د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د نهمې او لسمې روژه/ وهاج افغان

حمید هڅــاند
13.11.2013

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
درنو مسلمانانو وروڼو!
د مياشتې دليدلو مطابق سبا د چهارشنبې ورځ د نوي هجري قمري کال 1435 هـ د محرّم د مياشتې نهمه او بل سبا يې لسمه يعنې د عاشوراء ورځ ده.
د عاشوراء د ورځې روژه سنت ده، د رمضان د مياشتې له فرضېدو مخکې د عاشوراء روژه فرضي وه، نو دغه مبارکه له فضيلتونو، اجرونو او ثوابونو څخه ډکه روژه نيول مه هېروئ، د يو کال ګناهونه بخښي. ورسره د نهمې ورځې روژه هم مستحب ده، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: لئن بقيت الی القابل لأصومن التاسع.
ژباړه: که چېرې را روان کاله پورې ژوندی پاتې شوم؛ نو د نهمې روژه به هم ونيسم.

ښاغلی وهاج افغان

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more