د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا ګز او دا میدان

اتل
14.11.2013

محترمو لوستونکو، السلام علکم
د افغانستان د طالبانو د تحریک مشر ملا محمد عمر آخند په خپلو بیانونو کې په کراتو مراتو ویلي، چې طالبان د تعلیم او ښونځي سره نه دا چې دښمني نلري، بلکه حمایه کوي یې.
خو د ملا صاحب دغه ویناوې په عمل کې د ثبوت جوګه ندي. اصلي خبره خو داده چې د ملا صاحب دغه ډول ویناوي د صداقت پر مټه ولاړې دي، او د طالبانو جګړه ماران یې پیروي نه کوي، او که د ملا صاحب خبرې پر یخ لیکل او لمر ته ایښودل دي؟
روهي پخپله ننۍ ګڼه کې ویلي چې د فراه د ولایت د پشت رود د ولسوالۍ د یوه ښونځې مخې ته د بم په چاودنه کې چې طالبانو خښ کړئ ؤ، دوه شاګردان وژل شوي او درۍ زخمی دي.

طالبانو ددې نه مخکې هم مکتبونه وران کړي او سیزلي او د قرآنکریم نسخې هم پکې لولپه شویدي. طالبان چې د معارف مخالفت کوي، آیا دوي د هغو شاکردانو دتعلیم او تربیې دپاره څه تجویز لري چې په لوی لاس یې د تعلیم نه محروم کوي؟
===
فراه ولايت کې پنځه تنه زده کوونکوته په چاودنه کې مرګ ژوبله پېښه شوې.
د فراه والي وياند عبدالرحمن ژوندي خبري رسنيو ته ويلي، چې نن غرمه د دغه ولايت د پشت رود په ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي مخې ته چاودنه شوې. نوموړي زياته کړې، چې په دغه چاودنه کې دوه زده کوونکي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د فراه ولايت چارواکو لخوا، طالبان د دغه پېښې مسوولين بلل شوي خو په خپله طالبانو تر اوسه په دې هکله څرګندونې نه دي کړي.
سپينتمان


Musaferjan
18.11.2013

دا ګز او دا میدان

تر دې کوم بل ښه سر ليک درسره نه وو؟


اتل
23.12.2013

مسافر جانه، السلام علیکم
کوم هلک یوې نجلۍ ته ټونګ وررسولئ ؤ. نجلۍ ورته ویلي وو، وخورې دا مرداره قواره، ځه ورک شه. پداسې حال کې چې هلک په مکتب کې هم د آخر نه اول نمره ؤ، نجلۍ ته یې وویل، قواره څه کوي، لیاقت مې ګوره.

اوس هم وروره عنوان څه کوې، په اصلې مسئله بحث وکړه. د طالبانو د مشر ملا محمد عمر آخند رښتیا او دروغ معلوم کړه.
دا عنوان ډیر مناسب دئ ، هغه ته چلنج ورکوي، چې خپلې لاپي د عمل په جامه کې ثابتې کړي.
په درنښت.


watan jan
23.12.2013

[quote:f6b3d1d9e5]روهي پخپله ننۍ ګڼه کې ویلي چې د فراه د ولایت د پشت رود د ولسوالۍ د یوه ښونځې مخې ته د بم په چاودنه کې چې طالبانو خښ کړئ ؤ[/quote:f6b3d1d9e5]
طالبان هسی په صحرايي محکمو تورن دی ، دغه رسنۍ چی په دیموکراتیکه لسیزه کي زیږیدلي اوهغه دهوټلو پیشخدمتان چی په دی لسیزه کی چارواکی شول تر هرچا زیات په صحرايي محکمو فیصلي کوی
که اوس ورته ووایي چی کومه دي اسناد چی بم طالبانو خښ کړی بیا به وايي ولي دا نو څه دشک خبره ده؟
دطالبانواوتعلیم په اړه داویډیوپه کتلو ارزي:
http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2013/12/131216_im_taliban_are_not_against_school_khan_mohammad_kharota1.shtml
همدا نن دغزني دپوهني رئیس ویلي دی چي له ښوونځيو څخه دی دولتي امنیتي پوستي وایستل شی.
د غزني ولایت د معارف ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو سېمو امنیتي ځواکونو په ښوونځیو او مکتبونو کې دننه خپلې پوستې جوړې کړي دي او د دې پر ځای چې د هېواد د بچیان د ښوونې او روزنې کار ترې واخلي، امنیتي کسان یې کاروي.


