د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

دضمیر مرګ/ دانسانیت جنازه

میرویس
07.01.2014

ډیرو ګرانو لوستونکو، سلامونه او نیکې هیلې.
څوک چې بد کارونه کوي، خلک وایي چې پلانئ سړئ ضمیر نلري، یعنې عدل، انصاف نلري، د ښو او بدو توپیر نشي کولایو یعنې په نهایت کې د سالم عقل خاوند ندئ.
موږ ټول کله ناکله داسې کارونه کوو، چې پوهیږو، دا مناسب کارونه ندي، خو بیا یې هم کوو، مګر په خپل ذهن، فکر، اندېښنه او ضمیر کې ځان ملامت بولو او ځان مجرم ګڼو.

خو که موږ، نامشروع او په شرع نابرابر او حرام کاورنه کوو، نو ځان ګنهکار هم ګڼو، او توبه باسو چې بیا داسې بد کاورنه سرران ونه وهي. خو که په ټولنه کې دنیکو پاداش او بدو سزا ورنکړل شي، په مدار مدار په ټولنه کې منکرات عام کیږي، او ناروا اعمال د روا اعمالو بڼه غوره کوي. لکه رشوت خوري، مختلف فسادونه او فتنې.

ددغو اعمالو عام کیدل نه یوازې یوه ټولنه د بربادئ د ګړنګ په ژې کینوي، بلکه دغه فسادونه او فتنې لدې نه لوړو پوړونو ته ارتقاع کوي. مثلاً زانیان نه یوازې زنا کوي، بلکه خپل قربانیان د جرم د رسوا کیدو د مخنیوي دپاره قتل کوي هم. ددغو حادثاتو مکرر تکرار په مدار مدار د انسانانو ضمیر وژني او د انسانست جنازه باریږي. غلا، دیتیم دمال خوړل او د بیت المال غصب او نور مسائل هم دغسې درواخله.

همدغسې هم د بنده یي او الهي د قوانینیو په خپل لاس کې اخیستل، او د قانون دکومې عالي مرجع د هدایت نه پرته پخبل سر ددغو قوانینو عملي کول، بیله دې چې د عامل دپاره عواقب ولري، انسان د ټولواکۍ غولونکو مدارجو ته خیږوي، اوپه انسان کې دمسؤلیت نه مبري احساسات تقویه کوي، او په نهایت کې دغسې افراد چې له یوې خوا ددغسې قضاوتونو صلاحیت نلري، او له بلې خوا مطلق العنان شي، په مدار مدار ضمیر مري، دنورو په حق تجاوز، د خلکو په ننګ او ناموس تیرئ، د خلکو وهل ټکول، او خلکو ته د مرګ سزا ورکول، او د الله دقوانینو په نامه دقتلونو مرتکب کیدل د ځان برحق حقوق ګڼي، پداسې حال چې دغسې بدعتیان نه د الله په قواننیو آګاه دي او نه هم د عبادو په حقوقو خبردي.

وايي هغه څوک چې د الله په لاره کې نور وژني، تر ټولو لمړئ همدوی، د الله قوانین ماتوي، ځکه چې الله نه وایي چې زما دپاره څوک ووژنه.
دا لاندې رپوټ چې ډیوې رادیو خپور کړيدئ دا ټکئ ډیر ښه بیانوی، چې که ددغسې حملو عاملینو وجدان ژوندئ وای چیرې به یې هم عام ولس دغسې بې خرته نه وایقتل کړئ:
======
کرمه ايجنسي : چاؤدنه کې ٧ کسان ژوبل شوي

چاؤدنه دکرمې ايجنسۍ دصدې دبازاۍ دسبزۍ په منډۍ کې ترسره شوې
07.01.2014
دنهې په ورځ دپاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې ترسره شوې يوه چاؤدنه کې لږ ترلږه ٧ کسان ژوبل شوي دي.
دغه چاؤدنه دکوزې کرمې ايجنسۍ دسدې دبازار دسبزۍ په يوه منډۍ کې هاغه مهال ترسره شوې ، کله چې دغلته دخلکو گڼه گوڼه وه..
دپوليټيکل انتظاميې دسرچينو ترمخه په دغه چاؤدنه کې ٧ کسان ژوبل شوي ، خو دچاؤدنې نوعيت تر دې مهاله نۀ دى معلوم شوى.
د چاؤدنې څخه سمدستي وروستو مقامي خلکو امدادي هلې ځلې پيل کړې اؤ ژوبل کسان يې يو مقامي روغتون ته دعلاج لپاره ورسول ، چې دهغوي څخه ديو حالت سخت ښودل کيږي.
دچاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې اؤ دپيښې پلټنې يې پيل کړي دي.
له دې وړاندې دنومبر په ٢٥مه نيټه هم دغه قبائيلي سيمه کې ترسره شوؤ دوؤ بيلا بيلو بمي چاؤدنو کې ددوؤ طالب علمانو پشمول درې کسان وژل شوي وؤ.
دتيرو دوؤ ورځو راهسې دپاکستان په بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې ده چې پکې نزدې ١٥ کسان وژل شوي اؤ يو شمير نور ژوبل شوي دي.
تيره ورځ په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې ترسره شوؤ دوؤ بمي چاؤدنو کې يوولس کسان وژل شوي وؤ اؤ دخيبرپښتونخوا په هنگو سيمه کې په يو سکول ځانمرگي بريد ترسره شوى ؤ چې پکې يو طالب علم وژل شوى ؤ.
که هر څو ددغو پيښو ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خوتيرکال دنومبر په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې دډرون په يو بريد کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود دوژل کيدو وروستو دطالبانو نوي سخت دريځي مشر مولانا فضل الله نۀ يواځې دا چې دخپل مشر دوژل کيدو دانتقام اخستو دړکه کړې بلکې دپاکستان حکومت سره يې دهررقم خبرو اترو څخه انکار کړى.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more