د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبان اوبو په سر اخیستي

اتل
14.11.2013

ډیرو قدرمنو لوستونکو، السلام علیکم
څوک چې اوبو کې ولوږي او ډوبیږ، نو هر خس او خاشاک ته لاس اچوي، چې ګوندې د ډوب کیدو نه بچ شي. نن سبا طالبانو ته هم هغه کانه ور شویده. طالبان دخپل سقوط دویرې د خپلو پخوانیو مضبوحانه اقداماتو نه علاوه نن سبا د خلکو کورورنه سیزي. دوی اوس د چنګیز اوجهان سوزانو لقب هم کمایي کړیدئ.

طالبانو د کنړ په ولایت کې یو شمیر کورونه سیزلی دي. پدی باب دا لاندې رپوټ روهي خپور کړیدي:
====
طالبانو په کونړ کې د ۲۰ تنو کورونه وسوځول
• Wednesday, 13 November 2013 21:23
• لیکنه: تاند
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- وسله والو طالبانو په کونړ ولایت کې لږترلږه د شلو تنو کورونه وسوځول. دا شل تنه په وروستیو کې د طالبانو له لیکو جلا شوي او د سولې په کاروان ورګډ شوي ول.
د خاص کونړ امنیه قومندان جنرال نور محمد نن وویل، وسله والو طالبانو لږترلږه د شلو تنو کورونو ته اور ورته کړی ځکه چې دغو کسانو له جګړې لاس اخیستی و او یا په خاص کونړ کې له سیمه ییزو پولیسو سره یوځای شوي ول.
د ده په وینا د کورونو د سوځېدو په مهال چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.


طیب زابلی *
14.11.2013

ذبیح الله مجاهد:په کنړ کې دمجاهدينو لخوا د کورونو سوځيدو خبره ناسمه ده

نن ځينو رسنيو راپور ورکړ چې د کنړ ولایت خاص کنړ ولسوالۍ شالۍ سیمه کې د کابل ادارې داربکيانو کورونه سوزول شوي ، او دښمن دعوه وکړه چې دغه کار دمجاهدینو لخوا شوي ده .

موږ له سيمې نه دکره معلومات په اساس په ياده پيښه کې د مجاهدينو هرډول لاس لرل په کلکه ردوو ، عيني شاهدان او سیميز مجاهدين له يادو سیمونه خبر راکوي چې دغه کورونه چې تعداد يي لسوته رسیږي د اربکيانو مربوط وو چې کورنۍ يي له کورو وتلي وي او کورنه يي تش پريښي وو ، په سيمه کې هغو عامو خلکو چې د يادو اربکيانو لخوا په بيلابیلو نومونو او ظلم سره ځورول شوي وو ، اربکيانو وهلي وو ، دکور سامانونه يي په زور ترې اخيستي وو ، اموال او مواشي يې ورنه بيولي وو ، هغو خلکو په خپل سر دغه اقدام کړي او دشخصي انتقام په ډول يې په سیمه کې داربکيانو او خپلو غلیمانو کورونه سوزولي دي ، دغه عام خلک داسلامي امارت دمجاهدینوپورې هيڅ تړاو نه لري ، ز موږ مجاهدين اجازه نه لري چې دخلکو کورونه وسوزوي بناء دکنړ په دغه شخصي پيښه کې دمجاهدينو لاس لرل په کلکه ردوو او دمجاهدينو پورې تړل يې دمجاهدينو په ضد د دښمن پروپاګند بولو .

ذبیح الله مجاهد داسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۵/۱/۱۰هـ ق

۱۳۹۲/۸/۲۲هـ ش ــ 2013/11/13م


عبدالحميد/افغ
19.11.2013

السلام عليکم.
محترمه وروره !
نور پوه شه چي دادغرب همراهان همداسي راپورونه خپاره کوي ، دښمن کله هم مقابل اړخ په ښونه ستايي ، نيکي يې نه ويني ، هرڅه يې په نظر عيب ورته ښکاري.
هنربچشم عداوت بزرګترعيب است ... ګل است سعدي ودرچشم دښمنان خارست .
په ډېره مينه .


