د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د کرزی په ژړا وژاړو که وخاندو؟

pattang
29.12.2013

بسم الله الرحمن الرحیم

د کرزی په ژړا وژاړو که وخاندو؟

یوه ورځ می د جلالت ماب جمهور ریس ، کرزی صاحب یو
حیرانونکی او ژړه غونی تصویر ولید چه سترګی یی پکی له اوښکو ډکی ، ژړغونی مخ او د چپی سترګی شاوخوا کی یی توروالی بریښیدلو او په مخ یی له بی شمیره تورخاپونو داسی ښکاریدلو چه د میکپ کولو وخت یی هم ترلاسه کړی نه وو یعنی دا یی طبیعی څیره ولی د ژړا سره داسی معلومیدلو لکه چا چه په سوکانو ډبولی وو ولی دا چه تصویر یی د خبرو وخت کی اخستل شوی د کودتا ویره پکی نه وه د اشغلګرو په شتون کی داخلی څوک کودتا تر سره کولی نه شی .

دا چه څه خبری کرزی صاحب ژړولی ،ژر ژر می په دی هکله د ( وحیدالله ځاځی ) تبصره ، چه د کرزی د ژړا دا تصویر یی رانقل کړی وو ،په ډیره عجله ولوستله چه زمونږ جلالت ماب جمهور ریس صاحب ته څه پیښ شوی ، هغه تبصره دا وه :

وحیدالله ځاځی لیکی :
[ دی تصویر د سهار راهیسي څو ځلی په ژړا کړم . ولسمشره! که مو وس رسیدلی، د اساسي قانون هغه مادې ته مو تغیر ورکولو چي د ستاسو مخه یي نیولې ده نه پوهیږم هره شیبه مې درسره خواخوږي زیاتیږی]

د کرزی صاحب د ژړغونی تصویر زه هم ژړغونی کړم مګر زما ژړا د تبصره کونکی ( وحیدالله ځاځی ) له ژړا توپیر درلود ، د هغه ژړا د کرزی صاحب په بی وزلی وه چه چا وهلی ریس جمهور څه چه دیو نفرخدمت حیثیت هم نه لری او کرزی زړه سوانده له اوله یی فکر دا وو چه له امریکااو ناتو څخه به د خپل هیواد د بیا ابادولو دپاره کار واخلی ، په رشتیا هم د کرزی صاحب اوسنی حالت د علنی غلامی ، لاس او پښی یی تړل شوی که څوک څه نه لری هغه په نه کولو ډير نه زوریږی داچه هر څه لری او هیڅ نه شی کولی دا سړی ډیر زوروی دا د ټولو غلامیو ډيره کرغیړنه غلامی ده .

مګر زما ژړا بیا په دغه سربیره د جلالت ماب کرزی صاحب د راتلونکی تاریخ په هکله هم وه چه زمونږ د هیواد په راتلونکی تاریخ کی به د حامد کرزی نوم هم د شاه شجاع او ببرک سره یوځای د غلامانو په لست کی ولیکل شی یعنی دا دری له بهره په زور تپل شوی مشران به د اسلامیت او افغانیت له پیژندنی یا شهریت څخه به تل د پاره بی برخی وی لکه الله ج چه ابلیس ته د لعنت ( د الله ج له رحمت څخه د بی برخی کیدلو ) سزا واوروله . دا دری کسان زمونږ د خاوری ، خلکو ، خپلواکی ، دین او ناموس په پلورل زمونږ د ملت اصلی دشمنان دی شاه شجاع یواځی په انګریزانو او ببرک یوآځی په روسانو وپلورلو مګر کرزی بیا په ټوله کفری نړی وپلورلو او زمونږ هیواد یی پری لوټه لوټه کړو .

دا دری کسان ، زمونږ دشمنانو په خپلو تانکونو او الوتکو سپاره زمونږ د هیواد د اشغالولو ، وژلو ، بی عزته کولو ، لوټ کولو ، په نشه توکو روږدولو ، د قومی ټولنیز بنسټ ویجاړولو، زمونږ دفرهنګ د سپکولو او بدلولو له اسلامی اخلاقو بیلولو او دا سی نورو او نورو ستونزو ایجادولو د پاره زمونږ د هیواد په سپیڅلی حریم کی راښکته او په زور یی زمونږ چارواکی کړل د دی لاسپوڅو غلامانو په واسطه یی زمونږ اسلامی نظام ونړاوه او په ځای یی دیموکراسی شیطانی نظام په مونږ په زور حاکم کړلو.

