د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په امریکا باندې د ولسمشر کرزي سیاسي بریدونه

ډاکتر وطنمل
25.11.2013

د افغان ولسمشردا سیاسی یرغل څنګه ارزوئ:

http://www.taand.com/archives/14287


پتوال
25.11.2013

کرزی د نر بچی دی
......................په رښتیا چې قنداری دی

پرون پورې چې هرڅه و
......................... خو نن لکه زمری دی

د تړون د لاسلیک له پاره د سولې او امنیت شرط په سیاسی لحاظ امریکا د تیز له رګ څخه نیول دي . امریکا هدف د جنګ له لارې دا تړون په افغانستان تحمیلول و، خو کرزی غواړي د تړون د لاسلیک د ځنډولو له لارې په افغانستان کې دسولې او امنیت راوستل په امریکا تحمیل کړي!
ده په زغرده اعلام وکړ چې له همدې شیبې وروسته امریکایان نشي کولای په افغانستان کې خڅوک په خپل سر ووژڼي او یا د ورځې یا شپې له مخې د کوم افغان په کور ور ننوځي!
نومړی پوه دی چې جګړه دواړو خواوته امریکا اړو پاکوستان په ګډه سره پر د همدې تړون د لاسلیک له پاره پر مونږ تحمیل کړې ده او ترهغه پورې به لاس لیک نشي چې سوله او امیت يې بیرته دې هیواد ته نه وي راوستلی!
ټول هغه کسان چې په جرګه، پارلمان او د هیواد په داخل او خارج کې ددې تړون په لاس لیک کولو زور غورځوي او د سولې او امنیت له خوندي توب دمخه يې امضاکول غواړي شعوري یا غیر شعوري د امریکا په ګټه له هیواد او ملت سره خیانت کوي .
له سولې نه هدف دجګړې ختمول دي د روغې جوړې له لارې!


اکرم
26.11.2013

.........:


tandar
26.11.2013

خرعيسي راګر مکه برند ،هنوز خرباشد
د cia اګينټ ته زمري خطاب کول دافغانيت له لحازه يوجرم دي
مرګ په وطن فروشانو


larghonay laraway
26.11.2013

وايي د قافلې سالار پيره دار نيولی ؤ چې د شپې کله قافله وال ويده شي نو دی به يې مالونه ساتي!
يوه شپه څلوېښت غله راغلي وو نو پيره دار ويده ؤ، غلو ټول مال لوټ کړی ؤ او دی راويښ شوی نه ؤ. په دې کې يو غله ويلي وو راځئ چې له دې ويده پيره دار سره هغه بل کار هم وکړو.
نهه دېرش نفرو ورسره همغه معامله کړې وه او په څلوېښتم نفر پيره دار راويښ شوی ؤ. دا چې پيره دار د کرزي غوندې خشميدلی ؤ نو په غلو يې بريد کړی ؤ او ټول يې تړلي وو.
پيره دار توقع لرله چې قافله سالار به انعام راکړي خو پوهېږئ قافله سالار څه وکړل؟
پيره دار يې مجازات کړ ويې شړلو او ورته ويې ويل:
(ستا بيداريدو ته څلوېښت نفر په کار دي!)
نو کرزی چې کومې خبرې اوس کوي دا خو دا دولس کاله روانې وې ايا کرزی ايله بيله اوس ويښ شو؟
[color=red:0b5bc07289]نو زما تحليل دا دی چې کرزی وايي امريکا دې امنيت راولي. نو امنيت سمدستي نه راځي مطلب يې دا دی چې د غلامۍ يا رياست موده دې ورته تمدید شي!
له شفافو ټاکنو څخه يې مطلب دا دی چې: يا د ده ورور يا د ده د خوښې نفر بايد رئيس جمهور شي![/color:0b5bc07289]


پتوال
26.11.2013

دروند لاروی صاحب !

مونږ د چا او په چا اعتماد پسې باید ونه ګرځو، د اعتماد وړ یو هم نه دی، خو هغه څه چې وايي اویا کوي يې ، نو سمه داده چې ترڅو د ملټ په ګټه وي تر هغه بریده د هغې ملاتړ وکړو، او که يې نه پلي کوي ويي غندو او ويې رټو يې!

دا به ریالستي اټکل نه وي چې ګنې کرزی به د تړون د نه لاسلیکولو په پلمه وکولای شي پّه امریکا خپل ورور جمهوري ریاست ته ورسوي.

همدارنګه :
ایافکرکوئ چې سوله د کرزي او یا د هغه د و ورور پورې څه اړه ولري ، څو د سولې له پاره امریکا یا د کرزي د دندې موده وغځوي او یا يې ورور ولسمشرۍ ته ورسوي؟
که دا نه وي نو کرزی د خپلو ګواښونو او شرایطو له لاري بل هېڅ امتیاز نشي ترلاسه کولای، پرته له دې چې امریکا واقعاً د سولې او امنیت راوستلو ته د لاسلیک په بایکاټ سره اړباسي او امریکا بیاخپل زوړ او مشر غلام پاکوستان هم اړباسي.
نو که دا و منو چې امریکا سوله او امنیت د جوړجاړي له لارې راوستلی شي، نو دا به يې هم د ضروري مخینې په توګه منو او دا له هرچا مخکې لاروي صیب ستا خپل نظر و او وي به ، چې نه یوازې کابل او اسلام آباد، بلکې کوټه هم د امریکا د غلامانو ځالې دي. د کابل په غلامځاله کې یو سرکاټي( کرزي) سر راپورته کړی او خپل
بادار ته يې یو داړچینګی کړی، خو ښه اصولي او قانوني کلک داړچينګی دی ، ملت دېې په خپله خبره او داړچینګي کې کلک راټینګ کړي ملاتړ دې وکړي او د بادار په وړاندې دې دیپلوما تیک مقاومت ته راکا ږي ، هم دې وهڅوي، په غیرت دې راولي او هم دې اړباسي! انشاالله !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more