د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

څوک دې سربداله کوي؟

میرویس
22.01.2014

ډیرو ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
تاند نن یو ډیر خواشنونکئ، او تر یوه حده ګونګ خبري رپوټ خپور کړیدئ.
رپوټ وایي چې د ننکرهار د اچين او سپین غر په ولسوالیو کې ددوو ډلو طالبانو تر منخ څو ورځنۍ جګړه روانه ده. رپوټ وایي [ په دواړو غاړو کې تر ۶۰۰ زيات کورني او پاکستاني طالبان په جګړه لګیا دي].

رپوټ وايي چې دا جګړه د منګل باغ د ډلې او امربالمعروف د ډلې تر منځ روانه ده. د منګل باغ ډله چې لشکر اسلام نومیږي، پخوا د امربالمعروف له ډلې نه جلا شوې وه. امربالمعروف اصلاً حاجي نامدار جوړ کړئ ؤ.

سوال دادئ چې د پاکستاني طالبانو ډلې خو به دافغانستان د سرحدي علاقو د نیولو کوښښونه کوي، نو افغان طالبان پرځای ددې چې دغه دواړه خارجي ډلې د خپل ملک نه وشړي، ولې په جګړه کې مرسته ورسره کوي؟

د پاکستان دمنګل باغ او امربالمعروف ډلې چې په افغانستان کې دننه زموږد خاورې په یوه برخه باندې د قبضې دلګولو پر سر په خپلو ګې جنګیږي، زموږ وطنوال وژني، او د خپلو کورونو نه یې وتلو ته مجبوروي، تر څو پدې علاقه او مدار مدار نورو سیمو باندې خپله قبضه ټینګه کړي، ولې افغان طالبان په رډو رډو ورته ګوري، او حتي پدې جګړه کې دیوې او یا بلې او یا دواړو خواوو سره مرسته کوي؟

پداسې حال کې چې پنجابي طالبان ددغو ډلوسره چندان نیک روابط نلري، هغوی د کومې ډلې سره د افغانستان په خاوره باندې د قبضې په لګولو کې مرسته کوي؟

داسې ښکاری چې زموږ طالبان چا سربداله کړي او نه پوهیږي چې څه کوي؟ آیا زموږ طالبانو د پاکستاني طالبانو داعیه مخکې وړي، که خپله، او د افغانستان د خاوري تمامیت ته متعهد دي؟

د ننګرهار د ولايتي شورا غړی ذبيح الله زمری وايي، دغه لانجه هله راپورته شوه، چې د يادو سيمو قومي مشرانو په خپلو سيمه کې د طالبانو د اوسېدو د مخنیوي په اړه ګواښونه وکړل: ((د پرېکړې له مخې نور به هېڅوک طالبانو ته پخپلو کورونو او کليو کې ځای نه ورکوي، که داسې کومه پېښه رامنځته شوه، نو د طالب ساتونکي ته به درنه سزا ورکول کېږي.))
ښاغلی زمری وايي، د قومي مشرانو په ملاتړ ځينې طالبان ودرېدل، چې دا د طالبانو ترمنځ د لانجې او جګړې لامل شوه.