pattang
23.12.2013

د طالبانو په وخت کې دمشر ملا صيب د يوو فکس په اساس په قندوز
کې د کټه خېلو په کلي کې دنجونې د متوسطې ښوونځي ته تر ۹
ټولګي پورې اجازه ورکړل شوه !

دغه فيصله هلته وشوه چې مونږد ښونځي مصرف په غاړه واخيست
او ملا عبدالسلام اخند د مشر ملا صيب له دفتر سره تليفوني له
جرمني ځخه خبرې وکړې تر څو چې داجازې فکس راغی!

طالبان دنجونو دمکاتبو منع نکوله خو پر دې شرط چې دمکتب چوکاټ اسلامي شرعي او افغاني کلتوري وي !

او هم داعلت دی چې طالبان د هېواد اصلي بچيان او زه ور سره
کلک ولاړ يم !

دانورې پروپاګندې خو ددې لپاره دي چې ددالرو دغلا ګوډی تش پاته
نشي اوترڅو چې جنګ وي دفاسدينو به اقتصادي ګټې پکښې خوندي وي!


اتل
06.01.2014

پتنګ صاحبه، السام علیکم
دا خو د ملا صاحب، اسلام او د هغه عدل، انصاف او متانت ښيي چې د خپلو متعصبو او ړندو ملګرو په مقابل کې دریږي او نجونو ته د سبق ویلو، خدای ورکړئ حق ورکوي.

اوس ولې ملا صاحب،پټه خوله پاتې دئ. پاکستاني طالبانو په څو تیرو کلو کې د پنځو سوو نه زیات مکتبونه نړولی دي.

همدا نن خبر ؤ چې په هنګو کې د لښکر جنګوي یوه طالب په یوه ښونځې ځان مرګي حمله کړیده او دغه راز په بنو کې د نجونو یو ښونځئ په دوو بمونو الوزول شویدئ.
ملا صاحب ولې پټه خوله ناست دئ؟


pattang
06.01.2014

اول سلام بيا کلام !
اول ازادي له اشغالګرې قوې او فاسد لاسپوڅې رژيم څخه بيا نور
کارونه !

[quote:e438906874="اتل"]پتنګ صاحبه، السام علیکم
دا خو د ملا صاحب، اسلام او د هغه عدل، انصاف او متانت ښيي چې د خپلو متعصبو او ړندو ملګرو په مقابل کې دریږي او نجونو ته د سبق ویلو، خدای ورکړئ حق ورکوي.

اوس ولې ملا صاحب،پټه خوله پاتې دئ. پاکستاني طالبانو په څو تیرو کلو کې د پنځو سوو نه زیات مکتبونه نړولی دي.

همدا نن خبر ؤ چې په هنګو کې د لښکر جنګوي یوه طالب په یوه ښونځې ځان مرګي حمله کړیده او دغه راز په بنو کې د نجونو یو ښونځئ په دوو بمونو الوزول شویدئ.
ملا صاحب ولې پټه خوله ناست دئ؟[/quote:e438906874]


اتل
08.01.2014

السلام علیم
تاسې زما د سوال د ځواب نه ځان تیر ګړیدئ.
طالبان ولې په هغو علاقو کې د نجونو ښونځی نه پرانیزي چې د تصرف ادعا یې کوي.
ولې پاکستاني طالبانو ته چې ملا صاحب یې د رهبرئ ادعاهم کوي، نه وایي چې د نجونو او هلکانوښونځي مه ورانوي.
په پاکستان کې خو صلیبي اشالغګران هم نشته؟
الله دې ستا ناجوړه ماغزه روغ کړي، پتنګه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more