د دی دری غلامانو سره زمونږ د هیواد اشغالیدل زمونږ د مخکنو بی کفایته ، او بی سواده پاچاهی نظامونو د ظلمونو ، بی کفایتیو ، نفاق او خپلمنځی جنګونو نتیجه وه په ګران هیواد کی ټول عمر شاهی حکومتونه په زوراو جبر مسلط وو حکومت به خلک نه ساتل ، خلکوبه حکومت ساتلو ، عسکری او د کورونو خدمت او ساتنه به یی ورته کوله . شاهانو به بی له دی چه د اولس د کور کالی ، ډوډی ، روزنی ، پوهنی او امنیت خیال وساتی د خپلو دلباری مداحانو او چاپلوسانو وزیرانو او ریسانو سره په ګډه به یی هر ډول عیاشی او فحاشی تر سره کولی او د هر ډول جرایمو او ملی خیانتونو مرتکب کیدل ولی د خاوری ، خلکو او خپلواکی پلورل به یی نه کول ، زمونږ مجاهد اولس به بی کفایته او خاینین بلل مګر له افغانی او اسلامی هویت یی نه دی بی برخی کړی او نه به یی بی برخی کړی دا ځکه چه هغوی دا ټول جنایتونه او بی عدالتی د کور دننه تر سره کړی ، خپله خاوره ، خلک او خپلواکی یی په کفارو پلورلی نه وه د خپل دین ، ناموس او فرهنګ ساتنه یی کوله.

ولی دی دری وطن او ناموس فروشانو، بی ضمیرو ، بی همتو او بی کفایتو غلامانو هر یو ( شجاع ، کارمل او کرزی ) په داخلی جنایاتونو سربیره زمونږ ناموس ، دین او فرهنګ ، زمونږ خلک ، خاوره او خپلواکی یی په نورو وپلورله ، مونږ یی د ځان په شان د نورو غلامان کړو ، زمونږ په میلونونو بی ګناه او بی دفاع خلک یی په شهادت ورسول زمونږ د زرونو کلونو پیاوړی ټولنیز جوړښت یی ټوټه ټوټه کړلو ، کورا کور دشمنی رامنځته شوی ، خلک بی کوره او بی اوره شول په شهیدانو مو متیازی وشوی کندی دشتونه او غرونه مو په شهیدانو ډک دی ، قرانونه مو زمونږ د خپل هیواد په تشنابونو کی وغورزول او په عام محضر کی وسوزول شو ، د زمکی لاندی او باندی زیرمی یی لوټ کړی ، زمونږ خلک یی د لوږی ، بی علمیو ، بد اخلاقیو او نشه توکو سره مخ او روږد کړل ، زمونږ تولنه یی په طبقاتی ټولنه بدله ، زمونږ اسلامی نظام او شرعی قانون یی د دیموکراسی په شیطانی قانون او نظام واړولو .

زمونږ مجاهد اولس ته دا ټولی تیری او نوری راتلونکی راروانی کرغیړنی ستونزی او شرمیدلی غلامی د دغو دری غلامانو له امله رامنځته او رامنځته کیږی دا موقتی نه بلکه دایمی ستونزی او زمونږ د ملک او خلکو د مادیانو او معنویاتو ځانوژنه وه او ده . مادیات له ځانه او ځان له معنویاتوباید قربانی شی مګر دی دری غلامانو زمونږ معنویات د خپلو مادیاتو د پاره قربانی کړل او قربانی کوی یی ، دوی مونږ ته د تل د پاره د شرم ، عار ، بی غیرتی او بی ننګی ډک تاریخ په میراث کی پریښودلو .

د دی دپاره چه تاریخ کی مو دغلامی د دی کرغیړنو پاڼو څه ناڅه جبیره مو کړی وی او دی ډول غلامانو ته مو دعبرت درس او د غلامی سزا اورولی وی زمونږ مجاهد اولس له دی دری غلامانو څخه د افغانیت اواسلامیت هویت لیری کړی یعنی دا دری پلورل شوی غلامان نور افغانان نه دی یعنی افغانان د بلواکی نه د خپلواکی وړتیا او اړتیا لری افغانان خپلواکی په خپلو وینوسنبالوی او خړوبوی دمجاهدینو دی هیواد ته د نړی د وحشی قوتونو هدیره وایی د انګریزی امپراطوری مړی چه به قلمرو کی به یی لمر نه ډوبیده، د قدرت مړی یی دلته خخ شو، پرون د روسانو جنازه پورته او نن امریکا د ټولی کفری نړی سره د ماتی په درشل کی قرار لری . له دغسی غلامانو افغانی هویت اخستنه د افغانانو د اسلامی قانون اوله ماده ټاکل شوی ده .

