د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

ملي امنیت: پر ولسمشرۍ ماڼۍ برید کوونکي نیول شوي

اتل
10.12.2013

السلام علیم
د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي، چې کابل کې ۲۲ هغه کسان نیولي، چې د لویو ځانمرګو بریدونو د سمبالولو چارې یې پرغاړه وې.
طالبان وایي تر هغې به د جنګ نه لاس وانخلي، چې خارجي قواوې د افغانستان نه، نه وی وتلې. خو طالبانو د اخبره هیره کړیده چې افغان ولس پدې پوهیږي، چې پخپله په ولس باندې د طالبانو حملې، په ملک کې د خارجي قواوو د حضور سره هیڅ ډول ارتباط نلري.

اصلاٍ طالبان د خپلو اجنبي بادارانو په امر هم افغانان وژني او هم افغانستان ورانوی.
د بي بي سي ننئ رپوټ وایي چې ملي امنیت ۲۲ تنه چې غوښتل یې په کابل کې په مختلفو ځایونو حملې وکړي، نیولي دي.
که دغه ۲۲ تنه په خپلو بلانونو کې کامیاب شوی واي، څومره مسلمانان به یې بیا په وینو کې لت پت کړي وو؟

اوس طالبانو د افغان ولس په وړاندې اعتبار بایللئ، او دطالب قول د موچي قول شویدئ. همدا علت دئ چې دطالبانو نه ډله ډله جګړه ماران جلا کیږي او عادي ژوند ته راګرزي. پرون په کندهار کې دیرش تنه د سولې د پروسې سره پیوست شول او د طالبانو په نفع یې د جنګ نه لاس واخیست. دوی وویل چې طالبان د بیګانه ګانو په امر جګړه کوي.
===
ملي امنیت: پر ولسمشرۍ ماڼۍ برید کوونکي نیول شوي
د خپريدو وخت: 11:55 گرینویچ - سه شنبه 10 ډسمبر 2013 - 19 لیندۍ 1392
د ملي امنیت د ریاست ویاند فرید شمال د سې شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، دغه ریاست داسې کسان هم نیولي، چې پر ولسمشرۍ ماڼۍ او نورو حکومتي بنسټونو یې د بریدونو پلان درلود.

دوی وايي، چې په دغو نیول شویو کسانو کې ځانمرګي برید کوونکي هم شامل دي.

ملي امنیت وايي، د نیول شویو کسانو په ډله کې هغه برید کوونکي هم دي، چې د تېرې مشورتي لویې جرګې او پر ولسمشرۍ ماڼۍ د برید هوډ یې درلود.
د امنیتي چارواکو په وینا، له دغو کسانو سره ډېرې وسلې او مهمات هم نیول شوي، چې په وینا یې په ځانمرګو بریدونو کې کارېدونکي له چاودېدونکو توکو پنځه ډک واسکټونه هم دي.
چارواکي وايي، په تېرو لسو ورځو کې یې د نهو ځانمرګو بریدونو مخه نیولې ده.

ملي امنیت وايي، که چېرې امنیتي ځواکونو دغه کسان نه وای نیولي، کابل به یوځل بیا د خونړیو بریدونو شاهد و.
د ملي امنیت ویاند زیاتوي، چې برید کوونکو په دوو لاسي کراچیو کې بمونه ځای پرځای کړي وو، چې د سبزي د خرڅولو په پلمه يې غوښتل، د مشورتي لویې جرګې ځای ته ورنژې کړي.
هغه دا هم وویل، چې د ځانوژونکو یوه بله ډله یې د سید نور محمد شاه مېنه کې نیولې ده.

سرچینه وايي، په کابل کې یې د انسان تښتوونکو یوه بله ډله نیولې، خو وايي په اړه به یې رسنیو ته وروسته نور جزییات ورکړي.

Re: ملي امنیت: پر ولسمشرۍ ماڼۍ برید کوونکي نیول شوي

pattang
10.12.2013

انډيواله ته خو داسې ښکاري لکه د اشغالګرو او دفاسد رژيم دملي
امنیت وياند چې یې ! وخت مه ضايع کوه، ته دطلوع او لمر د
تلوېزيونو خبرې تکراروې چې دواړه یې د cia په مرسته چليږي !

