د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د شکیل اپرېدي وکیل سمیع اپرېدي هېواد پرېښود

اتل
12.12.2013

اسلام علیکم
د ډاکتر شکیل افریدي و کیل د ګواښونو د فشار په وجه د ملک نه تښتیدلئ دئ. هغه ته ګواښ او د ملک نه تښته څو ابعادلري.

۱. د مدافع وکیل د حق درلودلونه، د ډاکتر شکیل افریدي محرومول، د هغه د بشري حقوقو نقض دئ.

۲. مدافع وکیل سمیع الله افریدي ته ګواښ او د ملک نه فرار کیدل، د هغه دکار د آزادۍ په حق، دپلرني وطن نه دمحرومیدلو او آزاد ژوند کولو په حق تعرض دئ.

۳. سمیع الله ته ګواښ، اصلاً عدالت ته ګواښ اودعدالت د عملي کیدو مح نیوئ دئ.

دالاندې خبر مشال رادیو خپور کړیدئ:

====
د شکیل اپرېدي وکیل سمیع اپرېدي هېواد پرېښود
سمیع اپرېدي ویلي دي چې کله حکومت هغه ته تحفظ باوري کړي نو دوی به واپس راځي او دغه مقدمه به چلوي.
ډاکټر شکیل اپرېدي
12.12.2013
د ډاکټر شکیل اپریدي وکیل سمیع الله اپریدي د نامعلومه کسانو د دهړکو له وجې هېواد پریښودی دی.

د ډاکټر شکیل کېس کې له دوی سره ملګری وکیل قمر ندیم او د دوی خپل منشي سلیم د دې خبرې پخلی وکړو چې هغوی او د هغوی کورنۍ ته له ډیره وخته دړکې ورکول کېدې چې د ډاکټر شکیل مقدمه او وکالت دې نه کوي، هم دغه وجه ده چې هغوی د دی دهړکو له وجې پاکستان پرېښود.

ښاغلي اپرېدي ویلي دي چې کله حکومت هغه ته تحفظ باوري کړي نو دوی به واپس راځي او دغه مقدمه به چلوي.

د دې خبرې پخلی د ډاکټر شکیل اپریدی ورور جمیل اپرېدي هم وکړ.
د وکیل سمیع الله اپرېدي منشي سلیم له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

"وړاندې هم داسې دړکې دوی ته ورکول کېدې خو آخري ځل چې فاټا ټریبونل کې د ډاکټر شکیل د مقدمې اورېدنه وشوه نو د هغې ورستو دړکې نورې هم زیاتې شوې او تر دې چې د مرګ دړکی ورته ورکړل شوې چې دی دې له مقدمې لاس واخلي نو هم دغه وجه وه چې هغه وطن پرېښود او تر څو چې حکومت دوی ته تحفظ نه وي ورکړی تر هغو دوی واپس نه راځي"

سمیع الله اپریدی سره هم په دغې مقدمه کې ملګري وکیل قمر ندیم هم وویل:

"دوی ته به یې اکثر ویل چې دړکی ورته ملاویږی خو چي ما تری تپوس وکړو چې څنګه دړکې نو نور څه به یې نه ويل چې ایا څوک ټېلیفون کوي یا څوک ورپسې تللي یا خط رالیږلی، بله دا چې یو کس مجرم دی یا ملزم دا خو عدالت فیصله کوي زموږ کار خو وکالت دی او کوو به خپل کار بله دا چې دا یو د لوړې کچې کیس دی سخت دی خطره پکې شته خو کوو به یې او باید حکومت تحفظ راکړی"

د یادونی ده چې ډاکټر شکیل اپریدی د القاعده وژلی شوي مشر اسامه بن لادن په باب د امریکا استخباراتي ادارې سي ای اې ته د معلوماتو په تور نیول شوی دی خو په دی لړ کې هېٍڅ ثبوتونه د ډا کټر شکیل پر ضد ملا و نشو. له هغه ورستو په خېبر ایجنسۍ کې د کالعدم وسله والې ډلې لشکر اسلام سره د پاکستاني پوځ پر ضد د مرستو په تور کې مجرم ګرځول شوی دی او هم په دغه لړ کې په فاټا ټریبونل کې د هغه مقدمه روانه ده او وکیل سمیع الله اپریدي سره له نورو ملګرو د ډاکټر شکیل اپریدي وکالت کوي.