مونږ د کرزی په کرغیړنه ژړا ، ژاړو چه کشکی دی له سره پشتون ، افغان او مسلمان نه وی ، د پښتون ، افغان اومسلمان د درنو نومونو د لرلو سره غلامی ته تن کیښودنه معنوی ځان وژنه ده افغانان ډیر غیرتی قوم ، اسلام پری په زوره تپل شوی نه بلکه اسلام یی له زړه منلی ، اسلام خپل تن او روح ګڼی له اسلامیت او افغانیت غیره ژوند ورته بی ننګی ، مړینه او ځانوژنه ده .

کفری نړی په فریب کاریو او شیطانی پلانو په جوړونه کی ډيره پرمخ تللی ، ډیر تجربه کار ، مبتکر او تعلیم یافته شیطانی استخبارات او میډیا لری په وروسته پاتو هیوادونولکه افغانستان کی د کرزی ،سیاف ، ربانی او خلیل زاد وارو په شان ماده پرست ، پلورل شوی او بی ضمیره په نښه او په بی شمیره مادی پیرزونو یی ونازوی، په هر ډول بد اخلاقه روزنو کی یی تر هغی وساتی چه ضمیرونه یی تری رحلت وکړی او مغزونه یی ورله د دیموکراسی په زهری او ګنده اوبو پریمنځی ، سربیره پردی د ځینو شیطانی پلانونو او فایلونو په جوړولو او لرلو یی تل یرغمل ساتی ترڅو د مادیاتو له ډیریدلو یا د ملت د څپیړو څخه د پټیدلو له امله له استعمارګرو تیښته ونه کړی .

د داسی مهمو غلامانو ساتنه هم د بادارانو په واک کی ، که یی خپله مړه هم نه کړی له ساتنی یی لاس اخستل هم د غلامانو د مرګ سبب کیږی او تر ټولو نزدی ورور به یی تر ټولو اول وژنی ، استعمار هم رحم نه لری کرزی صاحب ورته تر جان کینیډی او نورو ډیر ارزښت او اهمیت نه لری د کینیډی مرګ لا ورته سخت ، ولی د کرزی مرګ ورته د مادلام خسی هم نه ښکاری .

د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو د پاره د سپینی ماڼی مشر د یو بادارپه حیثیت نیمه شپه کی د دلکشا ماڼی ته تشریف راووړ کرزی صاحب یی له خپلی ګرمی بستری په عسکری قومانده راویښ کړو . بی میکپه او بی له دی چه هغه تړون ولولی په پټو سترګو لاسلیک کړو ، اوس هم خبر نه دی چه ده به هغه شپه څه لاس لیک کړی وو او اوس څه پاتی دی چه لاس لیک یی کړی ، باور وکړه هغه شپه می هم د کرزی په هغه حال ډیر وژړل او دا متل را په یاد شو چه وایی ( پردی مزدور سهار وختی پاڅیږی ) ، هیواد او نړی ته خو یی غلامی په ډاګه وه مګر هغه خپل کور والا ته یی هم غلامی ثابته شوه چه دهغی میړه ریس جمهور نه بلکه د بل چا په نکاح کی د غلامی ذلیله شپی ورځی تیروی که نه مونږ چیری هم دومره مهم تړون لاسلیک کول نه دی لیدلی چه د میړه او ښځی د تړون په شان دی نیمه شپه کی ترسره شی .

