د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

په جوماتو کې چاودنې د عبادت مخه نیول دي

اتل
30.10.2013

پتمنو پښتنو سلامونه
مشال رادیو دا لاندې رپوټ ورکړیدي:
===
په جوماتو کې چاودنې د عبادت مخه نیول دي
د خوست ولایت یو شمېر قومي مشرانود مسلمانانو په عبادتځایونو کې د چاودنو، وسلوالو بریدونو او وژنو غندنه وکړه او ويې ویل، چې دا له جوماتونو څخه د خلکو د منع کولو لپاره یو عمل دی،
نجیب الله الوخېل
29.10.2013
د خوست ولایت یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې په جوماتونو او نورو مقدسه ځایونو کې وسلوال بریدونه او بمي چاودنې وغندلې او له حکومته یې وغوښتل چې د دا ډول پېښو ککړ کسان ونیسي او هغوی ته دې سخته سزاء ورکړل شي.

د خوست ولایت یو شمېر قومي مشرانو، ځايي خلکو او دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې د مسلمانانو په عبادتځایونو کې د چاودنو، وسلوالو بریدونو او وژنو غندنه وکړه او ويې ویل، چې دا له جوماتونو څخه د خلکو د منع کولو لپاره یو عمل دی، ګډونوالو هغه بمي چاودنه هم وغندله، چې په غزني ولایت کې د واده په یو موټر پسې وشوه او په کې اتلس تنه ښځې او ماشومان ووژل شول.

غونډه چې د دوشنبې په ورځ د قومونو پیوستون شورا په انګړ کې جوړه شوې وه، د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي وویل، چې له جوماتونو باید د امن او سولې مرکزونه جوړ شي او خلک پرېښودل شي، چې په ارام فکر په کې د خپل رب عبادت وکړي.
مولوي شامحمد د علماوو په استازیتوب په غزني کې د واده په یو موټر پسې بمي چاودنه وغندله او ويې ویل دا ډول کړنې د مسلمانانو له دیني ارزښتنو سره په ټکر کې دي:

"د الله(ج) کورونه چې جوماتونه دي، دا باید له ګواښ سره مخامخ نه شي، باید له جوماتونو څخه د امن او سولې مرکزونه جوړ شي، په دې کې باید چاودنې ونه شي او نه په کې چاته څوک ضرر ورسوي، دا د الله د رضاء کولو کور دی، پریږدئ چې هر سړی په خپله خوښه په کې د الله پاک عبادت وکړي، د الله عبادت وکړي، د الله نه غوښتنه وکړی، نو په همدې خاطر دا خلک راجمع شوي دي.

دویم دا چې سوله په افغانستان کې راشي او دریم دا چې انتخابات را روان دي، انتخابات باید په سوله ییزې طریقې سره وشي، ټول مسلمانان په دې کې شراکت وکړي، بل دا چې د لوګر په جومات کې چاودنه شوې ده، هغه پېښه يې وغندله، ځکه چې د الله په کور کې پېښه وشوه، د اختر په ورځ وشوه، دا اسلام سره په ټکر او مخالفت کې ده، دا د جوماتونو نه د خلکو منع کول دي او باید خلک له جوماتونو څخه منع نه شي، همدارنګه هغه چاودنه چې په غزني کې شوې ده، د واده د مراسم ګډونوال ښځې او ماشومان په کې وژل شوي دي، ډېر ګناه شوی دی، دا چې هر چا کړی وي، موږه دا پېښه غندو، دا د اسلام سره په ټکر کې ده او د اسلام مخالف عملونه دي."

یو تن قومي مشر حاجي شاه ولي وايي، چې په اوسني وخت کې زموږ مشران خوندي نه دي، دوی حتا په جوماتونو کې له منځه ځي، نو امنیتي ادارې باید د دوی د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي:

"دا څرنګه امنیت دی، چې د عید په ورځ په لوګر کې په مسجد کې قران شریف کې په هغه کتاب کې چې موږ ایمان پرې راوړی دی، په هغه کې د لوګر والي ته بم ځای په ځای کیږي، دا څوک ځای پر ځای کوي، چې ارسلا جمال بیچاره په کې ژوند دلاسه ورکړ، داسې نور ډېر لکه ناظم ځدراڼ چې په مسجد کې ووژل شو، نو زموږ هېڅ شی هم خوندي نه دي."

د هدایت الله په نوم د مندوزیو یو تن قومي مشر وویل، حکومت باید هغه کسان چې په جوماتونو کې دا ډول عملونه سرته رسوي، پیدا او سخته سزاء ورکړي:

"هدفي وژنې چې په جوماتونو کې ترسره کیږي، دا په کلکه غندو، دا یو ناروا کار دی له حکومت مو نه دا غوښتنه ده، چې باید دوی د داسو پېښو کلکه څارنه وکړي، دا خلک چې دا ډول عملونه سرته رسوي، هغه پیدا کړي، هغو ته کلکه سزاء ورکړي، داسې نه چې په یوه دروازه ویې ونیولو او په بله دروازه خلاص وي، چې یو سړي ته ښه کلکه سزاء ورکړي، بل سړی والله که داسې عمل وکړي."

