شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اکتوبر 06, 2011 1:20 pm عنوان : ښه راغلاست |
|
|
ښه راغلاست
دپښتنو ديري ته راشه
............................کټونه دي پراته چلم ولاړ دي
شته سوکړک سابه سره له پيازه
..........................داستا راتګ زمونږه وياړ دي
تندر د وروڼو په چوپړ کي٠ |
|
بېرته سر ته |
|
 |
پښتون. ستوري

دغړيتوب نېټه: 14 نومبر 2009 ليکنې: 901
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه دسمبر 05, 2011 5:35 pm عنوان : |
|
|
تندر صیب خپلې حجرې ته خپله هم ښه راشئ.
هغه سیاست او د سیاستمدارانو سره سیاسي مشورې مو دلته سره شریکی کړئ،
سیاست یواځې په لروبر کې نکیږي .
سیاست یواځې په تالارونو او ماڼۍ ګانو او مدرسو کې نکیږي.
دا د پښتنو په حجرو کې هم یواځې اتڼونه نکیږي ،،،،ډیر جنجالونه د پښتنو په حجرو کې حلو فصل کیږي.
داسې خو هم نکیږي چې نورې حجرې ګرمې کړو ،،،او خپله حجره ړنګه کړو.
که په دې خبرو د افغانستان ستونځې حل کیدلاي شي نو له دې حجرې هم حل کیدلاي شي ،،،کومې خبرې چې زه ئی دا څوکاله سر په سر د محترمو مبصیرینو په لیکنو کې په متواتر ډول لولم. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه دسمبر 05, 2011 9:33 pm عنوان : سلامونه |
|
|
سلامونه ياره
ستا دليک په لوستنه مي په خوله کي اوبه وچي شوي هيڅ ځواب درته نه لرم ههههها
او له خندا دي هم مړ کړم هههههها
رښتيا واي
اول ځان دي بيا جهان دي
مګر بيا واې
سل دي ومره يو دي مه مره
تادي خداي راته ژوندي لري
زما دتره ځوي دمجاهيدنو سره و، کله به ې کمونيستي دولت کي ځان عسکر کړو پس له څو مياشتو به ې يوه ډله عسکر دسلاح سره مجاهيدنو ته تسليم کړل هههها
اخر ژوندي پسي ورک شو تر ننه ې درک معلوم نه شو،نو زه هم کله کله ورکيږم په نورو دوستانو چکر وهم مګر تراوسه ژوندي يم ههههها
داچه ته راباندي پام کوي خداي دي په تا پام وکړي نور به درته دلته په ديره کي چلم تازه کومه
قراني صيب ،پتوال صيب او لاروي صيب ډير مهم، بنيادي او په زړه پوري بحث شروع کړي دي ،زه ې هم ځانته جذب کړم که دا بحث صادقانه دعمل جامه واغوندي دابه يو الهي رحم زمونږ په ملت باندي وي تاداب ګذاران به ې راتلونکي نسل ته احمدشاه او ميرويس خان وګرځي انشاالله
اوس خبره په نوم کي ده نور کار انشاالله خلاص دي ،داټول به سره سترګه په سترګه کيږي
دوطن او ملت په قرباني کي دترقي او ازادي مينانو جهلونه تير کړيدي او مونږ به هم دلته له ډيرو ليکلو خلاص شو ،خړ څادر به مو په اوږه وي شاته به ورپسي روان و دملت يوالي او دوطن ازادي مو ارمان دي چه په ژوندون ې بيا وګورو انشاالله
تربيا |
|
بېرته سر ته |
|
 |
پښتون. ستوري