ــــ الحاج استاذ بیانزی ـــــ
( دوهمه برخه )
بسم الله الرحمن الرحیم
د اوسنی او مخکنی ملت د نمایندګانو توپیر :
د ټولی نړی په شان ، زمونږ هیواد کی هم د مشرانو او اولسی جرګی چه د خلکو په رایو غوره شوی او د ملت نمایندګان ورته وایی دا چه کرزی صاحب د دوی په څنګ کی د امریکا په پلان ، دستور ، بودیجه او امنیت نیولو د مشورتی او یا لوی جرګی په نوم د خلکو نوی نماینده ګان په ډیره عجله کابل ته راټولوی تر څو د امریکا د غلامی دوهم تړون د مخکی په شان لاسلیک کړی ، دلته څو پوښتنی راولاړیږی : اول : د نوو او زړو د ملت د نماینده ګانو د غوره کولو او صلاحیت لرلو په میکانیزم کی څه توپیر شتون درلود ؟ که دوی ډير پوه او ملت ته تر اولو نمایندګانو ډیر منلی نمایندګان وو هغوی ولی اول غوره نه شول چه د قانون په جوړولو او نورو مهمو پیښو او تصامیمو کی یی ښی پریکړی تر سره کړی وی تر څو زمونږ هیواد د هغو ستونزو مخه نیولی وی چه اوس ورسره لاس او ګریوان دی مصارف به هم کم وی ، وخت به هم ضایع شوی نه وی او ددی پروسی په شان ټولی پروسی به په منظم او ګټور ډول مخی ته تللی وی .
دوهم : که د ملت زاړه نماینده ګان ناپوهه ، بی کفایته او بی باوره وی او لا د هغوی په غوره کولو یا رایو ورکولو کی درغلی شوی وی( چه شوی هم ده ) رخصت یی کړی دهغو په ځای باید د ملت دا نوی نمایندګان کار وکړی چه پوه ، با کفایته ، با صلاحیته او په ټاکلو کی یی نه یواځی درغلی نه ده شوی د یوی یا دوه اونیو په اوږدو کی وټاکل شو او کابل ته راوړل شول . همدوی باید نوی اساسی قانون جوړ او د هیواد د فساد ، اشغال ، نشه توکو او نورو سره مقابله وکړی .
دریم : که دا خبره سمه وی چه مونږ مخکی قانونی او با کفایته پارلمان نه درلود نو دا دیارلس کلونه مونږ په بی قانونی کی تیر کړی دی دا ټول کارونه له اوله یا بیا ترسره شی او تر اوسه چه زمونږ کوم رسمی تړونونه د بارنو سره شوی هغه ټول بی اعتباره اوله سره له څیړنو لاندی ونیول شی .
څلورم : د پلټنی یو باصلاحیته کمیته هم باید وټاکل شی چه د دی دیارلس کلونو د دی لوی خیانت چه مونږ د ملت نماینده ګانو پرځای د ملت غله او ناپوهه مفسدین راټول کړی وو دی لوی ملی خیانت کی د چا لاس وو هغوی په ګوته او عدالت ته وسپاری چه درنی جزا ورکړی او یا د دغه دیارلس کلونو ټولی کړنی په نه کړنو او نالیدلی اعلان کړی پنځم : تر ټولو دا ډیره مهمه ده چه زمونږ د هیواد اوسنی اداره خو دومره بی کفایته ، مفسده او ناپوهه ده چه دیارلس کلونه یی په نه حکومت او بی قانونی کی تیرکړی ، یعنی د دوی په اوسنی اداره لیونیان او ماشومان ډیر شرف لری نو امریکا خو د قانون ، نظم او دیسپلین دعوی لری د لیونیانو او ماشومانود چارو واکو د پاره ټاکل او بیا د هغه ناپوهانو سره د دوی تړونونه څرنګه دوی د اعتبار وړ ګنی ؟ او اوسنی اخری د امنیت تړون معاهده د ماشومانو سره لری څه ګټه ورته لری او که د امریکا حکومت هم له دغو لیونیانو او ماشومانو څخه جوړشوی ؟ او که دا یی پالیسی ده چه د د دیمکراسی د شیطانی نظام د چلولو او د خپلو استثماری پلانونو د عملی کولو د پاره دهمداسی هر چیری له همداسی لیونیانو او ماشومانو څخه کار واخلی او اخلی .
