د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د حکمتیارصاحب کرزي ته لیږل شوی خط!

pattang
03.12.2013

افرين او سل افر ينه حکمتيار صيب الله دې ژوندی لره .

د حکمتیارصاحب کرزي ته لیږل شوی خط!
سلام او الهي رحمت پر هغو چي له الله تعالى پرته بل ته سر نه ټيټوي او عزت په اسلام او خپلواكۍ كي لټوي.
ښاغليه!
دا راته مناسبه وبرېښیده چي د مشورتي جرگې په پاى كي او له امريكا سره د امنيتي تړون تر لاسليك وړاندي ځيني ضروري مطالب ستاسو مخي ته كښیږدم، دا مطالب مي د يوه پيغام له لاري ستاسو دفتر ته ولیږل، دا دئ د يوه ليك له لاري ئې هم تاسو ته لیږم:
ښه به وي چي د خپلي واكمنۍ په دې وروستيو شیبو كي داسي څه وكړې چي ماضي جبران كړي او په تاريخ كي تا ته نیك نوم پرېږدي، معلومه نه ده چي ژوند به څومره نور درسره ياري وكړي، د امنيتي تړون تر نامه لاندي د هیواد د پلورلو وثيقه مه لاسليك كوه، باور وكړه چي د غلامۍ د دې شرمناكي وثيقې ترلاسليك مرگ ډېر ډېر شرف لري، پر خپلو شرائطو ټينگار وكړه، له دې هيڅ وېره او اندېښنه مه لره چي امريكا خپل فوځونه وباسي او خپلي مرستي بندي كړي، د هغو ذليلو وطن پلورو مشوره مه منه چي وايي: كه بهرني ځواكونه ووځي نو پر افغانانو به تندر راپرېوځي، كه دا اندېښنه سمه هم وي چي هيڅكله نه ده؛ نو غوره دا ده چي ته ئې راتلونكي حكومت ته پرېږدې.
يوازي هغه ذليل او سپك انسان به د دې ننگين سند د لاسليك حمايت كوي چي يا كمونيستان دي يا هغه چي نه دين او مذهب لري او نه شرف او غيرت، هيڅ باشعور او له حقائقو خبر انسان به دا ادعاء ونه كړي او له هيچا به ئې ونه ومني چي ناټو افغانانو ته صلح او امنيت راوستى يا به ئې راولي، او د بهرنيو ځواكونو په شتون كي به جگړه پاى ته ورسیږي، د تیرو دولسو كلونو جگړو وښوده چي دا ادعاء دروغجنه او بې بنسټه ده. دا هم خوشې او پوچه وينا ده چي د اته څلوېښتو هېوادو ځواكونه موږ د دوه وو گاونډيو له شره ژغوري، گواكي لوى او پراخ شر د وړوكي احتمالي شر مخه نيسي!!
دا مسخره وينا همغه د كمونيستانو پرونۍ پوچه وينا ده چي نن ئې د دوى تر څنگ نور وطن پلوري هم زمرزمه كوي، حقيقت دا دئ چي گاونډيانو هغه مهال موږ ته زيات تاوان رسولى چي د اشغالگرانو ملگرتيا ئې كړې، د اشغالگرانو له ملتيا پرته هغوى موږ ته د تاوان رسولو توان نه لري.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more