د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ګیرو خلک تر پزې راغلي.

میرویس
27.11.2013

ګارنو لوستونګ، السلام علیکم
د غزني د ولایت د ګیرو د ولسوالۍ خلک وایي چې د طالبانو د زور زیاتې نه ستومانه شویدي. خلکو د طالبان پر خلاف لاریون کړیدي، او وایي چې که طالبان ځان اصلاح نکړي په مقابل کی به یې پاڅون وکړي. طالبانو د ګیرو او اندړو د ولسوالیو تر منځ لوی پل په بمونو الوزولئ دئ، او ولسونو ته یې بې شانه زیات تکلیفونه اومشکلات اړولي دي.
دالاندې مضمون خبریال خپور کړیدئ:
===
د غزني په ګیرو کې د وسلوالو طالبانو پر ضد ولسي خلکو لاریون وکړ
27 Nov 2013, 4:43
لیک غټ کړئ / لیک کوچنی کړئ د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ سلګونو اوسیدونکو د وسلوالو طالبانو پر ضد لاریون وکړ .
لاریون کوونکو په خبره چې دوی ځکه لاریون ته مجبور شول چې وسلوال طالبان په لویو لارو کې ماینونه ځای پر ځای کوي او سیمي خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړيدي.
لاریون کوونکي چې د ګیرو د شیلی او ښال کلیو اوسیدونکي دي وايي چې دوی د وسلوالو طالبانو له کړنو تر پوزي راغلي او د سیمي په ټولو لارو کې یې ماینونه ځای پر ځای کړي چې له امله یې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
لاریون کوونکي وايي چې که چېرې وسلوال طالبان د دوی غوښتنې ونه مني او له عامه لارو څخه ماینونه پاک نه کړي نو مجبوريږي چې په ولسي پاڅون لاس پوري کړي.
د ګیرو ولسوال عبدالله خیرخواه هم دا مني چې په سیمه کې د وسلوالو طالبانو پر ضد لاریون شوی چې پکې سلګونو کسانو ګډون کړی وو.
د یادونې وړ ده چې پرون ماښام د ګیرو ولسوالۍ اندړو ترمنځ لوی پل هم وسلوالو طالبانو په ماینونو الوځولی وو چې د چارواکو په خبره پکې یو ماشوم وژل شوی او یوه انجلی ټپي وه.
ابدالي محزون


تيمور
28.11.2013

سلامونه او نېکې هیلې،
میرویس خانه، ستاسو لیکنه او برداشت به سمه وي خو دا یو موضوع د پام وړ دي او هغه دا چی دا طالبان ولی دومره جاهل او بی عقل دی چی تل د نورو د توطعئ او ګټی لپاره کار کوی او زمونږ خوار او بی بس ملت قربانی کوی؟ آیا دوی په رښتیا دومره جاهل او بی عقل انسانان دي او یا؟؟؟
په درنښت،


pattang
28.11.2013

د ستاسو هغه بې لارې ،لنډغر ، بجه بازان ،بچه بېريشان ، چرسيان
د cia پټ لښکر اربکيان چېرې دی او که هغه فاسقين غازي طالبانو
جهنم ته ولېږل ؟
دګيرو خلک دې د طالبانو په وړاندې مظاهرې نکوي ، هغوی دې
د صليبي اشغالګرو په ضد مظاهرې وکړي چې سوله راشي !

خو پر دې فاسدينو دالر خوړل ګران او ناموس خرڅونه ارزانه ده!
نالت پر دې فاسدو !!


هي ازادئ!

