د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د افغانستان د کشالې سوله ایز څرک؟

اتل
30.10.2013

محترمو لوستونکو ته، د میني او محبت سره مخلصانه سلامونه
آیا تاسې دا د ګران افغانستان پرونۍ خبر چې وايي، د طالبانو یوه ارشد مقام او د ملا محمد عمر آخند زوم ملا معتصم آغاجان، د طالبانو لخوا د نوو دریځونو د اعلانولو سره، په نږدې آینده کې د سولې دخبرو د پیل کیدو خبر ورکړ.
اوله بله پلوه د آزادۍ رادیو دا ننئ خبر چې وایي [د سولې عالي شورا د افغانستان، پاکستان او بریتانیې د څلورمې درې اړخیزې غونډې د نتایجو او پریکړو هرکلۍ وکړ.

په دې درې اړخیزه غونډه کې چې د سې شنبې په ورځ په لندن کې جوړه شوه، پریکړه وشوه چې؛ د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوی به د طالبانو د دوهمې درجې مشر ملا عبدالغني برادر سره د لیدو په هدف پاکستان ته ولاړ شي.

د افغانستان د سولې د عالی شورا ویاند شهزاده شاهد نن ازادي راډيو ته وویل، چې دوې د دې سفر لپاره پوره تیاری لري او د پاکستان څخه یې د سولې په پروسه کې د صادقانه همکارۍ غوښتنه وکړه، زموږ د ګران ملک د کشالې د سوله ایز حل څرک کڼلئ شئ؟

آیا تاسې فکر کوئ چې ددې کشالې د حل شرائط برابر شوي دي؟
د ملا معتصم آغا جان د اخبره چې طالبانو د نوو دریځونو اعلان کړیدئ، څنګه ارزیابي کوئ؟ آیا د طالبانو نوی دریځوه به څه وي، دادریځونه به د طالبانو د پخوانیو دریځونو په نسبت نروم وي، او که څنګه؟
په درناوي.


pattang
30.10.2013

اتل خانه دروند پښتون اتل اوسې خونه د اشغاللګرو په څنګ کې !
نه دا خبري چې تا راوړې او اغاجان ته ورکړل شوی امکان نلري!
که دا لاندې ټکې عملي شي کوم چې ملي اسلامي او حقوقي دي نو
سوله به امکان ولرې او وژنې به ورکې شي !

/صليبي اشغالګر به نوي !
/ جنګي جنايتکاران به محاکمه کېږي!
/ قانون اساسي او ملي سرود به بدليږئ!

❀:
اغا جان دطالبانو سړی وو خو دشيطان په لاره لاړ او اس يې
cia ساتي نو هغه چېټي لګيا دی !

هو سوله امکان لري که پورته شرائط عملي شي !


malik

malik123
02.11.2013

اتل خانه دروند پښتون اتل اوسې خونه د اشغاللګرو په څنګ کې !
نه دا خبري چې تا راوړې او اغاجان ته ورکړل شوی امکان نلري!
که دا لاندې ټکې عملي شي کوم چې ملي اسلامي او حقوقي دي نو
سوله به امکان ولرې او وژنې به ورکې شي


اتل
08.11.2013

ګرانو وروڼو، هر یو پتنګ صاحب او مالک یا ملک صاحب، السلام علکم
محترمینو، وایي: بازي بازي، به ریش بابا هم بازي؟
تاسې د هرشي د مسخ کولو هڅې چې کوئ، هسې یې هم کوئ، خو د رب دپاره او ځوریدلي ولس په خاطرد صلحې او ولس د خیر ښیګڼې سره مه لوبې کوئ، او مه هم ملنډئ پرئ وهئ.
ملنګ مو په در کې ولاړ دئ، هرڅه مو چې په الله لوریږي، ورته را ویې باسۍ. ملنګ جان بې کبره دئ، ملنګ په هر څه بحث درسره کوي، ملنډې مه وهئ، پر اصله مسئله چې د سولې څرک دئ و عیږۍ. سوله تقویه کړئ، چې ملائکئ یې هم درسره آمین کړي.
آلله مو وبښه.


pattang
08.11.2013

وروره ته ولې لکه پخواني پرچميان دلارې په سر خلک غلطوې !

ته پر ماسوله کوې خو اشغالګر په ملک کې پرېږدي او هغه ددې لپاره
چې دنظار دشورا غله او دکرزي فاسد رژيم نور هم له صليبيانو دالر
پټ کړي او په فساد کې نورې هم دوکتوراوې واخلي !
ته که دسولې لپاره کارکوې نو صليبيان وباسه د سولې ضمانت
دې زه درکوم !

[quote:3188cfe27a="اتل"]ګرانو وروڼو، هر یو پتنګ صاحب او مالک یا ملک صاحب، السلام علکم
محترمینو، وایي: بازي بازي، به ریش بابا هم بازي؟
تاسې د هرشي د مسخ کولو هڅې چې کوئ، هسې یې هم کوئ، خو د رب دپاره او ځوریدلي ولس په خاطرد صلحې او ولس د خیر ښیګڼې سره مه لوبې کوئ، او مه هم ملنډئ پرئ وهئ.
ملنګ مو په در کې ولاړ دئ، هرڅه مو چې په الله لوریږي، ورته را ویې باسۍ. ملنګ جان بې کبره دئ، ملنګ په هر څه بحث درسره کوي، ملنډې مه وهئ، پر اصله مسئله چې د سولې څرک دئ و عیږۍ. سوله تقویه کړئ، چې ملائکئ یې هم درسره آمین کړي.
آلله مو وبښه.[/quote:3188cfe27a]


اتل
14.11.2013

پتنګ صاحبه، السلام علیکم
زه چیرې هم څوک نه غلطوم، بلکه د خلکو د آرزو مطابقې غوښتنې لرم، چې هغه صلح، امنیت، او د ولس نیکمرغې ده.
د جنګ ددوام علت خو د طالبانو لخوا د القاعدې او نورو ترورستانو ساتنه او حمایه ده. خارجیان په خپلو کورورنو کې بسیا وو، خو کله چې د طالبانو میلمه ترورستانو زما او ستا د خاورې نه پر هغوی حملې وکړې، هغوی هم د ملګرو ملتونو د فیصلې پر بنا د ځان د ساتنې دپاره په ترورستانو پسې راغلل او القاعدې او طالبانو په ګډه زما اوستا م د ملک نه د جنګ میدان جوړ کړ.
هغه دي خارجیان خو وزي، ولې ستا ترورستان او طالبان جنګ نه بندوي او د صلحې خبرو ته غاړه نږدي.

داسې خو نه کیږي چې طالبان له یواې خوا د صلحې نارې وهي او له بلې خوا بې ګناه ښځې او ماشومان وژني.
په یوه لاس کې قرآن او په بل کې توره نیسي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more