د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دجالي رسنۍ او ايمان پلورونکي ډنډورچيان

pattang
03.02.2014

[img:9d6e4ffe4e]http://www.nunn.asia/images/af_media.JPG[/img:9d6e4ffe4e]
تفصيل بـــــرخه:
مقـــــالی او تبصرې 02 Feb 2014
لیکوال: فاتح کاروان

په ګران هېواد د امريکايانو د يرغل سره سم د امريکايانو تبليغاتي جګړې هم پوره زور واخېست ، دکمو پيسو او محدودو امتيازاتو په بدل کې يې ځانته داسې بې بريکه خبريالان ، مبصرين اوسياسي شنونکي راپيداکړل چې تعداد يې تر زرګونو ورسېده ، غږيزي او تصويري رسنۍ يې ترخپل انحصار لاندې راوستې او خپل ډنډورچيان يې پکې په کار وګمارل ، ترڅو افغان ولس او نړيوالو ته په سترګو کې خاورې واچوي او حقايق پټ کړي.صليبي اشغالګرو په افغانستان او عراق باندې د خپلو ناروا يرغلونو په اړه تراوسه نړيوال پخپل قضاوت کې مذبذب ساتلي دي او هڅه يې کړې ده چې پر دې دواړو هېوادونو او په ځانګړي ډول د افغانستان پرحريم خپل ناروا يرغل ته د جواز دلايل پېداکړي او يا لږ ترلږه دومره وکولاي شي چې خپلو ولسونو او نړيوالو ته د خپلوتلفاتو د افشاء کېدو مخه ونيسي ، د همدې کار لپاره يې تراوسه ټولې پرمختللې نړيوالې او سيمه ايزي رسنۍ تر خپل اثر لاندي ساتلي او د حقايقو له بيانولو يې په مطلق ډول منع کړي دي. دلته مونږ د هغه بې ضميره ايمان پلورونکو او خاينانو څخه يادونه کوو چې شپه او ورځ يې پرځان يوه کړی او د خپلو اسلام ضد او بشرضد تبليغاتو له لاری يې د صليبي ښکېلاګرو ترجماني کړی ده ، د راډيو ګانو ، تلويزونونو ، ورځپاڼو ، مجلو او انټرنيټ له لاری د صليبيانو ددفاع مسؤليت يې پرځان منلې او د حق پر وړاندې يې د باطل دفاع خپله وجيبه ګرځولې ده ، په افغانستان کې د اسلامي امارت د مجاهدينو د روان وسله وال مقاومت د بدنامۍ او په اړه يې په عامو خلکو کې د ډول ډول شکونو او وېرې اچونې له طريقه يې خپل صليبي باداران له ځانه خوشحاله ساتلي دي ، داهغه بې ضميره او بشر دښمنه عناصر دي چې يواځې د يو څو ډالرو لپاره يې خپل اخرت برباد کړې او ددنيا په ژوند راضي شوي دي ، زه اکثره د خپلو ملګرو سره داخبره يادوم چې ځه باسواده خلک خو به د کفارو د مدافعينو د تبليغاتو تر اثر لاندې دومره ژر رانشي مګر هغه ساده باده او بې سواده افغانان به حقايق څنګه درک کوي چې دې ټوله ورځ پخپله ځمکه کې کار کوي او راډيو ورته د پولي پرسر اېښې ، دوکاندار ټوله ورځ دوکان کې ناست وي او راډيو يې د ميز پر سر چلانه کړې ده ، په کورونو کې راډيوګانې چلاني وي او ددجال جاروکش لارويان او د نړيوال کفر بې دينه او بې ضميره ترجمانان او ډنډورچان ورته د راډيوګانو له لارې همدايوه خبره تکراروي چې طالبانو مسجد کې چاودنه کړې!! طالبانو بيا د کابل ښار خلک په سرو وينو ولمبول!! طالبانو د سرک کارکوونکي او انجينران تښتولي!!طالبانو د يوې ښځې څخه پزه او غوږونه پرې کړي!! طالبانو په ډېرو ځايونو کې د انجونو ښوونځي تړلي دي!!! او له بلې خوا بيا ورته وايې د امريکاپراختيايې ادارې تراوسه په سلګونو ښوونځي جوړکړي !! نږدې دوزره کيلومتره سړکونه يې په بېلابېلو ولاياتو کې له سره رغولي !! افغانستان ډېرو بې روزګاره خلکو ته يې کارونه پيداکړي!! افغانانو ته يې پوځ او پوليس جوړ کړي او امريکايان وايې چې افغانانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي!!! داهغه تبليغات دي چې ددجالي رسنیو د ورځنيوپروګرامونو سرليکونه اومقالې جوړوي ، نو زمونږ د ولس ساده لوحه او بې سواده طبقه به څنګه دلته د رښتيا او درواغو ترمنځ توپير وکړي ؟ صليبيانو زمونږ همدغه کمزوري درک کړې او له موقع نه يې استفاده کړې ده.

