tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : شنبه نومبر 30, 2013 7:37 am عنوان : دوطن دديري يادونه |
|
|
دوطن دديري يادونه
ملکه په خيرراغلي په ليمو موقدمونه
......................ايله بيله چه مووکړل په مونږه ګذرونه
ورونو ستړي مه شي راځي کټو کي کښيني
........................................هلکه زرشه ورته کيږده بالښتونه
ملکه داځلمي راته ستا ځوي ښکاري
................... هو، مال دخداي اوس يې راغلي دي بريتونه
هلکه څه شوي زرشه چلم ورته تازه کړه
.......................ديخ منګي له اوبو نه ورته ډک کړه کنډولونه
بياپه منډه کورته لاړشه اوبه به وي جوش شوي
..............................مساله داره ګوړه اودچاي راوړه پتنوسونه
خانه زړه په زړه اينه ماغوښتل ليدلوته دي راشم
.... په وطن فروشانودي تندر راګزار شي اوس درته وايمه حالونه |
|