د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

طالبانو د کابل د ځانمرګي برید مسوولیت واخیست

مساپر
20.11.2013

السلام وعلیکم ورحمة الله،

ټولو قدرمنو ورونو او خویندو ته نیکی هیلی و احترامات تقدیم وی او الله (ج) دی وکړی چه ټول روغ او رمټ اووسی.
د کابل ځانمرګی برید چې د ښوونې او روزنې پوهنتون ته مخامخ په څلور لاري کې د پوليسو پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې وشو، او په دې پيښه کې ۶ تنه زمونږ بیګناه افغانان شهیدان شوي او ۲۳ نور ژوبل دي، چې متأسفانه په مړو او ټپیانو کې د ښوونې او رونې پوهنتون محصلین، د سیمې یو قصاب او لارویان مسلمانان هم شامل دي.
بلخوا دطالبانو ویاند ذبیح اله (مجاهد) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ددې شیطاني حملې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

قدرمنو! هیوادوالو، الله تعالی په خپل مبارک کلام کې داسې فرمایلي دي:
وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُّتَعَمِّداً فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِداً فِيهَا وَغَضِبَ اللّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَاباً عَظِيماً)- النساء93
ترجمه: او هر څوک چې مړ کړي کوم مؤمن په قصد سره (او د مسلمان دغه قتل روأ هم وګڼي) نو جزأ د ده دوزخ دي (په داسې حال کښی) چې تل به وي دې (دغه حلال ګڼونکی د قتل) په دوزخ کښې، او غضب (قهر) کړي دي، الله په ده باندې او لری کړي دي (الله) دا قاتل له خپل رحمت څخه او تیار کړي دي ده ته عذاب ډېر لوي.

پوښتنه دا دي چې طالبان ولي دغه راز د اسلام ضد کارونه کوي؟

مننه روغ او بریالی اوسی،


Re: طالبانو د کابل د ځانمرګي برید مسوولیت واخیست

pattang
20.11.2013

داخو سخته خبره نده !
طالبان په قصد عام خلک نه وژني هدف یې اشغالګر او دهغوی
ملګري دي ! ډېر ځله cia او د نظار فاسده شورا خلک وژني او په
طالبانو یې ورتپي چې نوم یې بد کړي!
تاسو امريکايان وباسۍ له کلتوري او سياسي ملګرتيا یې لاس واخلۍ دسولې ضمانت زه درکوم !!!

[quote:b9cf4e88bc="مساپر"]السلام وعلیکم ورحمة الله،

ټولو قدرمنو ورونو او خویندو ته نیکی هیلی و احترامات تقدیم وی او الله (ج) دی وکړی چه ټول روغ او رمټ اووسی.
د کابل ځانمرګی برید چې د ښوونې او روزنې پوهنتون ته مخامخ په څلور لاري کې د پوليسو پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې وشو، او په دې پيښه کې ۶ تنه زمونږ بیګناه افغانان شهیدان شوي او ۲۳ نور ژوبل دي، چې متأسفانه په مړو او ټپیانو کې د ښوونې او رونې پوهنتون محصلین، د سیمې یو قصاب او لارویان مسلمانان هم شامل دي.
بلخوا دطالبانو ویاند ذبیح اله (مجاهد) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ددې شیطاني حملې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

قدرمنو! هیوادوالو، الله تعالی په خپل مبارک کلام کې داسې فرمایلي دي:
وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُّتَعَمِّداً فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِداً فِيهَا وَغَضِبَ اللّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَاباً عَظِيماً)- النساء93
ترجمه: او هر څوک چې مړ کړي کوم مؤمن په قصد سره (او د مسلمان دغه قتل روأ هم وګڼي) نو جزأ د ده دوزخ دي (په داسې حال کښی) چې تل به وي دې (دغه حلال ګڼونکی د قتل) په دوزخ کښې، او غضب (قهر) کړي دي، الله په ده باندې او لری کړي دي (الله) دا قاتل له خپل رحمت څخه او تیار کړي دي ده ته عذاب ډېر لوي.

پوښتنه دا دي چې طالبان ولي دغه راز د اسلام ضد کارونه کوي؟

مننه روغ او بریالی اوسی،[/quote:b9cf4e88bc]


طیب زابلی *
21.11.2013

په قرآن کریم کی داسی ایاتونه هم شته:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (51)سورة المائده)
ژباړه:ای مومنانو تاسو یهود اونصارا دځان دوستان(ملګری) مه جوړوئ،دوئ ځینی دځینو دوستان(ملګری )دی ،اوکه له تاسوڅخه چا ددوئ ملګری وکړه نو بېشکه هغه له
دوئ څخه ده،(ددوئ په ډله کی حساب ده او ددوئ په حکم کی ده)اوبېشکه الله ظالم قوم ته هدایت نه کوی،
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (57) المائده)
ژباړه:ای مومنانو تاسو هغه خلک چی دوئ ستاسو په دین لوبی اومسخری کوی چی هغه هغه کسان دی چی ترتاسو وړاندی دوئ ته کتاب (تورات / انجیل) ورکول شوی ده،اوکافران،دځان دوستان اوملګری مه جوړوئ،او له الله څخه وبیریږئ که رښتیا مومنان یاست،(له انګریزانو او امریکایانو څخه مه بیریږئ)
وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ )البقره)
ژباړه:اوهیڅ کله به ستاڅخه یهود اونصاری راضی نه شی ترڅو چی ته ددوئ ددین تابع نه شی،


مساپر
21.11.2013

زابلی صیب سلام اعلیکم و رحمته الله،

متأسفانه چې حقیقت بل شي دئ، وژل شوي مظلومان ټول زمونږ بیګناه مسلمانان دي. دلته زما مقصد نه یهود دي او نه هم نصاری، بیا هم وایم چې زما مقصد دا دي چې طالبان ټول (الحمدُ لله) ځانونه مسلمانان وایي خو ولی هره ورځ زمونږ بیګناه هیوادوال شهیدان کوي؟

تاسو لطف وکړی مونږ ته یو یهود او نصاری وښه یي چې په دغه پیښه اویا برید کې وژل شوي دئ. که داسې یو کار شوي وي، نو تاسو بالکل برحق یاست. خو بیاهم پوښتنه ډیره واضحه او روانه ده. تاسو ولی د حق ویلو څخه ویره لري؟

مننه او په درناوئ،


تيمور
28.11.2013

سلامونه او نېکې هیلې،
مسافره وروره، که ستاسو لیکنه او برداشت به سمه وي خو دا یو موضوع د پام وړ دي او هغه دا چی دا طالبان ولی دومره جاهل او بی عقل دی چی تل د نورو د توطعئ او ګټی لپاره کار کوی او زمونږ خوار او بی بس ملت قربانی کوی؟ آیا دوی په رښتیا دومره جاهل او بی عقل انسانان دي او یا؟؟؟
په درنښت،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more