عبدالحميد/افغ
29.11.2013

ډېرکسان په دې انددي چي خارجیان له کران افغانستان څخه وځي، اودوۍ داوايي چي خارجیان په افغانستان کي دسولی اوثبات درامنځ ته کېدوعمده عوامل دي.
هو ! په تېروديارلسوکالوکي امریکاهومره امن ، سوله اوثبات راوستئ دئ چي هرچاته معلوم دئ .
ددوئ په اصطلاح -ترهګرو- نوره هم وده وکړه ،جنګ نورلاپرمخ روان دئ مندي موبوري شوې ،ښځي موکونډي شوې ، بچيان موږيتيمان شول ، کورونه موتباه شول ، وطن مودبل په لاس شو ، دمظلومانوآهونه تراسمان ورسېدل خونه ددوئ اهداف پکي ترسره شول اونه يې ترهګر پرشاکړل.
په پائ کي بيادپرېکړي ګوته طالبانوته نيسي.
اي درنووطنوالو !
تاسي بايد دغرب ودهغوۍ دغلامانو په وړاندي مبارزې وکړئ ؛ ځکه همدوئ دي چي دجنګ اور ته لمن وهي ، اوددوئ په پاته کېدوسره به هم نور هم په ګران افغانستان کي جګړه په زور کي شي .
خودافسوس ځائ دادئ چي هغوئ به په خپلو کمپونو کي غوړ اوارام ناست وي امرونه به کوي ، خوزموږ نا خبره ملي ځوانان له طالبانو سره جنګوي ، دخپلوشومو اهدافو دپاره افغانان قرباني کوي ، خوټول دملی اردو عسکر دی پوه شي چي که امریکا ستاسو دلاپياوړتيا دپاره راغلي وي اوهغوستاسو کومک کوي نو بيا هغوي ولي بغلو ته سول اوتاسي يې دسراومال دخطر وډګر ته وړاندي کړلاست .
تاسي بايدجګړې ته امریکایان مخته کړی ترڅوستاسي ژوند په بې لاری کي صرف نشی ، اوکه له يوې خواافغانان وژل کيږي خوله بلي خوابه امریکایان وژل کيږي .
هي الله ! ته په هرڅه عالم ذات يې ، ستا ومخلوق دهدايت لاره وښيه ، پّ خپل فضل اوکرم سره ، آمين امين آمين .


میرویس
03.12.2013

تیمور وروره، اسلام علیکم
وايي یو پټئ ریشقه یې وخوړه، ته یې لا مږه بولې.
طالبانو د القاعدې د لاسه زموږ ملک د نړیوالو قواوو او تروریزم تر منځ د جنګ په میدان بدل کړ، ته یې لا ناعاقبت اندېشان نه بولي؟  طالبان غولیدليدي. د یوې ډلې یې دافراطیت جنون یې په سر کیوتئ، او بله ډله یې قدرت ته د رسیدو دپاره هيڅ ډول پولې او حدود نه پیژني.
الله جل جلاله دې د حق او باطل ترمنځ ددوی د توپیر سترګې خلاصې کړي.


میرویس
03.12.2013

پتګه صاحب، السلام علیکم
ورورجانه، که د غزني د ګیرو خلک د ولسي پاڅونوالو، او خارجي قواوو نه همداسې تر پزې راشي، لکه د طالبانو نه چې راغلي دي، پدې باور وکړه چې دهغوی په مقابل کې به هم ودریږي.
ددې متل فلسفه مه هیروه: [چې په تنګ شي، په جنګ شي].

کاشکې ته خو یو ځل هم د طالبانو قتلونو ته مازې په رمازه کې اشاره وکړې، بیا به دې خبرې یو څه وزن پیدا کړي.
الله دې انصاف درکړي.


میرویس
03.12.2013

عبدالحميد/افغ، السلام علیکم
ستاسې دُعا دې پاک رب پخپل دربار کې مقبوله او منظوره کړي، ترڅو د افغان ولس روان ناورین پای ته ورسیږي.

وروجانه مسئله اساساً دا نده چې خارجي قوتونو په افغانستان کې صلحه ټینګه نکړئ شوه، بلکه اصلي ټکئ دادئ چې که دغه د څلویښتو نه د زیاتو ملکونو چې مسلمانان هم پکې شامل دي، قواوې نه وای راغلې، زموږ په ملک به د طالب او القاعدې د لاسه څه راغلي واي؟

تاسې ولیدل چې طلب په خپل حکومت کې څه وکړل، او ولي یې ترورستان زموږ ملک ته راوستل او روانه غمیزه هم د طالب او القاعدې د ترورستانو سوغات دئ چې موږته یې را په برخه کړ.

اوس په عوض ددې چې ووایي چې طالبان دې د پردیو ټوپک د اوږې نه کوز کړي، ترورستان دې وشړي، د ولس ارادې ته دې غاړه کیږدي، د اسلامي ارشاداتو او افغان ولس د غوښتنې دې ومني، ته وایي چې کناه د طالبانو نه، بلکه د خارجي اشغال ګرو ده.

