د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

پرتاخو مې زور نرسیږي،مړ به دې پلار کړم.

میرویس
20.02.2014

د فورم ګرانو شریکانو، السلام علیکم
دا متل خو به تاسې حتماً اورېدلئ وي چې[پرتاخو مې زور نرسیږي، مړ به دې پلار کړم].
طالبان چې نه د خارجي قواوو سره د جګړې جوګه دي، او نه هم د افغان قوتونو سره د جنګ توان لري، نو کساد یې د ولس نه اخلي. نن یې په کابل او جلال آباد کې ولسي خلک په انتحاری حملو او چاودنو کې وژلي، او له بلې خوایې په کندهار کې په باغونو او کښتونو کې بمونه اېښي چې ولسي خلک ووژني.

داسې ښکاري چې طالبانو خپل جنګي مؤثریت بایللئ، نو ځکه دغسې غیر مؤثر، او مذبوخانه تلاشونه کوي. طالبانو د خپلو ناعاقبت اندېشه اعمالو په وجه اول ځان دولس نه منزوي کړ، بیا یې ولس مجبورکړچې ددوی په مقابل د ځان ساتنه اختیار کړي. همدا علت دئ چې په ګڼ شمیز علاقو کې خلکو د هغوی په مقابل کې پا څونونه وکړل او دا لړې همداسې ورځ تر بلې پراخیږي.

طالبانو ته پکار دي چې ددغسې غیر اسلامي او غیر افغاني اعمالو نه لاس واخلي،او د پاکستاني طالبانو غوندې د سولې پروسې ته داخل شي، که نه د ملا معتصم آغا جان نوې ډله به دطابانووروست او ګنده شوئ تحریک عوض کړي، او په ملک کې به دصلحې سبب شي.
الله صلح خوښوي.


Re: پرتاخو مې زور نرسیږي،مړ به دې پلار کړم.

pattang
20.02.2014

لوده خانه په خبره هم نه پو هېږې او حرام ډالر ټولوې !
نو چې دطالب زور دملي اردو سره نه رسيږي نو بيا صليبي عسکر
څه کوۍ! او که ودونه ورته کوۍ !
زويه پرتوګونه مو ډک کړي درواغ مه وايه ! خپل شخصيت دې په
دوه پېسې که !!

[quote:7f182c3dfe="میرویس"]د فورم ګرانو شریکانو، السلام علیکم
دا متل خو به تاسې حتماً اورېدلئ وي چې[پرتاخو مې زور نرسیږي، مړ به دې پلار کړم].
طالبان چې نه د خارجي قواوو سره د جګړې جوګه دي، او نه هم د افغان قوتونو سره د جنګ توان لري، نو کساد یې د ولس نه اخلي. نن یې په کابل او جلال آباد کې ولسي خلک په انتحاری حملو او چاودنو کې وژلي، او له بلې خوایې په کندهار کې په باغونو او کښتونو کې بمونه اېښي چې ولسي خلک ووژني.

داسې ښکاري چې طالبانو خپل جنګي مؤثریت بایللئ، نو ځکه دغسې غیر مؤثر، او مذبوخانه تلاشونه کوي. طالبانو د خپلو ناعاقبت اندېشه اعمالو په وجه اول ځان دولس نه منزوي کړ، بیا یې ولس مجبورکړچې ددوی په مقابل د ځان ساتنه اختیار کړي. همدا علت دئ چې په ګڼ شمیز علاقو کې خلکو د هغوی په مقابل کې پا څونونه وکړل او دا لړې همداسې ورځ تر بلې پراخیږي.

طالبانو ته پکار دي چې ددغسې غیر اسلامي او غیر افغاني اعمالو نه لاس واخلي،او د پاکستاني طالبانو غوندې د سولې پروسې ته داخل شي، که نه د ملا معتصم آغا جان نوې ډله به دطابانووروست او ګنده شوئ تحریک عوض کړي، او په ملک کې به دصلحې سبب شي.
الله صلح خوښوي.[/quote:7f182c3dfe]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more