د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

دخواشینۍ پيغام!

مساپر
20.01.2014

درنو او قدرمنو هیوادوالو اسلام علیکم،
په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ژبې، قلم او کلتور ستر استاد محمد صدیق پسرلي دخپل ژوند سره مخه ښه وکړه. (انالله وانا الیه راجیعون)
د پښتو د ادب وتلی، منلی او دروند استاد محمد صدیق پسرلی دحق لارې د لارویانو په څیر دهېواد په ترینګلو او حساسو شېبو کې ددې وطن د دفاع او ازادۍ لپاره خپله قلمي مبارزه او جهاد هغه مهال پیل کړه چې له هېواده لرې په مهاجرت کې په کمو امکاناتو یې دژوند شپې ورځې تیرولی، استاد د مبارزو او هلو ځلو په نتیجه کې د ژبې، کلتور او پښتو شعر او شاعرۍ ګرم بنډار تر کلیو او بانډو ورسید، استاد ددې مدرسې د ستر مرشد او لارښود په توګه دپښتو ادب دغه سمسور ګلونه یو پربل پسې کرلي او په خپلو خولو او کوښښونو یې خوړبه ساتلي او پاللي دي.

د پښتو ادب په غوړاوي کې که دسترخوشحال بابا کورنۍ هلې ځلې تر هرچا پټې نه دي لرې نه ده چې موږ ووایو د استاد پسرلي کورنۍ دخوشحال بابا تر کورنۍ وروسته دپښتو ادب او کتلور دمخکښانو په توګه د پښتون ولس په چوپړ کې پاتي شوي دي.

داستاد پسرلي مړینه په خپل ذات کې یوه تشه ده خو له نیکمرغه د استاد کورنۍ او له ارواښاد څخه پاتې اثار او دهغه شاګردان به دغه روان ګړندی بهیر لا سمسور او غوړیدلی ساتي.

په پای کې د ارواښاد استاد صدیق پسرلي په دغه ستر غم سخت خواشیني یو،ارواښاد ته دالله (ج) څخه فردوس جنت او کورنۍ ته یې جمیل صبر غوښتنه کوم.
په درنښت،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more