د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

شهادت څه شی دی ؟؟؟

Naeem sadat
08.11.2013

ګراڼو ورڼو السلام علیکم ستاسی نظر پدی اړوند څه ډول دی

شهادت څه شی دی ؟؟

کله چی په محکمه کی ددوو خواوو په منځکی دعوه وی نو هره هغه خواه چی دعوه لری یا باید خپله دعوه ثبوت کړی او د خپلی دعوی د ثپوت لپاره شاهد راولی تر څو نوموړی شاهد د نوموړی دعوی په حقانیت شاهدی ووایی
شهادت یو بل ډول هم لری چی هغه داسی ده کله چی یو شخص د یو ظالم حاکم یا کوم زورور په مقابل کی راپورته شی او ټولو خلکو په مخکی په نوموړی زرور ظالم شاهدی ووایی چی دا شخص ظالم او ناروا ده

موږ مسلمانان هم شاهدی وایو چی هغه داسی ده(أشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله )

اوس پوښتنه دا راپیدا کیږی چی دا څه ډول دعوه ده چی په دی دعوه کی موږ شاهدان یو او شاهدی وایو ؟؟

زموږ شاهدی داسی شاهدی ده لکه رڼا چی د تیاری په شتون شاهدی وای . لکه تودوخه چی د یخنی په شتون شاهدی وایی او یا لکه هست چی د نیست په شتون شاهدی وایی

موږ انسانان په قید زمان او مکان کی ژوند کوو چی دا دواړه لایتناهی دی مکان بی سرحده لایتناهی لوی او اوږد دی یعنی زموږ دا کاینات لایتناهی دی چی نه شروع لری او نه پایان
یعنی د کایناتو ختم یواځی د یو شکل ختم دی چی له ددی شکل له ختمه بل شکل شروع کیږی یعنی دا کاینات لایتناهی دی . همدا ډول زمان یا وخت هم لایتناهی ده چی نه اذل لری او نه اخر
زمان بی اذله او بی اخره یو اوږد غزیدلی خط یا لیکه ده چی نه اذل لری او نه اخر

دنوموړی زمان او مکان مجموعی ته دهر وایی . په عربی ژبه کی دهر په لغات کی وخت یا زمان ته وایی خو په اصطلاح کی دهر د همدی مکان او زمان مجموعی ته وایی
دهر داسی یوه پدیده چی هم خاموشه ده او هم غږیږی کله چی انسان ددهر په ژبه پوه شی نو ورسره غږیدالای شی

دهر انسان ته وای

زه ستا خدای یم . زه نه اذل لرم او نه اخر . زه هیڅکله نه یم پیدا شوی او هیځکله له منځه نه ځم . تاسی انسانان زما د وجود یوه برخه یاست . تاسی زما په وجود کی پیدا کیږی او زما په وجود کی له منځه ځی . تاسی له ځانه کوم اختیار نلری تاسی چی هرڅه کوی دا زما د جبر دفشار لاندی کوی . په اصل کی تاسی هیڅ یاست اصل زه یم او تاسی کوم اختیار نلری

دلته که موږ دهر لکه یوه لیکه فرض کړو یعنی لکه یوه لایتناهی لیکه یا یو لایتناهی امتداد چی نه اخر لری او نه اذل او دا امتداد د اصل توب دعوه کوی . او وایی چی زه اصل یم په همدی خاطر اذلی او ابدی یم او د خدای دعوه لری

خو ټکی یا نقطه چی هیڅ اندازه نلری یعنی حجم نلری . د هندسی د علم مطابق ټکی نه عرض لری نه طول لری او نه ضخامت لری او نه اندازه کیدای شی خو موجودیت لری
او همدا لایتناهی لیکه له همدوغو ټکو جوړه شوی یعنی همدا لایتناهی لیکه له ډیرو زیاتو ټکو جوړه شوی او دا ټکی ددی لایتناهی لیکی په نه لایتناهی توب شهادت وای
ټکی ددی مغروری او لایتناهی لیکی یا امتداد په مقابل کی داسی شاهدی وایی
ټکی امتداد ته وایی .، ته اصل نه یی ځکه چی اصل له ځانه پوره وی او پخپله د خپل ځان لپاره شتون لری او د شتون لپاره چاته محتاج نه وی . خو ته له ټکو جوړ یی یعنی پرته له ټکو شتون نشی لرلای یعنی ستا شتون د ټکو لپاره دی په همدی خاطر زه په تا اصیل یم ځکه چی ته زما لپاره شتون لری
دا سمه ده چی ټکی ستا په قید کی ده ، خو هر ټکی مرګ لری او د هر ټکی مرګ ددی ثبوت دی چی دا ټکی ستا برخه نه ده بلکی هر ټکی ځانته اراده او هویت لری
د ټکی مرګ داسی دی چی ددی په خاطر چی امتداد امتدا پیدا کړی یو ټکی باید له منځه لاړ شی یعنی ختم شی چی دوهم ټکی شروع شی چی په همدا ډول ستا امتداد را پیدا کیږی