په عوض ددې چې طالبانو ته ووایي چې د خپلو پلورل شوو مشرانو نه لاس واخلي، او دولس سره يوځای شي ، ته عسکرو ته کوته نیسي. ته وګوره چې څوک متعرضین دي، او څوک جنګ کوي؟

القاعدې خارجي قواووې مجبورې کړي چې دلته راشي، او اوس یې جنګ ته طالبان مخ ته کړي، پخپله د پردې تر شا کار کوي.
ولس دطالبانو نه تر پزې راغلئ او د طالبانو پرخلاف پاڅونونه کوي، نه د خارجیان، ځکه چې خارجیان لګیا دي وزي، خو د طالب اوالقاعدې ترورستي اعمال او عقاید پر ولس تحمیلیږي ، او ولس یې نه غواړي.
آلله دې د عدالت سترګې و غړوه.


pattang
03.12.2013

نه داسې نده !
نن ورځ هغه پروني ډېر تنګ ،دالرو ازاد کړي ،
پرونۍ پېغور او سپېګانه نن وياړ ګرزېدلې دي ۰
زما دکورنۍ ۵ نفره شهيدان صليبيانو وژلي اونه طالبانو او
جاسوسان یې هم داسې خلک وو لکه ځينې ګېرووال !
نالت پر هغو چې دصليب جنايت پټوي !

[quote:d0d3b8bbe4="میرویس"]پتګه صاحب، السلام علیکم
ورورجانه، که د غزني د ګیرو خلک د ولسي پاڅونوالو، او خارجي قواوو نه همداسې تر پزې راشي، لکه د طالبانو نه چې راغلي دي، پدې باور وکړه چې دهغوی په مقابل کې به هم ودریږي.
ددې متل فلسفه مه هیروه: [چې په تنګ شي، په جنګ شي].

کاشکې ته خو یو ځل هم د طالبانو قتلونو ته مازې په رمازه کې اشاره وکړې، بیا به دې خبرې یو څه وزن پیدا کړي.
الله دې انصاف درکړي.[/quote:d0d3b8bbe4]


میرویس
04.12.2013

پتنګ وروره، السلام علیکم
ورورجانه، د افغانستان په روانه غمیزه کې چې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل راهیسي تر ننه روانه ده، ګمان نه کوم چې زما په شمول دې هېڅ کورنۍ بې داغه پآتې شوې وي. په بعضې حالاتو کې تاسې وینئ اواورئ چې غونډې کورنۍ تباه شوې او د بقا نوغئ یې ندئ پاتې شوئ.

تاسې او نورو ټولو افغانانو ته چې خواږه خپلوان یې د لاسه ورکړي صبر جمیل او شهیدانو ته فردوس جنت د الله جل جلاله د بارکاه نه تمنا کوم.

وروه، موږ انسانان ډیر ضعیف او نازک احساسات او عواطف لرو، حتماً په خپلو قضاوتونو او کړو وړوکې د خپلو ځانګړو هیلو، کساد یا غچ اخیستلو تر اثر لاندې راځو.

ورورګله، زموږ اوهام، خیالات، احساسات، عواطف، رحم او غوصه باید زموږپه فیصلو، روزمره ژوند، د خوشحالۍ، غم، جنګ، جهاد، دین او مذهب او د الله تعالا د اوامرو په پیروۍ، او دملک د بقا او علیا ګټو په مسائلو کې د خیل نکړو اوپرې نږدو چې خدای مه کړه له یوې خوا په دین او دنیا مؤخوذه شو او له بلې خوا د خپلو شخصي غوښتنو او اغراضو پر بنا د ملت او ملک سره جفا وکړو اودنه بښونکي او نه تلافي کیدونکي خیانت سبب شو.

موږ باید هغه لار غوره کړو چې ټول ملت پرې رضا وي، نه محدودې ډلې ټپلې.
زه اوس ستاسې په خیالاتو بهتره پوهیږم او خواخوږي درسره لرم.
لطفاً هر څه د حب علي او بغض معاویه په میچ مه سنجوه، هغه څه وکړه چې ولس یې غواړي او ممکن وي، ممکن وي، ممکن وي او ممکن وي، عملي کیدای شي، عملي کیدای شي او عملي کیدای شي.
ډ الله ملاتړ درسره غواړم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more