د بادشاه زار ګل په نوم هم د تڼیو د ولسوالۍ یو تن قومي مشر په خپلو خبرو کې په جوماتونو کې د وینو تویول ناسم کار بولي او وايي:

"زه بادشازادګل یم د تڼیو د قوم اوسیدونکی، زه په خپله هم دا وایم چې په جومات کې د وینې تویول یا نور ناروا کارونول غلط کار دی، دا موږ غندو، دا ښه کار نه دی، چې څوک يې کوي هغو ته د خدای هدایت وکړي او که د هدایت لایق نه وي، خدای دې هسې ورک کړي."

د یادونې وړ ده په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې په جوماتونو او نورو مقدسه اماکنو کې د بریدونو او بمي چاودنو پر ضد پراخې غونډې او لاریونونه وشول، دوی د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې د جوماتونو او عبادتځایونو احترام دې ولري او د ملکي وګړو د ژوندانه خوندیوتوب ته دې پام وکړي.


pattang
30.10.2013

وروڼو دخوستيانو په خبرو پسې مګرځۍ !
خوست د برېتورو خلقيانو په وخت کې کمکی مسکو وو !
اوس د صليبيانو اشغالګرو په وخت کې د پنتاګون او واشنګټن
يوه برخه ده ! چې داسلام په جامه کې دوښمن ته پروپاګنده کوي!


sami

sami125
06.11.2013

خوست د برېتورو خلقيانو په وخت کې کمکی مسکو وو !
اوس د صليبيانو اشغالګرو په وخت کې د پنتاګون او واشنګټن
يوه برخه ده ! چې داسلام په جامه کې دوښمن ته پروپاګنده کوي


طالب ISI
06.11.2013

كه يى وأر برابر شي كعبه كى خو انتحاري وكي

بهتره ده كور كى عبادت وكى


pattang
07.11.2013

هغه به هلته وي چې پښتانه واقعت په علم پوه شي او علم دنوم او
غلا لپاره نه وي ! نه داسې لکه دا اوس چې ډانکتر صاحبان :
چوپړا احمدزی، زنچو احدي ، غل زاخېلوال اونور ډېر یې هلته
لګيا دي د cia خوټې څټي !
نالت پردې غلو پښتانه يې خرڅ کړل !

[quote:4ddb12dc71="shaheer"]كه يى وأر برابر شي كعبه كى خو انتحاري وكي

بهتره ده كور كى عبادت وكى[/quote:4ddb12dc71]


اتل
14.11.2013

پتنګ صاحب، السلام علیکم
ورور جانه دا ځل دخوست د ولایت د عام ولس پر خلاف د بغض معاویه د کار زار نه کار اخلي. ته وایي چې [د خوست ولس، د مسلمان په جامه کې دښمن ته پروپاګند کوي]. تاسې وایاست چې د [مسلمان په جامه کې]؟
ستاسې خبره خو داسې معنی لري چې ګواګي د خوست ولس مسلمان ندئ، بلکه فقط د مسلمان جامه یې اغوستې ده. تاسې پدې وجه د خوست خلک کمونستان او صلیبیان بولئ چې په جوماتونو کې یې چاودنې، د عبادت نه د ولس منع کول بللی دي؟
صبحان الله پتنګه، د نښې منځ دې ویستلئ، مبارک، مبارک او بیا هم مبارک.
ولې په کوم آسماني او یا فقهې حجت دا خبره ثابتوې نه چې، هر هفه څوک چې په جوماتونو کې د بمونو چول، د مسجد نه د خلکو منع کول تعبیبروي، کمونستان او صلیبیان دي.
الله دې توفیق درکړې، چې نور هم ځان ولغزوي، ځکه چې په اسلامي او افغاني نصایحو خو دې سر نه خلاصیږي.
الله دې تاسې اصلاح کړي.


اتل
14.11.2013

شهیر صاحب، السلام علیکم
تاسې بالکل رښتیا وایاست. د ځان ساتنه فرض ده. خلک چې په مسجدونو کې په بمونو الوزول کیږي، تر هغې نه بهتره داده چې په کور کې لمونځ وکړي.
په مسجدونو او نورو مقدسو اماکنو کې د چاودنو هدف همدا دئ چئ خلک هلته د عبادت نه منع کړي
الله دې دغو بد بحتانو ته هدایت وکړي چې د غیر اسلامی او غیر انساني اعمالو نه لاس واخلي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more