د ټکی مرګ هغه څه ده چی ټکی ته هویت ورکوی یعنی اراده ورکوی او همدا د ټکی مرګ دی چی د ټکی هویت د امتداد له هویته بیلوی او د امتداد دا د لایتناهیتوب دعوه ماتوی
که چیری د ټکی مرګ نه وای موجود بیابه ټکی خپل شخصی هویت نه لاره بلکی ټکی به د امتداد جز وو

خو امتداد بیا د اصل توب دعوه کوی او ټکی نفی کوی په اصل کی د ټکی او امتداد جګړه داسی ده چی امتداد پخپل شتون سره ټکی نفی کوی یعنی چی ټکی شتون نلری او ټکی بیا پخپل شتون باندی امتداد نفی کوی یا د امتداد دا لایتناهیتوب نفی کوی
امتداد د خدای دعوه کوی او وایی چی که هرڅه شته هغه زه یم
خو ټکی په یو ډیر مهم راز خبر ده او هغه راز مرګ دی ټکی پدی پوهیږی چی مړ کیږی یعنی ټکی له خپل مرګه خبر دی او دده مرګ دده د هویت ثبوت ده یعنی چی ټکی پرته لدی امتداد څخه خپل شخصی هویت لری او د ټکی همدا هویت ددی ثبوت دی چی دهر یا امتداد اصل نه ده او د خدای دعوه یی باطله ده
نو په همدی خاطر ټکی پدی شاهدی وایی چی دهر خدای نه ده
او داچی په ټولو کایناتو کی یواځنی موجود یعنی شکل انسان دی چی پوهیږی چی مړ کیږی یعنی له خپله مرګه خبر دی نو دا ټکی چی ددهر د خدایی د دعوی په مقابل کی شاهدی وای انسان دی
زموږ مرګ ددی ثبوت دی چی پرته لدی امتداد څخه یا پرته لدی دهره موږ مستقل شخصی هویت لرو او زموږ شخصی هویت ددی ثبوت دی چی دهر اصل ندی او د دهر دخدای دعوه باطله ده او موږ د دهر د خدای د دعوی په مقابل کی داسی شاهدی وایو( أشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله ) یعنی د دهر د خدای دا دعوه نفی کوو او شاهدی ورکوو چی زموږ خدای هغه واحد خدای دی چی لامکان او لازمان دی

شهید هم همدا شاهدی وایی د شهید د شاهدی فرق زموږ د شاهدی سره داده چی موږ دا شاهدی پر ژبه وایو خو شهید دا شاهدی پخپله وینه وایی یعنی د شهید مرګ په همدا شاهدی ده
پخپله د شهید مرګ دا شاهدی وایی چی ( أشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله )
د شهید شاهدی د شاهدی تر ټولو لوړ معیار دی چی له دینه پورته د شهادت ورکولو معیار نشته په همدی خاطر د شهید د شهادت مرتبه دومره لوړه ده چی زما ژبه یی له ویلو عاجزه ده

ت


وزیري
12.11.2013

سادات صاحب: له دي کلماتو نه دي مطلب څه شی دی:
تاسی انسانان زما د وجود یوه برخه یاست. آیا په وحد الوجود عقیده لري؟
تاسی زما په وجود کی پیدا کیږی او زما په وجود کی له منځه ځی. دا جمله د پورتنئ جملې تشریح نشی کیدای.

تاسی له ځانه کوم اختیار نلری تاسی چی هرڅه کوی دا زما د جبر دفشار لاندی کوی . آیا جبریه او قدریه عقیده لري؟

په تقدیر کی بحث نه درسره کوم ځکه چی له داسی بحث نه پیغمبر علیه السلام منع کړیده
خو صرف غواړم ستا په عقیده باندي پوه شمه.

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more