شپږم : د جلالت ماب کرزی صاحب له خوا د دی نوی لوی جرګی د نمایندګانو د صلاحیتونو سره هم دوه مخی او فریب کاری څخه کار واخستل شو ، دی جرګی ته یی لفظا د لوی جرګی نوم ورکوو ولی رسمی نوم یی مشورتی جرګه وه ، یعنی هغه جرګه چه هیڅ صلاحیت نه لری خبره سره ددی چه پوهیدل فیصله یی همدا وه چه باید دا تړون تایید کړی په همدی خاطر ورته ډالر ورکړی شوی وو مګر د حفظ ماتقدم په خاطر که چیری افغانی وینی یی ګرمی اودی تړون ته د غلامی تړون نوم واخلی نو بیا به وایی چه ستاسی له مشورو مننه مګر تاسی هغه نه یاست چه تصمیم ونیسی .
اووم : دا چه د دی لفظی لویه جرګی ولی رسمی مشورتی جرګی راتلل کابل ته هغه نورو اولسی او مشرانو جرګو د پاره توهین او د هغو صلاحیتونه د پوشتنو لاندی راوستلو ته هم د کرزی او باداران متوجه وو نو کرزی صاحب اخره کی دا اعلان هم وکړو چه ددی جرګی تصویب شوی مصوبه به د تایید د پاره اولسی او مشرانو جرګو ته وړاندی کیږی یعنی د هغه اهمیت یی له دی لوی جرګی اوچت کړو بله پوښتنه رامنځته شوه که هغه دوه شوری ګانی تردی اوچتی وی نو د دی جرګی راټولیدل څه ګټه لرله ؟
اتم : اصلا کرزی صاحب او بادارانو دا صلاحیتونه ځکه وویشل چه که کوم اړخ د دی تړون په مقابل کی منفی نظر ولری نو مونږ به دهغه اړخ نظر راواخلو چه د دی تړون سره پیوستون او مثبته رایه ولری او منفی اړخ ته به هم قناعت ورکړی چه تاسی هم په جریان کی وی زه ځکه وایم چه پخوا به دوه مخی وی مګر کرزی صاحب او بادارانو یی د څومخی ابتکار وکړی شو .
نهم :بیا تر تولو دا یی ډیره مهمه وه ، چه کرزی لکه د ټولی پروسی پوره واکدار معلومیدلو اخره کی وایی چه دی لوی جرګی خو تایید کړه ، له دی وروسته که اولسی او مشرانو جرګه یی لاسلیک کړی زه به یی تر هغی لاسلیک نه کړم چه تر څو امریکایانو دا شرایط منلی نه وی او لا به یی تر ټاکنو وروسته ته معطل کړو یعنی دا یی اولسی او مشرانو جرګی ته هم په ډاګه کړه چه ستاسی تر تایید هم زما تایید پورته دی یعنی داسی نه چه د هغو دوه جرګو تایید اخری تصمیم اعلان نه شی که احیانا هغوی مخالف نظرورکړی بیا خو به مونږ ټوله پروسه بایللی وی .
لسم : تر ټولو یی دا ډیره مهمه خبره ورسره کرزی صاحب زیاته کړه (( چه زما ضمیر خوماته د دی تړون د لاسلیک کولو اجازه نه راکوی مګر مجبور یم )) نو که دده دا جمله باندی څیړنه کوو د بلی لیکنی ایجاب کوی خو زه به ورباندی لنډه څیرنه وکړم :
الف : وایی دروغجن حافظه نه لری کرزی په اول کی وایی چه دا تړون مونږ ته ډیری ګټی لری خو اخره کی وایی چه زما ضمیریی نه منی د ضمیر نه منلو اکثره د معنویاتو سره وی یعنی د دی تړون لاسلیک کولو زمونږ معنوی ځانوژنه ده .
