خويندو ورونو !
[quote:6c25ac14b2]مونږ يې په سيوري ..........(کې نه پريږدو؟) تاسوراته پرې شرکتونه جوړوۍ ٠[/quote:6c25ac14b2]دا ځکه چې(( د غريب له سرمايداره ښه نه راځي ٠ که په ملک کښي چور او چپاول شروع سي ٠ طبيعتأ غريب يو څه خوشحاله سي چه سرمايدار تاواني سي ٠
او که په وطن کښي سهمي شرکتونه وي ٠ نو هر مسکين يا غريب په کې سهمونه لري ٠ کله چې په وطن کښي د چور او چپاو حال ته څوک وهڅيږيي ٠ نو د وطن ټول خلک نه غواړي چې چور چپاول جوړ کړي ، ولي چه تقريبأ هر سړی په يوه شرکت کښي سهم لري ، نو نه غواړي چه امنيت دي خراب سي ٠)) ـــ دا ځواب د حليمي صاحب په پورتنۍ ليکنه کې له ورايه ځليږي، خو تاسو له پامه غورځولی دی .
زما پوښتنه له جناب حليمي صيب څخه داده چې په دې توګه نو سهامي شرکتونه خير له سرمايدارۍ سره [color=yellow:6c25ac14b2]زيات [/color:6c25ac14b2]تړاو نه لري ، خو په کومو پانګوالو هيوادونو کې دغه ډول د بيوځلوله پاره ګټور سهامي شرکتونه ډير دي، آيا سويس به يې يوه [color=white:6c25ac14b2]ښه[/color:6c25ac14b2] نمونه وي ، که ماليزيا يا کوم بل هيواد لکه سويډن ، ناروې او ډنمارک ؟ په مينه ، درنښت او سلامونو !



ع کريم حليمي
13.06.2005

ډېر قدردان ورور نقاد صاحب ،درنو لوستونکو سلام !
وروره ! زه دومره پوهيږم ٠ چه ښه اقتصاد يعني چه ټوله ملت په شريک وي
ملک ته ارامي راوړي او سوکالي
اما قسم دۍ که به مي علمي ملي اقتصاد زده وي ٠
دغه راته معلومه ده چه حکومت بايد ترهرڅه دمخه پوه سي چه نفوس ئې څومره دۍ ٠ چه څو بوټو،کالو ،غنم ئې د کاله په کار دي او څومره خپل لري او څومره بايد واريد کړي ٠
او اقتصاد د يوه ملک داسي سئ دۍ لکه د وينو نظام ٠
فردي اقتصادي نظام مي ښه زده ٠ اوبس ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more