د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

یوه مشهوره څېره

s.sharifi45
07.12.2013

محمد بن عبد الوها ب النجدي
دنجد په علاقه کي یې نړۍ ته ستر ګي پرانستي دي
اوپه شاوخوا ۱۲۲۰ه ق سنه کي یې دیوه بدعت پرضد بل بد عت ته لاره پرانسته او دهغه دډېرو نږدو کسانو څخه نقل دی
چي څوک به یې ودین ته داخل سو اودده دعوت به یې ومانه نودحج دراګرځولو امر به یې ورته کاوه که به مالدار وو او حج به یې کړی وو په اولو وختونو کي ددعوت به یې خلګ په سر خریلو امر کول او دسیماهم التحلیق مصداق به یې ځان کرځاوه پلار او ورور یې په وړکتوب کي لا په ده کښي دسر کښۍ علامي محسو سولې او داسلامي نړۍ په مخکښي يۍ یو ګواښ بلی پلارمرحوم یې وفات سو او ده ددې پر ځای چي دهغه پر پله پل کښيږ دي بلکه دهغه مخالفت یې شروع کړ پلار یې دحنبلي مذهب یو ډېر ښه عالم وو خوزوی یې دمذهب تادابونه په لغته ووهل او دټولوفقهاوولکه حنبلیه شافعیه مالکیه حنفیه څخه یې سر غړونه وکړه او دالله [ج]ددې قول مصداق سو
وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءَتْ مَصِيرًا النساء(115) اودسواد اعظم دامت څخه یې وځانته جدا لاره جوړه کړه دده دعوت په لومړي پړاو کښي مناسب رنګ در لود له دې کبله یې زیاتو علماوو ملاتړ وکړخوڅه موده وروسته یې دومره شدت اختیار کړ چي دهغه علماوو دبېزارۍ سبب وکرځید او دمسمانانو په منځ کي دهغولپاره سردرد وګرځېد علماوو دده ددعوت مقابله شروع کړه او په کتابونو تقریرونو سره یې ددوی هدفونه دخنډ سره مخامخ کړل اوددوی پر ضد یې فتواوي نشر کړې ځکه نو علامه ابن عابدین فرمایي وَقَعَ فِي زَمَانِنَا فِي أَتْبَاعِ عَبْدِ الْوَهَّابِ الَّذِينَ خَرَجُوا مِنْ نَجْدٍ وَتَغَلَّبُوا عَلَى الْحَرَمَيْنِ وَكَانُوا يَنْتَحِلُونَ مَذْهَبَ الْحَنَابِلَةِ ، لَكِنَّهُمْ اعْتَقَدُوا أَنَّهُمْ هُمْ الْمُسْلِمُونَ وَأَنَّ مَنْ خَالَفَ اعْتِقَادَهُمْ مُشْرِكُونَ ، وَاسْتَبَاحُوا بِذَلِكَ قَتْلَ أَهْلِ السُّنَّةِ وَقَتْلَ عُلَمَائِهِمْ
علامه خپل دوخت مثال دخوارجو دوخت سره ورکوي اووايي
ژباړه لکه زموږ په زمانه کښي دمحمد بن عبد الوها ب په اتباعو کي
هغه کسان چي له نجده راوووتل او پر حرمینو،کعبه مشرفه اومدینه منوره،یې غلبه لاسته راوړل ،دجنبلي مذهب دعوه یې کوله
خو دایې عقیده وه چي یوازي موږ مسلمانان یواو څوک چي زموږ دعقیدې څخه مخالفت وکړي مشرکان دي او په دغه عقیده سره یې داهل السنة اودهغوی دعلماوو وژل روا وګڼل . ګرانه لوستونکیه فیصله ستا حق دی اومعلومات ما در کړل او داد کتا بونو غورچاڼ دی کومه دځان خبره ور په کښي نه دهاضافه سو ې او که ژوندوو دیوې بلي فتنې په اړه به هم معلومات درزسره شريک کړم چي برېلویت دی
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more