د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دغله په ګیره خس دئ.

میرویس
19.11.2013

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
که د طالبانو د مشرانو د کورنۍ اوه واړه ماشومان د ماینونو په چاودنوکې ټوټې شي او درئ نور یې مرګوني زخمي شي، آیا دوی به د ځوریدلې ولس غمیزې درک کړئ شي؟
داسې ښکاري، چې نه. طالبانو لدې نه مخکې هم سترې چاودنې کړې او ګڼ شمیر مسلمان افغانان یې قتل عام کړیدي. طالبان اوس د جهاد او جنګ د سرحد نه اوښتي، ددوی اعمال د بشریت په مقابل کې په جنایتونو بدل شویدي.

طالبان نه یوازې غواړي حکومت په زور قبضه کړي، بلکه دوی د افغانستان او افغان ولس د بقا دښمنان شویدي. د طالبانو اعمال د اسلامی ارشاداتو، پښتونولۍ، افغانیت او انسانیت پر خلاف جنایات دي او بس.

دطالبانو د خښ کړي ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ اوه ماشومان وژل شوي او درئ نور زخمي شویدي. دا پیښه د پکتیکا د ولایت د خیرکوټ په ولسوالۍ کې شویده. خو طالبان وایي چې دا کار دوی ندئ کړي.
متل دئ چې [د غله په ګیره خس دئ].
دا لاندې رپوټ د مشال د رادیو په شمول ګڼ شمیر رسنیو خپور کړیدي:
==
پکتیکا: ماین چاودنې اووه تنه ماشومان ووژل
نن نږدې درې بجې د خیرکوټ ولسوالۍ په ملیزو سیمه کې د واټ تر غاړې ماین د چاودنې له امله د یوې کورنۍ اوه تنه تنکي ماشومان شهیدان شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

نجیب الله الوخېل
18.11.2013

نن د دوشنبې ماځیګر درې بجې د پکتيکا ولايت خيرکوټ ولسوالۍ د ملېزو په سيمه کې د ماين چاودنې له امله د يوې کورنۍ اوه تنه ماشومان مړه او درې نور ټپيان شول.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان مشال راډیو ته وویل، چې د خيرکوټ ولسوالۍ د ملېزو او شنې څاه ترمينځ په لويه لار کې د وسلوالو مخالفینو له لوري یوه حلقه ماين خښ شوی وو،چې په يادو ماشومانو د لوبو پر مهال وچاودېد او له امله يې ياده مرګ ژوبله رامينځته شوه، د ماين چاودنې له امله د عبدالحمید په نوم د یو کس د کورنۍ اوه تنه تنکي ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي:

((نن نږدې درې بجې د خیرکوټ ولسوالۍ په ملیزو سیمه کې د واټ تر غاړې ماین د چاودنې له امله د یوې کورنۍ اوه تنه تنکي ماشومان شهیدان شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي. د سولې او ثبات د ښمنانو یو ځل بیا زموږ ولسونه ودردول او د ملیزو سیمې اوسیدونکي يې د غم په ټغر کېنول، پکتیکا والي محب الله صمیم د دې خبر په اوریدو سخت خواشینی شو او سمدستي يې د ولایت مرستیال په مشری یو هيات ته دنده سپارلې، تر څو زینمنې شوې کورنۍ سره د لاسنیوي په موخه سیمې ته سفر او لازمې مرستې وکړي د پېښې په سیمه کې زموږ امنیتي ادارو پلټنې پیل کړي او هڅه يې داده تر څو د پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.))

پکتيکا والي محب الله صميم د یادې پیښې سخته غندنه کړې او سملاسي د ولايت د مرستيال په مشرۍ يو ګډ پلاوي ته دنده سپارلي تر څو د زيانمنې شوي کورنۍ سره د عاجلو مرستو په موخه د پيښې سيمې ته سفر وکړي:

(( هر څوک چې بې ګناه ملکي وګړي په ځانګړي ډول ماشومان په شهادت رسوي او يا هم ورته هر ډول جسمي او يا روحي زيان اړوي، د دوی داسې کړنې د اسلام او افغانيت سره په ښکاره دښمنۍ کې دي، د هېواد دښمنان زمونږ ملکي وګړي او حتا ماشومان هم په نښه کوي.))

د پکتیکا ولایت چارواکو امنيتي ادارو ته دنده سپارلې، تر څو د پېښې عاملين پيدا او د قانونو منګولو ته يې وسپاري، تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د یادې پيښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.


طیب زابلی *
21.11.2013

(که د طالبانو د مشرانو د کورنۍ اوه واړه ماشومان د ماینونو په چاودنوکې ټوټې شي او درئ نور یې مرګوني زخمي شي، آیا دوی به د ځوریدلې ولس غمیزې درک کړئ شي؟ )

دطالبانو په لیکو کی هیڅوک داسی نشته چی دهغه کورنۍ غړی دی داشغالګرو
یا دهغوئ دمزدورانولخوا وژل شوی یا بندیان شوی نه وی،
طالبانو دادرد په ډیر واره احساس کړی ده،
(دطالبانو د خښ کړي ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ اوه ماشومان وژل شوي او درئ نور زخمي شویدي)
اوتاته کوم الهام وسو چی ته داپړه خامخا پرطالبانو وراړوی،سره له دې چی
هغه وایی چی داکار موږ نه ده کړی،


pattang
21.11.2013

داخو د cia لار ښوونه ده چې پرابلمونه جوړوي خو دحل لاره یې
پټوي ! ماينونه دوی په خپله ږدي او په طالبانو ورتپي چې جنګ دوام
وکړي صليبيان خپل هدف ته ورسيږي او افغانان مفتخواره اموخته
کړي ! فحشا پکښې ډېره کړي غربي کلچر پکشې رواج کړي .

[quote:4d5356fb94="طیب زابلی *"](که د طالبانو د مشرانو د کورنۍ اوه واړه ماشومان د ماینونو په چاودنوکې ټوټې شي او درئ نور یې مرګوني زخمي شي، آیا دوی به د ځوریدلې ولس غمیزې درک کړئ شي؟ )

دطالبانو په لیکو کی هیڅوک داسی نشته چی دهغه کورنۍ غړی دی داشغالګرو
یا دهغوئ دمزدورانولخوا وژل شوی یا بندیان شوی نه وی،
طالبانو دادرد په ډیر واره احساس کړی ده،
(دطالبانو د خښ کړي ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ اوه ماشومان وژل شوي او درئ نور زخمي شویدي)
اوتاته کوم الهام وسو چی ته داپړه خامخا پرطالبانو وراړوی،سره له دې چی
هغه وایی چی داکار موږ نه ده کړی،[/quote:4d5356fb94]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more