د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

معلم او عالم څوک دي؟

اتل
11.02.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
معلم موږ ته په ماشومتوب کې د الله تعالا د پیژندنې دپاره لوستل او لیکل را ښيي. معلم د اسلام د پنج بنا نه نیولې بیاد قرآنکریم تر قرائت او تفسیر کولو، د ینیات تر زده کړې او یو شمیر سورو حفظ کول راښیي. دا دعلومو دیني د معلم کار دئ.

په ښونځیو کې نور معلمین موږ ته په دیني زده کړو علاوه د نورو متداولو علومو تدریس کوي، چې په ورځني ژوند کې کار ترې واخلو او د الله جل جلاله د مخلوقاتو پیژندنه پرې وکړو، ترڅود الله تعالاد اطاعت او عبادت په لاره کې زموږ اسباب او وسیله شي.

د دیني او طبیعي علومو اودالله جل جلاله د مخلوقاتو په پیژندنه کې د علم حاصلول د مسلمانانو وجیبه ده. که مسلمانان پدغو علومو مرصع شي، نو بیا به د هغو په برکت خپل وطنونه آباد کړي او داسې ترقي به وکړي چې کافرانو ته محتاج نه وی، بلکه پخپله به په ځان بسیا وي.

د افغانستان اسلامي امارت د عالمانو د وژلو په برخه کې داسې ویلي دي:
=====
د عالِم وژل عملا د عالَم وژل دي!
تفصيل
نېټه: دوشنبه, 03 فروري 2014 14:05
لیکوال: -
بـــــرخه: نوري تبصرې
که څه هم چې د یو بې ګناه انسان وژل لوی جنایت او د انسانیت وژل دي، خو د عالم وژل څو چنده ستر جرم دی؛ ځکه د عالم وژل په حقیقت کې د یو شخص وژل نه دي، بلکې عملا د یوې ټولنې وژل دي، د زرهاوو بلکې لسهاوو زره مسلمانانو وژل دي! علمای کرام په اسلامي نړۍ او د مسلمانانو په زړونو کې ځانګړی ځای لري، له همدې کبله په عالم ګوزار، په ټول اسلامي امت ګوزار دی! د عالم وژل د علم او پوهې وژل دي، د رڼا او روښنايۍ وژل دي، علمای کرام د ټولنو لارښوونکي دي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وخت نه رانیولې بیا تر ننه اسلامي ټولنې علمای کرامو رهبري کړې دي، په حقیقت کې علماء کرام د انبیاوو علیهم الصلاة والسلام وارثان دي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: ( إن العلماء ورثة الأنبياء...رواهالترمذيوغيره) بېشکه چې علما د انبیاوو علیهم الصلاة والسلام وارثان دي.

محترمو وروڼو!
که د طالبانو پدې ګفتار کې یوه ذره حقیقت هم موجود وي نو بیاولي دوی معلمین وژني او مکتبونه سیزي اوورانوي؟
دا لندې مثال وګورئ:
ښوونکي وژل شوي
ثنالله وحيد
Larawbar.com 2014-02-10
هنگو:دهنگو کج بانډه کې د يو دولتي ښوونځي ٣ ښوونکي د ناڅرگندو وسله والو له خوا وژل شوي دي. درې واړه د کوهاټ دي چې له ښوونځي بهر ولاړوو او له بريد سره مخ شول

که طالبان وایي چې یوازې ملا صاحبان عالمان دي، نو د مکتبونو معلمین خو هم مسلمانان دي او موږته د لمړي ځل لپاره د اقرا‌ء یعنې ولوله سبق راکوي. د اقرا‌ء په کیسه خو موږ ټول مسلمانان ښه پوهیږو.

که طالبان غواړي چې ځان نور هم ونه شرموي، ددروغو او ولس ددوکې کولو نه دې لاس واخلي، د ملک ټولو عالمانو ته دې په درنده سترګه وګوري، قتل کوی دي یې نه، او د ملک د بقا په لاره کې دې کار وکړي. موږ به هغه وخت اسلام ته خدمت وکړو چې خپل ملک ولرو. طالبانو زموږ د ملک بقا د خطر سره مخامخ کړیده.

سبا بل سبا چې زموږد ملک راتګ ته طالبانودا رامجبورې کړې خارجي قواوې ووزي، آیا زموږ ملک به دطالبانو او دهغوی د ترورستانو د شر نه خوندي شي؟
طالبان باید د افغانستان بقا د افغانانو او اسلام ته د خدمت دپاره تقویه کړي، نه دا چې نوره یې هم زموږ ددښمنانود ښامار کومي ټه ورټیل وهي.
الله دې دوی ته هدایت وکړي.


اتل
25.02.2014

السلام علیکم
د علم او معرفت دوستانو او دافغانستان ریښتینو وارثانو، دطلبانو ټولې خبرې همدغسې بې بنیاده دی، لکه د معارف په برخه کې یې چې کوي. دوی وایي چې د معارف حمایه کوي، خو دروغ وایي او منافقت کوي.
دادي نن یې بیا په هلمند کې د یوه ښونځی په وړانې چاودنه کړي، درې شاګران یې وژلي او درۍ یې زخمی کړیدي:
=====
په هلمند کې چاودنې د ښوونځي ٦ زده کوونکو ته مرګ ژوبله واړوله
By شمس جلال Feb 25, 2014 - 13:03
لښکرګاه(پژواک،٦کب ٩٢) :د هملند چارواکي وايي، چې شاوخوا يوه نيمه بجه په مارجې ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله د يوه ښوونځي درې زده کوونکي ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
د مارجې ولسوال ډاکټر شفيق سوله مل د کب په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه د يوه موټر سايکل بم په وسيله په دغې ولسوالۍ کې د زراعت لېسې مخې ته شوې ده.
نوموړى وايي، د پېښې ټپيان د درملنې لپاره ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.


Shahzada
26.02.2014

طالبان نه دي‌ وران کاران دي خدای دی دوی تباه او برباد لری. که دوی د سړی زامن وای نو د ملی اردو سر تیری به یې په کنر کې په بی رحمی نه وژل. طالبان ټول د پردیو مزدوران دي.


اتل
26.02.2014

شهزاده وروره، السلام علکم
طالبان ادعا کوي چې د الله د رضامندۍ د پاره جهاد کوي. دوی د مسلمانانو قتل ته شرعي حیله را باسي او وایي چې دا عسکر او د حکومت کارکونکي د خارجي قواوو حمایه کوي، فلهذا دهغوی قتل هم روا دئ. دوی دغه راز قصداً ولسي خلک هم په بمونو کې الوزوي.
اول خو داچې طالبان جهاد نه، بلکه د خارجیانو د هدفونو د پوره کولو دپاره جګړه کوي. طالبان چې د دین دپاره خلک وژني اول پخپله دوی دین تر پښو لاندې کوي،ځکه چې دین ندي ویلي چې پدې لاره کې مسلمان ووژنه.

دویم داچې طالبان د افغان عسکرو او حکومتي کار کونکو وژل روا بولې، نو قریب څور لکه عسکر او پولیس او په زرګونو حکومتي کار کوني وژني؟
طالبان ټول هغه کسان هم وژني چې دوی غوندې متعصب ندي. پدې ترتیب طالبان غواړي چې ټول افغان ولس قتل کړي؟
الله دې دوی ته هدایت وکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more