دغړيتوب نېټه: 14 نومبر 2009 ليکنې: 901
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه دسمبر 06, 2011 6:07 pm عنوان : |
|
|
وعلیکم السلام !
د پورتنۍ لیکنې نه زما موخه هسې نه وه چې تاسو د محترم پتوال ،قرآني او لاروي صاحبانو له بحث اوتبصرو څخه وباسم او یا د هغوي سره او یائی د لیکنو سره مخالفت لرم،بلکې ما هم هغه بحثونه تر پایه وڅارل، حتې د هغوي ټولې لیکنې مې لوستلي او د زیاترو لیکنو او مفکورو څخه ئي چې حقیقت لري ،زه هم خوښوم او ننګه ترې کوم ،زه د هغه څه پلوي کوم چې د افغانستان او زمونږه د مظلومو خلکو په خیر وي .پدی خاطر چې د هغوي علمي او سیاسي پوهه ډیره لوړه ده نو ځانته دا جرأت نشم ورکولې چې څه پرې ولیکم.
د کوم شعر بیت دې :
نو ګیله مې ځکه وکړه ،وزما یاره شیرنه .چې:
هلته په نورو بحثونو کې لکه څنګه چې مونږه ګډون کوو ، او په موضوعاتو کې ئی ونډه اخلو ،هغسې دا نور محترم ګډونوال زمونږه سره او زمونږه د فورم سره علاقه نه ښائي او نه ئی ده ښودلې او ونډه هم نه اخلي.
لکه څنګه چې پښتانه د دینوي او نورو مضوعاتو سره مینه لري ، د شعر او پښتو ادب سره د ادبي لیکنو او کیسو سره هم ډیره مینه لري او زیاتره د ټول افغان د بحثونو د فورم ګډونوال د همدې پورتنیو نعمتونو څخه برخمن دي،هم ښه دیني عالمان دي او هم ښه لیکوالان اوسیاستمداران او ښه سیاسي مبصرین،کیسه لیکونکي او شاعران او هم ورسره ښه ټوکیان او جنګیان هم دي.له جنګه مو دې خداي ساتي.
نو خبره راڅخه اوږدیږي آو وخت هم راسره نشته چې دا لیکنه مې څو څو ځلې ولولم چې د کوم محترم ورور د مزاج مخالف مې څه نه وي لیکلې ، او را نه مرور نشي،
نو له محترمو ښاغلو د ټول افغان د بحثونو د فورم ګډونوالو نه په درناوي هیله کوم چې د پښتو ژبې لپاره څه خواږه لري ترخه ئی نه غواړم،دلته مونږه باندې ئی هم پیرزو کړي ،ان شالله مونږه به ئی په دوعاګانو کې له یاده نه باسو.
مینه په تلو راتلو زیاتیږي
کله راځه کله به زه درځم مئینه
(کله راځئ او کله به مونږه درځو ائ مئینانو )
په ډیره مینه،پښتون. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه دسمبر 06, 2011 7:16 pm عنوان : سلامونه |
|
|
سلامونه وروره
په ليکنه کي دي ډير ژور فکر کړي چه يا خو خلک دخپل کلتور او حجري په قدر نه پوهيږي او يا ې مديرانو ته ارزش نه ور کوي؟
که د تربګينت موضوع مينځ ته راغله بيا به ې مونږه هم خوښ شو ،تشويش ې مه کوه
ځکه مونږ په ځان کي داسي شي نه وينو چه څوک راته ګوته ونيسي
او په ښکاره ناري وهو چه خوله ې راکړه هههههها
په دا بدلو نومونو دي په ځان وډار شي لکه دډاره ې چه بدل نومونه په ځان ايښي دي ههههههها
وخت کم دي تربيا |
|
بېرته سر ته |
|
 |
پښتون. ستوري

دغړيتوب نېټه: 14 نومبر 2009 ليکنې: 901
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه دسمبر 07, 2011 5:52 pm عنوان : |
|
|
سلامونه!
وائي چې : کله چې احمد شاه با با مراهټیانو ته ماته ورکړه او ټول هندوستان ئي د خپل واک لاندې راوسته او بیا بیرته قندهار ته ستون شو،په دا وخت کې قندهاریو وړوکې ښار و چې خلک به په ځمکه ناست و او شیان به یی خرڅول ،اوس هم دا حال روان دې.احمد شاه با با اوڅه قومندانان په اسونوسواره چې کله قندهار ته داخل شول نو دې خرڅولو والا یو سړی بل ته وویل : د زرغو نې زوی ته دې پام دې، اوس په آس باندې سور ګرځی ،یو خوا احمد شاه بابا لوی هندوستان تر خپل واک لاندې راوستې وو او بل خوا د پښتون دا حال دې چې په قندهار کې ستوان خرڅه يي خو د حسد د لاسه د خپل پښتون مشری نه منی او نه د خپل اتلانو د لوړوالی احساس لری...پښتانه په دې مرض اخته دي خر څه يي به ستوان ،خو د کبر اوښان به په آسمانو کې تړي،دا عادت د پښتون په خټه احتل شوی دی.
نو په مینه مونږه هیله کوو نه په زور ،او نه ګوندي کو او نه تربګنیت ،هر سړې پیدا دې د خپل کار لره کنه.خیر یو څه ډیر د لیکوالانو قحطي هم په فورم راغلې ده.
تربیا |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه نومبر 28, 2013 9:23 pm عنوان : |
|
|
تل به دي چوپړ کړم ګراني ديري
..............ماته رانجه دي ستا خاوري ديري
په تاکي جرګي اوفيصلي شويدي
..................تندرله پلاره په تا وياړي ديري |
|
بېرته سر ته |
|
 |
watan jan
دغړيتوب نېټه: 16 دسمبر 2013 ليکنې: 63
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه دسمبر 16, 2013 8:33 pm عنوان : |
|
|
سلامونه او نیکي هیلي!
ټولو کوربنو او تر ما مخکي راغلیو میلمنو ته وړاندي کوم |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه دسمبر 17, 2013 4:08 am عنوان : |
|
|
سلامونه
ټول افغان تاسوته ښه راغلاست وايې
ديوه لوي اوازاد افغانستان په هيله
watan jan ليکلي: |
سلامونه او نیکي هیلي!
ټولو کوربنو او تر ما مخکي راغلیو میلمنو ته وړاندي کوم |
|
|
بېرته سر ته |
|
 |
|