د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

امپراتوري د سولې ، آزادۍ ، اخلاقیاتو او نېکمرغۍ پر ضد

pattang
23.02.2014

Larawbar.com 2014-02-22
لیکوال : جېکب هارن برګر
منبع : فیوچر آف فریډم فاؤنډیشن ( امریکا )
نېټه : ۱۷ / ۲ / ۲۰۱۴
ژباړن : نثار احمد صمد

دغه توجیه یا حق بلل چی امریکایی چارواکی یې تر سمندرونو آخوا هیوادونو کی د ځینو امریکایی اتباعو په شمول د نورو خلکو د وژلو لپاره کاروي ، پر دې متکي ده چی دوی ګواکی هغه کسان وژنی چی غواړی امریکایی پوځیان ووژنی . نو ځکه دغه وژنی د ځانونو د دفاع لپاره توجیه کوی ، یعنی دا چی موږ ګواکی هغوی مخکی له دې چی موږ ووژنی ، وژنو .
اکثره لویی او عمده خپرونی د امریکا د وژنو دغه پروګرام د همدې دلیل پر اساس حق په جانب بولی . موږ او تاسی په تیره بیا هله دغسی شیان وینو چی دوی د هغو خلکو د وژلو ( جانبي تلفاتو ) په هکله څرګندونی کوی چی ګواکی په غلطۍ سره یې وژلی دي . دوی دغسی مقتولین بیګناه ملکی وګړی بولی او هغه کسان چی هدف نیول سوي وی تروریسټان یا جنګیالي بولی . دوی په دې نظر وی چی زموږ حمله کونکو غوښته چی « خبیث انسانان » ووژنی ، خو متأسفانه چی په دې بهیر کی یو څو بیګناه انسانان هم ګیر راغلل .
مګر اصلی حقیقت خو دا دی چی هلته خلک غواړی چی امریکایی پوځیان ووژنی . دا ځکه چی امریکایی پوځیان همالته ورغلي دي . دوی خو هلته افغانستان نیولی دی . عراق تر ورانولو او د بې شمېره عراقیانو تر وژلو وروسته بیا وسلوال کوی . دوی هلته پوځی اډې لری . د ظالمو او بې رحمو دیکتاتورانو ننګه کوی . خلک بمباري کوی . انسانان په مرمیو ولی . خلک هدف ګرځوی او وژنی یې .
خو د ځانو څخه باید یوه ساده پوښتنه وکړو : که د پوځ او سي آی اې په شمول امریکایی ځواکونه ټول بیرته هیواد ته راوغوښتل سی او ټولی بهرنۍ مرستی پای ته ورسول سی ، نو آیا بیا به امریکایی پوځیانو ته دا اړتیا موجوده وی چی هلته انسانان ووژنی ؟
ځواب منفی دی ، ځکه : نور به هلته امریکایی پوځیان موجود نه وی چی د هغو کسانو لخوا ووژل سی چی هلته امریکایی پوځیان نه غواړی . په دې ډول به د دوی د ځاني دفاع دغه جوړ کړی مفهوم هم له منځه تللی وی .
حقیقت دا دی چی د ځاني دفاع مفهوم ، چی امریکایی چارواکي د خپلو وژونکو پروګرامونو د توجیه لپاره تکیه پر کوي ، پیچل سوی او منحرف دی . اول خو دوی باید هلته هیڅ شتون ونلری . دا چی هلته خلګ غواړی دوی ووژنی ، څرګند دلیل لری . ځکه : هغوی دوی په خپل وطن کی نه غواړی . هغوی امریکایی ځواکونو ته وایي چی خپل هیواد ته ولاړ سیً . خپل هیواد ته مو ځیً او موږ پریږدئ . که تاسی همدلته شتون لرئ نو موږ به د تشدد له مخی مقاومت کوو .