مونږ هم وايو چې صليبيان دلته د خوږو د وېشلو لپاره ندي راغلي بلکې ددوۍ مقصد او هدف دلته د اسلام له منځه وړل او د صليبيزم ترويج دې ، خو هغه د ايمان نه خلاص او بې ضميره خلک چې دصليبيانو په تبليغاتي چېنلونو کې په بېلابېلو دندو ګومارل شوي دي ددوۍ سره بايد څه وشي ؟ دا يو داسې سوال دې چې هرڅوک ورته بېلابېل ځوابونه لري خو دومره هرچاته ښکاره ده چې داخلک د اسلامي امت پر ضد د پېل شوې صليبي جګړې مخکښ ګډونوال بلل کېږي ، دوئ هيڅکله داسې نه وايې چې امريکايان او حشرګړي يې دلته د بيارغونی ترنامه لاندې اسلام او مسلمانو پرضد دخپلو شومو اهدافو لپاره راغلي دي ، دا سمه ده چې ظاهرا يې يو څو ګوډ او مات پلچکونه او سرکونه جوړکړل ، يو څو کوتئ غوړي او يوه اندازه بسکټ يې پرزده کوونکو ووېشل خو دا هيڅ کومې رسنۍ و نه ويل چې امريکايانو دلته په زرګونو خلک مرتد کړل ، د ښوونځيو له نصابه يې اسلامي او جهادي موضوعات وويستل ، د دانجونو او هلکانو داختلاط لپاره يې ښوونځي ، پارکونه او لوبغاړي جوړ کړل ، دځوان نسل د تباهئ او بې لارې کولو لپاره يې په زرګونو رسنئ په کارواچولې چې شپه او ورځ دلته د پرديو د کلتور د رواج لپاره خپرونې وکړي ، کرکټ ، فوټبال او نورو لعنتونو يې د افغان ولس ځوانان مصروف وساتل ، د اېډز ، اداري فساد ، سود او قماربازۍ عذابونه يې راپيداکړل ، افغاني جينکۍ يې دکفارو پوځي بېسونو او دفترونو ته ورجلب کړې ، د پوليسو او عسکرو ترنامه لاندې يې فاحشې او کنجری ښځې وروزلی ترڅو د اجيري اردو دعسکر لپاره د اخلاقي فساد پوره زمينه برابره شي ، کم عمره هلکان يې په نظامي برخه کې جذب کړل او ځيني يې د ترجمانۍ ترنامه لاندې د ځانونو لپاره د ساعت تېرۍ آلې وګرځولې او نږدې ده چې د بچه بازې اردو په ليکو ډېرې زړه بوږونونکي کيسی د نړيوالو پر وړاندې راڅرګندې شي ، او هغه څه چې دوی پخپله په بګرام کې د ترجمانانو سره وکړل هغه خو له هيچا هم پټ ندي.
د پورته ذکر شوو حقايقو نه پرته داسې ډېر حقايق شته چې يو د کمزوري زړه لرونکې مسلمان يې د اورېدلو توان نلري ، خو دجالي رسنئ او پکې ناست ايمان پلورونکي خبريالان او شنونکي؟ اوس هم وايې چې داسې کومه د تشويش خبره نشته او هرڅه ښه سم دم روان دي!!! نو دازمونږ مسؤليت دې چې دا حقايق مونږ ترخلکو ورسوو ، دصليبيانو ړندې بمبارۍ ، د شپې پر مهال وحشيانه چاپې ، په افغانستان کې د نصراني لږکيو د رامنځ ته کولو ، د ګاونډيو هېوادو پر وړاندې زمونږ د خاورې استعمالول دا او دېته ورته په سلګونو چيلنجونه دي چې بايد ريښتوني مسلمانان او با احساسه افغانان يې پر وړاندې نور چپ پاتې نشي ، او نه هم ټول
کارونه په نظامي جهاد بوختو مجاهدينو ته پر غاړه ورواچوي ، د صليبي مېډيا څخه ددې پرته د بل څه تمه نشي کېداي چې هغوۍ دلته د خپلو بادارانو د موخو د عملي کولو دنده پرمخ وړي ، دازمونږ او ستاسو مسؤليت دې چې مخ پر زوړ روان ولس او په ځوان نسل کې د ارتداد او اخلاقي فساد د خپرېدو موضوع ته د يو لوئ خطر په نظر وګورو او د مخنيوي لارې چارې يې ولټوو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more