د مشال خبریال شبیر جان ګزارش


Re: د شکیل اپرېدي وکیل سمیع اپرېدي هېواد پرېښود

pattang
12.12.2013

هلکه افردی څه کوې؟ هغه خو د سي ای اې اجنټ دی او ډېر ښه
کار شوی دی له پرو پاګندې څخه د داسې مالوميږي لکه چې ته
هم ددې لعنتي خونکارې ، فسادګرې ،قاتلې ،جاسوسي شبکې ته خپله
مذدوري کوي !

quote="اتل"]اسلام علیکم
د ډاکتر شکیل افریدي و کیل د ګواښونو د فشار په وجه د ملک نه تښتیدلئ دئ. هغه ته ګواښ او د ملک نه تښته څو ابعادلري.

۱. د مدافع وکیل د حق درلودلونه، د ډاکتر شکیل افریدي محرومول، د هغه د بشري حقوقو نقض دئ.

۲. مدافع وکیل سمیع الله افریدي ته ګواښ او د ملک نه فرار کیدل، د هغه دکار د آزادۍ په حق، دپلرني وطن نه دمحرومیدلو او آزاد ژوند کولو په حق تعرض دئ.

۳. سمیع الله ته ګواښ، اصلاً عدالت ته ګواښ اودعدالت د عملي کیدو مح نیوئ دئ.

دالاندې خبر مشال رادیو خپور کړیدئ:

====
د شکیل اپرېدي وکیل سمیع اپرېدي هېواد پرېښود
سمیع اپرېدي ویلي دي چې کله حکومت هغه ته تحفظ باوري کړي نو دوی به واپس راځي او دغه مقدمه به چلوي.
ډاکټر شکیل اپرېدي
12.12.2013
د ډاکټر شکیل اپریدي وکیل سمیع الله اپریدي د نامعلومه کسانو د دهړکو له وجې هېواد پریښودی دی.

د ډاکټر شکیل کېس کې له دوی سره ملګری وکیل قمر ندیم او د دوی خپل منشي سلیم د دې خبرې پخلی وکړو چې هغوی او د هغوی کورنۍ ته له ډیره وخته دړکې ورکول کېدې چې د ډاکټر شکیل مقدمه او وکالت دې نه کوي، هم دغه وجه ده چې هغوی د دی دهړکو له وجې پاکستان پرېښود.

ښاغلي اپرېدي ویلي دي چې کله حکومت هغه ته تحفظ باوري کړي نو دوی به واپس راځي او دغه مقدمه به چلوي.

د دې خبرې پخلی د ډاکټر شکیل اپریدی ورور جمیل اپرېدي هم وکړ.
د وکیل سمیع الله اپرېدي منشي سلیم له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

"وړاندې هم داسې دړکې دوی ته ورکول کېدې خو آخري ځل چې فاټا ټریبونل کې د ډاکټر شکیل د مقدمې اورېدنه وشوه نو د هغې ورستو دړکې نورې هم زیاتې شوې او تر دې چې د مرګ دړکی ورته ورکړل شوې چې دی دې له مقدمې لاس واخلي نو هم دغه وجه وه چې هغه وطن پرېښود او تر څو چې حکومت دوی ته تحفظ نه وي ورکړی تر هغو دوی واپس نه راځي"

سمیع الله اپریدی سره هم په دغې مقدمه کې ملګري وکیل قمر ندیم هم وویل:

"دوی ته به یې اکثر ویل چې دړکی ورته ملاویږی خو چي ما تری تپوس وکړو چې څنګه دړکې نو نور څه به یې نه ويل چې ایا څوک ټېلیفون کوي یا څوک ورپسې تللي یا خط رالیږلی، بله دا چې یو کس مجرم دی یا ملزم دا خو عدالت فیصله کوي زموږ کار خو وکالت دی او کوو به خپل کار بله دا چې دا یو د لوړې کچې کیس دی سخت دی خطره پکې شته خو کوو به یې او باید حکومت تحفظ راکړی"

د یادونی ده چې ډاکټر شکیل اپریدی د القاعده وژلی شوي مشر اسامه بن لادن په باب د امریکا استخباراتي ادارې سي ای اې ته د معلوماتو په تور نیول شوی دی خو په دی لړ کې هېٍڅ ثبوتونه د ډا کټر شکیل پر ضد ملا و نشو. له هغه ورستو په خېبر ایجنسۍ کې د کالعدم وسله والې ډلې لشکر اسلام سره د پاکستاني پوځ پر ضد د مرستو په تور کې مجرم ګرځول شوی دی او هم په دغه لړ کې په فاټا ټریبونل کې د هغه مقدمه روانه ده او وکیل سمیع الله اپریدي سره له نورو ملګرو د ډاکټر شکیل اپریدي وکالت کوي.

د مشال خبریال شبیر جان ګزارش[/quote]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more