[quote:38f29adfaa="اتل"]السلام علیم
د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي، چې کابل کې ۲۲ هغه کسان نیولي، چې د لویو ځانمرګو بریدونو د سمبالولو چارې یې پرغاړه وې.
طالبان وایي تر هغې به د جنګ نه لاس وانخلي، چې خارجي قواوې د افغانستان نه، نه وی وتلې. خو طالبانو د اخبره هیره کړیده چې افغان ولس پدې پوهیږي، چې پخپله په ولس باندې د طالبانو حملې، په ملک کې د خارجي قواوو د حضور سره هیڅ ډول ارتباط نلري.

اصلاٍ طالبان د خپلو اجنبي بادارانو په امر هم افغانان وژني او هم افغانستان ورانوی.
د بي بي سي ننئ رپوټ وایي چې ملي امنیت ۲۲ تنه چې غوښتل یې په کابل کې په مختلفو ځایونو حملې وکړي، نیولي دي.
که دغه ۲۲ تنه په خپلو بلانونو کې کامیاب شوی واي، څومره مسلمانان به یې بیا په وینو کې لت پت کړي وو؟

اوس طالبانو د افغان ولس په وړاندې اعتبار بایللئ، او دطالب قول د موچي قول شویدئ. همدا علت دئ چې دطالبانو نه ډله ډله جګړه ماران جلا کیږي او عادي ژوند ته راګرزي. پرون په کندهار کې دیرش تنه د سولې د پروسې سره پیوست شول او د طالبانو په نفع یې د جنګ نه لاس واخیست. دوی وویل چې طالبان د بیګانه ګانو په امر جګړه کوي.
===
ملي امنیت: پر ولسمشرۍ ماڼۍ برید کوونکي نیول شوي
د خپريدو وخت: 11:55 گرینویچ - سه شنبه 10 ډسمبر 2013 - 19 لیندۍ 1392
د ملي امنیت د ریاست ویاند فرید شمال د سې شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، دغه ریاست داسې کسان هم نیولي، چې پر ولسمشرۍ ماڼۍ او نورو حکومتي بنسټونو یې د بریدونو پلان درلود.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي، چې کابل کې ۲۲ هغه کسان نیولي، چې د لویو ځانمرګو بریدونو د سمبالولو چارې یې پرغاړه وې.
دوی وايي، چې په دغو نیول شویو کسانو کې ځانمرګي برید کوونکي هم شامل دي.

ملي امنیت وايي، د نیول شویو کسانو په ډله کې هغه برید کوونکي هم دي، چې د تېرې مشورتي لویې جرګې او پر ولسمشرۍ ماڼۍ د برید هوډ یې درلود.
د امنیتي چارواکو په وینا، له دغو کسانو سره ډېرې وسلې او مهمات هم نیول شوي، چې په وینا یې په ځانمرګو بریدونو کې کارېدونکي له چاودېدونکو توکو پنځه ډک واسکټونه هم دي.
چارواکي وايي، په تېرو لسو ورځو کې یې د نهو ځانمرګو بریدونو مخه نیولې ده.
د ملي امنیت د ریاست ویاند فرید شمال د سې شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، دغه ریاست داسې کسان هم نیولي، چې پر ولسمشرۍ ماڼۍ او نورو حکومتي بنسټونو یې د بریدونو پلان درلود.

ملي امنیت وايي، که چېرې امنیتي ځواکونو دغه کسان نه وای نیولي، کابل به یوځل بیا د خونړیو بریدونو شاهد و.
د ملي امنیت ویاند زیاتوي، چې برید کوونکو په دوو لاسي کراچیو کې بمونه ځای پرځای کړي وو، چې د سبزي د خرڅولو په پلمه يې غوښتل، د مشورتي لویې جرګې ځای ته ورنژې کړي.
هغه دا هم وویل، چې د ځانوژونکو یوه بله ډله یې د سید نور محمد شاه مېنه کې نیولې ده.
ملي امنیت وايي، که چېرې امنیتي ځواکونو دغه کسان نه وای نیولي، کابل به یوځل بیا د خونړیو بریدونو شاهد و.
سرچینه وايي، په کابل کې یې د انسان تښتوونکو یوه بله ډله نیولې، خو وايي په اړه به یې رسنیو ته وروسته نور جزییات ورکړي.[/quote:38f29adfaa]

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more