د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

خپل او پردي شوي

اتل
26.02.2014

درندو پښتنو، السلام علیکم
د اروزګان د ولایت په مرکز ترین کوټ کې یوې ځان مرګي حملې دوه پوړیز هوټل نړولئ، اته تنه یې وژلي او ددیرشو نه زیات یې ژوبل کړیدي. ددې پیښې اکثره قربانیان مزدوران دي.

دافغانستان په روان تشدد کې دوې ډلې برخه لري. یوې ډلې دافغانستان ددښمنانو د تبلیغ تر اثر لاندې وسله اخیستې، په افغانستان کې دننه پرته ده، او د چا دپاره نیابتي جنګ هم نه کوي.

بله ډله طالبان دي چې پخپله په خارج کې پراته دي، هلته معیشت کوي، هلته روزل کیږي، تمویلیږي، مسلح کیږي او افغانستان ته د قتل او تخریب دپاره را استول کیږي، ترځو زموږ ددښمن دپاره په افغانستان قبضه ولګوي.
دغه ډله داسې کرغیړن اعمال سرته رسوي لکه د ارزګان د ترینکوټ په هوټل باندې حمله او دبیګناه مسلمانانو قتلول.
دا بله ډله داسې خلک دي لکه ملا مؤمن. دهغه کیسه داسې ده:

ځو هفتې مخکې د اروزګان د ولایت ددهراود په ولسوالۍ کې دطالبانو قومندان ملا مؤمن، چې اصلي نوم یې ملا حمیدلله دئ، خپلو طالبانو وروڼوته پیغام ورکړ چې د خپلو افغانانو وژنه برادر کشي ده، نه جهاد.

ملا مؤمن خپلې وسلې په اروزګان کې یوې امنیتي پوستې ته تسلیم کړي او ویي ویل چې نور جګړه نه کوي، ځکه چې خارجي قواوې د اروزګان نه وتلې دي، په وروروژنه باندې، هغه ثواب چې دده په وینا په جهاد کې یې ګټلئ، نه باطلوي.

د طالبانو د قومواندان ملا مؤمن بل پیغام دادؤ، هغه د خارجیانو د حضور سره د مخالفت په وجه د طالبانو په لیکو کې ور کډ شوئ ؤ، او پخپله نه طالب دئ، او نه د طالب سره خواخوږي لري، اوملا مؤمن د افغانستان د حکومت سره دطالبانود کوټې د شوری او دهغوی د خارجي بادارانو غوندې دښمني نلري.

د ملا مؤمن دریم پیغام دادئ، د افغانستان دهرې علاقې نه چې خارجي قواوې وزي، د جهاد پلمه به هم پای ته ورسره رسیږي، او ملا مؤمن غوندې قوماندانان به وسلې پر مځکه ږدې، د طالبانو لیکې به ړنګیږي، او په نهایت کې به دطالبانوتحریک باقاعده منحل کیږي.

د ملا مؤمن چې اصلي نوم یې ملا حمیدالله دئ، دغه ټکې پدې لاندې خبرکې چې خبریال خپور کړیدئ،ډیر په وضاحت څرګند دي:
=====
اروزګان: مشهور طالب قومندان ملا مومن پوليسو ته تسليم سو
۱۸ دی ۱۳۹۲, ۱۰:۲۸
د اروزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې هغه طالب قومندان پوليسو ته تسليم سوى دى کوم چې کلونه کلونه يې په همدي ولسوالۍ او نورو سيمو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په وړاندي جګړه وکړل.

د اروزګان د دهراود امنيه قومندان دوهم څارن محمد وايې چې تېره ورځ ناوخته د ملا مومن په نوم دغه طالب قومندان د پوليسو يوي امنيتي پوستي ته د چوونکو توکو، مهماتو او خپلو وسايلو سره يو ځاى ورغلى او هلته يې ويلي چې نور جګړه نه کوي.
د قومندان محمد په وينا چې ملا مومن مخکي په همدي ولسوالۍ کې د دولت او بهرنيو ځواکونو په وړاندي زيات فعاليتونه تر سره کول او په سيمه کې د يو فعال کس په توګه پيژندل کيدى.

له بلي ملا مومن ويلي دي چې مخکي يې د افغان او بهرنيو ځواکونو په وړاندي د جهاد ليکي پياوړي کړي وي ولي دا مهال چې بهرنيان له دي ولايت څخه وتلي نور نه غواړي د خپلو افغانانو وينه توى کړي او يا خو د جهاد ګټلي ثوابونه د لاسه ورکړي.
ملا مومن چې په دهراود کې يې فعاليت تر سره کوى اصلي نوم يې ملا حميد الله دى.
ملا حميدالله د کندهار ولايت د څلورمي امنيتي حوزي اړونده د شنو ګنبدو د سيمي اوسيدونکى دى.
هغه د جګړي پر مهال په خپله شبکه ملا مومن باندي په مخابره کې ږغ کوى او د چارواکو په وينا يو زيات شمېر کسانو يې قومنداني منلي ول.
بايد وويل سي چې زيات وختونه د افغان دولت وسله وال مخالفين ددي ډول قومندانو د دولت سره يو ځاى کيدل ردوي او وايې چې دا ډول کسان ددوى په ليکو کې نسته او دا کار يوازي د مادي ګټو په موخه کوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more