tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

لا هغه جلال څه لیکلي

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> هنر،‌ادب او پښتو نحوه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
بهير غورځنګ



دغړيتوب نېټه: 14 جنوري   2014
ليکنې: 13
ځای: افغانستان

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   جنوري   22, 2014 12:14 pm    عنوان   : لا هغه جلال څه لیکلي Reply with quote

هر څه په زړه کیږي ، په سترګو او لاسونو نه ده
د زلیخې کیسه د هیڅ چا هم په زړونو نه ده ؟

ځار ، خو زما د محبت مجبوري هم وګوره
دا مرحله زما په شعر ستا د نقدونو نه ده

حسن زمونږه سوي سوي زړونه ښه پیژني
دا کیسه ستا د فلسفې د کتابونو نه ده

ما وې دا داغ مې په زړه ولې ، په سلګو شوې راته
نه دا پوښتنه مې د دغو ځوابونو نه ده

ما ته قسم مه کوه زه درنه دلیل غواړمه
زمونږ لانجه ګوره په خدای او قرانونو نه ده

هغه ته ووایئ چې خپل عبادت خپله کوي
ځمکه نوکره نور د چا د اسمانونو نه ده

جلاله ! ستا د بدنامۍ کیسه لا نه ده رسوا
لا لیکل شوې د دې ښار په دیوالونو نه ده
جلال امرخیل
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> هنر،‌ادب او پښتو نحوه    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.