د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د پاکستاني طالبان پر خلاف پاڅون

میرویس
09.01.2014

کرانو لوستونکو، السلام علیکم
د ننګرهار د ولایت د اچين او سپین غر د ولسوالیو خلک لیونیان شویدي، او که طالبان دروغ وايي؟
هرځلې چې دا خبر خپور شوئ چې طالبان، خارجي جکړه ماران او ترورستان د خپلو پښتنو وروڼو د کړولو او د هغوی په ملي نوامیسو او ارزښتونو باندې د تیری دپاره ورسره بیایي، طالبان یې ردوي او دروغ یې ګڼي.

که د طالبانو خبره ريښتیاوي، نو د ننګرهار د اچين او سپین غرخلک لیونیان شویدي، چې وايې د پاکستاني طالبانو نه تنګ راغلي او د هغوی پر خلاف يې وسلې اخیستې دي.
په تیرو پیښو کې دا ثابته شوې چې ولسونو چې د خارجي ترورستانو او طالبانو پر خلاف یې وسلې اخیستي وې، د خلکو داعیه پر ځای او د طالبانو ادعا غلطه وه. دا ځلې هم د اچين او سپین غر د خلکو ادعا پر ځای ده، او د طالبانو دروغ یو ځل بیا ولس ته بربنډشول.
دا لاندې رپوټ آزادۍ رادیو خپور کړیدي:
=====
په اچین او سپین غر ولسوالیو کې د وسلوالو پر ضد پاڅون شوی

19.10.1392
د ننګرهار د اچين او سپین غر ولسواليو یو شمېر اوسیدونکو د وسله والو پر ضد پاڅون کړی.

د ننګرهار د اچين او سپین غر ولسواليو یو شمېر اوسیدونکو ازادۍ راډیو ته ویلي، چې له تیرو پینځو ورځو راهیسي یو وار بیا دوي په خپله سیمه کې د پاکستاني وسله والو پر ضد پاڅون کړی او سړه جګړه روانه ده.

له دې وړاندې هم د یادو سیمو اوسیدونکو د منګل باغ په نامه د پاکستاني وسله والې ډلې سره نښتې کړې وې او پر هغوي يې بندیز لګولی و، چې د دوي په ساحو کې دې تګ راتګ نه کوي.

دوي تور پورې کوي، چې د بیا ځل لپاره يې دا پاڅون هغه وخت پيل کړ، چې د جنجال شګې په سیمه کې د سړک ترغاړې ماین چاودنو ملکيانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د پاڅون کوونکو یوه مشر حاجي لیونۍ وايي، دوي قومیزه پریکړه کړې، چې هیڅ یوې وسله والې ډلې ته د دې اجازه نه ورکوي، چې د دوي په سیمو کې فعالیت وکړي او په همدې خاطر د سیمې ولسي خلکو د وسله والو پر ضد وسلې راپورته کړي:

"دا زموږ ولسي جنګ دی، ټول ولس تنګ راغلی دی موږ د طالب په نوم څوک دلته نه پریږدو د دوي پر ضد مو دا پاڅون کړی، اوس یو پاکستانی به له هغې غاړې راځي او موږ ځوروي.

له ډيرپخوانه د دور بابا په ولسوالۍ کې هم د سيمې ولسي خلکو قومي تکړه اعلانه کړې وه،چې هیڅ یوې وسله والې ډلې ته به په خپله خاوره کې ځای نه ورکوي او د هغوی دا قومي پریکړه تراوسه هم جریان لري.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more