اتل
22.11.2013

طیب زابلئ صاحب، السلام علیکم
هو، د طالبانو نطاق تل ددغسې حقایقو د مسخ کولو کوښښونه کړیدي. کله چې طالبان د شدید وحشت او دهشت نه کار ولخلي، بیا انکار کوي، او دروغ وایي.
په جلال آباد کې یې چې د سره صلیب په مرکز حمله وکړه، ویې ویل چي د خارجي قواوو په مرکز یې حمله کړیده.
په کابل کې یې چې د مهاجرو د ادارې په دفتر حمله وکړه ویې ویل چي ، د خارجي انجي او دفتر یې تباه کړیدئ.

طالبان نه تور ویني نه سپین. طالبان اوس دومره اوبو په سر اخیستي چې په کنړ کیې د خلکو کورونو ته د اورونو اچولو بر سیره، څو همتې مخکې یې د فاریاب په ولایت کې هم د خلکو کورونو ته اورونه واچول او ماشوان یې پکې وسیزل.
تاسې ته دې الله د ښواوبدو، ریښتیا او کذب تر منځ د توپیر توفیق درکړي.


pattang
22.11.2013

داخو ساده خبره ده !
څوک چې ايمان ،غيرت ،اسلام او ناموس خرڅوي او لکه تنبل غوایی
په دالرو شخوند وهي نو په هغوی او هغه خبرې اړول امکان نلري !

[quote:28481cafda="اتل"]طیب زابلئ صاحب، السلام علیکم
هو، د طالبانو نطاق تل ددغسې حقایقو د مسخ کولو کوښښونه کړیدي. کله چې طالبان د شدید وحشت او دهشت نه کار ولخلي، بیا انکار کوي، او دروغ وایي.
په جلال آباد کې یې چې د سره صلیب په مرکز حمله وکړه، ویې ویل چي د خارجي قواوو په مرکز یې حمله کړیده.
په کابل کې یې چې د مهاجرو د ادارې په دفتر حمله وکړه ویې ویل چي ، د خارجي انجي او دفتر یې تباه کړیدئ.

طالبان نه تور ویني نه سپین. طالبان اوس دومره اوبو په سر اخیستي چې په کنړ کیې د خلکو کورونو ته د اورونو اچولو بر سیره، څو همتې مخکې یې د فاریاب په ولایت کې هم د خلکو کورونو ته اورونه واچول او ماشوان یې پکې وسیزل.
تاسې ته دې الله د ښواوبدو، ریښتیا او کذب تر منځ د توپیر توفیق درکړي.[/quote:28481cafda]


اتل
22.11.2013

عبدالحميد/افغ ورور، السلام علیکم
دغه لاندې ځواب مې چې طیب زابلې صاحب ته لیکلئ انشاءلله چئ ستاسې دپاره به هم د قناعت وړوي:
===
هو، د طالبانو نطاق تل ددغسې حقایقو د مسخ کولو کوښښونه کړیدي. کله چې طالبان د شدید وحشت او دهشت نه کار ولخلي، بیا انکار کوي، او دروغ وایي.
په جلال آباد کې یې چې د سره صلیب په مرکز حمله وکړه، ویې ویل چي د خارجي قواوو په مرکز یې حمله کړیده.
په کابل کې یې چې د مهاجرو د ادارې په دفتر حمله وکړه ویې ویل چي ، د خارجي انجي او دفتر یې تباه کړیدئ.

طالبان نه تور ویني نه سپین. طالبان اوس دومره اوبو په سر اخیستي چې په کنړ کیې د خلکو کورونو ته د اورونو اچولو بر سیره، څو همتې مخکې یې د فاریاب په ولایت کې هم د خلکو کورونو ته اورونه واچول او ماشوان یې پکې وسیزل.
تاسې ته دې الله د ښواوبدو، ریښتیا او کذب تر منځ د توپیر توفیق درکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more