دا خبره هم ګونګه ده چې د قومي مشرانو په ملاتړ کوم طالبان ودریدل؟
دا لاندې رپوټ تاند چاپ کړبدئ:
====
طالبان پخپل منځ کې په جګړه کې ښکېل دي
• Wednesday, 22 January 2014 12:59
محور ورځپاڼه/
د ننګرهار په اچين او سپين غر ولسواليو کې د طالبانو دوه مشهورې ډلې، امر بالمعروف او منګل باغ له یوې اونۍ راهیسې په خپل منځي جنګ کېوتې دي.
د یادو ډلو د جنګیاليو شمېر تر شپږ سوو زیات دی او ځايي خلک وايي، چې له قبايلي سیمو‌ تيراه، ميدان او تبۍ کنډو څخه وسلې او مهمات ورته رالېږل کېږي.
ځايي خلک وايي؛ بازار تړلی، جنګ درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي او د طالبانو د هرې ډلې مړي او ټپیان له ډيورنډ اړول کېږي. د دوی په خبره اکثره جنګيالي هم پنجابیان دي.
ځايي سرچينې وايي، له يوې اونۍ راپدېخوا د ننګرهار په اچين او سپين غر ولسواليو کې د ۶۰۰ طالبانو ترمنځ سخته وسله واله جګړه روانه ده.
د اچين ولسوالۍ يوه قومي مشر بهادر محور ته وويل، دغه دواړه ولسوالۍ سقوط شوې او اوس د وسله والو طالبانو د جګړې په سختو مرکزونو بدلې شوې دي. دی زياتوي، د طالبانو د امربالمعروف ډلې مشري امير دوست محمد او د منګل باغ ډلې مشري منګل باغ افريدی کوي، چې د خلکو په کورونو کې په جګړه بوخت دي: ((له يوې اونۍ راپدېخوا بازارونه تړل شوي، هېڅوک له کورونو دباندې نشي وتلای. په دواړو غاړو کې تر ۶۰۰ زيات کورني او پاکستاني طالبان ګډ دي، لس ولسي وګړي وژل شوي، خو داسې فکر کېږي، چې دا د ولس د تباهۍ لپاره يوه جوړه شوې دسيسه ده.))
د ځايي اوسېدونکو په خبره وسله والو طالبانو دواړو ډلو په تورغره، ولۍ غره، سره غونډۍ، تبۍ کنډو او نورو سيمو کې خپل مورچلونه ټينګ کړي دي: ((دواړه ډلې له خورا درنو وسلو نه کار اخلي او له سرحدي سيمو: تيراه، ميدان او تبۍ کنډو نه ورته پرېمانه درنې وسلې او مهمات راوړل کېږي. شډل او عبدالخېلو بازارونه چې له پخوا پکې د وسلو او نشه يي توکو کاروبار روان دی، په دې ورځو کې د نشه يي توکو پر ځای هم د وسلو په ستر کاروبار بدل شوي دي.))
يو ځايي خبريال چې د نوم له اخستو ډډه کوي وايي، په يوه اونۍ کې ولسي وګړو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي. دی وايي، د وسله والو طالبانو د ټپيانو او مړيو ډېر شمېر پاکستان ته اړول کېږي، خو يو کم شمېر يې بيا د جلال اباد په روغتونونو کې په ځانګړې توګه په غني خېلو روغتون کې تداوي کېږي. دوی وايي، ددې طالبانو ډېری یې پنجابيان دي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي وايي، په يادو سيمو کې د دولت نفوس کم دی، هغه شمېر امنيتي ځواکونه چې هورې دېره دي، ددې جګړې د کابو کولو او له سيمې د وسله والو د شړلو توان نلري.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړی ذبيح الله زمری وايي، دغه لانجه هله راپورته شوه، چې د يادو سيمو قومي مشرانو په خپلو سيمه کې د طالبانو د اوسېدو د مخنیوي په اړه ګواښونه وکړل: ((د پرېکړې له مخې نور به هېڅوک طالبانو ته پخپلو کورونو او کليو کې ځای نه ورکوي، که داسې کومه پېښه رامنځته شوه، نو د طالب ساتونکي ته به درنه سزا ورکول کېږي.))
ښاغلی زمری وايي، د قومي مشرانو په ملاتړ ځينې طالبان ودرېدل، چې دا د طالبانو ترمنځ د لانجې او جګړې لامل شوه.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي په اچین او سپين غر ولسواليو کې د وسله والو ډلو موجوديت او د وروستيو جګړو خبره مني، خو وايي، ولسي وګړي پکې نه دي وژل شوي.
دی وايي، د ځايي خلکو او مشرانو په مرسته دولت هڅې پيل کړې چې ددې وسله والو ډلو مخه ونيسي: ((له څه وخت را پدېخوا يوې وسله والې ډلې په اچين او سپين غر ولسواليو توغندي توغول او تردې وړاندې هم يادې سرحدي سيمې د وسله والو د فعاليتونو شاهدې وې.))


دهزاد
22.01.2014

دروغ محض است
بعضی از سایت های پشتو و دری مستقیما از سفارت امریکا تمویل می گردد تا علیه مجاهدین تبلیغات نمایند ، شبکه طلوع نیوز ، هشت صبح ، تاند رادیوازادی ، صدای امریکا ، رادیو فردا و تعدادی کثیری از رسانه ها ظاهرا مطبوعات افغانی شمرده میشود اما اصلا رسانه های امریکایی است ، که فقط برای منافع امریکا کار میکند .
ما باید دوست و دشمن خود را تفکیک نماییم وبعدا قضاوت کنیم


میرویس
22.01.2014

دهزاد، اسلام علکم
داسې ښکاري چې د کوم لورې نه هدایت درکول کیږي چې څه ووایه اوځه مه وایه، او یا خو هم مطلق انپړې یې، له هیڅ شي نه آګاهي نلري. ته پخپلو لیکنو د طالبانو سره مرسته نه کوي، بلکه بیخ یې باسې.

د ننګرهار ددغو دوو ولسوالسیو د پاڅون خبرونه دوې هفتې مخکې هم خپاره شول. دا دروغ ندي، بلکه دا ستا غفلت او یا د حقایقو نه انکار ښيي.
ته راته ووایه چې کومي رسنۍ صحیح دي، چې زه د هماغو رسنیو خبرونه درته نقل قول کړم.

برادر جاني، ته درمسال ته خټې کوي، يه هیڅ شي اګاه نه يې.
رادیو آزادي، د امریکا غږ، یا صدای امریکا، رادیو فردا،رادیو مندرین، او ډیرې نورې رادیو ګانې چې په مختلفو ژبو نشرات کوي، تعداد یې قریب پنځوسو ته رسیږي. دا رادیو ګانې ددې دپاره تاء سیس شوې چې خلکو ته هغه معلومات ورکړي، چې د هغوی په ملکونه کې ندي محی.