ب : بله دا خبره ، کرزی صاحب وایی چه زما ضمیر ماته اجازه نه راکوی ښه ده چه وروسته رییس یی لاسلیک کړی یعنی وروستی ریس جمهور تر ده ډیر بیضمیره دی ؟
ج : که ګټور وی کرزی یی ولی نه کوی او که تر دی کچی تاوانی وی چه د کرزی ضمیر نه لاسلیک کوی نو وروستی ریس یی ولی لاسلیک کړی ؟
د : بیا د کرزی دا خبره چه زما ضمیر اجازه نه راکوی او لوی مشورتی جرګی د ده په فشار او رشوت ورکونه تایید کړه ، او له دی وروسته به د کشرانو اومشرانو جرګی ته هم ځی که هغوی یی هم تایید کړی د دی معنی دا چه دا دری جرګی سره بی وجدانه او بی ضمیره دی ؟
ه : نو که کرزی د دی تړون لاسلیک کول د خپل ضمیر په مخالفت کی ګڼی یعنی دا تړون زمونږ د ملت د غلامی او بی ننګی تړون دی نو دی اوس هم بی ضمیره دی چه د خپل ضمیر په غم کی دی مګر نور که د خپل ضمیر مخالفت وکړی او د ملت په تاوان دا تړون لاسلیک کړی نو د ملت پروا نه لری ؟
ز : د کرزی د دغه څو مخی جملی اخره برخه وڅیړل شی چه وایی ( زما ضمیر یی نه منی مګر څه وکړم مجبور یم ) څه وکړم مجبور یم باید کرزی تشریح کړی وی یعنی دا معنی چه مونږ وخته پلورل شوی غلامان یو ؟ که یو ، نو تړون خو د دوه خپلواکو ډلو تر منځ لاسلیک کیدی شی د بادار او برده په منځ کی خو لایحه او دستور وی چه دا به کوی او دا به نه کوی .
ح : که مجبوریت داوی چه مونږ څه نه لرو ، له ماموره تر ریس جمهوره او له عسکره تر جنراله امریکا معاش راکوی او که امریکا سره دا تړون ونه شی امریکا نه معاش ورکول زمونږ د دولتی دستګاه سقوط دی او کرزی صاحب دی سقوط ته د ملت سقوط وایی ، په داسی حال کی چه د دی اداری له بودن څخه نه بودن یی د ملت ، امریکا او ټولی نړی په ګټه دی ، د کرزی صاحب وخت هم پوره دی او دومره یی جوړی کړی چه د زرونو نسلونو یی بس دی نو بیا د څه مجبوریت دی پریږده چه دا فاحشه او فاسده اداره نابود او په ځای یی ملی او اسلامی اداره جوړه شی .
اولسی او مشرانو جرګوڅو ورځی مخکی چیغی وهلی چه که دغه د لوی جرګی نمایندګان د ملت نماینده ګان وی نو د پارلمان وکیلان بیا د ملت غله دی؟ دغه غلو ته همدغه ملت رایوی ورکړی دی او اوسنی نمایندګان ټول د کرزی خپل خپلوان ، دوستان او د ډالرو اخستونکی دی یعنی ملت تری خبر هم نه دی او بیا نوی په سلو کی یی له کابل د خرڅ د کموالی او د باور د زیاتوالی په خاطر د کابل له نزدی او لیری نواحیو راټول کړی دی او له نیمایی زیات یی د همدی شوری ګانو وکیلان دی چه که په دغو جرګو د کرزی صاحب باور وی نو دغه لوی جرګی ته اړه نه وه او که دغه لوی جرګی ته اړه وه نو بیا د دی جرګو بی باوره وکیلانو پکی ولی برخه اخستی اکثریت یی دلته برخه درلودله او که دلته وو نو بیا دا مصوبه بیا ولی هغه جرګو ته د تایید یا تر دید د پاره لیږل کیږی ؟
په هر صورت د خپل ماشوموالی هغه وخت را په یاد شو چه کله به مو کورونه جوړول او کله به مو ورانول . ومن الله التوفیق
د دویمی برخی پای

