ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې
لیوه ته یې نصیحت کاوه، ویل یې پرې میږده چې رمه رانه لاړه
میرویس
22.01.2014
کرانو وطنوالو، السلام علیکم
د طالبانو مشر ملا محمد عمر آخند د اخترونو په وینا وو او د امارت په لایحو کې خپلو پیروانو ته امر کوي چې په داسې ځایونو کې حملې او دماکې مه کوئ چې عام ولس او یا د چا شتمنیو ته ضرر پکې رسیږي. خو طالبان یې پروا نه کوي.
[لیوه ته یې نصیحت کاوه، ویل یې پرې میږده چې رمه رانه لاړه].
د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د سلواغې په دويمه خبريال ډاټ کام ته وويل، چې تېر ورځ سهار مهال وسله والو مخالفينو د چپرهار د ډاګو پر پوستې بريد کړى.
نوموړى وايي،وروسته نښته رامنځته شوي چې دغې نښتې له يوه ساعته ډېر دوام کړي
مشريقوال زياته کړه د دغې نښتې په پايله کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي ، او د دوى يو پوليس سرسري ټپي شوى دى
د چپرهال ولسوالۍ د ډاګو سيمې يوه اوسېدونکي حاجي ګل پاچا وايې، پرون وسله والو مخالفينو د خلکو له کورونو په ګټې اخيستنې سره پر افغان ځواکونو ډزې کولې. پدې وسلواله نښته کې د ملکي وګړو په ګډون ١٢ تنه ټپيان شوي هم دي.