دغه رادیو ګانې اوتلویزیونونه د امریکا د بیرو آف براډکستنک د ادارې لخوا اداره کیږي او بودجه یې د متحده ایالات د کانګریس له خوا منظوریږي. د امریکا سفارتونه پذدې ډول معاملو کې ددخالت صلاحیت نلري.
دنورر ملکونو لکه بي بي بۍ، رادیو مسکو، د چین، جرمني،قاهرې، ترکیې او داسئ نورې رادیو ګانې د حکومتونو لخوا تمویلیږي.
ووروګله، دغسې تبصرو ته دې چې زړه کیږي، اول زده کړه بیا کوزده کړه.
الله دې یو څه پوهه در پیرزو کړي.


pattang
22.01.2014

لودګي او مذدوري د اوس داسلام له بيرغ لاندې ښه څرګنده شوه !
د cia بودجه هم د ګانګرس لخوا ټاکل کېږي او ‍ cia ټول مالومات
زبوتاژې ،وژنې، کودتاوې ،
خارجي سياست او سياسي راتلونکې پروګنوزه دکانګرس خاصو غوره
شويو غړيو ته ورکوي او ددې ظالم دولت دملي محافظې کمېټې ته یې
سپاري !
په دغه برخه کې ته کولی شې له کرزي ‌cia او لوده سپنتا Bnd څخه
دې هم پوشتنه وکړې !

[quote:ea59437f2b="میرویس"]دهزاد، اسلام علکم
داسې ښکاري چې د کوم لورې نه هدایت درکول کیږي چې څه ووایه اوځه مه وایه، او یا خو هم مطلق انپړې یې، له هیڅ شي نه آګاهي نلري. ته پخپلو لیکنو د طالبانو سره مرسته نه کوي، بلکه بیخ یې باسې.

د ننګرهار ددغو دوو ولسوالسیو د پاڅون خبرونه دوې هفتې مخکې هم خپاره شول. دا دروغ ندي، بلکه دا ستا غفلت او یا د حقایقو نه انکار ښيي.
ته راته ووایه چې کومي رسنۍ صحیح دي، چې زه د هماغو رسنیو خبرونه درته نقل قول کړم.

برادر جاني، ته درمسال ته خټې کوي، يه هیڅ شي اګاه نه يې.
رادیو آزادي، د امریکا غږ، یا صدای امریکا، رادیو فردا،رادیو مندرین، او ډیرې نورې رادیو ګانې چې په مختلفو ژبو نشرات کوي، تعداد یې قریب پنځوسو ته رسیږي. دا رادیو ګانې ددې دپاره تاء سیس شوې چې خلکو ته هغه معلومات ورکړي، چې د هغوی په ملکونه کې ندي محی.

دغه رادیو ګانې اوتلویزیونونه د امریکا د بیرو آف براډکستنک د ادارې لخوا اداره کیږي او بودجه یې د متحده ایالات د کانګریس له خوا منظوریږي. د امریکا سفارتونه پذدې ډول معاملو کې ددخالت صلاحیت نلري.
دنورر ملکونو لکه بي بي بۍ، رادیو مسکو، د چین، جرمني،قاهرې، ترکیې او داسئ نورې رادیو ګانې د حکومتونو لخوا تمویلیږي.
ووروګله، دغسې تبصرو ته دې چې زړه کیږي، اول زده کړه بیا کوزده کړه.
الله دې یو څه پوهه در پیرزو کړي.[/quote:ea59437f2b]


watan jan
31.01.2014

د دروغو دثبوت له پاره یی همدومره بس دي چی تاند دا خبره کړی

تاند د امريكا د تبلیغاتی پروژي برخه ده هیڅ ژورنالیستکو او مطبوعاتو اصولو ته ژمن نه دی.دتاند هر راپور له شیطانته ډک وي او دشیطان تګلاره تعقیبوي چی یوه خبره رښتیا او ۹۹ دروغ سره یوځای کوی
دیو آګاه افغان په حیث هیوادوالو ته ډاډ ورکوم طالبان واحد اوموټی قوت دی او په واحد قوت سره داشغالګرو پر سر داسی تندریز وارونه کوی چی له دښمن څخه یی لار ورکه کړی
هغه به ډیر ناپوه وی چی داشغالګرو داستخباراتو په غیږ کی زیږیدلو رسنیو په راپورونو باور کوی
[quote:8e2da7df96]دغه رادیو ګانې اوتلویزیونونه د امریکا د بیرو آف براډکستنک د ادارې لخوا اداره کیږي او بودجه یې د متحده ایالات د کانګریس له خوا منظوریږي. [/quote:8e2da7df96]
وایی مړ په څه شو چی ساه یی وخته
ته داسی استدلال کوی چی خره خندوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more