راځی چی سویټزرلینډ مدِنظر ونیسو . دا هیواد هیڅ د وژلو پروګرام نلری . هیڅوک هم نه غواړي چی د سویس پوځیان ووژنی . دا ځکه چی سویسي پوځیان نه په افغانستان کی وجود لری ، نه په یمن ، سومالیا ، بحرین او د منځني ختیځ یا افریقا په هیڅ کوم هیواد کی شتون نلری . سویسي ځواکونه بیرته خپل هیواد ته ستانه سوي دي . نو دا چی هغوی نه په افغانستان کی دي ، نه هم په منځني ختیځ او افریقا کی ، ځکه نو هیڅوک نه غواړي چی دوی ووژنی . همداعلت دی چی سویټزرلینډ هم اړتیا نلری چی نور انسانان قتل کړی .
د امریکا قاتلانه پروګرام د ځاني دفاع ، د « ملی امنیت » د ساتلو یا « زموږ د ژغورلو » لپاره نه دی لکه امریکایی مقامات او لویی خپرونی چی یې ادعا کوی . بلکی دا د امپراتورۍ لپاره دی . دا خو سوچه او ساده خبره ده . امریکایی مقامات داسی وایی : د نړۍ د یوازیني پاته ستر ځواک او د نړۍ د دغه استثنایی هیواد د دولت په توګه موږ دا حق لرو چی په افغانستان ، عراق ، منځني ختیځ ، افریقا او متباقی نړۍ کی چی لازمه یې وبولو ، هغسی وکړو . هر څوک چی زموږ په وړاندی مقاومت کوی ، که آن هغوی امریکایی اتباع هم وی ، نو وبه یې وژنو ، یا په مرمۍ سره یا په بم ، یا په بې پیلوټه طیاره سره ، او یا به یې هم په نورو طریقو سره ختم کړو . تاسو ټول صرف یو چانس لرئ او هغه دا چی د امپراتورۍ ارادې ته به تسلیمېږئ .
خو دا هغه لاره نه ده چی نړۍ پر روانه ده . انسانان د امپراتوریو څخه کرکه لری . تل همداسی وه او تل به همداسی وی . حقیقت دا دی چی زموږ امریکایی اسلافو ( مخکنیو نیکونو ) د برتانوي امپراتورۍ څخه نفرت درلود . د همدې حقیقت له امله هغوی وسلې ته لاس کړ او په ۱۷۷۶ کال کی یې آن د خپل حکومت د پوځیانو په وژلو پیل وکړ . برتانوي حکومت ته د هغوی پیغام د هغه پیغام څخه هیڅ فرق نلری چی نن یې بهرنیان امریکایی حکومت ته رامخته کوی او هغه دا چی : ځی خپل هیواد ته مو . موږ پر خپل حال پریږدئ .
پس هغه فیصله چی امریکایان یې باید وکړی دا ده چی : آیا نور نو دا وخت نه دی رارسېدلی چی امریکایی ځواکونه هیواد ته راستانه سی ؟ آیا نور نو زموږ د حکومت لپاره دا وخت نه دی راغلی چی خپله پوځی امپراتوري منحل او ختمه کړی ؟ آیا نور نو زموږ حکومت ته دا وخت نه دی راغلی چی د بهرنیو دیکتاتورانو ملاتړ ودروي ؟ آیا نور نو زموږ د حکومت لپاره دا وخت نه دی راغلی چی د نورو هیوادو په کورنیو چارو کی لاس وهنه بنده کړی ؟ آیا نور نو زموږ د حکومت لپاره دا وخت نه دی رارسېدلی چی خپل قاتلانه پروګرام تم کړی ؟
د هغه لوی انتخاب سره چی امریکایان مخامخ دي ، دا نه دئ چی د دوی د حکومت دغه وژونکیً پروګرام دی جاری وی . بلکی هغه دا دی چی امریکایان به یوه خوا انتخابوی : یا به امپراتوري غواړی او یا به هم سوله ، اخلاقیات ، او نېکمرغي غواړي ، پای .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more