د کرزی په ژړا وژاړو که وخاندو؟
ـــــ الحاج استاذ بیا نز ی ـــــ
( دریمه برخه )
بسم الله الرحمن الرحیم
د غلامی تړون په هکله د کرزی ضد او نقیض دریز :
کرزی صاحب ، به خپلو خبرو کی دغه د غلامی او بی ننګی تړون اول تاییدوی چه مونږ ته ډیری ګټی لری او له دی تړون غیره مونږ مړه او بی حرکته ولی د دی د پاره چه په دغه تاییدولو یی څوک غلام ، مسول ، ګناهکار او خطاکار ونه نیسی په اخره کی د تړون په هکله وایی چه امریکایان مونږ سره دا او دا نه منی یا امریکایان زمونږ یوه ملی ګته هم نه منی او خپلی ټولی ګټی په زور راباندی منی نو کرزی صاحب چه په اوله کی د دغه تړون کومه برخه ګټوره ښودله ؟ په دی تړون کی خو له تاوان ، شرم او بی ننګی نور څه پراته دی چه زمونږ په ګټه دی؟ دا ځکه چه کرزی لالا ته ویل شوی داسی به وی هغه بل انتخاب نه درلود چه خپل ځان په خپله نفی کړی چه اوله کی یو تړون په هماغه شرایطو ګټور دی چه په اخره کی یی تاوان او له شرمه ډک اعلانوی ، حتی له دی هم خبر نه دی چه دا تړون په نیمه شپه کی لاس لیک کړو .
له دی شرایطوچه کرزی یی وړاندی کوی چه امریکایان یی نه منی دامعنی چه تر اوسه په زور او له دی وروسته به قانونی غلامان یو ، که داسی وی نو د یو غلام سره د تړون لاسلیک کول څه معنی او بیا هغه لاسلیک شوی تړون څه اعتبار لری ؟ مګر غلام ریس جمهور بیچاره چه د تړون له متن هم خبر نه دی ګټور یی اعلانوی چه زمونږ په ګته دی ؟ دا تړون خو تاسی د اشغال په اوله ورځ تایید او لاسلیک کړی او د دامریکایانو سره پوره دیارلس کلونه په عملیاتو کی ملګری وی د دی مظلوم ملت په وژلو دی د ژړا پر ځای خندا کوله ، هر ډول قضای مصونیت دی ورکړی وو د ملت له څپیړو یی ستا دفاع کوله اوس یی هم کوی ، د مادی پیرزونو خو به یادونه هم نه کوو ، د طالبانو سره نه سوله ستا غوشتنه ده ، فساد ، بی امنی ، فریب کاری او بی کفایتی خوستا د اداری ځانګړی تخصص او د نشه توکو تولید کونکی ، قاچاقبر او عاملین خو ستا بی کفایته او لاسپوڅی اداره ده تاسی د خپل ملت د پاره کوم سم کار کړی چه امریکایانو نه دی کړی زه چه څیړنه او پلټنه وکړم ستاسی تر اداری خو امریکایان او ناتو ډیر شرف لری ، زه وایم که ناتو او امریکا بی تاسو کیدی شی دی ملت ته یو څه ناڅه ګټه ورسوی تاسی خو دا ملت او امریکا دواړه تباه کړل .
مونږ خو په دی تیرو دیارلس کلونو کی یوه ورځ هم وانه اوریدل چه کرزی دی د دی ټولو ناخوالو او مظالمو په مقابل کی اشغلګرو ته په ټوقو کی هم څه یادونه کله کړی وی وخت ناوخت به مو دا اوریدله چه د پلټینو هییت لیږل شوی او یا به ژر ولیږل شی ولی له بده مرغه نه د هیت لیږل او نه به یی راستنیدل او نه به یی نتیجه اعلان شوه ، د کنړپه خلکو شپه اوورځ د پاکستان پرله پسی توغندی وریږی او بی ګناه خلک وژل کیږی تاسی محترمو یی مقابل کی څه تدابیر ونیول تر دی چه ملګرو ملتونو ته یوشکایت هم وانه اورل شو ،ولی ۱۳ کلونه وروسته بیا د کونډو یا زړو خلکو او یا د ماشومانو په شان د ریاکاری ژړا کوی ؟
په دی نازکه او ډيره حساسه موقع کی چه د کرزی د مداریتوب پاچاهی مخ په ختمیدو ، د اشغلګرو د وتلو وخت او د غلامی ننګین تړون رامنځته کیدل د کرزی د پاره حالات لا حساس کړی چه امریکا ته هجرت وکړی ، که د خپلی خوښی کاندید لکه د پوتین په شان پاچاهی ورکړی او که د ملت د څپیړو سره به مخ کیږی کرزی صاحب وایی له ارګه په خپله خوښه نه وځم پریږده چه د نورو د برخه لیک سره مخ شم ، اولنی ابشن یی د خپلی دوری اوږدول ، دوهم د قیوم کرزی پاچا کول او دریم په ځلمی رسول ، قطب الدین هلال یا سیاف هم تر نورو نسبی حساب او باورکولی شی .
دا چه امریکایان څوک ریس جمهور کوی غلامان کله خبریږی نو د کرزی صاحب دا سرغړونی او ژړا ګانی په یارانو تش نازونه او یا دا هم د بادارانو ډرامه او دستور دی که امریکایانو ورله پورتنو خبرو کومه یوه ومنله کرزی صاحب ته بیا د امریکا ټول شرایط د منلو وړ او ګټور دی وایی (( نه هغه شته چه ویریږم او نه هغه شته چه شرمیږم )) د تلویزون په سکریین به نه لیدل کیږی .
دا به کوم بی عقل ومنی چه کرزی له بدی ورځی د دی ملت په ناخوالو ژاړی او په خپلو تیرو غلطیو قانع شوی اوس یی جبیره کوی پوره ۱۳ کلونه پرله پسی دا مظلوم اولس وواژه ، ښځی یی ورله بیعفته ، مال او عزت یی ورله لوت کړو په اخره کی بیا د مجبوریت یا منافقت اوښکی تویوی دغه مظلوم اولس به یی وبخښی؟ ، په ژړا به یی مهربانه شی ؟ دغه اوښکی به یی د دی ناخوالو په سمولو کی څه ګټه هم ولری؟ او که د ذلت ، شرم ، غلامی او بلواکی اوښکی به وی؟ ، دا پیشبینی ۱۳ کلونه مخکی نه شوه کولایی که هغه وخت ماشوم وو ؟ یا یی زده کړی نه وی تر سره شوی ؟
دا چه د کرزی او د کرزی نازولو میلمنو ډیری پوره پوره کورنی له منځ وړلی په دی ژوند یی څوک پاتی نه دی چه له کرزی سره محاسبه ولری ، په پل صراط کی ورته منتظری دی ، ډير یی په وینو ژړولی اولمبولی ، په زندانو کی وراسته کړی په سپو خوړل شوی دی نه یی نومونه او نه لستونه شتون لری . کمونستانو او روسانو خولستونه ورته جوړ کړی او ساتلی وو د کرزی او د دی اشغلګرو د وخت د بندیانو لستونه خو د هغو د سپو په خیټو کی پراته دی دالستونه به څه وخت نړیوالو او هیواد والو ته را ښکاره کیږی او څه وخت به یی ورثه خبره شی؟ او یا دا چه اخرت کی به یو بل ووینی ، کرزی صاحب په هغو ولی نه ژړل اوس ولی ژاړی دا ځکه چه د کرزیانو د ژړا وخت رانزدی شوی ؟.
ولی ،دا وخت به خامخا راتلونکی وی چه کرزی ، د کرزی کورنی ، تول کرزیان او د دوی ملګری به هم د نورو په شان په اوښکو او وینو خامخا ژاړی دا جهان داسی جوړ شوی چه نن په ما او صبا په تا ده صدام حسین تر حامد کرزی ډير د امریکایانو نازولی دوست وو انجام یی څه شو، د داود او نجیب خاتمه څه شوه ؟ د ترکی او امین حال مو له یاده ووت ؟ ایا کرزی تر هغو ډیر هوښیار دی؟ ایا د کرزی داخلی او خارجی ملګری د داود ، ترکی او امین تر ملګرو په کرزی ډیر مهربانه دی ؟ په کار دا وو چه کرزی له ډیره شرمه ځان وژنه او لا به یی فدای واسکټ اغوستی او دشمنان به یی په خپلو وینو کی لمبولی او د تیرو دیارلس کلونو غچ به یی تری اخستی وی .
دا چه کرزی اوس خپلو سترګو کی مرچ او د نورو په سترګو کی خاوری دوړوی دوه مخی او څو مخی کوی به دی اوتو بوتو خالق او مخلوق تیرباسی ، ولی ملت د کرزی او د کرزی د بادارانو په شومو او څو مخو پلانونو اګاهی لری او په دی پوهیږی چه . انګریزان څه وایی هغه نه کوی او څه چه کوی هغه نه وایی د کرزی ژړا ، خندا او خندا یی ژړا ده اوس تر بل وخت دیره نزدی ده چه خندا یی په ژړا بدله شی د میرویس جان او مور ګناه خو یی راته هیڅ او یا ډیره کمه ښکاری ، مګرله بده مرغه هغوی به هم د کرزی د وحشتونو درنه بیه ورکوی .
نتیجه ګیری داده ، د څو مخی کرزی په ژړا مه تیروځي ژړا یی خندا او خندا یی ژړا ده دا ژړاګانی د امریکایانو فریب کاری ، دستور او ډرامه ده . میدیا ته دستور ورکړی شوی چه کرزی مظلوم او بیچاره معرفی کړی چه خلک هم زړه ورباندی وسیزی او ملی قهرمان ( ګاندی ) تری جوړ او کمپاین ورته وکړی ولی زمونږ په مجاهد اولس دا تودی سړی ډیری تیری شوی ( وایی کور چه اور واخلی دیوالونه یی پخیږی ) په دی پوهیږی چه کرزی که د خپل ریاست پاتی دوری شپی ورځی زیاتی نه کړی کموی یی نه . ومن الله التوفیق
د دریمی برخی پای


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more